Jump to content

د سکاټلنډ روشنګري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سکاټلنډ روشنګري (په ګیلیک سکاټلنډي کې: Soillseachadh na h-Alba) په سکاټلنډ کې د ۱۸ او د ۱۹ مې پیړۍ د لومړیو کلونو دوره ده، چې پکې بې شمېره علمي او ساینسي لاسته راوړنې شوي دي. په اتلسمه پیړۍ کې، د سکاټلنډ په هوارو سیمو کې د سیمه ییزو ښوونځیو شبکې او پنځه پوهنتونونه موجود وو. د روشنګري کلتور د نویو کتابونو د لوستلو له مخې و، او په ورځنۍ توګه به د روڼ اندۍ په غونډو کې شدید بحثونه د اډینبورګ په (ټاکل شوې ټولنې) او بیا وروسته (پوکر کلپ) کې او همداشان د سکاټلنډ په لرغونو پوهنتونونو (سنټ انډروز، ګلاسکو، ایډنبورګ، کینک کالج او مارشال کالج) کې تر سره کېدل. [۱][۲]

د اروپايي روشنګري د ورته دورې د وخت د انساني او منطقي لیدلوري په لرلو سره، د سکاټلنډ د روشنګرۍ اندیشمندانو د انسان د انساني عقل پر اهمیت هر هغه ډول اقتدار چې له عقل سره د توجیه وړ نه ؤ، ټینګار درلود. په سکاټلنډ کې، روشنګرۍ د تجربو او د هر اړخیز کمال او عمل له مخې پیژندل کېده، چې په هغه کې اصلی ارزښتونه ښه والی، فضیلت او د ټولنې او د ټولنې د هر غړي لپاره عملي ګټورتیا وه.

هغه برخې چې په دغه دوره کې یې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ عبارت وو له فلسفې، سیاسي اقتصاد، انجینري، معماري، طب، ځمک پیژندنه، لرغون پیژندنه، بوټی پیژندنه، حیوان پیژندنه، حقوق، کرهڼه، کیمیا او ټولن پیژندنه. د سکاټلنډ د دغې دورې عالمان عبارت وو له: جوزیف بلک، رابرټ بورنس، ویلیام کولین، اډم فرګوسن، ډیویډ هوم، فرانسیس هاچسون، جیمز هوټون، جان پلیفیر، ټوماس ریډ، اډم سمیټ او ډوګلډ سټیوارټ.

د سکاټلنډ روشنګري د سکاټلنډ له پولو څخه بهر هم اغیز درلود، دا غیزې نه یوازې د هغوی له ځان باوري څخه سرچینه اخیسته، بلکې په ټوله بریتانیا او لویدیځه نړۍ کې د اوسیدونکو سکاټلنډیانو او هغو بهرنیو محصلینو په مټ چې په سکاټلنډ کې یې درسونه ویل، خوره شوې وه.

شالید

[سمول]

په ۱۷۰۷ زیږدیز کال کې له انګلستان سره د سکاټلنډ په یو ځای کېدو سره د سکاټلنډ پارلمان هم پای ته ورسید. د پارلمان غړي، سیاستوال، اشراف او صاحب منصبان ټول لندن ته ولاړل. خو بیا هم د سکاټلنډ قانون په بشپړه توګه د انګلستان له قانون څخه بېل ؤ، په داسې حال کې چې د مدني قانون محکمې، وکیلان او حقوق پوهان په اډینبورګ کې پاتې شول. د سکاټلنډ د کلیسا مرکزي دفتر او رهبري او همداشان پوهنتونونه او طبي مراکز هم هلته پاتې شول. وکیلان او روحانیون سره له پروفیسورانو، روشنفکرانو، طبي پرسونل، ساینس پوهانو او معمارانو د نخبه ګانو د یوې نوې منځنۍ ډلې په رامنځته کولو سره د سکاټلنډ په ښاري سیمو کې خپله برلاسي رامنځته کړه او د سکاټلنډ د روشنګرۍ د بهیر له تسهیل سره یې مرسته وکړه.[۳][۴]

