د سټون‌وال بغاوتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Lua error in Module:Databox at line 459: attempt to index a nil value.

د سټون‌وال بغاوتونه (چې د سټون‌وال د پاڅون، د سټون‌وال د بلوا او یا هم په ساده ډول د سټون‌وال په نوم یادیږي) د نیویارک ښار د ګرېنوېچ کلي په ښکتني منهاټن کې د سټون‌وال پر مسافر خونه د پولیسو د برید په ځواب کې د هم‌جنس پالانو د ټولنې له‌خوا د په‌خپله راپورته شویو لاریونونو لړي وه چې د ۱۹۶۹ کال د جون په ۲۸مه د سهار په لومړیو ساعتونو کې پیل شوه. د سټون‌وال پلویانو د هم‌جنس پالانو نور بارونه، د کلي هم‌جنس پالانو او د ګاونډیو کوڅو خلکو د پولیسو له تاوتریخوالي سره مبارزه وکړه. دا بغاوتونه په پراخ ډول د مهمې پېښې په توګه په پام کې نیول کېږي چې په متحده ایالاتو کې يې د هم‌جنس پالانو د ازادۍ غورځنګ او د LGBT[1] د حقونو لپاره يې د ۲۰مې پېړۍ مبارزې ته رنګ ورکړ.[۱][۲][۳]

هغه مهال د سټون‌وال مسافر خونه د مافیا اړوند وه چې د ټولو امریکايي هم‌جنس‌پالانو لپاره عادي وه. په هر حال د هم‌جنس‌پالانو پر بارونو د پولیسو بریدونه له ۱۹۶۰ لسیزې څخه عام وو، افسرانو د ۱۹۶۹ کال د جون په ۲۸مه د سټون‌وال پر مسافرخونه ډېر زر کنترول له لاسه ورکړ. د نیویارک د پولیسو او د ګرېنوېچ کلي د هم‌جنس پاله اوسېدونکو تر منځ ترېنګلتیاوې د بلې ورځې تر مازیګره زیاتې شوې او تر څو شپو يې دوام وکړ. د څو اونیو په بهیر کې د سیمې اوسېدونکي په فعالو ډلو کې تنظیم شول چې د نیولو له هېڅ ډول وېرې پرته په ازاده فضا کې  خپلو جنسي تمایلاتو ته په پام د ازاد ژوند د حق غوښتونکي وو. نوي فعال سازمانونه پر مقابله‌‌يي/جګړه غوښتونکو تخنیکونو متمرکز شول او د درېیو میاشتو په بهیر کې يې د هم‌جنس‌پالانو نارینه‌وو د حقونو لپاره درې ورځپاڼې رامنځته کړې.[۴][۵][۶]

تر پاڅون یو کال وروسته د ۱۹۷۰ کال د جون په ۲۸مه د هم‌جنس پالانو په ویاړ د لومړنیو لاریونونو د کلیزې په توګه په شيکاګو، لاس‌انجلس، نیویارک او سانفرانسیسکو کې ونمانځل شوه. د څو کلونو په بهیر کې په ټول متحده ایالت کې د هم‌جنس پالانو د حقونو سازمانونه رامنځته شول. دا ورځ اوس مهال هر کال د جون په میاشت کې د سټون‌وال بلوا په ویاړ د LGBT د ویاړلې پېښې په نوم نمانځل کېږي.[۷]

د سټون‌ال د ملي یادګار څلی په ۲۰۱۶ کال کې په همدې ځای کې جوړ شو. د اټکل له مخې ۵ میلیونه ګډونکوونکو د سټون‌وال پاڅون په ۵۵مه کلیزه کې ګډون کړی و او د ۲۰۱۹ کال د جون په ۶مه د نیویارک ښار د پولیسو کمېشنر په ۱۹۶۹ کال کې په سټون‌وال کې د افسرانو د اقداماتو لپاره په رسمي ډول بښنه وغوښته.[۸][۹][۱۰][۱۱]

مخینه[سمول]

په ۱۹۵۰مه او ۱۹۶۰مه لسیزه کې ډېرو لږو مؤسساتو له هم‌جنس پالانو څخه هرکلی کاوه؛ شته مؤسسات هم د هم‌جنس پالنې د بارونو د ناقانونه طبیعت له امله د جرمي ډلو له‌خوا اداره کېدل او د هم‌جنس پالانو د بارونو څښتنان او مدیران په ندرت سره هم‌جنس پالان وو. د هم‌جنس پالانو د وېرې حقوقي نظام په ۱۹۵۰مه او ۱۹۶۰ لسیزه کې په متحده ایالاتو کې د لومړنیو هم‌جنس پاله ډلو له‌خوا ولمسول شو تر څو دا ثابته کړي چې هم‌جنس پالان په ټولنه کې جذبېدلی شي او دغه ډول لومړنیو ګروپونو له جګړې غوښتنې پرته د هم‌جنس پالانو او نور جنس پالانو له روزنې څخه په برابر ډول ملاتړ کاوه. له دې سره د ۱۹۶۰ لسیزې وروستي کلونه د مدني حقونو د غورځنګ، د ۱۹۶۰مې لسیزې د کلتور ضد او ویتنام د جګړې ضد غورځنګ په ګډون ګڼ شمېر ټولنیز/سیاسي غورځنګونو شاهد وو. دغه ډول اغېزښندنو د سټون‌وال د بلوا لپاره لار هواره کړه.[۱۲]

