د سکاټلنډ دویم رابرټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سکاټلنډ دویم رابرټ
(انګلیسي: Robert II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د سکاټلنډ دویم رابرټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ مارچ ۱۳۱۶
مړینه 19 اپرېل 1390 (74 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت

دویم رابرټ (زوکړه: د ۱۳۱۶ زکال د مارچ ۲ مه – مړینه: د ۱۳۹۰ زکال د اپرېل ۱۹ مه) له ۱۳۷۱ زکال څخه په ۱۳۹۰ زکال کې د مړینې تر مهاله د سکاټلنډ پاچا و. نوموړی د سکاټلنډ د شپږم خوانسلار والټر ستورات او د پاچا لومړي رابرټ د لور مارجوری زوی و چې د ستورات کورنۍ لومړنی پاچا و. نوموړی د خپل ماما، پاچا دویم ډېوېډ له مړینې وروسته واک ته ورسېد.

د رابرټ بروس کوچنی ورور اډوارډ بروس د نوموړي فرضي وارث وګڼل شو، خو هغه په ۱۳۱۸زکال کې په داسې حال کې ومړ چې اولاد یې نه درلود. مارجوری بروس هم په ډېر احتمال سره په ۱۳۱۷ زکال کې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوه او پارلمان د هغه نوی زیږېدلی ماشوم، رابرټ ستورات د فرضي وارث په توګه وټاکه، له دې سره دغه ټاکنه د ۱۳۲۴ زکال د مارچ په ۲۵ مه وروسته له هغه لغو شوه چې د پاچا رابرټ او د هغې د دویمې ښځې الیزابت دو برګ زوی، ډېوېد وزېږېد. رابرټ ستورات د ۱۳۲۷ زکال د اپرېل په نهمه هغه مهال د سکاټلند د عالي سرپرستۍ مقام ته ورسېد چې پلار یې ومړ او په همدغه کال کې پارلمان د بې ماشومه ډېوېډ د مړینې په حالت کې ځوان واکیال د پاچاهۍ د وارث په توګه وټاکه. په ۱۳۲۹ زکال کې پاچا لومړی رابرټ ومړ او پنځه کلن ډېوېډ د موری د ارل، توماس رانډولف تر سرپرستۍ لاندې واک ته ورسېد.

د پاچا جان بالیول زوی، اډوارډ بالیول – د انګلیسانو او هغو سکاټلنډي اشرافو په مرسته چې د لومړي رابرټ له خوا له ارث څخه بې برخې شوي و – په سکاټلنډ یې برید وکړ او د بروس ډلې ته یې د ۱۳۳۲ زکال د اګست په ۱۱ مه په دوپلین مور او د ۱۳۳۳ زکال د جولای په ۱۹ مه په هالیدون هېل کې سخته ماته ورکړه. رابرټ چې په هالیدون کې جنګېدلی و له خپل ماما پاچا ډېوېډ سره په دامبارتون قلا کې یوځای شو چېرې چې هغه پناه اخیستې وه. ډېوېډ په ۱۳۳۴ زکال کې فرانسې ته وتښتېد. پارلمان چې لا فعاله و رابرټ او د مورای دریم ارل جان رانډولف یې د پاچاهۍ د مشترکو ساتونکو په توګه وګمارل. رانډولف د ۱۳۳۵ زکال به جولای میاشت کې د انګلیسانو له خوا ونیول شو او رابرټ هم بالیول ته تسلیم شو چې په دې سره د نوموړي سرپرستي پای ته ورسېده. دغه دفتر په ۱۳۳۸ زکال کې بیا رامنځته شو او رابرټ هم د ۱۳۴۱ تر جون میاشتې پورې هغه مهال چې ډېوېد له فرانسې څخه راوګرځېد دغه ځایګی یې وساته. دښمنیو دوام وکړ او رابرټ او ډېوېډ چې د ۱۳۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۷ مه په نیویل کراس جګړه کې له یو بل سره یوځای و؛ وتښتېدل، یا یې هم د جګړې ډګر پرېښود، خو ډېوېډ ونیول شو او تر هغه مهاله بندي و کله چې یې د ۱۳۵۷ زکال په اکتوبر میاشت کې د خپل بند بیه ورکړه.