اقتصادي وده

[سمول]

د ۱۷۰۷ زیږدیز کال د اتحاد پرمهال، انګلستان د سکاټلنډ پنځه برابره جمعیت او ۳۶ برابره شتمني یې درلوده، خو په سکاټلنډ کې بیا د انګلستان د یوازې دوو پوهنتونونو پر ځای پنځه پوهنتونونه وو (سنټ انډروز، ګلاسکو، ایډنبورګ، کینک کالج او مارشال کالج). په دې موده کې سکاټلنډ د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره پر اقتصادي پراختیا باندې پیل وکړ. له انګلستان سره د هغوی یو ځای کېدل د دې لامل شو چې په سکاټلنډ کې د هوسا او اشراف ډلې په منځ کې د کرهڼې د ښه والي لپاره اګاهانه هلې ځلې وشي. که څه هم د املاکو ځینو څښتنانو غوره ژوند وموند خو د زیاترو سیمه ییزو کارګرانو لپاره دا نوی وضعیت د هغوی د کډوالۍ او بې روزګارۍ سبب وګرځید او زیاتره یې اړه شول څو نورو ښارونو یا هم له هېواد څخه بهر وکوچیږي. په دغه وخت کې د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې ستر بدلون، د یوه بازار په توګه د امریکا چټکه پراختیا وه. له دغې نوې سوداګرۍ څخه ګلاسکو په ځانګړې توګه ګټه پورته کړه؛ په لومړي سر کې یې مستعمرو ته د توکو د تولید او لېږد تر سره کاوه، چې دې کار ګلاسکو د تنباکو د سوداګرۍ پر محور بدل کړ او وروسته یې بیا له هغه ځایه بیرته صادرات تر سره کړل په تیره بیا فرانسې ته. په دغه ګټوره سوداګرۍ کې ښکېل سوداګر د تنباکو د کاروبار بډایه کسان شول، چې دغه ښار یې په زیاتره اتلسمه پیړۍ کې تر خپل کنترول لاندې درلود. په دغه دوره کې بانکي چارې هم رامنځته شوې. د سکاټلنډ بانک، چې په ۱۶۹۵ زدیز کې جوړ شوی ؤ، له جاکوبیټ څخه د ملاتړ په تور شکمن و او له همدې امله په ۱۷۲۷ زدیز کې د هغه سیال بانک، د سکاټلنډ رویال بانک رامنځته شو. وروسته په ښارونو کې د ګلاسګو او Ayr په نوم بانکونه هم جوړ شول. دغو بانکونو د سوداګرۍ او د لارو اوسوداګرۍ لپاره خلکو ته پانګه ورکوله. [۵][۶][۷][۸][۹]

ښوونیز نظام

[سمول]