په ۲۰مه- پېړۍ کې په متحده ایالاتو کې هم‌جنس پالنه[سمول]

د تاريخ‌پوه بري ادم په وینا د دویمې نړیوالې جګړې تر ټولنیزو بدلونونو وروسته د متحده ایالاتو ډېری کسان په شدید ډول دې ته مایل و چې « تر جګړې مخکې ټولنیز نظم او د بدلون ځواک بېرته راوګرځوي.» سناتور جوزوف مک کارټي د کمونیزم خلاف د ملي ټنيګار له لارې د متحده ایالاتو په حکومت، د متحده ایالاتو په پوځ او نورو د دولت له‌خوا تمویلېدونکو ټولنو او مؤسسې کې د کمونیستانو د اسختدام پلټنه تر سره کړه چې د ملي پارونیا (یوه عقلي ګډوډي، ژباړن) لامل شوه. انارشېستانو، کمونیستانو او ګڼ نور غیر امریکايي ورانکاري وګړي امینتي ګواښ بلل کېده. هم‌جنس پالان او لېزبینان له دې امله چې د بدنامۍ له لارې پیسو اخیستلو ته مستعد وو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له‌خوا  په دغه لست کې شامل وو. په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د کلايډي ار. هوی په مشرۍ د سنا د یوې څېړنې په راپور کې داسې اشاره وکړه: «په ټولیز ډول باور دادی هغه کسان چې په ښکاره ډول په انحرافي اعمالو لاس پورې کوي، د عادي کسانو له عاطفي ثبات څخه بې برخې دي» د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۰ کلونو تر منځ  ۱۷۰۰ د فېدرال دندو غوښتنلیکونه رد شول ۴۳۸۰ کسان له پوځ څخه اخراج شول او ۴۲۰ کسان د هم‌جنس پالنې په تور له دولتي دندو څخه ګوښه شول.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو په بهیر کې د متحده ایالاتو د فېدرال څېړنو مرکز (FBI) او د پولیسو ادارو د پېژندل شویو هم‌جنس پالانو او مؤسساتو او د خپلې خوښې‌وړ کسانو نوم‌لړ ساته؛ د متحده ایالاتو د پوست دفتر هغه ادرسونه څارل چې په هغه کې به د هم‌جنس پالنې په اړه مطالب پوستېدل. ایالتي او سیمه‌ییز دولت پر دې بهیر څار درلود: هغه بارونه چې هم‌جنس پالو نارينه‌وو ته يې خواړه تیارول وتړل شول او کارکوونکي يې ونیول شول او په ورځپاڼو کې رسوا شول. ښارونو له هم‌جنس پالانو څخه د سیمو، پارکونو، بارونو او سمندرغاړو د پاکولو لپاره جارو وکړه. هغوی د مخالف جنس د جامو اغوستل ناقانونه اعلان کړل او له پوهنتونونو څخه يې په هم‌جنس پالنه تورن استادان اخراج کړل.[۱۷][۱۸]

په ۱۹۵۲ کال کې د امریکا د عقلي ناروغیو ټولنې په تشخیصي او اماري لارښود (DSM) کې هم‌جنس پالنه د یوې رواني ګډوډۍ په توګه ولیکله. په ۱۹۶۲ کال کې د هم‌جنس پالنې په اړه د دې لپاره په لویه کچه یوه مطالعه وشوه چې دا ګډوډي له مخالف جنس سره د ماشوم‌زېږنده- زیانمنو اړیکو څخه د یو پټ پتولوژیک ډار په توګه توجه کړي. دا لیدلوری په طبي مسلک کې ډېر اغیزمن و. په هر حال په ۱۹۵۶ کال کې اروا پوهې اېوېلین هوکر یوه څېړنه وکړه چې د هم‌جنس پاله او مخالف جنس پاله نارینه‌وو خوشحالي او ښه تنظیم شوی طبیعت يې په‌کې وارزاوه او هېڅ کوم توپیر يې په‌کې ونه موند. د هغې څېړنې طبي ټولنه حیرانه کړه او هغه یې د ډېرو هم‌جنس پالانو لېزبینانو لپاره په یوې اتلې بدله کړه، خو هم‌جنس پالنه تر ۱۹۷۴ کال پورې په DSM کې پاتې شوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

هوموفیلي فعالیت[سمول]

