د سپټمبر وژنې
د سپټمبر وژنې په ۱۷۹۲ زکال کې په پاریس ښار کې د بندیانو د وژنې هغه لړۍ وه چې د فرانسې د انقلاب پر مهال د سپټمبر په ۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ پیل او د سپټمبر تر ۶مې د پنجشنبې تر ورځې یې دوام وکړ. په دغه بهیر کې له ۱۱۷۶ څخه تر ۱۶۱۴ تنو پورې د فیدریس دواطلبو ځواکونو، ملي ګارد او سان کلوت پارتیزني وګړو له خوا د بندخونو او محاکمو د ژاندرما ساتونکو، د انقلابي دولت (کمون) د څارونکې کمېټې او د پاریس د انقلابي برخې په ملاتړ ووژل شول. [۱][۲][۳][۴][۵]
په پاریس باندې د بهرنیو ځواکونو له برید څخه د پراخې ویرې او همدارنګه له دې ویرې چې له بنده خوشي شوي سویسي اجیران به هم له هغو سره لاس یو کړي د سپټمبر په لومړۍ نېټه قانون جوړونکې شورا له داوطلبانو وغوښتل چې راتلونکې ورځ په شان دو مارس میدان کې راغونډ شي. د سپټمبر په ۲مه نېټه د غرمې شاوخوا یوه بجه وه چې ژرژ ډانټون په شورا کې وینا وکړه او څرګنده یې کړه: «موږ ټولو ته وایو هر هغه کس چې د شخصي خدمتونو له وړاندې کولو او یا هم د وسلو له برابرولو ډډه وکړي هغه ته د اعدام جزا ورکوو. هغه زنګ چې په پام کې دی ووهل شي... زموږ د هېواد دښمنان به په چغو راولي». د وژنو لړۍ له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د سن- ژرمن – ډي – پرس له منځ څخه پیل شوه او د شلو ساعتونو په ترڅ کې ۱۰۰۰ بندیان ووژل شول. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
راتلونکی سهار د انقلابي دولت (کمون) څارونکې کمیټې اعلامیه خپره کړه او له ایالتي وطن پرستانو یې وغوښتل د انقلاب ضد کسانو په له منځه وړو له پاریس دفاع وکړي؛ همدارنګه د دغې کمېټې منشي ژان لامبرت تالین په نورو ښارونو هم غږ وکړ چې له پورته یادونې پیروي وکړي. دغه وژنې د فرانسې په نورو څو ښارونو کې هم تکرار شوې چې په ټولیزه توګه په کې د وژل شوو کسانو شمېر له ۶۵ څخه تر ۷۵ تنو وښودل شو. [۱۱][۱۲][۱۳]
د قربانیانو کره شمېره څرګنده نه ده ځکه چې د ۴۴۰ تنو برخلیک په کې ورک شو؛ په دغو کې ۲۰۰ سویسي سرتېري (یا ۲۲؟) هم شامل و. د عاملینو هویت یې چې ورته «سپټمبریزورز» (septembriseurs) ویل کېدل په ډېره لږ کچه ثبت شوی، خو په دغو کسانو د پاریس د ملي ګارد او ایالتي فدراسیون ډیری هغه کسان شامل و چې په جولای میاشت کې پاریس ته راتلو وروسته همدلته پاتې و. په وژل شوو کسانو کې ۷۲ سلنه یې غیرسیاسي بندیان و چې د اسنادو جعل کاران (ګالي محکومین)، عادي مجرمین، ښځې او ماشومان هم په کې شامل و. ۱۷ سلنه وژل شوي هم کاتولیک کشیشان و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د کورنیو چارو وزیر، رولاند، کمون په جنایاتو تورن کړ. شارلوټ کورډي بیا ژان – پل مارا مسئول ګانه، په داسې حال کې چې مېرمن رولانډ ټوله پړه په ژرژ ډانټون واچوله. وروسته بیا فرانسوي تاریخ پوهانو لکه آډولف تیر، آلفوسن ډي لاماراین، ژول میشله، لویي بلان او ادګار کوئینه هم ډانټون له دې امله پړ وګاڼه چې د دغو وژنو د درولو لپاره یې هېڅ ګام اوچت نه کړ. [۱۹][۲۰][۲۱]
