د سړې جګړې ریښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سړې جګړې له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۴۹ زکال پورې د دویمې نړیوالې جګړې د دوه اصلي بریالیو هېوادونو؛ متحده ایالاتو او شوروي اتحاد او د هغوی د لویدیځ بلاک او ختیځ بلاک ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سرچینه اخیسته.

د دغې جګړې ریښو له دیپلماتیکو (او کله هم له پوځي) ترینګلتیاوو څخه سرچینه اخیسته چې له لسیزو راهیسې یې شتون درلود؛ ورپسې په مرکزي اروپا کې د هغو د سیاسي پولو او همدارنګه په غیر دیموکراتیکه بڼه د شوروي د پوځ له خوا د ختیځ د کنټرول موضوع رامنځته شوه. په ۱۹۴۰مه لسیزه کې اقتصادي مسایلو (په ځانګړې توګه مارشال پلان) او ورپسې د ۱۹۴۸ – ۱۹۴۹ زکال پر مهال د برلین د کلابندۍ له امله د یو ګرمې خونړۍ جګړې د ګواښ رامنځته کېدو هم ورته لمن ووهله. په ۱۹۴۹ زکال کې د سړې جګړې کرښې په جدي بڼه ترسیم شوې او دغه جګړه په اروپا کې پیل شوه. له اروپا بهر یې د پیل ټکو له یو بل توپیر درلود، خو اصلي کړکېچ د ۱۹۴۰مې لسیزې د نیمایي پر مهال په سویل ختیځه آسیا کې د متحده ایالاتو له خوا د یوې غیر رسمي سترواکۍ د جوړولو په برخه کې له پرمختګ سرچینه اخیسته. [۱][۲]

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې پېښې او په ۱۹۱۷ زکال کې په روسیې باندې د کمونېستانو واکمنۍ د شوروي اتحاد، اروپايي هېوادونو او متحده ایالاتو ترمنځ پخوانۍ ترینګلتیاوې یو ځل بیا راپورته کړې.

د روسیې انقلاب[سمول]

په لومړۍ نړیواله جګړه کې، بریتانیا، فرانسې او روسیې چې درې ګونی اتحاد یې جوړ کړی و، له هماغه پیل څخه یې د متفقینو اصلي ځواک جوړاوه. امریکا هم د ۱۹۱۷ زکال په مارچ میاشت هغو ته د اړوند یو ځواک په توګه ورسره مل شوه. د همدغه کال په نومبر میاشت کې په روسیه کې بلشویکانو واک خپل کړ، خو د جرمني د سترواکۍ پوځونو په ډېرې چټکتیا سره د خپلو پوله ئیزو قلمروونو پر لور مخکې تګ درلود. هغوی د ټولې روسیې پر وړاندې د اقتصادي کلابندۍ پر مټ د متفقینو پر وړاندې غبرګون وښود. د ۱۹۱۸ زکال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د روسیې فدراتیف سوسیالیستي جمهوریت د جګړې پر ضد د وګړیزې ناخوښۍ شاهد و چې له امله یې د جرمني د سولې سخت شرایط په برسټ – لیتوفسک هوکړه کې ومنل. د متفقینو له نظره روسیې اوس مهال په لویدیځه جبهه کې د جګړې کولو لپاره د یو میلیون بندي جرمني سرتېرو په خوشي کولو او همدارنګه له لویدیځې اروپا څخه د خوراکي موادو، صنعتي توکو او سون توکو په راګرځولو سره په جګړه کې د جرمني له بریا سره مرسته کوله. د تاریخ لیکونکي سپنسر ټاکر په خبره، متفقینو دا احساس کاوه چې «دغه هوکړه د متفقینو له آرمان سره وروستی خیانت و چې د سړې جګړې تخم یې خښ کړ. د برسټ – لیتوفسک په هوکړې سره په ختیځه اروپا باندې د جرمني د واکمنۍ خیال په واقعیت باندې د اوښتو په حالت کې و، همدا و چې متفقینو په جدي توګه له دغه ګواښ څخه د مخنیوي په موخه د پوځي مداخلې فکر وکړ» او د بلشویکانو پر وړاندې یې خپلې اقتصادي جګړې ته زور ورکړ. یو شمېر بلشویکانو روسیه یوازې لومړنی ګام باله او هوډ یې درلود چې په هر لویدیځ هېواد کې د کپیټلېزم پر ضد انقلابونه راوپاروي، خو له جرمني سره د سولې لپاره اړتیا، شوروي رهبر ولادیمیر لینېن له خپل دغه پلان څخه لرې کړ. [۳][۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۱۸ زکال کې بریتانیا بلشویک ضد «سپینو» انقلاب ضد کسانو څخه د ملاتړ په موخه هغو ته پیسې او سرتېري ولېږل. دغه سیاست د جګړې وزیر وینسټون چرچیل مخته یووړ. فرانسې، جاپان او متحده ایالاتو هم د روسیې په کورنۍ جګړه کې د سپین پوستو سره د مرستې په موخه سرتېري ولېږل. لینېن د سولې وړاندیز وکړ او متحده ایالاتو هم د ویلیام بولېټ په نامه مسکو ته د خپل یو دیپلمات په لېږلو ځواب ورکړ. متفقینو بالاخره ټول هغه د اوربند شرایط رد کړل چې بولېټ یې اړوند خبرې کړې وې؛ ځکه چې دوی باور موندلی و چې د سپینو بریا ډېره نږدې ده. [۸][۹][۱۰]

