د سيلابونو په مخنيوي کی د ځنګلونو رول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی مبارز نیازی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

ځنګل[سمول]

A conifer forest in the Swiss Alps (National Park)

ځنګل په يوه زياته پيمانه پيچلي او دوام داره توګه تغير کوونکي محيط دي کوم چي دمختلفو ژونديو موجوداتولکه:ونو،وړوونو،بوټو،لرګينوځيلينو،وحشي ګلانو،سرخسونو،خزي،ګل سنګ،فنجي،او د خاوري ژوندي مايکروسکوپيک موجوداتو او غير ژوندي موجوداتو لکه: اوبه ،غذا،تيږي،لمر او هوا څخه جوړ دي چي ددي مغلقي ټولني لويه برخه وني تشکيلوي .

دځنکل ګټي[سمول]

The Adirondack Mountains of Upstate New York form the southernmost part of the Eastern forest-boreal transition ecoregion.
Forest on Mount Dajt, Albania

۱ـ دسيلابونو مخنيوي کوي،دروانو اوبو په شکل دبهيدني واقعات کموي او ورو جذب تقويه کوي.

۲ـ د ځنګلونو په رامنځته کيدو سره دباران داوبو بهيدل وروکيږي او سيندونو ته د مضره او چټلو غذايي موادو له يوځاي کيدو څخه مخنيوي کيږي او په پايله کي ويلاي شو دسيندونو داوبو کيفيت بهتره وي.

۳ـ دځنګل په رامينځته کولو سره دځمکي لاندي اوبو کيفيت او کميت ښه کيږي.

۴ـ ځنکلونه د هوا کيفيت ښه کوي داسي چي په اوړي کي دحرارت درجه کموي ،ګرد فلترکوي او جذبوي ،همدارنګه مختلف ګازونه لکه : کاربن ډاي اکسايد،سلفر ډاي اکسايد، نايتروجن اوکسايد او د هوا زيږنده امونيا او درانده فلزات جذبوي او اکسيجن ازادوي.

۵ـ ځنګلونه د اوبو د حرارت درجه کموي.

۶ـ په کوم ځاي کي چي ځنګل جوړ شي دخاوري د تخريب څخه مخنيوي کوي او په جوړولو کي يي مرسته کوي .

۷ـ ځنګل د لويدلو پاڼو څخه خاوره او نور ژوندي موجودات تغذيه کوي.

۸ـ دبادونو په وړاندي د باد ماتوونکو په توګه عمل کوي او هم دغرونو څخه دواورو د حرکت څخه مخنيوي کوي.

۹ـ دځنګل په رامنيځته کولو سره د حيواناتو لپاره کور برابريږي .

۱۰ـ دځنګل په رامينځته کولو سره کولاي شو دسيمي او خپل محيط ښکلا زياته کړو.


دنباتاتو رول دسيلابونو په مخنيوي کي[سمول]

On the left is a photo taken during the 1998 floods in Swifts Creek in Australia. On the right is the same location 8 years later

دنباتاتو شتون د سيلابونو په راوتلو باندي معکوسه رابطه لري يعني په هره اندازه چي د ځمکي پر مخ نباتات زيات کرل شوي وي په هماغه اندازي سره دسيلابونو دراوتلو مخنيوي کوي.هر ډول نباتي پوښښ په ابتداکي باران پخپل ځان کي جذبوي چي دي حالت ته (دبرګاب ياد اوبو راتاويدل وايي)يو اندازه اوبوراتاويدل تبخير مومي او باقي نور يی په ځمکه کې جذبيږی چی داعمليه په نباتي پوښ پوري اړه لري.نو تحقيقاتو څرګنده کړي ده چي ستن پاڼي نباتات (۴)ملي متره، پلن پاڼي (۷)ملي متره او ځنګلي وني (۱ـ۲)ملي متره دباران اوبه جذبوي.دونو پاڼي دباران دڅاڅکو په مستقيم ډول ځمکي سره د لګيدو مخنيوي کوي او په شدت سره د باران دڅاڅکو رسيدل ځمکي ته کموي.او په ځمکه کي د باران داوبو دروانيدلو څخه مخنيوي کوي.دوني ريښي او نباتي پاته شوني دځمکي پرمخ دسفنج خواص لري اوبه جذبوي اوپه زياته اندازه درطوبت د ساتلو توان لري نو له دي امله داوبو روانيدل په داسي خاورو کي کميږي دنباتاتو ريښي دخاوري داستحکام او چسپناکي سبب ګرځي او د خاوري د ښويدني څخه مخنيوي کوي.په هايدرولوجيکي محاسبو کي دسيلاب د براورد لپاره نسبت ==نباتي پوښښ ته دځمکي خاص ضريب== تعين شوي دي . چي په لاندي جدول کي يي شکل ښودل شوي دي: دنباتي پوښښ نوعه او حوضه دروانو اوبو ضريب وچه ساحه بغير د نباتي پوښښ څخه ۴۰٪ چمن لرونکي ساحه ۳۵٪ کرنيزه ساحه ۳۰٪ خنګلي ساحه ۱۸٪

ديو دهقان لپاره ډيره ستونزمنه او غير اقتصادي ده چي دسيلابونو د مخنيوي لپاره استنادي ديوالونه جوړ کړي نو دداسي ستونزي دمخنيوي لپاره يواځيني د حل لاره چي اقتصادي اسانه او ارزانه ده هغه د لرګينو نباتاتو کرل دي چي دنوموړي خطر څخه خپله ځمکه محفوظه کړي او له بله پلوه دسون دلرګيو په ډول او د ميوي څخه يي د خوراک لپاره استفاده وکړي (هم خرما او هم ثواب).

په عمومي ډول سره دنباتاتو اهميت[سمول]

په لاندي ډول ذکر کول غواړم: ۱ـ ځنګلي نباتات دباد او باران څخه دخاوري مخنيوي کوي.

۲ـ دسيندونو ،خوړونو او طوفانونو دشدت کموالي او دمسير دمعلومولو دنده په غاړه لري .

۳ـ دځمکي دداخلي اوبو دسطحي دلوړوالي باعث ګرځي ځکه چي دنباتاتو په شتوالي سره دځمکي دسطحي اوبه په تدريجي ډول سره جذبيږي او د اوبو سطحه لوړيږي.

دځنګلونوداوبوساتلوميخانيکيت[سمول]

په هغو ځايونو کي چي شنه او ګڼ ځنګلونه او نور بوټي شتون لري،هلته په بيلابيلو طريقو داورښت او واوري د ځاي پرځاي ساتلو امکانات رامنځته کيږي.دبيلګي په توګه لاندنيو ټکو ته ګوته نيول کيږي. ۱ـ نباتي فرش داورښت دوريدو اوپر ځمکه د څاڅکو توييدو چټکوالي کمزوري کوي.ځکه چي داورښت څاڅکي لومړي د ځنګلي ونواوبوټو پرپاڼو توييږي اوخاوره دګړندي او توپاني اورښت له ړنګيدو څخه ژغوري. يعني نه پريږدي چي داورښت څاڅکي نيغ په نيغ باندي د ځمکي پرمخ ولويږي او د خاوري طبعي جوړښتونه ،کوم چي دخاوري د ښيرازي يو غوره لامل دي.له مينځه يوسي.که چيري د خاوري هغه ټول طبعي جوړښتونه له مينځه لاړ شي ،نو خاوره سستيږي او په اساني سره د اوبو پواسطه له خپل اصلي ځاي څخه پريمينځل کيږي او له ړنګيدو سره مخامخ کيږي.