په سکاټلنډ کې پر ښوونې او روزنې باندې له انسانیت څخه په الهام اخیستو سره ټینګار په ۱۴۹۶ ز کال کې د ښوونیز قانون په تصویب سره خپل اوج ته ورسید، چې د همدې قانون له مخې د ټولو بارونونو او د توکو د څښتنانو زامن باید د صرف او نحوې په ښوونځیو کې ګډون وکړي. د کلیسايي ښوونځیو د شبکې موخې په ۱۶مه پیړۍ کې د پروتیستانو د پروګرام د یوې برخې په توګه تر کارونې لاندې ونیول شول چې د خصوصي او پارلمان د شورا یو لړ اقداماتو په ۱۶۱۶، ۱۶۳۳، ۱۶۴۶ او ۱۶۹۶ کلونو کې هڅه وکړه څو د هغو له پراختیا او مالي تمویل څخه ملاتړ وکړي. د اوولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سکاټلنډ په زیاترو هوارو سیمو کې د کلیسايي ښوونځیو یوې بشپړې شبکې شتون درلود، خو په غرنیو سیمو کې تر هغه وخته پورې په زیاترو ځایونو کې لومړنۍ زده کړې نه وي. د همدې ښوونځیو د پراخې شبکې یوه اغیزه، د «دیموکراتیکي اسطورې» وده وه، چې په نوولسمه پیړۍ کې یې دا پراخ اعتقاد رامنځته کړ چې زیاترو «چالاک او هوښیار زده کوونکو» وکړای شول چې د همدې سیستم له لارې لوړو منصبونو ته ورسیږي او دا چې لیک لوست هغه مهال په سکاټلنډ کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر خور شوی و، په تیره بیا د انګلستان په پرتله. اوس نو تاریخ لیکونکي پر دې باندې اختلاف لري چې ایا د هغو هلکانو وړتیا چې دغه لاره یې د خپل ټولنیز پرمختګ لپاره تعقیبوله له نورو ورته هېوادونو سره یې توپیر درلود که نه؟ ځکه چې په ځینو کلیسايي ښوونځیو کې ښوونه او روزنه ډېره ابتدايي او لنډه وه او هلته د زده کوونکو شتون هم اجباري نه و. پرته له دې چې هغه مهال د لیک لوست ریښتینې کچه څومره وه، خو دا خبره څرګنده ده چې زیاترو سکاټلنډي زده کوونکو د بصري لیک لوست یو ګټور ډول زده کړی وو چې هغوی یې د دې جوګه کړي وو څو معلومات په غوره توګه سره سازمان دهي او په یاد وساتي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۷مه پیړۍ کې، سکاټلنډ پنځه او انګلستان ۲ پوهنتونونه درلودل. د کورنیو جګړو، همګټو هېوادونو او د مجدد استقرار په پای ته رسیدو سره، هغوی بیرته د لکچر له مخې د تعلیمي نصاب په مټ په پښوودرېدل. کوم چې ویې کړای شول بیرته په اقتصاد او ساینس کې پرمختګ وکړي او د اشرافو او خانانو د زامنو لپاره د لوړ کیفیت لرونکي لیبرال زده کړې وړاندې کړي. دغه موده کې ټول د ریاضي د ریاستونو د رامنځته کېدو یا بیا رامنځته کېدو شاهدان وو. په ابیرډین کې د سنټ انډریوز او کینک او مارشال په کالجونو کې رصدخانې جوړې شوي. په ایډنبورګ کې رابرټ سیبالډ (۱۶۴۱-۱۷۲۲) د طب د لومړي پروفیسور په توګه وټاکل شو او هغه په ۱۶۸۱ز کال کې د ایډنبورګ د ډاکترانو د رویال کالج یو له بنسټګرو څخه و. دغو پرمختګونو له پوهنتونونو سره مرسته وکړه څو د طبي زده کړو په برخه کې یو له اصلي مرکزونو څخه واوسي او سکاټلنډ د نوي تفکر په لومړۍ کرښه کې راولي. د همدې پیړۍ په پای ته رسیدو سره، د ایډنبورګ د طب پوهنتون د اروپا په علمي ډګر کې پرته له شکه یو مخکښ مرکزؤ چې د الیکسانډر مونرو (Secundus) په څیر اناتومیست، ویلیام کولین او جوزیف بلک په څير کیمیاپوهان او جان واکر په څیر د طبیعي تاریخ پیژندونکي نومیالي یې درلودل. په ۱۸مه پیړۍ کې د سکاټلنډ پوهنتونونو ته لاسرسی د اوسني عصر د انګلستان، جرمني او فرانسې د پوهنتونونو په پرتله ډېر ازاد و. هلته درس ویل لږ لګښت لرونکی او زیاتره محصلین یې ټولنیز استازي وو. په اتلسمه پیړۍ کې سکاټلنډ د همدې سیستم له فکري ګټو څخه ګټه پورته کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Eddy, Matthew Daniel (2012). 'Natural History, Natural Philosophy and Readership', in Stephen Brown and Warren McDougall (eds.), The Edinburgh History of the Book in Scotland, Vol. II: Enlightenment and Expansion, 1707–1800. Edinburgh: University of Edinburgh. pp. 297–309.