ورته مهال، بلشویکانو له یو مرکزي موقعیت څخه د واحدې قوماندې په لرلو خپل ټول مخالفین یو په یو مات کړل او په دې سره یې د ټولې روسیې او د اوکراین، ګرجستان، ارمنستان او اذربایجان په څېر له هغو څخه د جلا شوو ایالتونو کنټرول خپل کړ. په ۱۹۲۰ زکال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بینبرېج کلبي د روسیې اړوند نوی سیاست اعلان کړ، چې ګویا دوی د نوي رژیم سره هېڅ معامله نه کوي. [۱۱]

شوروي روسیې خپل ځان په نړیواله دیپلماسي کې منزوي ولید. له همدې امله شوروي رهبر لینېن څرګنده کړه چې شوروي اتحاد په «دښمنه کپیټلېستي کړۍ» کې کلابند شوی؛ همدارنګه هغه دیپلماسي داسې وسله بلله چې د شوروي دښمنان یې سره وېشلي دي. لینېن کمېنټرن تاسیس کړ چې په کپیټلېستي هېوادونو کې د انقلابي بدلونونو غوښتونکی و. له دې سره هم په جرمنی، باوریا او هنګري کې کمونېستي انقلابونو ماته وخوړه چې په دې سره مسکو د ۱۹۲۰مې لسیزې له نیمايي وروسته نورو انقلابونو ته لمن وه نه وهله. [۱۲][۱۳]

د جګړو ترمنځ دورې پر مهال دیپلماسي (۱۹۱۸ – ۱۹۳۹ زکال)[سمول]

د لویدیځو دیموکراسیو او همدارنګه د شوروي د یو ګوندي دیکتاتورۍ د سیاسي او اقتصادي نظامونو ترمنځ توپیرونو، د ګوندونو ترمنځ کثرث پالونکو سیالیو، د مخالفینو نیولو او اعدام کولو، د آزادو مطبوعاتو او خپلواکو محاکمو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو او د کپیټلېزم سره په مخالفت د کروندو او سوداګریو د دولتي کېدو بهیر په ساده توګه د ژوندانه دغو دوه لارو ته اړوندې ایډیالوژۍ په ساده توګه بیان او تعریف کړې.

په ۱۹۳۳ زکال کې د ولسمشر فرانکلین ډي. روزولټ د ادارې پر مهال متحده ایالاتو شوروي اتحاد په رسمیت وپېژند. په رسمیت پېژندنه کې دغه اوږد مهالي ځنډ د تزار له دورې راهیسې د پورونو اړوند د مسکو انکار، د شوروي د دولت غیر دیموکراتیک ماهیت او همدارنګه د کپیټلېزم په راپرځولو کې له سیمه ئیزو کمونېستي ګوندونو څخه د ګټنې اړوندو ګواښونو رول درلود. دغو مسائلو تر ۱۹۳۳ زکال پورې خپل رنګ بایللی وو او واشنګټن هم د پراخې سوداګرۍ په هڅه کې و. [۱۴]

د دویمې نړیوالې جګړې پیل (۱۹۳۹ – ۱۹۴۱ زکال)[سمول]

په ۱۹۳۸ زکال کې د مونیخ د هوکړې له لاسلیک کولو وروسته اډولف هېټلر ته د لویدیځو هېوادونو د مماشاتو (چاپلوسۍ) له امله مسکو په غصه و، ځکه په دغه غونډه کې شوروي اتحاد نه و بلل شوی او همدارنګه د دغې غونډې له خوا جرمني ته د چکسلواکیا د یوې برخې کنټرول وسپارل شو.