۲ـ په هغو سيمو کي چي نباتي پوښښ شتون ولري.داورښت څخه تر لاسه شوي اوبه په ګړنديتوب سره نشي تيريدلاي.يعني داوبو د حرکت مخنيوي کوي داکار د نباتي پوښ دنيلواو پر ځمکه دپرتو پاڼو اوڅانګو په مرسته ترسره کيږي او په پايله کي داورښت اوبو ته د تم ځاي او يازيرمه ځاي بڼه غوره کوي او داسي شرايط برابروي چي نوموړي اوبه په ځمکه کي جذب شي او چلند يي په ټپه ودريږي.برخلاف په کومه ځمکه يا ساحه کي چي نباتي فرش شتون ونه لري هلته داورښت اوبه په چټکه توګه بهيدلو ته هڅيږي او دااورښتي څاڅکو څخه سيلاب جوړيږي. په ډاګه شوه چي نباتي پوښ له يوي خوا خاوري له ړنګيدو څخه ژغوري او له بلي خواد ځمکي لاندي اوبو زيرمي غښتلي کوي .

۳ـ په ډاکه شوي ده چي دځنګل پواسطه جذب شوي اوبه اويا واوره د ځمکي لاندي اوبو زيرمي پياوړي کوي.که چيري نباتي پوښښ شتون ونه لري،نو داورښت اوبه دسيلاب په بڼه له هغه څخه ګوښه کيږي او ددي شرايط نه برابريږي چي د ځمکي لاندي اوبو ته د خوځښت لار وموي د يادوني وړ ده چيرته چي ځنګلونه او نباتي پوښښ شتون لري،هلته دځمکي لاندي اوبو زيرمي شتمني او بډاي وي،داوبو سطح يو څه لوړه وي او ګڼ شمير چيني،چي هغه د ځمکي لاندي اوبو څخه سرچينه اخلي،راڅرګنديږي.

دځنګلونو تخريب او له مينځه تلل[سمول]

A weir was built on the Humber River (Ontario) to prevent a recurrence of a catastrophic flood.

انسانان دځنګلونو دلمينځه تګ او د ځمکي د لوڅوني مهم عاملين ګڼل کيږي په لومړيو وختونو کي انسانانو په ځنګل کي ژوند کاوه او ځنګل يي د ځان لپاره پناه ګاه ګرځولي وه او د ځنګل ځني به يي تغذيه هم کوله خو کله چي انسانانو په طبيعت کي ساکن ژوند غوره کړ د نفوسو د زيادښت او کرنيزو ځمکو ته د خلکو د ضرورت پر بينا دځنګلونو قطعه په پراخه پيماني سره ترسره شوه.په (۱۱) ميلادي پيړي کي په اروپا کي د ځنګلونو قطعه يو ښه عمل ګڼل کيده.چي په شمالي او مرکزي اروپاکي د مځنيو پيړيو پوري کورنه له لرګيو څخه جوړيدل دمنځني پيړي تر وروستيو پوري دوره په اروپا کي د لرګيو د پيړي په نوم ياديږي چي په همدي وخت کي يواځي په اروپا کي (۳۰) ميلونه هکتاره ځنګل لمينځه تللي وه ددي تر څنګ په ايران کي د (۱۹) پيړي په وروستيو کي او د(۲۰)پيړي په اوايلو کي (۲۰) ميلونه هکتاره ځنګل قطعه شوي وه چي دغه قطعه د ايران په شمال کي صورت نيولي وه او لرګي يي روسي هيواد ته صادريدل. همدارنګه څرګنده ده چي زموږ د هيواد طبيعي ځنګلونه ډير محدود دي د ثور د کودتا څخه مخکي د افغانستان د ځنګلونو ټول مساحت (۲.۲)ميلونه هکتاره ته رسيده چي د ټول هيواد (۳.۴) سلنه ساحه يي پوښلي وه. خود جګړو په ترڅ کي دهيواد ډيري ځنګلي ساحي لمينځه ولاړي د يو شمير وروستيو ارقامو له مخي د افغانستان د ځنګلونو اوسني مساحت دټول هيواد يو سلنه او ياتر دي هم کمه برخه جوړوي . د خنګلونو له مينځه تګ او د هغي په پايله کي د خاوري لوڅيدني د سيلابونو،وچکالي او د خاوري د تخريب ستونزي زياتي کړي دي . داپروسه اوس هم همدغسي دوام لري او هر کال په زياته اندازه ځنګلي ساحه لمينځه ځي.

چي په عمومي ډول 

دځنګلونو د تخريب عوامل[سمول]

Flood blocking the road in Jerusalem

په لاندي ډول دي: ۱ـ په ځنګلونو کي کرنيز فعاليتونه چي مادي فقر او محيط زيست فرهنګ نه درلودل.

۲ـ په ځنګل کي مالداري لرل چي د حيواناتو دروزني لپاره ځنګل له مينځه وړي.

۳ـ د ځنګل ځيني د سون موادو په توګه استفاده کول.

۴ـ يو له مخي د ځنګل قطعه .

۵ـ قاچاقبران .

۶ـ دکثافاتو ځاي په ځاي کول په ځنګلونو کي چي په نتيجه کي امراض رامينځته کوي .

سيلابونه[سمول]

بيدن له شکه چي سيلاب يو طبيعي بلا ده ولي په عمل کي هم دځاني او مالي زيانونو له نظره سيلاب مهمترينه طبعي بلا په نړي کي پيژندل شوي له ۱۹۸۸تر ۱۹۹۷ ميلادي کال پوري ۳۹۰۰۰۰ نفره دطبعي پيښو په نتيجه کي له مينځه تللي دي چي ۵۸٪ دسيلاب مربوط ۲۶٪ دزلزلي ۱۶دطوفان او نورو طبعي بلاوو له کبله مړه شوي. ټول زيانونه په دغه لسو کلونو کي ۷۰۰ ميليارده ډالره ښودل شوي دي چي په ترتيب سره ۲۹.۳۳ يا ۲۸٪ دسيلاب طوفان او زلزلي مربوط دي په دي ترتيب د تشويش وړخبره د سيلاب د تلفاتو او فزيکي زيانونو کچه په نړي کي په دي وروستيو اخيرو لسيزو کي وه .

سيل سيلاب او تيزي اوبه دري واړه مشابه کلمي دي چي په مختلفو مواردو کي پکار وړل کيږي په داسي حال کي چي په دي رابطه کي يو جامع او کامل تعريف تر اوسه ندي شوي. الف: سيل غالباً عبارت دي له هغه اوبو څخه چي له لوړي ارتفاع څخه مخ په ښکته حرکت کوي اود زيان او تلفاتو لامل ګرځي چي په دي کي د اوبو شديد جريان زيات حجم زيات وخت په پام کي نيول کيږي . که چيري دغه سيل په همواره ځمکه کي جريان وکړي نو زيان به يي کم او که چيري په تنګه ساحه کي وبهيږي نو زيان به يي ډيروي ب: سيلاب د اوبو شديد جريان چي د يو سيند دطبعي اوبو د ککړتيا سبب وګرځي عبارت له سيلاب څخه ده. ج: سيلاب يو استثنايي جريان دي چي ممکن د سيند طبعي حالت نه تجاوز وکړي اودسيند شاوخوا اوسيدونکو ته ځاني او مالي تاوان ورسوي. د: دلوړي ارتفاع څخه داوبو جريان چي دنوموړو اوبو اندازه دسيند دسطحي څخه زياتي شي او رنګ يي د رڼوو اوبو سره تفاوت ولري.