د معاصر تاریخ لیکونکي ژرژ یفبفر په خبره «عامه افکارو د دغه وژنو لپاره کافي توضیح برابره کړه». تاریخ لیکونکی تیموثي تاکت په ځانګړو کسانو باندې پړه نه اچوي او زیاتوي: «د زندان له توطئو وسوسه، د غچ اخیستنې لیوالتیا، د پروسانو د مخکې راتلو وېره، دغه ابهام چې څوک د دولت په سر کې و هغه چې په تېر کې یې دایم په یوه متمرکز دولت اتکا لرله: دا ټول سره یوځای شول او په ګډه سره یې غصه، ویره او د ډاډ نشتون رامنځته کړ». [۲۲][۲۳]
رسمي رول
[سمول]د تیموثي تاکت په خبره: «د اګست میاشتې له ۲۹مې څخه تر ۳۱ مې پورې د شاوخوا ۴۸ ساعتنو لپاره ټول پاریس په سیستماتیک ډول د ملي ګارد له خوا د توطئه کوونکو او پټو وسلو د موندلو لپاره تلاشي شو. دغه مهال اړوندې شورا ګانې د داسې طرحو په تصویب بوختې وې چې «له ښاره د وګړو د تیښتې پر ځای یې د توطئه کوونکو د وژلو» هوډ درلود. [۲۴][۲۵]
د اګست په ۳۱ مه د هېوادنیو چارو د څارنې کمېټه د پانیس او سرجڼټ – مارسو په ګډون جوړه شوه. د میرمن دو سټائل په خبره د اګست په ۳۱مه «دا له وړاندې څرګنده وه چې هغه کسان چې باید اعدام شوي وی د [ابې (Abbey)] بندخونې ته ولېږل شي». [۲۶]
د سپټمبر په لومړۍ نېټه کمون پرېکړه وکړه چې راتلونکې ورځ به د بېړني حالت زنګ ووهل شي او ټول فزیکي وړتیا لرونکي هېوادوال دې په شان دو مارس میدان کې راغونډ شي. [۲۷]
د سپټمبر په دویمه د یکشنبه په ورځ د فرانسې د ملي کنوانسیون د ۱۷۹۲ زکال ټاکنې پیل شوې. روبسپیر په ښکاره توګه بریسوټ او برېسوټنان د برانزویک له دوک سره په توطئه کولو تورن کړل. مارا په هېوادنیو چارو باندې د نظارت کمېټې د شپږو لوړ پوړو غړو څخه وټاکل شو، پرته له دې چې د اجرایوي شورا تائید واخلي. [۲۸][۲۹]
د آډولف تیر په خبره د سپټمبر په دویمه د یکشنبې ورځې پر سهار: «د ابې بند ساتونکو په سهار کې ماشومان لرې ولېږل. د ماښام خواړه بندیانو ته له ټکل شوي وخت دوه ساعته وړاندې ورکړل شول او د دوی د قابونو لاندې چاقو ګان را وویستل شول». [۳۰][۳۱]
په پاریس کې مرکزي او ښاري حکومت د ۱۷۹۲ زکال په سپټمبر میاشت کې شتون درلود، خو د ګواښ لاندو پولو د ساتنې په موخه د دواطلبانو په راغونډولو، د پوځ په تجهیزاتو او هغو ته د تدراکاتو په برابرولو بوخت و. له دې امله د خلکو د ډاډ لپاره د بندخونو اړوند هېڅ ګام اوچت نه شو او سلطنت غوښتونکو په آسانۍ هغو ته لاسرسی درلود؛ هغه مهال چې ملي ګارد او نورو داوطلبانو په پولو کې د جګړې لپاره ښار خوشی کړ هغوی ښار ونیو.
