د سپانیا سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د سپانیا سیاست، د ۱۹۷۸ز کال د اساسي قانون له‌لارې رامنځ‌ته شوي کاري چوکاټ له‌لارې تنظیمېږي. سپانیا د یوه ټولنیز او دېموکراتیک خپلواک هېواد په توګه تاسیس شوی دی، چې په هغه کې ملي حاکمیت خلکو ته ورکړل شوی او د دولت واک له هغو څخه سرچینه اخلي.[۱]

د سپانیا د حکومت بڼه پارلماني سلطنت دی، یعنې یو ټولنیز نیابتي دېموکراتیک مشروطه سلطنت چې په هغه کې پاچا د دولت مشر دی، په داسې حال کې چې صدراعظم (چې رسمي لقب یې «د حکومت ولسمشر» دی) د د حکومت مشر ګڼل کېږي. اجرائیه قوه د حکومت له‌لارې پلي کېږي او د صدراعظم، د صدراعظم مرستیالانو او نورو وزیرانو له‌خوا، چې په ټولیزه توګه کابینه یا د وزیرانو شورا رامنځ‌ته کوي، تنظیمېږي. مقننه قوه Cortes Generales (سترې محکمې) په واک کې ده او هغه داسې دوه‌جرګه‌ییز پارلمان دی چې له ولسي جرګې او مشرانو جرګې (د استازو کانګرس او سناتورانو جرګې) څخه جوړ شوی دی. قضاییه قوه له اجرائیې او مقننې قواوو څخه مستقله ده او د پاچا له‌لورې د قضاتو او مُفتیانو له‌لورې پلي کېږي. د سپانیا ستره محکمه، د هېواد په کچه تر ټولو لوړ عدلي او قضایي اورګان دی، په ټولې سپانیا کې د صلاحیت خاوند دی او له اساسي قانون پرته، چې د اساسي قانون محکمې په نامه د یوې جلا محکمې صلاحیت دی، په ټولو چارو کې تر ټولو لوړ صلاحیت لري.[۲]

د سپانیا سیاسي نظام د څوګونو ګوندونو نظام دی، خو له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې، په سیاست کې دوه ګوندونه مخکښ دي: د سپانیایي سوسیالیست کارګرانو ګوند (PSOE) او د خلکو ګوند (PP). سیمه‌ییز ګوندونه، په تېره بیا د باسک ولسپال ګوند (EAJ-PNV)، د باسک خپلواکې سیمې پورې تړاو لري، او همپالنې او یووالي (CiU) او د کاتالونیا جمهوریت‌پال چپ‌اړخی ګوند (ERC) هم د سپانیا په سیاست کې ستر نقش لوبولی دی. د ولسي جرګې غړي د نسبي استازیتوب له‌لارې ټاکل کېږي او دولت له هغه ګوند یا ټلوالې له‌خوا رامنځ‌ته کېږي چې د ولسي جرګې د اعتماد رایه ولري، او ډېري وخت هغه ګوند بریالی دی چې په کانګرس کې تر ټولو زیات‌شمېر څوکی ولري. دېموکراسۍ ته د سپانیا له اوړېدلو راهیسې، کله چې ګوندونه مطلقې اکثریت رایې ونه‌شي ګټلای، ډېري کسان د اقلیت دولتونو رامنځ‌ته کولو ته زړه ښه کوي. سره له‌دې، دغه لېوالتیا په ۲۰۲۰ز کال کې د پدرو سانچز دوه‌یم حکومت په رامنځ‌ته کېدلو سره له‌منځه لاړه؛ دغه حکومت د سپانیا سوسیالیست کارګرانو ګوند او د یونیداس پودېموس د غړو له‌خوا رامنځ‌ته شو، چې په هغه کې د دواړو ګوندونو له‌خوا وړاندیز شویو خپلواکو وګړو هم رول درلود. دا لومړنی عمومي ائتلافي حکومت ؤ چې د سپانیا دوه‌یم جمهوریت وروسته تاسیس شو.

سیمه‌ییز حکومت د «خپلواکمنو دولت» تر نامه لاندې نظام له‌لارې کار کوي؛ دا یو خورا غیرمتمرکز اداري نظام دی، چې په سیسټماتیکه توګه له ۱۹۹۸ز راهیسې، د سیمې په واکمنۍ کې، له آلمان وروسته د نړۍ په کچه په دوه‌یم کتار کې راځي. دغه نظام په لومړیو کې د «نامتقارن فدرالیزم» په توګه د هغو سیمو لپاره، چې ورته د «تاریخي ملیتونو» نوم ورکول کېږي، په عمل کې داسې یوې تګلارې ته تکامل وموند چې ټولو سیمو ته د واک ورکولو زمینه برابروي او په پراخه توګه ورته «د ټولو لپاره قهوه» عبارت کارول کېږي. په اساسي قانون کې د ځانواکمنۍ ورکړل شوي حق په کارولو سره، «ولسونو او سیمو» ۱۷ خپلواکمنې ټولنې او ۲ خپلواکمن ښارونه تاسیس کړي دي. د هرې خپلواکمنې ټولنې او خپلواکمن ښار د حکومت بڼه د پارلماني نظام پر بنسټ ولاړه ده، چې په هغو کې اجرائیه قوه د یوه «ولسمشر» او د هغو وزیرانو شورا په واک کې ده چې د یوه‌جرګه‌ییزې مقننه غونډې له‌خوا ټاکل شوي او نوموړې غونډې ته ځواب‌ویونکي دي.[۳][۴][۵]

سرچينې[سمول]

  1. First article. Cortes Generales (27 December 1978). "Spanish Constitution". Tribunal Constitucional de España. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. First article. Cortes Generales (27 December 1978). "Spanish Constitution". Tribunal Constitucional de España. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Catalan News: Spain downgraded to a ‘flawed democracy’ by The Economist index
  4. Fishman 2020، ص. 27.
  5. Muro او Lago 2020، ص. 7.