دسيلاب مشخصات[سمول]

۱ـ داوبو جريان چي د سيند د عادي حالت څخه سرغړونه وکړي.

۲ـ کم وخت په بر کي ونيسي .

۳ـ داوبو جريان چي د سيند دطبعي حالت څخه يي تجاوز کړي وي او د سيند دواړه غاړي يي احاطه کړي وي.

۴ـ مالي او ځاني زيانونه له ځان سره ولري.

دسيلاب د مينځته راتللو علتونه[سمول]

دسيلاب جريان په عمده توګه دروانو اوبو د سطحي څخه ده چي منبع يي زيات باران ،واوري اوږلي دي.دسيلاب د مينځ ته راتللو مهم ترين علتونه په لاندي شکل کي ښودل شوي

سيلاب دمينځته راتللو عواملو له لحاظه سيلابونه په دوه برخو باندي تقسيم شوي دي[سمول]

۱: طبعي سيلابونه

۲ـ مصنوعي سيلابونه 

په طبعي سيلابونو کي عوامل معمولا هايدرولوجيکي وي چي دباران متداوم اوريدل دخاوري د اشباع سبب ګرځي چي وروسته د زياتو اوبو د بهيدني سبب ګرځي.

په مصنوعي سيلابونو کي معمولا سيلابونه د غير هايدرولوجيکي عواملو له مخي مينځ ته راځي 

چي ددغو عواملو له جملي څخه يي ځيني په لاندي ډول دي: الف: دپلونو جوړول په غير مسلکي توګه چي د سيند په مينځ کي پايي ولري. چي د نباتاتو ښاخونه ،پاڼي او تني په دي پايو کي نښلي د سيند داوبو د تجمع سبب ګرځي اواوبه د سيند غاړو ته جريان کوي او زيان رامينځته کوي. ب: هغه وسايل چي اوبه پکي وړل کيږي د هغوي جوړول په غير معياري توګه لکه ټانکرونه ، اوبو ذخيري ،نلونه او ټانکي . ج: دبندونو ماتيدل چي په هر علت وي خصوصا هغه وخت چي دغه بندونه د ښارونو يا د کليو له پاسه وي دماتيدو په صورت کي زيات خسارات رامينځته کوي.

دسيلابونو په واسطه رامينځته کيدونکي زيانونه:[سمول]

فزيکي تاوان[سمول]

سيلابونه ودانيو ،سړکونو،پلونو،پارکونو،هوايي ميدانونو ،دتګ راتګ وسايلو او داسي نورو جوړښتونو ته زيان رسوي. دنوموړي ساختمانونو د زيان اندازه اټکل د سيلاب په شدت او قوت پوري اړه لري.

تلفات[سمول]

دسيلابونو له امله انسانان او څاروي خپل ژوند له لاسه ورکوي په سيلاب ځپلو سيمو کي اوبايي ناروغي چي له بکترياوو،ويروسونو،پروتوزوا(اميب)او همدارنګه دغوماشو له امله مينځ ته راځي. خپريږي چي د انسانانواو څارويو د مړيني د زياتوالي سره مرسته کوي.

داوبو رسونه[سمول]

دسيلابونو له امله د ځمکي لاندي او سطحي اوبه ملوث کيږي او د پاکو اوبوپه رسولو کي خنډونه مينځ ته راولي.

د: نباتات او د غذايي موادو زيرمي: سيلابونه ولاړ فصلونه له مينځه وړي اوبو درسيدو له امله په ګودامونو کي خوراکي شيان خوسا کيږي او دمتاثيرينو لپاره دخوراکي توکو کمښت مينځ ته راوړي.

بريښنااواړيکي[سمول]

ځيني وخت سيلابونه او سمندري طوفانونه دومره زورور وي چي د بريښنا او تليفون پايو او د هغوي مزو ته تاوان رسوي.په پاي کي د بريښنا او د اړيکولرونکو وسايلو د بنديدو سبب ګرځي.

دخاوري تخريب[سمول]

دخاوري پورتني پوړ(surface loyer) دژوند يوه حياتي طبقه دي چي د نباتاتو دودي لپاره ټول غذايي عناصر پکي موندل کيږي. له همدي امله نوموړي طبقه د نبات د تغذيي زون په نوم ياديږي. دپاسني خاوري داښيرازه طبقه د طبيعت د قيمتي سرچينو څخه شميرل کيږي. عموما د ځمکي په مخ د (۱۵-۲۰) سانتي مترو په اندازه غوړيدلي ده. زياتره خلک په دي عقيده چي خاوره دمنرالونو يومړه غيرفعاله ماده نده مګر په حقيقت کي يوه سالمه خاوره دمايکرواورګانيزمونو(باکترياوو،فنجيانو،الجيانو،پروتوزوا،چينچيانواوحشراتو) دشتون له امله فعاله او ژوندي برخه دي کچيري نوموړي برخه دتخريب د لاملونو په وسيله تخريب کيږي او باران يي د هغه پيروي داوبو په وسيله شاربي يا باد د هغه قيمتي زري د سترګو پناه کوي نو بيا خاوره په کافي اندازه غذايي عناصر نباتاتو ته نشي برابرولي .په پاي کي خاوره خپل توليدي توان ورو ورو له لاسه ورکوي. او د حاصلاتو د کموالي سبب ګرځي. د نړي د زياتيدونکي نفوس لپاره به موجوده ځمکه بسوالي ونه کړي. ځکه دامهال يوازي ۴۴سلنه ځمکه دکرني لاندي ده او ۵۶سلنه ځمکه د کرني لپاره مناسبه نه ده.دخاوري تخريب په ټوله نړي کي يوه ستره ستونزه بلل کيږي افغانستان هم دنوموړي ناورين سره مخامخ دي دخاوري غلط استعمال ،دکرنيزوځمکو غيرمنظمه اداره،دونو او ځنګلونو وهل،زيات څړ،دخاوري سستوالي ،داوبو ضعيفه اداره دښارونو پراخيتا او داسي نور هغه څه دي چي د خاوري د تخريب سره مرسته کوي.د خاوري تخريب حاصلخيزي له مينځه وړي داوبو په رسولو کي ستونزي مينځ ته راوړي او د حاصلاتو د کموالي سبب ګرځي. په نورمال ډول د خاوري د تخريب پروسه دومره د انديښني وړ نه ده خو کله چي انساني کړنو له امله خاوره تخريب کيږي نو بيا په نړي کي يوډول ناانډولي مينځ ته راوړي او په مخنيوي کي يي بايد ارومرو لازم اقدامات ترسره شي. داوسني خاوري تخريب دهر بل وخت څخه زيات خطرناک دي او دنړي د مهمو اجتماعي او محيطي ستونزو څخه ګڼل کيږي چي نن سبا بشري ټولنه ورسره مخامخ ده.په دي ډول تخريب کي دخاوري خراب والي او توليدي توان دکموالي تر څنګ نور بي شميره مشکلات پکي نغښتي دي. داوبو ذخيري ، ډنډونه ،ويالي ،بندرونه درسوباتو څخه ډک کيږي. دښاروالي او اوبو رسولو سيستم ته هم زيان رسيږي. بادي تخريب په هوا کي ګرد او غبار توليدوي انساني روغتيا ته ضرر رسوي په وچو سيمو کي خصوصا په هغه ځايونو کي چي خاوري د نباتي پوښ په وسيله باندي پوښل شوي نه وي د رطوبت کموالي ترڅنګ تيز موسمي بادونه هم ولري نو دخاوري لمړني تخريبونکي باد ګڼل کيږي چي دخاوري تخريب مينځ ته راوړي. دخاوري تخريب په ټوله نړي کي دانسانانو د نيکمرغي او سوکالي لپاره د يو خطر او خنډ په ډول باندي پيژندل شوي دي. دډيرو پخواني تمدونونو او امپراتوريو د مينځه تللو مهم لامل د هغوي د خاوري خرابيدل وو. دګرديز او خوست په لويه لاره کي د ځدرانو ځنګلونو ته بي حده زيات زيان رسيدلي دي چي په ليدو يي انسان د خواشيني سره مخامخ کيږي دنوموړي سيمي په ډيرو برخو کي دخاوري Cهوريزونونه له ورايه ښکاري چي دخاوري O,AاوB هوريزونونه دباد اوباران له امله له مينځه تللي دي او يوازي تيږي او کمرونه په ميراث راپاتي شوي دي. کچيري خاوري جوړوني ته نظر وکړو نو د يو سانتي متر سريني خاوري د جوړوني لپاره کلونه کلونه وخت نيسي مګر په يو عادي باد او په معمولي سيلاب سره ډير ژر د تخريب وړ ګرځي هرڅومره چي خپلي خاوري د تخريب څخه خوندي وساتو په هماغه اندازه به اسوده او ارام ژوند ولرو او د ډيرو بدمرغيو څخه به په امن کي شو. دخاوري د تخريب په هکله د پخوا څخه ځينو پوهانو خپلي نظريي ورکړي دي په دي برخه کي افلاطون دسيلابونو راتلل،دځنګلونو پريکول ،دخاوري د تخريب څخه يي شميري.