د مېرمن رولاند ډانټون په خبره د بندیانو څخه د ساتنې غوښتنه په دې نظر سره ځواب شوه: «دوزخ ته دې لاړ شي! هغوی باید خپله ځانونه وساتي». د سپټمبر په دریمه رولاند وویل: «پرون هغه ورځ وه چې باید موږ پر هغو پرده واچوو». د لنډ مهالي دولت نورو ټولو غړو – کلاویر، لبرون – توندو، مونګ او سېرون چې په هېوادنیو چارو کې یې ونډه لرله د دغو وژنو د مخه نیولو اړوند یې کوم کار ترسره نه کړ، یا یې هم نشو کولای چې د افراط او تفریط پخلی وکړي یا یې هم مخه نیسي. ښاروال، پېشن دو ویلنیو (Pétion de Villeneuve) په پټو سترګو له بیستر څخه لیدنه وکړه. الیمپ دو ګوژ او د بریسوټ اخبار یوازني هغه شخصیتونه و چې د سپټمبر وژنې یې محکومولې.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
په کنوانسیون کې بحث
[سمول]بریسوټنانو په کنوانسیون کې لومړی په ډانټون برید وکړ. له هغه وغوښتل شول چې د سپټمبر په ۲۵مه د وزارت له څوکۍ استعفا ورکړي، خو اړ کړای شو د اکتوبر په ۹مه دنده پرېږدي. نوموړي په کنوانسیون کې د مرستیال په توګه خپله څوکۍ وساتله. ورپسې بریسوټنانو پریکړه وکړه په روبسپیر او مارا برید وکړي. [۳۶]
د ۱۷۹۲ زکال د اکتوبر په ۲۹مه کنوانسیون وروستۍ پېښې تر څېړنو لاندې ونیولې. ژان باپتیست لووه دو کووری په روبسپیر تور پورې کړ چې ځانته یې شخصیت جوړ کړی او پر پاریس یې د «کونسل جنرال» په توګه واک چلولی او همدارنګه یې «سپټمبریزورز» ته مالي امکانات ورکړي. مارا په نه ټولنیزتوب او د دیکتاتورۍ په جوړولو تورن شو، هغه غافلګیر شو او اړ شو ډانټون له هغه دفاع وکړي. د نومبر په ۵مه روبسپیر څرګنده کړه چې مارا د جنوري میاشتې وروسته له هغه سره یو ځل لیدلی. هغه ټینګار درلود چې ډېری قربانیان اشراف و، خو داسې هم نه و. هغه اعتراف وکړ چې د اګست میاشتې په وروستیو کې ډېری نیونې ناقانونه وې، په هماغه کچه چې انقلاب، د سلطنت سقوط او باسټیل غیر قانونی و. نوموړي په کنوانسیون کې وپوښتل: «هېوادوالو تاسو له انقلاب پرته انقلاب غواړۍ؟ روبسپیر، ډانټون او مارا ټینګار درلود چې «شدیده وینه بهېدنه» د یو خودجوش خوځښت پایله وه. د هغوی مخالفو ژیروندینانو بیا د یوې سیستماتیکې طرح شوې توطئې وویل. لووه دو کوري چې خپله وینا یې خپره کړه نور د ژاکوبنانو په ډله (یعقوب پالونکو) کې چا وه نه مانه. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ L. Madelin, Chapter XXI, p. 256
- ↑ "Collection Complète des Lois, Décrets, Ordonnances, Réglements, et Avis du Conseil-d'État". A. Guyot. 5 July 1824.
- ↑ P. Caron (1935), p. 107, 114
- ↑ S. Schama, p. 611
- ↑ "F. Furet & M. Ozouf (1989) A Critical Dictionary of the French Revolution, p. 139" (PDF).[مړه لينکونه]
- ↑ "Collection Complète des Lois, Décrets, Ordonnances, Réglements, et Avis du Conseil-d'État". A. Guyot. 5 July 1824.
- ↑ "Danton (2 septembre 1792) – Histoire – Grands discours parlementaires – Assemblée nationale". www2.assemblee-nationale.fr.
- ↑ "I. "Dare, Dare Again, Always Dare" by Georges Jacques Danton. Continental Europe (380–1906). Vol. VII. Bryan, William Jennings, ed. 1906. The World's Famous Orations". www.bartleby.com.
- ↑ Danton, Georges-Jacques (1759–1794) Auteur du texte (5 July 1910). Discours de Danton / édition critique par André Fribourg – via gallica.bnf.fr.
{{cite book}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Mantel, Hilary (6 August 2009). "Hilary Mantel · He Roared: Danton · LRB 6 August 2009". London Review of Books. 31 (15).
- ↑ F. Furet and M. Ozouf, eds. A Critical Dictionary of the French Revolution (1989), pp. 521–22
- ↑ P. Caron (1935) Les massacres de Septembre, p. 363-394. Part IV covers comparable events in provincial cities that transpired from July to October 1792.