رابرټ د ۱۳۴۸ زکال په شاوخوا کې له الیزابت مور سره واده وکړ او د هغې څلورو زامنو او پنځو لوڼو ته یې مشروعیت وروبخښه. د هغه بل واده په ۱۳۵۵ زکال کې له ایفیمیا دو روز سره و چې له هغې یې دوه زامن او دوه ژوندۍ پاتې شوې لوڼې لرلې. رابرټ په ۱۳۶۳ زکال کې د پاچا پر وړاندې بغاوت وکړ، خو له ګواښ سره د هغه د ځای ناستوب د حق د مخ کېدو له امله پاچا ته تسلیم شو. ډېوېډ په ۱۳۷۱ زکال کې ومړ او رابرټ د ۵۵ کلنۍ په عمر د هغه ځای ناستی شو. سرحدي ځواکونو د سکاټلنډ په سوېل کې د انګلیسانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او تر ۱۳۸۴ زکال پورې سکاټلنډیانو ډېری خپلې اشغال شوې سیمې بېرته ونیولې. رابرټ له دې ځان ډاډمن کړ چې په ۱۳۸۴ زکال کې د انګلیس – فرانسې ترمنځ د اوربند په هوکړې کې سکاټلنډ هم شامل دی، خو همدغه چاره لامل وګرځېده چې د نومبر کودتا وشي او د هېواد واګې په پیل د هغه مشر زوی جان او بیا په ۱۳۸۸ زکال کې د جان کوچني ورور رابرټ ته په لاس ورشي. پاچا رابرټ په ۱۳۹۰ زکال کې په ډانډونالډ قلا کې مړ شو او په سکون سومعه کې خښ کړای شو.

احتمالي وراثت[سمول]

رابرټ ستورات چې په ۱۳۱۶ زکال کې وزېږېد، د سکاټلنډ د مشر خوانسالار والټر ستورات او د پاچا لومړي رابرټ د لور مارجوری بروس یوازنی زوی و چې مور یې د هغه د زیږون پر مهال یا هم له هغو لږ وروسته مړه شوه. رابرټ په بوت ټاپو کې د ستورات کورنۍ په ملکیت کې د کلایدساید او رنفرو له خوا د یو ګیلیک اشرافي په توګه تربیه شو. په ۱۳۱۵ زکال کې پارلمان د مارجوري د وراثت حق د رابرټ د ماما اډوارډ بروس په ګټه لغو کړ. اډوارډ د ۱۳۱۸ زکال د اکتوبر په ۱۴ مه دواندلک ته څېرمه په فاګارت جګړه کې مړ شو؛ له همدې امله پارلمان په ډسمبر میاشت کې بېړنۍ ناسته وکړه او نوی قانون یې تصویب کړ چې له مخې یې څرګنده که چېرې پاچا له وارث پرته مړ شي د مارجوری زوی رابرټ به د هغه ځای ناستی وي. د ۱۳۲۴ زکال د مارچ په ۵ مه د پاچا رابرټ د زوی دویم ډېوېډ په زیږون سره د احتمالي وارث په توګه د رابرټ ستورات ځایګی لغو شو، خو د ۱۳۲۶ زکال په جولای میاشت کې په کامبوسکنت کې پارلمان هغه بیا د ځای ناستو په کتار کې په داسې توګه شامل کړ که چېرې ډېوېډ له وارث لرلو پرته مړ شي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د واک له لاسه ورکول او مړینه[سمول]