رومي عالمانوهريوورجل(virgile)او پلني(pliny)دخاوري ساتني په باره کي دکر او کښت څخه يادونه کړي ده چي د کرلو طريقه او نباتات دخاوري ساتلو کي مهم رول لوبوي نباتات خاوره د دباد او باران د تخريبي اغيزو څخه ساتي. دخاوري د تخريب په باب لومړني څيړني دولني (wollny) له خوا په جرمني کي د۱۸۷۷ او ۱۸۸۵ عيسوي کلونو ترمينځ پيل شوي. په دي څيړنو کي د خاوري سټرکچر په خرابيدو باندي يو زيات شمير عواملو اغيزي تر څيړني لاندي ونيول شي.

په نومړي عواملو کي دنباتاتو په وسيله د ځمکي دپوښل شامل او د خاوري دډول او ځمکي د سلوب اغيزي ،دځمکي پر مخ د روانو اوبو او د خاوري په تخريب باندي مطالعه شوي.سره له دي چي د ولني پخواني څيړنو د شيندونکي تخريب د مخنيوي حياتي ارزښت څرګند کړ، خو د خاوري د تخريب د پروسي د ارزيابي په باب څيړني نه وي شوي همدارنګه د باران د څاڅکو ميخانکي اغيزي په ۱۹۴۴م کال د اليسن (Ellison)له خوا د لومړي ځل لپاره وڅيړل شوي د زينګ لخوا په ۱۹۴۰م کال په خاوري د تخريب باندي د ځمکي د سلوب درجي او اوږدوالي اغيزي ارزيابي کړي او تر هغي وروسته سيميټ(Smith) په ۱۹۴۱م کال دخاوري په ضايعاتو باندي د نباتاتو د تنظيم او د خاوري د سانتي فکتورنه تر څيړني لاندي ونيول همدارنګه مسګريو(Musgrave) په ۱۹۴۷ک کال ديوي کميټي مشري په غاړه واخسيته او د خاوري د تخريب اندازه يي د يوي معادلي په شکل وړاندي کړه وروسته ويچ ماي ۱۹۶۵او سمېت ۱۹۸۰) نوموړي معادلي ته دبدلون په ورکولو او په هغي کي د اصطلاحاتو په راوستلو سره د خاوري په ضايعاتو په نړيوال معادلي تبديل کړه.

دځمکي په تخريب باندي داقليمي لاملونو اغيزي[سمول]

اقليم د وچو سيمو د نباتاتو په ژوندي کتلي او دژونديو موجوداتو په تنوع باندي قوي اغيزي لري همدارنګه اورښت او حرارت د وچو سيمود نباتاتو په انتشار د خاوري تشکيل او تکامل سره مرسته کوي هغه نباتات چي د حيواناتو د څړ له امله متضرر شوي وي اورښت د هغوي په بيا ودي او نمو کي پوره برخه اخلي.په وچو سيمو کي لوړه تودوخه او کم اورښت په خاوري کي کم عضوي مواد توليدوي او ژر تجزيه کيږي. لږ عضوي مواد د خاوري دانو ته کم سريښوالي او لږ ثبات ورکوي چي د باد او باران په وړاندي مقاومت نشي کولاي.کوم پتري يا(crusts)چي د اورښت له امله په خاوره توليديږي د خاوري د سوريو د ډکيدو سبب ګرځي په خاوره کي د اوبو نفوذ کميږي او زياتره اوبه د ځمکي په مخ جريان پيداکوي بلاخيره اوبه په کرنيزو ځمکو باندي راخيژي او د خاوري د تخريب سبب ګرځي.

دخاوري په تخريب کي داقليمي لاملونه رول[سمول]

۱ـ اورښت ۲ـ سيلابونه ۳ـ وچکالي ۴ـ دلمر وړانکوتودوخي او بړاس اغيزي ۵ـ باد

داوبو په واسطه د خاوري تخريب[سمول]

دخاوري ذرات د اوبو او باد د حرکت له امله د خپل ځايه څخه ليري کيدل يا د سريني او حاصلخيزي خاوري له مينځه تلل د خاوري د تخريب يا (siol erosion) په نوم ياديږي. همدارنګه د خاوري تخريب په لاندي ډول هم تعريف کيدلي شي: د خاوري ذرات د مختلفو طبعي عواملو په واسطه د يو ځاي څخه بل ځاي ته تلل د خاوري تخريب بلل کيږي. د اوبو په وسيله د خاوري تخريب د(water erosion) په نوم ياديږي. اوبه د خاوري په تخريب کي د نورو عواملو په پرتله زيات اغيز لري د نړي زياتره خاوره د اوبو په وسيله باندي تخريب کيږي. هر څومره چي د ځمکي فرش د نباتي پوښ پوسيله پوښل شوي وي په هماغه اندازه د خاوري تخريب کم وي .څومره چي نباتي پوښ د ځمکي له سطحي څخه ليري کيږي او له مينځه ځي نو په هماغه اندازه خاوره د تخريب سره زياته مخامخ کيږي.لومړي دباران څاڅکي له خاوري سره په شدت لګيږي دخاوري داني اولوټي ماتوي.داهغه وخت صورت نيسي چي په ځمکه باندي نباتات موجود نه وي. کله چي د باران څاڅکي په لوڅو او غيري محفوظو خاوروباندي ولګيږي نو دخاوري ذرات ماتوي او په کوچينيو برخو باندي ويشل کيږي او په اوبو کي د ځوړند شکل غوره کوي. نوموړي ذرات په مخ ځوړ حرکت کوي چي د (Run off) په شکل خپل مسير ټاکي او يو برخه په ځمکه جذبيږي.کله چي د خاوري ځوړند ذرات دخاوري په سوريو کي ځاي ونيسي نو په نفوذ تيريدنه يا (Infiltration) باندي اثر کوي کچيري نوموړي عمل دوام پيداکړي نو دخاوري سوري د کوچينيو جامدو ذراتو څخه ډکيږي او په ځمکه کي د اوبودننوتلو چانس کميږي په پاي کي زياتي اوبه د بهيدني په شکل جريان پيداکوي د اوبو په واسطه

د خاوري تخريب مرحلي[سمول]

په لاندي ډول دي:

شيندونکي تخريب[سمول]

هغه تخريب چي د باران د څاڅکو د تخريبي تاثيراتو له امله رامينځته کيږي د شيدونکي تخريب (rain drop or splash erosion) په نوم ياديږي.