- ↑ P. McPhee (2016) Liberty or Death, p. 162
- ↑ Bluche, Frédéric (1 January 1986). Septembre 1792 : logiques d'un massacre. Robert Laffont (réédition numérique FeniXX). ISBN 9782221178560.کينډۍ:Page needed
- ↑ L. Madelin, Chapter XXI, p. 256
- ↑ "Septembre 1792 : de la rumeur au massacre". www.lhistoire.fr.
- ↑ Gwynne Lewis (2002). The French Revolution: Rethinking the Debate. Routledge. p. 38. ISBN 9780203409916.
- ↑ Frédéric Bluche (1986) Septembre 1792 : logiques d'un massacre, p. 235
- ↑ Hauck, Carolin; Mommertz, Monika; Schlüter, Andreas; Seedorf, Thomas (9 October 2018). Tracing the Heroic Through Gender. Ergon Verlag. ISBN 9783956504037.
- ↑ Lawday, David (6 July 2010). The Giant of the French Revolution: Danton, A Life. Open Road + Grove/Atlantic. ISBN 9780802197023.
- ↑ "Georges Danton – Danton's Committee of Public Safety". Encyclopedia Britannica.
- ↑ Georges Lefebvre, The French Revolution: From its Origins to 1793 (2001) p. 236
- ↑ "Tackett, Timothy (2011) "Rumor and Revolution: The Case of the September Massacres", French History and Civilization Vol. 4, pp. 54–64" (PDF).
- ↑ "T. Tackett, p. 63
- ↑ S. Schama, p. 631
- ↑ Staël (Anne-Louise-Germaine), Madame de (5 July 1818). "Considerations on the Principal Events of the French Revolution". Baldwin, Cradock, and Joy, p. 68.
- ↑ "Collection Complète des Lois, Décrets, Ordonnances, Réglements, et Avis du Conseil-d'État". A. Guyot. 5 July 1824.
- ↑ Hardman, John (5 July 1999). Robespierre. Longman. ISBN 9780582437555.
- ↑ Jacques, De Cock (1 December 2013). Action politique de Marat pendant la Révolution: (1789–1793). fantasques éditions. ISBN 9782913846319.
- ↑ Thiers, Marie Joseph L. Adolphe (5 July 1845). "The history of the French revolution, tr. with notes".
- ↑ Granier de Cassagnac, A. (Adolphe) (5 July 1860). "Histoire des Girondins et des massacres de septembre d'après les documents officiels et inédits, accompagnée de plusieurs fac-similé". Paris : E. Dentu, p. 26 – via Internet Archive.
- ↑ Biard, Michel; Leuwers, Hervé (18 May 2016). Danton: Le mythe et l'histoire. Armand Colin. ISBN 9782200615277.
- ↑ M. J. Sydenham The French Revolution, B. T. Batsford Ltd, 1965, p. 121
- ↑ R. Scurr (2006) Fatal Purity. Robespierre and the French Revolution, p. 243?
- ↑ "Mémoires sur les journées de septembre, 1792". Baudouin frères. 5 July 1823.
- ↑ Dart, Gregory (26 September 2005). Rousseau, Robespierre and English Romanticism. Cambridge University Press. pp. 43–46. ISBN 9780521020398 – via Google Books.
- ↑ R. Scurr (2006) Fatal Purity. Robespierre and the French Revolution, p. ?کينډۍ:Page needed
- ↑ A Maximilien Robespierre et à ses royalistes (accusation).
- ↑ S. Schama p. 649
- ↑ Robespierre, Maximilien (5 July 1840). "Oeuvres". Worms.
- ↑ Dart, Gregory (26 September 2005). Rousseau, Robespierre and English Romanticism. Cambridge University Press. p. 45. ISBN 9780521020398 – via Google Books.
- ↑ "The Eclectic Magazine of Foreign Literature, Science, and Art". Leavitt, Trow, & Company. 5 July 1844.
- ↑ J. Israel (2014) Revolutionary ideas, p. 271, 273
- ↑ Bouloiseau, Marc (17 November 1983). The Jacobin Republic 1792–1794. Cambridge University Press. ISBN 9780521289184.