د رابرټ زوی، جان چې د کریک ارل و، د فورث په سویل کې مخکښ ستورات و هماغه ډول چې د بوکان ارل الکساندر په شمال کې و. د الکساندر چارې او کړنلارې چې د ګیلیک نوکرانو له خوا اجرا کېدلې د ارلانو، شمالي کشیشانو او همدارنګه د هغه د میرني او کوچني ورور ډېوېډ له خوا چې د ستراثارن ارل و له نیوکې سره مخ شوې. دغه نیوکو په شورا کې د پاچا ځایګي ته زیان واړوه او لامل وګرځېدې څو پر هغه باندې د بوکان د چارو په محدود کولو کې د ناتوانۍ نیوکې وشي. د جګړې د هدایت کولو او یا هم په شمال کې له بوکان سره د مخ کېدو اړوند د هغه د نه لیوالتیا له امله د کریک له قرابت سره د رابرټ اختلافات د ۱۳۸۴ زکال په نومبر میاشت کې د سیاسي کړکېچ لامل وګرځېدل او شورا هم په ډېری حکومتي چارو کې د پاچا واکونه راکم کړل او کریک یې د پاچاهۍ د ساتونکي په توګه وټاکه – ځکه یوه کودتا پر لار وه. د رابرټ په ګوښه کولو سره نور د جګړې پر وړاندې هېڅ مانع شتون نه درلود. د ۱۳۸۵ زکال په جون میاشت کې له ۱۲۰۰ فرانسوي سرتېرو څخه جوړ ځواک د جګړې په موخه له سکاټلنډیانو سره یوځای شول چې په کې ارل داګلاس، د رابرټ دوه زامنو، جان، د کریک ارل او رابرټ، او د فایف ارل ونډه لرله. جګړې ډېره لږ مخکې تګ درلود، خو د فرانسوي او سکاټلنډي قوماندانانو ترمنځ اختلافات د روکسبورګ په مهمه قلا باندې د برید نه کولو لامل وګرځېدل.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۳۸۸ زکال په اګست میاشت کې په نورثامبرلنډ کې د اورتربرن جګړې پر مهال په سکاټلنډیانو باندې د انګلیسانو بریا د کریک د واک د راپرځېدو لامل وګرځېده. په دغه جګړه کې یو له قربانیانو څخه د کریک نږدې متحد، جیمز و چې د داګلاس ارل و. داګلاس له وارث پرته ومړ او د هغه په ځایګي او شتمنۍ باندې بېلابېلې ادعاوې وشوې. – کریک د داګلاس دخور له مېړه مالکوم درامونډ څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې فایف د مخکښ ادعا ګر ارشیبالډ داګلاس څخه ملاتړ کاوه چې د داګلاس په ملکیتونو کې یې سهم درلود. فایف له خپل پیاوړي داګلاس متحد او هغو کسانو سره چې له پاچا څخه یې ملاتړ کاوه د ډسمبر میاشتې د شورا په ناسته کې هغه مهال چې د سکاټلنډ قیمومیت له کریک څخه (چې په وروستیو کې شدید ټپي شوی و) فایف ته ورسېد، د کودتا ضد عمل ترسره شو. په مارچ میاشت کې رابرټ په ایرشر کې ډانډونالډ قلا ته راوګرځېد او د اپرېل په ۱۹ مه ومړ. نوموړی د اپرېل په ۲۵ مه په سکون کې خاورو ته وسپارل شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Oram, et al., Kings & Queens, p. 123
  2. Boardman, Early Stewart Kings, p. 3
  3. Bradbury, Companion to Medieval Warfare, p. 222
  4. Brown & Tanner, History of Scottish Parliament, pp. 70–1
  5. Boardman, Early Stewart Kings, p. 3
  6. Oram, et al., Kings and Queens of Scotland, p. 124
  7. Barrell, Medieval Scotland, p. 141–2
  8. For an account of the background to Buchan's activities in the north of Scotland and the context in which he operated see Boardman, Early Stewart Kings, pages 83–9
  9. Oram, et al., Kings & Queens, p. 126
  10. Grant in Jones, et al., New Cambridge History, pp. 360–1
  11. Oram et al., Kings and Queens, p. 127
  12. Goodman & Tuck, War and Border Societies, p. 45
  13. Goodman & Tuck, War and Border Societies, p. 51
  14. Grant in Jones, et al., New Cambridge History p. 361
  15. Boardman, Early Stewart Kings, p. 171
  16. The date of Robert II's death and the disputed date of Robert II's burial and the reasons for the delay in Robert III's coronation are explained by Dauvit Broun in Brown & Tanner, History of Scottish Parliament pp. 112–6