په دي تخريب کي د باران څاڅکو دشدت له امله د خاوري غټ ذرات په کوچنيو ذراتو بدليږي او شيندل کيږي.په دغه تخريب کي د خاوري فزيکي جوړښت خرابيږي او شيندلي ذرات دځمکي په ټيټو برخو کي راټوليږي او بلاخره د خاوري يا د ځمکي مخ ته همواره سطحه ورکوي. په پاي کي د باران اوبه د ځمکي په مخ باندي جريان پيداکوي د باران د څاڅکودشدت له امله دخاوري ذرات په هوا کي خپريږي او بيرته ځمکي ته راکوزيږي. په همدي خاطر نوموړي پړاو ته شيندونکي تخريب وايي .

مينځونکي تخريب[سمول]

داوبو په واسطه د خاوري د ټولي سطحي څخه د خاوري نري طبقي له مينځه وړل دي مينځونکي تخريب (wash erosion) په نوم ياديږي. ياپه بل عبارت د خاوري د سطحي څخه د خاوري دمساويانه مينځني ته مينځونکي تخريب (sheet erosion) وايي. دغه تخريب هغه وخت صورت نيسي چي د باران اوبه دشيندونکې تخريب څخه وروسته د ځمکي په مخ باندي جريان پيداکړي. دغه ډول تخريب زيات ميلاني او حاصليخيزو خاورو ته زيات اقتصادي زيان رسوي او دځمکي دتوليدي ظرفيت د کموالي سبب ګرځي.

ريل تخريب[سمول]

کله چي دباران داوبو په وسيله دځمکي پر مخ کوچني لښتي رامينځته شي.نو داډول تخريب (rill erosion) په نوم ياديږي.

نوموړي تخريب د مينځونکي تخريب څخه ګلي تخريب ته داوبو اورسوباتو دانتقالونکي رول اداکوي.دځمکي پر مخ راټولي شوي اوبه د خپل ځان لپاره د مسير په ټاکلوسره کوچني لښتي مينځ ته راوړي او په دغه لښتيو کي اوبه جريان پيداکوي. نوموړي لښتي دعادي کرنيزو وسايلو په واسطه لمينځه ځي.

ګلي تخريب[سمول]

دډيرو لښتيو يا (rills) اوبه سره يوځاي کيږي او يوه لويه وياله ډوله جوړښت مينځ ته راوړي دغه ډول جوړښت ته ګلي تخريب (Gully erosion) وايي.

يا کله چي دويالي د تخريب اندازه د ۱۸ اينچ سور او ۱۲ اينچ ژوروالي څخه پورته شوه نو دګلي د تخريب مرحله شروع کيږي. نوموړي تخريب د عادي کرنيزو عمليو په واسطه نشي له مينځه تللي. او دماشين الاتو دتګ راتګ مانع ګرځي. داډول تخريب عموما په هغو سيمو کي زيات ليدل کيږي چي دځمکي سطحه يي لوڅه وي او يا کم نباتي پوښښ ولري. لکه وچي او نيمه وچي سيمي.مګر داډول تخريب په هغو سيمو کي کم تر سترګو کيږي چيرته چي ګڼ ځنګلونه اونباتي پوښښ په پراخه ډول وده کړي وي.

دسيند غاړي تخريب[سمول]

کله چي دباران اوبه د سيندونو له دايمي اوبو سره يوځاي شي نو داوبو په سرعت او حجم کي زياتوالي راځي. دسيندونو د څنډو سربيره هغه ځمکي چي سيندونو ته نږدي پرتي وي هم تخريبوي چي داډول تخريب دسيند غاړي(river erosion) تخريب په نوم ياديږي.

ځيني وخت دنوموړي تخريب له امله زراعتي ځمکي له کر څخه وځي دډبرو او شګو په ډيريو او انبارونو بدليږي. نوموړي تخريب کرنيزو توليداتو ته ډير زيان رسوي او په اقتصاد باندي ناوړه اغيزي لري همدارنګه دانساني او حيواني مرګ ژوبلو سبب هم ګرځي.سيندونه د سيلابونو شکل غوره کوي او ځيني وخت په ټولينيز اقتصاد باندي نه جبرانيدونکي اغيزي شيندي. لکه دايران او افغانستان تر مينځ چي کوم سيند ده هر کال د سيند غاړي تخريب له امله د افغانستان ډيره خاوره له تخريب سره مخ کوي او له سيند سره يي ګډوي.

څپي ډوله تخريب[سمول]

کله چي سمندرونه دبادونو زلزلو او اورشيندو له امله طوفاني شي نو د ټاپوګانو ساحلوغاړي، نږدي کروندي، کورنه،سړکونه ،چاپيريال او داسي نور شيانو ته د سختو څپو د اوښتو له امله دروند زيان اوړي. داډول تخريب د(wave erosion) په نوم ياديږي. مثلا د سونامي ،کترينا،پران او داسي نورو طوفانونو چي داندنيزيا ، هند،سريلانکا اود امريکي متحده ايالات يي ځپلي دي. او د ميلونونو ډالرو په ارزښت يي نقصانونه ور اړولي دي د نړي ډير هغه هيوادونه چي د سمندر سره ساحلونه لري د هغوي ډيري کروندي د سمندر څپو ښکار کيږي اوپه نړي کي په ميلونونو ډالره تاوان رامنځ ته کوي. دنوموړي تخريب له امله انسانان او حيوانات هم په امن کي نه پاته کيږي. بلکي سمندري ژوي هم خپل ژوند له لاسه ورکوي. نوموړي تخريب کله ناکله ډير په پراخه اندازه تاوان رسوي په کليو او ښارونو باندي اوبه راخيژي کرنيزي ځمکي او د هغوي حاصلات له مينځه وړي،تګ راتګ وسايل ،لاري، پلونه،هوايي ډګرونه، دولتي او غير دولتي شتمني اوداسي نورو شيانو ته اقتصادي زيانونه ور اړوي. انسانان ،نباتات اوژوي تلف کيږي اود اوبايي ناروغيو خطرونه له ځانه سره لري.

داوبو په واسطه باندي د خاوري د تخريب لاملونه انسانان دخاوري په تخريب زياتولو او کمولو کي ستره ونډه لري ځيني عوامل چي د خاروي دتخريب سبب ګرځي دانسانانو له توان څخه پورته وي اما ځيني عوامل په اساني سره کنټرول کيداي شي

هغه عوامل چي داوبو په واسطه باندي د خاوري تخريب ګړندي کوي[سمول]

په لاندي ډول دي:

دباران پراختيا او ويش:[سمول]

داتموسفير مرطوب او لانده ترسوبات په خاوري باندي مستقيم اغيز لري څومره چي اورښت زياتيږي نو په هماغه اندازه د خاوري تخريب لوړيږي. دخاوري تخريب دکلني اورښت په ويش او شدت پوري هم اړه لري. دمعتدلو سيمو بارانونه د کال په ټولو فصلونو کي په نورمال شکل او د وخت په يوه اوږده موده کي صورت نيسي.همداوجه ده چي د تخريب اندازه يي کمه وي.مګر د وچو سيمو بارانونه چي د کال په يو ټاکلي فصل کي په يو لنډه موده کي واقع کيږي د تخريب اندازه يي زياته وي.