  2. Mark R. M. Towsey (2010). Reading the Scottish Enlightenment: Books and Their Readers in Provincial Scotland, 1750–1820.
  3. Alexander Broadie, The Scottish Enlightenment (1997) p. 10.
  4. Michael Lynch, ed., Oxford Companion to Scottish History (2001) pp. 133–37.
  5. R. H. Campbell, "The Anglo-Scottish Union of 1707. II: The Economic Consequences", Economic History Review, vol. 16, April 1964.
  6. J. D. Mackie, B. Lenman and G. Parker, A History of Scotland (London: Penguin, 1991), ISBN 0140136495, pp. 288–91.
  7. J. D. Mackie, B. Lenman and G. Parker, A History of Scotland (London: Penguin, 1991), ISBN 0140136495, p. 292.
  8. J. D. Mackie, B. Lenman and G. Parker, A History of Scotland (London: Penguin, 1991), ISBN 0140136495, p. 296.
  9. J. D. Mackie, B. Lenman and G. Parker, A History of Scotland (London: Penguin, 1991), ISBN 0140136495, p. 297.
  10. P. J. Bawcutt and J. H. Williams, A Companion to Medieval Scottish Poetry (Woodbridge: Brewer, 2006), ISBN 1-84384-096-0, pp. 29–30.
  11. "School education prior to 1873". Scottish Archive Network. 2010. Archived from the original on 28 September 2011.
  12. R. Anderson, "The history of Scottish Education pre-1980", in T. G. K. Bryce and W. M. Humes, eds, Scottish Education: Post-Devolution (Edinburgh: Edinburgh University Press, 2nd edn., 2003), ISBN 0-7486-1625-X, pp. 219–28.
  13. T. M. Devine. The Scottish Nation, 1700–2000 (London: Penguin Books, 2001). ISBN 0-14-100234-4, pp. 91–100.
  14. Eddy, Matthew Daniel (2013). "The Shape of Knowledge: Children and the Visual Culture of Literacy and Numeracy". Science in Context. 26 (2): 215–45. doi:10.1017/s0269889713000045. S2CID 147123263.
  15. Eddy, Matthew Daniel (2016). "The Child Writer: Graphic Literacy and the Scottish Educational System, 1700–1820". History of Education. 45 (6): 695–718. doi:10.1080/0046760x.2016.1197971. S2CID 151785513.
  16. T. M. Devine. "The rise and fall of the Scottish Enlightenment", in T. M. Devine and J. Wormald, The Oxford Handbook of Modern Scottish History (Oxford: Oxford University Press, 2012), ISBN 0-19-162433-0, p. 373.
  17. Eddy, M D. "Useful Pictures: Joseph Black and the Graphic Culture of Experimentation". In Robert G. W. Anderson (Ed.), Cradle of Chemistry: The Early Years of Chemistry at the University of Edinburgh (Edinburgh: John Donald, 2015): 99–118.
  18. Eddy, Matthew Daniel (2008). The Language of Mineralogy: John Walker, Chemistry and the Edinburgh Medical School, 1750–1800. Ashgate. نه اخيستل شوی 2014-05-09.
  19. R. A. Houston, Scottish Literacy and the Scottish Identity: Illiteracy and Society in Scotland and Northern England, 1600–1800 (Cambridge: Cambridge University Press, 2002), ISBN 0-521-89088-8, p. 245.
  20. A. Herman, How the Scots Invented the Modern World (London: Crown Publishing Group, 2001), ISBN 0-609-80999-7.