په ۱۹۳۹ زکال کې له دواړو بریتانوي او فرانسوي ډلو او همدارنګه له جرمني سره د پام وړ پوځي او سیاسي هوکړو اړوند له خبرو اترو وروسته، شوروي اتحاد او جرمني یوه سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړه چې د شوروي د خامو موادو په بدل کې ورته جرمني پوځي او ملکي تجهیزات ورکول؛ ورته مهال یې د مولوتوف – ریبنتروپ هوکړه لاسلیک کړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په نامه (مولوتوف – ریبنتروپ) ونومول شوه؛ دغې هوکړې داسې محرمانه موارد لرل چې له مخې یې پولنډ او ختیځه اروپا د دغو دواړو دولتونو ترمنځ وېشل کېده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د جګړې د مهال غونډې[سمول]

د ۱۹۴۳ زکال په وروستیو کې د تهران کنفرانس متفقینو ته اړوند لومړنی کنفرانس و چې ستالین په هغو کې ونډه لرله. په دغه غونډه کې شوروي له دې څخه د ناهیلۍ څرګندونه وکړه چې لویدیځو متفقینو لا هم د جرمني پر وړاندې په لویدیځه اروپا کې دویمه جبهه نه وه جوړه کړې. په دغه غونډه کې متفقینو د ایران په سیاسي وضعیت باندې هم بحث وکړ. دغه مهال انګرېزانو د ایران سویلي برخه اشغال کړې وه په داسې حال کې چې شوروي هم د دغه هېواد یوه شمالي برخه چې له شوروي اذربایجان سره یې پوله لرله، اشغال کړې وه. ورته مهال د جګړې په پای کې له دغو نفت لرونکو سیمو څخه د دواړو لورو د وتلو د مهال اړوند کړکېچونه رامنځته شول. [۲۰]

د روزولټ او چرچیل ترمنځ اختلافات هم له شوروي سره د څو جلا معاملو لامل وګرځېدل. د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې چرچیل مسکو ته سفر وکړ او د بالکان د ویش په موخه یې د «فیصدي پر بنسټ هوکړې» وړاندیز وکړ چې باید هر لوري ته د هغو د اړوندو نفوذي حوزو له مخې برخه ورکړل شي، هغه ستالین ته په رومانیا او بلغاریا باندې د برلاسۍ او همدارنګه د یونان اړوند د سپین کارت وړاندیز وکړ. د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې د یالتا د غونډې پر مهال روزولټ له ستالین سره د آسیا اړونده جلا هوکړه لاسلیک کړه او د پولنډ د مسایلو او غرامت اړوند یې د چرچیل څخه له ملاتړ کولو ډډه وکړه. روزولټ بلاخره د فیصدي پر بنسټ هوکړه تائید کړه، خو له دې سره هم په ښکاره ډول په اروپا کې له جګړې وروسته د مسایلو د حل او فصل په موخه کومې پرېکنده هوکړې شتون نه درلود. [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Carole K. Fink, Cold War: An International History (2014) pp 53–55.
  2. Steven Lee, Outposts of Empire: Korea, Vietnam, and the Origins of the Cold War in Asia, 1949–1954 (Montreal: McGill-Queen's University Press; 1996).pp.1-12
  3. Spencer C. Tucker (2013). The European Powers in the First World War: An Encyclopedia. د کتاب پاڼې 608. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135506940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jerald A Combs (2015). The History of American Foreign Policy from 1895. Routledge. د کتاب پاڼي 97–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317456414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Todd Chretien (2017). Eyewitnesses to the Russian Revolution. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781608468805. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Michael Senior (2016). Victory on the Western Front: The Development of the British Army 1914-1918. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781526709578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Left Communist | Russian political faction". Encyclopedia Britannica. 
  8. Kinvig, Clifford (2007-11-23). Churchill's Crusade: The British Invasion of Russia, 1918-1920. A&C Black. د کتاب پاڼي 91–95. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847250216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "20th-century international relations". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Department Of State. The Office of Electronic Information, Bureau of Public Affairs (2008-01-30). "The Bullitt Mission to Soviet Russia, 1919". 2001-2009.state.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McFadden, David W. (1995). "After the Colby Note: The Wilson Administration and the Bolsheviks, 1920-21". Presidential Studies Quarterly. 25 (4): 741–750. ISSN 0360-4918. JSTOR 27551509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lee 1999, p. 57
  13. Tucker 1992, p. 34
  14. Justus D. Doenecke; Mark A. Stoler (2005). Debating Franklin D. Roosevelt's Foreign Policies, 1933-1945. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780847694167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Shirer 1990, pp. 515–540
  16. Shirer 1990, p. 668
  17. Ericson 1999, p. 57
  18. Day, Alan J.; East, Roger; Thomas, Richard. A Political and Economic Dictionary of Eastern Europe, pg. 405
  19. "NDTV.com: Stalin offered troops to stop Hitler: Report". د اصلي آرشيف څخه پر March 17, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Roberts 2006, p. 82
  21. (په 2004-06-08 باندې). D-DAY / 60 years later : For Russia, opening of a second front in Europe came far too late. The New York Times.
  22. Gaddis 1990, p. 149