د سيستماتيک التهابي غبرگون ساينډروم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سيستماتيک التهابي غبرگون ساينډروم (په انگرېزي: Systemic inflammatory response syndrome ) يو التهابي حالت دی چې ډېر کله د انتاني ناروغيو په وخت کې د بدن د معافيتي نظام د ځوابي عمل په توگه رامېنځ ته کېدلای شي، خو ضرور نه دی چې دا چاره هر وخت رامېنځ ته شي. دا حالت سېپسېز يا د وينې زهرجنېدلو سره اړيکه لري. سېپسېز يو داسې حالت دی چې ناروغ پکې د سيستماتيک التهابي غبرگون ساينډروم شرطونه په کې پوره وي او د ناروغ په بدن کې يوه انتاني ناروغي پېژندل شوې وي.

د سيستماتيک التهابي غبرگون ساينډروم د انتاني يا غيرانتاني بې نظميو په وړاندې د بدن ځوابي عمل دی. که څه هم چې د تعريف له مخې دا يو التهابي ځوابي عمل په توگه پېژندل شوی، خو په دې حالت کې د التهاب ضد او د التهاب رامنځ ته کېدو دواړه اجزاوې شته دي.

پېژندنه[سمول]

د سيستماتيک التهابي غبرگون ساينډروم يو جدي طبي حالت دی چې سيستماتيک التهاب، د اورگان بې نظمي، او اورگان عدم کفايه سره تړلي حالتونه رامېنځ ته کوي. دا د سايټوکينو د راخوشې کېدنې يو څېرمه ټولگه ده چې د بېلابېلو سايټوکينو د غيرنورمال تنظيم په توگه رامېنځ ته کېږي.[۱] سېرس (SIRS) د سېپسېز سره هم نژدې تړلی حالت دی چې ناروغان په کې د سېرس شرطونه پوره لري او همداراز د يو انتان تثبيت په کې شوی او يا هم شک يې موجود وي.[۲][۳][۴]

اخځونه[سمول]

  1. Parson, Melissa, Cytokine Storm in the Pediatric Oncology Patient Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine. (section "Differential Diagnoses and Workup", Journal of Pediatric Oncology Nursing, 27(5) Aug/Sep 2010, 253–258.
  2. &Na; (1992). "American College of Chest Physicians/Society of Critical Care Medicine Consensus Conference: definitions for sepsis and organ failure and guidelines for the use of innovative therapies in sepsis". Crit. Care Med. 20 (6): 864–74. doi:10.1097/00003246-199206000-00025. PMID 1597042. http://www.chestjournal.org/content/101/6/1644.full.pdf. 
  3. Rippe, James M.; Irwin, Richard S.; Cerra, Frank B (1999). Irwin and Rippe's intensive care medicine. Philadelphia: Lippincott-Raven. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7817-1425-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  4. Marino, Paul L. (1998). The ICU book. Baltimore: Williams & Wilkins. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-683-05565-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)