هغه شيان چي دباران تخريبي توان (erosivity) ټاکي[سمول]

الف ـ دباران اندازه ب ـ دباران شدت ج ـ دباران سرعت د ـ دباران ويش ه ـ دباران څاڅکي

دځمکي ميلان[سمول]

دځمکي ځوړ يا ميلان دخاوري دتخريب په تيزوالي او پراخوالي باندي زيات اغيزه لري په هموارو سيمو کي د خاورو تخريب ښايي چي دومره ستونزي مينځ ته نه راوړي.خو په ميلان لرونکو سيمو کي د خاوري تخريب ډير ستونزي پيداکولي شي.

دځوړ اوږدوالي او درجه دتوپوګرافي له ډيرو مهمو اجزاوو څخه ګڼل کيږي چي دخاورو په تخريب باندي ډير تاثير لري دځوړ درجه اکثر داوبو جريان په چټکتيا(Velocity) باندي اغيزه کوي. کچيري د ځمکي ځوړ (slope)څلور ځله زيات شي نو د بهيدونکو اوبو چټکتيا دوه برابره کيږي. نو له دي امله داوبو دحرکي انرژي (kinetic energy) تخريبونکي يا تږونکي توان يي څلور چنده ډيريږي.دځمکي زيات او اوږد ځوړکي دکم او لنډ ځور په نسبت زياته خاوره د تخريب سره مخامخ کوي په اوږد ځوړکي اوبه په تيزي سره حرکت کوي نودتخريب توان يي زيات وي هر څومره چي د ځمکي ميلان کم او لنډ وي نو په هماغه اندازه يي تخريب هم کم وي . د خاوري په تخريب کي د ځمکي شکل هم په نظر کي نيول کيږي. په محدب (convex) يا ګومبزه شکل (Dome shaped) ځوړکي د مقعر يا پيالي شکله ځوړپه پرتله زياته خاوره تخربيږي.

دخاوري ځانکړتياوي[سمول]

دتخريب په مقابل کي دخاوري حساسيت او مقاومت د (Erodibility) په نوم ياديږي.داوبو دتخريب په وسيله د اوبو شيندنه او د اوبو د جذب اندازه د خاوري په فطرت او خصوصياتو پوري اړه لري. دخاوري ذرات او جوړښت داوبو په نفوذ او تيريدني باندي اغيزي کوي هغه خاوري چي پاسني طبقه يي کلکه وي نو په داسي خاوره کي داوبو نفوذ او تيريدنه کمه وي اوداوبو زياتره برخه د ځمکي پر مخ بهيږي. په شګلنو خاوروکي د اوبو نفوذ زيات وي او ډيره کمه برخه يي دځمکي پر مخ جريان پيداکوي. ميده زري لرونکي کلي او کلي لوم خاورو کي په زياته اندازه واړه سوري (micro pores) شتون لري نو پايله کي په کمه اندازه اوبه په خاوره کي جذبيږي او ډيره برخه يي د ځمکي پر مخ روانيږي. دخاوري ډولونه دتخريب په مقابل کي مختلفي اندازي لري دخاوري دوه خواصه د خاوري د تخريب په مقابل کي مقاومت ښيي. يو په تيزي سره د اوبو جذب او بل د جذب شويو اوبو دساتلو توان دي دغه مهم خصوصيات دخاوري په ذراتو دهغوي په کيمياوي ترکيب د عضوي موادو په اندازي دخاوري په فزيکي حالت او داسي نورو پوري اړه لري.ژوري سوري لرونکي ښي زيم ايستونکي او د منځني ټيکسچر لرونکي خاوري د تخريب په مقابل کي ښه مقاومت لري. ۴ـ دځمکي په مخ نباتات: نباتي وده د خاوري تخريب په مخنيوي کي مهم رول لري. څومره چي دځمکي مخ په نباتاتو پوښلي وي په هماغه اندازه خاوره د تخريب څخه ژغورل کيږي. نباتات دخاوري دتخريب مخه نيسي دنباتاتو پاڼي اوداسي نوري برخي په ځمکه کي غورځيږي او په خاوره کي عضوي مواد اضافه کيږي. دخاوري فزيکي حالت اصلاح کوي يو ښه نباتي پوښ لکه دوښو ښيرازه نمو او يا يو ګڼ ځنګل ښايي چي د اقليم توپوګرافي او خاوري دتخريب اثرات بي اغيزي کړي.دتخريبونکو لاملونو په وړاندي ځمکه هغه وخت رالوڅيږي چي د ځمکي نه نباتي پوښ ليري کيږي نو په پاي کي د خاوري تخريب ورسره زياتيږي.

دنباتي پوښ هغه غوره خاصيتونه چي دتخريب دمخنيوي په وړاندي يي لري[سمول]

په لاندي ډول دي:

داورښت مخه نيونه[سمول]

کله چي په ځمکه باندي نباتات موجود نه وي نو دباران څاڅکي مستقيما د خاوري د دوهمي ذراتو سره ټکر کوي او د هغوي د ماتولواو تخريبولو باعث ګرځي. خوکله چي په ځمکه باندي نباتي پوښ شتون ولري نو باران يوه برخه دنباتي چتر(plant canopy)رانيسي.او هيڅکله ځمکي ته نه رسيږي بلکي د پاڼو او تنو څخه دبخار په شکل بيرته هوا ته پورته کيږي او بله برخه يي په کراره ځمکي ته لويږي. دباران نوموړي اندزاه داوبو د جريان سره مرسته نه کوي ترڅو دځمکي په مخ باندي وبهيږي. دباران له امله د خاوري شيندنه(Dispersion of siol ) زياته مينځته راځي. داډول شيندنه د نباتي پوښ په وسيله کميږي او خاوره په کمه اندازه باندي تخريب کيږي.

داوبو دجريان تيزوالي کموي[سمول]

هغه خاوري چي لوڅي وي هلته دباران داوبو راټوليدل ژر صورت نيسي.او د ځمکي په مخ چټک جريان پيداکوي.که يوسيمه د ښه ويشل شويو او ګڼو نباتاتو په وسيله پوښل شوي وي نو دغه نباتات نه يواځي مخ په ځوړ داوبو دحرکت اندازه کموي بلکي داوبو د راټوليدني او غلظت مخه هم نيسي او په خاوره کي داوبو د جذب لپاره شرايط برابروي.

دريښو اغيزي[سمول]

کومي ځمکي چي نباتي پوښ نه لري نو هلته دريښو سيستم هم موجود نه وي په ځمکه کي د باران اوبه په کم وخت کي نفوذ نشي کولي نو دځمکي په مخ جريان پيداکوي او دخاوري د تخريب سبب ګرځي. کله چي دخاوري په سرينه برخه(surface layer)کي دريښو اوبدلو (Knitting) او تړلو (Binding)سيستم شتون ولري نونوموړي جوړښت دخاورو داني په ځان کي رانيسي او د تخريب په وړاندي مقاومت ورکوي. په خاوره کي د ريښو سيستم جال ته ورته ساختمان جوړوي او د خاوري ذراتو په ټينګ ساتلو کي پوره مرسته کوي ريښي په خاوره کي خالي ځايونه مينځ ته راوړي او د نوموړي خالي ځايونو څخه اوبه په خاوره کي ننوزي اودخاوري سوري له اوبو نه ډکوي.

