د سياسي قدرت د مشروعيت لاری او وسايل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سياسي قدرت د مشروعيت لارې او وسايل په سياست کې د قدرت کلمه ډېره د بحث وړ ده. اکثره سياست پوهان وايې چې سياست د قدرت د مبارزې نوم دی که څه هم په اسلامي سياست کې تر ډېره قدرت مطرح ندی خو بيا هم قدرت نشي ردېدای ځکه چې سياست بې له قدرته شونی ندی واکمن بايد قدرت ولري تر څو عامه افراد متابعت کولو ته مجبور او سرغړونکي مجازات کړي. دا چې په سياست کې د قدرت موجوديت حتمي دی د قدرت د ثبات، دوام او ډېرښت لپاره ضروري ده چې د مشروعيت نه برخمن وي. د مشروعيت په اړه پوهان وايې چې پخوا به مشروعيت يوازې دې ته ويل کېده چې يو حق لرونکی شخص د حقې لارې واک ته رسېدلی. مگر اوس دا مفهوم پراخه شوی او هغه داسې چې په مشروعيت کې دوه خبرې شاملې دي لمړی د حکمروايې کولو د حقوقي حق موجوديت او دوهم د حکمروايۍ کولود ساېکالوژيکي حق موجوديت. د حکمروايۍ حقوقي حق د قدرت د لاسته راوړلو لپاره مهم دی او دا دوهم ( سايکولوژيکي حق)د قدرت د ساتلو او عملي کولو لپاره ډېر مهم دی او معنی يې داده چې خلک بايد واکمن د واکمنۍ کولو حقدار وگڼي. ځکه چې کله هم خلک پدې قانع نه وي چې واکمن د واکمنۍ کولو حق لري نو هغه واکمني او قدرت ناپايداره وي او ډېر زر د مېنځه ځي که څه هم د قانوني لارو رامينځ ته شوي وي. په نتيجه کې په اساسي ډول مشروعيت داسې تعريفوو: مشروعيت د هغه باور د رامينځ ته کولو، ساتلو او پياوړي کولو په معنی دی چې په اساس يې خلک موجود سياسي نظام د ټولنې لپاره مناسب وگڼي، له جبر څخه پرته د هغه اطاعت وکړي اوپه احترام او درناوي ورته قايل وي. ويلای شو چې د قدرت د لاسته راوړلو، ساتلو اوعملي کولو لپاره مشروعيت ډېر مهم دی. خو پوښتنه داده چې مشروعيت څرنگه لاسته راوړل کيږي؟ دمشروعيت د لاسته راوړلو لپاره يو لړ باورونو او کړنو ته ضرورت دی چې مهم يې ترې په لاندې ډول ذکر کوو.

  • ايمان او باور: په اسلامي ټولنو کې د قدرت لاسته راوړونکي او لرونکي شخص دپاره مهمه ده چې دقوي ايمان نه برخمن او اسلامي احکامو او معتقداتو ته ژمن وي.

او دوهم دا چې خلک ورباندې باور او اعتماد ولري که ايمان، اعتماد او باور موجود نه وي نو لمړی خو د قدرت لاسته راوړل ممکن نه دي اوکه د هرې ممکنې وسيلې يې ترلاسه کړی ورته يې ساتل ناشوني دي. په(۱۹۱۹)م کال د شاه امان الله خان سلطنت که د نمونې په شکل وړاندې کړو. کله چې د شاه امان الله خان لخوا دده په أند د ټولنې د پرمختگ په خاطر ځينې اصلاحات او رېفورمونه رامينځ ته شول، دغه رېفورمونه د اسلامي احکامو او معتقداتو سره په ټکر کې و. همدا رېفورمونه ؤ چې دده د قدرت مشروعيت يې د مېنځه يوړ چې په نتيجه کې يې د قدرت هم د لاسه ورکړ.

  • امنيت راوستل: د مشروعيت دپاره مهمه ده چې واکمن خپلې ټولنې ته کم نه کم ابتدايي امنيت راولي او خلک خپل ځانونه مصؤن احساس کړي.

کوم واکمن چې ونشي کولای خپل هېواد ته امنيت راولي مشروعيت د لاسه ورکوي او په نتيجه کې د مېنځه ځي. په پاکستان کې ولسمشر پروېز مشرف ونشو کولای چې خپلو خلکو ته امنيت قايم کړي هماغه و چې په مقابل کې يې ولس مقاومت شروع کړ او په ۲۰۰۸ کال يې استعفاء کولو ته مجبور کړ. په عراق کې ډېر عراقيان شکايت کوي چې که صدام حسېن هر څومره بد ؤ خو د هغه په وخت کې مونږ په ښار کې بې له ډاره گرځېدلای شو.

  • اقتصادي وده: د قدرت د دوام دپاره ضروري ده چې د هېواد اقتصادي ودی ته پاملرنه وشي. کوم واکمن چې په ښه شکل وکولای شي ټولنه د اقتصادي بحرانه راوباسي، د ټولنې وگړي د فقر نه وژغورۍ او بې کاري له مېنځه يوسي د هغه په اړه د خلکو په زړونو کې محبوبيت پېدا کيږي او د قدرت د دوام لپاره قوي مشروعيت تر لاسه کوي.

رجب طيب اردغان د ترکيې اوسنی ولسمشر د( ۲۰۰۳) م کال راپدېخوا دا دريمه دوره ده چې په قدرت کې پاتې کيږي. پداسې يو هېواد کې چې کلونه کلونه د سيکولر حکومتونو او پوځي واکمنېو لاندې پاتي شوی د يو اسلامپال دومره دوامداره په قدرت کې پاتې کېدل دمشروعيت پرته بل څه نه دي. ځکه د قوي او باتدبيره سياست تر څنگ نوموړي ترکيه د ستر اقتصادي بحرانه وژغورله.هغه ترکيه چې پرون د نړېوال بانک پوروړې وه نن په نړېواله کچه د قوي او ځواکمن اقتصاد څښتنه ده. همدا وجه ده چې پوځي ديکتاتورانو ونشو کولای لکه د نورو واکمنو په څېر اردغان هم له واکه لرې کړي. هاغه پوځ چې په ۱۹۶۱،۱۹۷۱ او ۱۹۸۰ کلونو کې يې د واکمنو په خلاف درې کودتاگانې ترسره کړي. همدارنگه يو بل اسلامپال صدراعظم نجم الدين اربکان يې هم په ۱۹۹۷ کې د يو کال واکمنۍ نه وروسته استعفاء کولو ته مجبور کړ په اردغان بر لاسی نشو. همدرانگه ښه حکومتولي، د حکومت دوام او ثبات او داسې نورې کړنې هم کولای شي قدرت ته مشروعيت وروبښي.

اخذليکونه[سمول]

  1. سياستپوهنه ، ل: عبدالرحمن عالم ، ژباړه: محمد نواب خوښ.
  2. پوليټکل ساينس ته يوه کتنه، ل:مايکل راسکين، رابرټ کورډ، جېمزمېډيورس او والټرجونز، ژباړه او لنډيز:ډاکټر محمدصديق ظهير
  3. د سياستپوهنې بنسټونه، ل: پوهيالی هجرت الله اختيار
  4. www.pashtoonkhw a.com
  5. WWW.Toleafghan.Com