دې تمایل ته په ځواب کې دوه بېل خپلواک سازمانونه د هم‌جنس پالانو او لېزبینانو د مساعدو لاملونو په موخه رامنځته شول چې هغوی ته یې ټولنیز فرصتونه برابر کړل تر څو وکولی شي د نیولو له وېرې پرته ټولنیز ژوند مخته یوسي. د لاس‌انجلس سیمې هم‌جنس پالانو په ۱۹۵۰ کال کې د کمونیستي فعال هري هې په کور کې د ماټاچين ټولنه رامنځته کړه. د هغوی موخه د هم‌جنس پالانو اتحاد، روزنه، د مشرتابه برابرول او له قانوني ستونزو سره د جنسي انحرافاتو په برخه کې مرسته وه. ماتاچین په ۱۹۵۳ کال کې د سخت دريځو له کلک مخالفت سره مخ شو، خو دې ټولنې خپل تمرکز د جذب او درناوي لوري ته واړوه. هغوی استدلال وکړ چې د دې له اثبات سره به د هم‌جنس پالنې په اړه د ډېرو نظر بدل شي چې هم‌جنس پالان عادي خلک دي او نورو جنس پالانو سره هېڅ توپیر نه لري. څه موده وروسته په سانفرانسیکو کې څو ښځې د خپل ناستي په کوټه کې راغونډې شوې تر څو د لېزبینانو لپاره د ډاټر اف بلېت (DOB) په نوم ټولنه جوړه کړي. که څه هم هغو اتو ښځو DOB سازمان اساساً د دې لپاره جوړ کړی و چې سره یوځای شي او د نڅا لپاره خوندي ځای ولري، DOB له خپلې ودې سره سم ماتاچېن ته ورته موخې وټاکلې او خپلو غړو ته يې ټينګار وکړ چې په عمومي ټولنه کې جذب شي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]


[1] د لېزبين (د ښځي تمايل بلې ښځې ته)، هم‌جنس‌پالانو(د نر تمايل بل نر ته)،دوه‌جنس پالانو(دواړو جنسونو ته تمايل) او ترانس‌جنډر (هغه کسان چې کړه‌وړه او عادتونه يې له خپل بيولوژيکي جنسيت سره متضاد او د مخالف جنس وي)

  1. Julia Goicichea (August 16, 2017). "Why New York City Is a Major Destination for LGBT Travelers". The Culture Trip. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Brief History of the Gay and Lesbian Rights Movement in the U.S". University of Kentucky. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Nell Frizzell (June 28, 2013). "Feature: How the Stonewall riots started the LGBT rights movement". Pink News UK. د لاسرسي‌نېټه August 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Stonewall riots". Encyclopædia Britannica. 
  3. US National Park Service (October 17, 2016). "Civil Rights at Stonewall National Monument". US Department of the Interior. د لاسرسي‌نېټه August 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Obama inaugural speech references Stonewall gay-rights riots". د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Stonewall Uprising: The Year That Changed America – Why Did the Mafia Own the Bar?". American Experience. PBS. April 2011. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Carter 2004، صص. 79–83.
  6. Duberman 1993، ص. 183.
  7. "Heritage | 1970 Christopher Street Liberation Day Gay-In, San Francisco". SF Pride. June 28, 1970. د اصلي آرشيف څخه پر October 22, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nakamura, David; Eilperin, Juliet (June 24, 2016). "With Stonewall, Obama designates first national monument to gay rights movement". Washington Post. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. About five million people attended WorldPride in NYC, mayor says By karma allen, July 2, 2019. Accessed July 4, 2019.
  10. (په June 6, 2019 باندې). Stonewall Riot Apology: Police Actions Were 'Wrong,' Commissioner Admits. The New York Times.
  11. "New York City Police Finally Apologize for Stonewall Raids". advocate.com. June 6, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Carter 2004، ص. 15.
  13. David K. Johnson (2004). The Lavender Scare: The Cold War Persecution of Gays and Lesbians in the Federal Government. University of Chicago Press, pp. 101–102, 114–115 کينډۍ:ISBN
  14. Adam 1987، ص. 58.
  15. Edsall 2003، ص. 277.
  16. Adam 1987، ص. 56.
  17. Adam 1987، ص. 59.
  18. Edsall 2003، ص. 278.
  19. Edsall 2003، ص. 247.
  20. Mayes, Rick; Bagwell, Catherine; Erkulwater, Jennifer L. (2009). "The Transformation of Mental Disorders in the 1980s: The DSM-III, Managed Care and "Cosmetic Psychopharmacology"". Medicating Children: ADHD and Pediatric Mental Health. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03163-0. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Marcus 2002، صص. 58–59.
  22. Edsall 2003، ص. 310.
  23. Gallo 2006، صص. 1–5, 11.
  24. Marcus 2002، ص. 21.
  25. Marcus 2002، صص. 42–43.
  26. Adam 1987، صص. 63–64.
  27. Adam 1987، صص. 62–63.
  28. Marcus 2002، صص. 24–25.