بيولوژيکي اغيزي[سمول]

په کومو خاوروکي چي ژوندي موجودات لکه دځمکي چينچيان او داسي نورکم اويا موجود نه وي کم عضوي موادلري نو داوبو دتخريب په وړاندي حساسي وي هغه ځمکي چي نباتي پوښ ولري نو هلته دځمکي چينچيانو او نورو ژوو لپاره د ژوند مساعد شرايط برابريږي. نوموړي ژوي خاوري اصلاح کوي. په خاوره کي يو اوبلي خواته حرکت کوي او په خاروه کي مناسب منفزونه جوړوي. دهمدغو سوريو له لاري دباران اوبه په ځمکه کي ننوزي او دتخريب مخه يي نيسي. دژونديو اجسامو د مړيني څخه وروسته يواندازه عضوي مواد خاوري ته اضافه کيږي چي دخاوري په ښيرازي کي مرسته کوي. ښيرازه خاوري د تخريب په مقابل کي مقاومت لري.

دتبخير اغيزي[سمول]

دلوڅو خاورو څخه په زياته اندازه اوبه د تبخير په شکل هوا ته پورته کيږي او خاوره د زيات وخت لپاره اوبه په خپل ځان کي ساتلي نشي. نو د بړاسونو په شکل هوا ته پورته کيږي کله چي په ځمکه باندي نباتات موجود وي نو نوموړي نباتات په خاوره کي داوبو ساتلو توان زياتوي او دځمکي څخه دتبخير (Transpiration) په شکل داوبو اندازه هم کموي.

ديوي کولو طريقه:

څومره چي دزيات وخت لپاره ځمکه په نباتاتو باندي پوښل شوي وساتل شي نو په هماغه اندازه يي دباد او باران په وړاندي دتخريب اندازه کمه وي. دنباتاتو داسي کرنه چي دځمکي ټول مخ پوښي دهغي کرني په پرتله چي نباتات ټول مخ نه پوښي زياته خاوره ساتي دميلان په امتداد دځمکي يا خاوري قلبه کول د خاوري تخريب داوبو په وسيله زياتيږي. په داسي حال کي چي د ميلان په مخالف جهط دځمکي قلبه کول تر يوي اندازي د خاوري دتخريب مخه نيسي او شودياره شوي ځمکه د غير شودياره شوي ځمکي په پرتله  زياتي اوبه په ځان کي ساتلي شي. 

دخاوري دتخريب مخنيوي[سمول]

دخاوري دتخريب مخنيوي يوه لويه موضوع اوبحث دي مګر په لنډه توګه هغه لاري چاري چي د اوبو په وسيله د خاروي دتخريب په مخنيوي کي اغيزمن رول لري په لاندي توګه ورڅخه يادونه کوو: ۱ـ دخاوري د حاصلخيزي ساتل: کمزورو خاورو کي نبات ښه وده نکوي دځمکي ډيره سطحه يي لوڅه وي او د خاوري د تخريب په وړاندي حساس وي په ښيرازو خاورو کي نباتات ښه وده کوي د ځمکي ډيره برخه يي په نباتاتو پوښل شوي وي دباد اوباران په وړاندي مقاومت لري او په زياته اندازه خاوره د تخريب څخه ژغوري هغه خاوري چي کمه حاصلخيزي لري. نو کولاي شو چي هغه خاوري ته عضوي سري ،نباتي پاته شوني او کيمياوي سري علاوه کړو چي دنباتاتو د ودي سبب ګرځي. کچيري خاوري اصلاح او سمون ته راولو نو تر ډيره حده خاوره دتخريب څخه ژغورلي شو. ۲ـ نوبتي کرنه : په متناوب ډول په يو کرونده کي د نباتاتو کرلو ته نوبتي کرنه وايي. کله چي په يوه کرونده کي نباتات په نوبت کرل کيږي نه يوازي داچي خاوره ورسره اصلاح کيږي بلکي دغذايي عناصرو بيا پر ځاي کيدلو (Restore)ترڅنګ دخاوري ساتني سره هم مرسته کوي په نوبتي کرنه کي ليګومي نباتاتو ته زيات اهميت ورکول کيږي. ځکه نوموړي نباتات خاوره حاصلخيزه کوي او يو شمير بکترياوي د کوربه نبات په ريښو ناجيلونه جوړوي او په خاوره د هوا ازاد نايتروجن نصب زياتوي حاصلخيزي خاوري د تخريب په وړاندي زيات مقاومات کوي نوبتي کرنه د خاوري دتخريب مخه نيسي او خصوصا کله چي عضوي سري او کيمياوي سري د ليګومي نباتاتو سره استعمال شي نو دخاوري تخريب ،هرزه وښو،امراضواوافاتو په کمولو کي پوره مرسته کوي. ۳ـ دطبعي منظرو پرمختګ : ځمکي ته نباتي پوښ ورکول،خاوره د تخريب څخه ژغوري.

دسړکونوغاړي،پارکونو،چمنونو،عامه لاروڅنګونو،دکورونودننه اوباندي،ښــــــوونځيو، پوهــنتونونو، روغتونونو، رسمي او غير رسمي ادارو ،غرونو،رغونو او غونډيو کي نباتي پوښ ته وده ورکــــــړل شي. 

نو دخاوري د تخريب په مخنيوی کي لويه ونډه اخيستلي شي داوبو سطحه لوړيږي سيمه او محيط ورسره پاکيږي او د سيلابونو په راجذبولو کي مهم رول لوبوي تل شنو ځايونو ته کتل د سترګوليد ورسره قوي کيږي او په روغتيا باندي ښه تاثير کوي په ټولو هيوادونو کي طبعي منظرو ته ډير ارزښت ورکوي او دهغوي تل پاتي پايښت ته ژمن دي. ۴ـ دځنګلونو بيارغونه: کومي ځمکي چي زيات ميلان ولري نو دخاوري تخريب يي هم زيات وي ميلان لرونکي سيمي په غونډيو او غرونو کي شتون لري زموږ په هيواد کي زيات غرونه وجود لري. او ډير غرونه په په ځنګلونو او نباتي پوښ باندي پوښل شوي نه دي. ډيره خاوره يي دباد او اوبو په واسطه تخريبيږي. که چيري دنوموړو غرونو په لمنو ،څوکو او شاړو دښتو کي د اقليم او خاوري سره په توافق نباتات وکرل شي نو د خاوري تخريب ښه مخنيوي کوي. اوراپاتي ځنګلونو څخه بايد مناسبه او په ځاي څارنه وشي. تر څو د ضايعاتو مخه ونيول شي که دهيواد ځنګلونه بيا د سره ورغول شي نو له يوي خوابه بي روزګارو خلکو ته کار پيدا شي او له بلي خوا به لوڅ غرونه په ونو وپوښل شي. دخاوري تخريب په مخنيوي کي به ډير موثر ثابت شي او هم به د سيلابونو د راتلو تر ډيره حده مخه ونيول شي. کومي ميوي چي لرګي او داسي نور مواد چي ورڅخه پلاس راځي په فني ډول د هغوي څخه د هيواد داقتصاد په پياوړتيا کي ګټه واخيستل شي. ۵ـ دڅړځايونوپرمختګ: دافغانستان دمالداري او پرمختګ لپاره ډير ښه مساعد ځايونه لري که دولت تل شنو څړځايونو اصلاح سمون او پرمختګ ته مټي راونغاړي نو ډير پانګوال کولاي شي چي دمالداري په شغل کي خپله پانګه واچوي. تل شنه څړځايونه دسيمي او محيط د ښکلا ترڅنګ خاوري ته پوښ ورکوي خاوره کلکه او ټينکه ساتي او هم خاوره دباد او باران له تخريب څخه ژغوري که د څړځايونوسمه څارنه او اداره وشي نو په کافي اندازه څارويو لپاره خوراکي مواد برابروي او د هيواد په دننه کي د مالداري شغل پرمختګ کوي دلبنياتو او غوښو له درکه به زموږ هيواد په کوردننه بسيا شي.

۶ـ دڅړ مخنيوي: زموږ دهيواد ډير مالداران د څړځايونو دپايښت او دهغه څخه دسمي ګټي اخيستني په هکله کمه پوهه لري دحيواناتو زياته څريدنه د يوي سيمي څړځايونو ته ډير زيان رسوي او د خاوري د تخريب سبب ګرځي. که دحيواناتو څړ په سيمه کي نوبتي بڼه غوره کړي نو له يوي خوا به دڅړځايونو د پايښت او دودي سبب وګرځي او له بلي خوا به حيواناتو ته په کافي اندازه غذاء برابره شي. خاروه به هم د تخريب څخه وژغورل شي . ۷ـ کانتور په ډول کرنه : کانتور دسلوب په مقابل کي د کرنيزو عمليو اجراکولو دنباتاتو کرلو ته ويل کيږي د ځوړ برخلاف د غونډيو په لمنو کي چي ډير زيات ځوړ ونه لري کانتور کرنه صورت نيسي. په دي کرنه کي کوچني او واړه لښتي رامنځته کيږي او اوبه نه پريږدي چي ښکته خواته حرکت وکړي. بلکي اوبه په دي کوچنيو لښتيو کي راايساريږي په خاوره کي داوبو جذب زياتيږي او ترډيره وخته پوري دنباتاتو داستفادي وړ ګرځي.دکانتوري په اساس د خاوري د تخريب مخه نيول کيږي.

۸ـ په څيري کي  نباتي کرنه : هغه ځمکي چي لږ ځوړ لري مناسبه برخو او څيرو سره ويشل کيږي او نباتات پکي کرل کيږي چي(stripe cropping) په نوم ياديږي. په نوموړي څيرو يا(strip)کي ريشقه ،واښه او د حبوباتو کرل مناسب بريښي ديوي خوا نوموړي نباتات دځمکي مخ پټوي اوله بلي خوا څخه دباد اوباران داغيزو څخه خاوره خوندي ساتي. که چيري په نوموړي ساحه کي د جوارو او الوګانو کرنه صورت ونيسي نو د خاوري ځيني برخي لوڅي پاته کيږي. اوپه دي ترتيب  مينځونکي تخريب مينځته راځي او بيلاخره لښتي ډوله (Rill) او وياله ډوله (Gully) تخريباتو ته لاره هواريږي. که چيري پولي مضبوتي او دتيږو څخه جوړي شوي وي او د پولو لوړوالي زيات وي او د اضافي اوبو د خوندي سيستم ولري نو بيا پورته نباتات په داسي څيرو کي کرل کيدي شي. اما غوره داده چي دداسي نباتاتو څخه جلوګيري وشي. څرنګه چي ريشقه او يا ريشقي ته ورته نباتات د ځمکي ډيره برخه نيسي نو نوموړي نباتات کولاي شي چي دخاوري ډيره برخه د باد اوباران د تخريب څخه وژغوري.

۹ـ دتراسونو جوړل: په مايل لرونکو سيمو کي نباتات په تراسونو کي هم کرل کيږي په داسي سيمو کي د ځوړ برخلاف يو اندازه اوږد څير يا ګوړي باسل کيږي او د ګوړي خاوره دميلان په خلاف د پولي په شکل اچول کيږي دباران اوبه په نوموړي کنده يا څير کي ذخيره کيږي او دنباتاتو د استفادي وړ ګرځي تراسونه په زياته اندازه اوبه په ځان کي ساتلي شي چي له دي لاري داوبو د ضايعاتو مخه نيول کيږي او هم د خاوري د تخريب څخه جلوګيري کيږي. ۱۰ـ ګلي کنترول: تيزي اوبه دخاوري يو او بله غاړه په چټکي سره تخريب کوي ددي لپاره چي د تيزو اوبو جريان ورو کړو نو لازم ده چي د لاروپه اوږدو کي کوچيني ډيمونه جوړ شي نوموړي ډيمونه به د اوبو د سرعت په کمولو کي ډيره مرسته وکړي. د خوړونو اوويالو يوه اوبله خوا نباتات ،بوټي اووني کرل د اوبو په مهارولو کي پوره مرسته کوي د خوړونو او ويالو په امتداد کي داوبو د جريان ورو کولو لپاره د تيږو ګمدي او سيمټي ديوالونه جوړيږي تر څو د اوبو دسرعت په کمولو او د خاوري د تخريب په مخنيوي کي مرسته وکړي.

هغه لازم وړانديزونه چی کومک کوي[سمول]

۱ـ دا چي ځنګلونه دسيلابونو او دخاوری دتخريب په مخنېوی کې رغنده رول لري نو په ساتنه کې بايد لاندی وړاندېزونه عملی شي . • د مصنوعي ځنګلونو د احداث لپاره خلکو ته د قرضي ورکول . • د ځنګلونو په هکله د خلکو د ښووني او روزني د سطحي لوړول او د څيړنيزو علمي مرکزونه پرانستل . • د ځنګلونو په قطع کولو ناغه ايښودل ، د هغوي د ساتني لپاره د قومي شوراګانو جوړونه او قوانين نافذول او عملي کول . • د ځنګلي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي لپاره د ادارو مؤظفول او د ځنګل له مامورينو سره امنيتي کړيو د اړيکو ټينګول . ۲ـ داچي سيلاب يوه ناوړه طبعي پيښه ده او هر کال دډيرو انسانانو ژوند د خطر سره مخامخ کوي نو د سيلاب د کمښت لپاره بايد لاندي فعاليتونه اجراء شي: • دکانالونو ويستل • دبندونو د سرچينو ساتل • دځنګلونو څخه ساتنه • دسيلاب د خطر په اړه باندي عامه پوهاوي

سرچینې[سمول]

۱.عبدالحی.خدايداد.،اسمعلي.اباذر.(۱۳۹۰ه ش).آبخيزداري وحفاظت خاک.محقق اردبيلی.(ص۴۵۸ ـ۴۶۰ ).

۲.هاشمي.محمدحنيف.(۱۳۹۵ ه ش).دخاوري تخريب اودچاپيريال ککړتيا.شيخ زايدپوهنتون،زراعت پوهنځی،خوست.(ص.۶ـ۳۴).

۳.حسينی.سکندر.(۱۳۸۹ه ش).دافغانستان ځنګلونه او داوبو زيرمې.په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتودمنبع مرکز(ACKU).(ص.۱۳،۱۴).

۴.نيازی.حفيظ الله.(۱۳۹۶ه ش).دمهترلام ښاردلرګينونباتاتو پيژندنه.لغمان پوهنتون.(ص.۹).

۵.حميدي.اتل.(۱۳۹۱ه ش).دځنګل احداث لکچرنوټ.سيدجمالدين پوهنتون.(ص.۱ـ۴).

۶. http:// www.google شبکه اطلاع رساني افغانستان.