د سویډن تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سویډن تاریخ د شمالي قطبونو د یخونو له وېلې کېدو وروسته پيلېږي، په دغې سیمه کې ۱۲۰۰۰کاله مخکې له زېږد نه انسانان مېشت شوي وو.د ډبرې دورې په اوږدو کې د ۸۰۰۰او ۶۰۰۰مخکې له زېږد کلونو ترمنځ لومړني اوسسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ښکار راټولولو او کب نیولو لپاره له تیږو نه وسایل او وسلې جوړولې.[۱]

د ۱۴مې پېړۍ په وروستیو کې سویډن له ډنمارک او ناروې سره اړیکې جوړې کړې، چې په پای کې دا درې هېوادونه په کالمار ائتلاف کې سره یوځای شول، خو د راتلونکې پېړۍ په لړ کې د بغاوتونو لړۍ له ائتلاف سره د سویډن اړیکې لږ کړې، انځینې وختونه د جلا سویډني پاچا د ټاکنې لامل کېده.

ګوستاو واسا پروتستانت مبلغین وهڅول، چې په پای کې یې د پاپانو دوره ماته کړه او په سویډن کې یې د لوټرانو کلیسا جوړه کړه او د کاتولیک کلیسا ملکیت او شتمني یې ونیوله. په دېرش کلنه جګړه کې د سویډن ونډه په اروپا کې د سیاسي او مذهبي واک انډول ټاکي. د سویډن دولت په پراخه کچه په عصري بالتیک ایالتونو، شمالي المان او ځینو نورو سیمو کې پراخ شو، چې تر نن ورځې پورې د سویډن برخې ګڼل کېږي.

د ۱۷مې پېړۍ له پای ته رسېدو دمخه ډنمارک،ناروې، پولنډ، لیتوانیا او روسیې د سویډن پر وړاندې  یو پټ ائتلاف جوړ کړ. دا ائتلاف د اتلسمې پېړې په پیل کې هغه وخت عملي شو، چې ډنمارک، ناروې او پولنډ لیتوانیا مشترک دولتونه په سویډن ناڅاپي بریدونه پیل کړل او په ۱۷۲۱ز کال کې روسیې او د هغې متحدینو د سویډن پر وړاندې جګړه وګټله او په پایله کې روسیه وتوانیدله، چې د سویډن ځینې برخې، لکه: استونیا، لیونیا، انګریا او کاریلیا ضمیمه کړي. دې کار د سویډن سترواکۍ ته د پای ټکی کېښود او د سویډن د بالتیک سمندر ځواک یې کمزوری کړ. د ۱۵۷۰ز کال او ۱۸۰۰ز کال ترمنځ سویډن د ښاري پراختیا دوه دورې تجربه کړې او فنلینډ یې په ۱۸۰۸ز او۱۸۰۹ز کلونو کې له روسیې سره په جګړه کې له لاسه ورکړ. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې یې د اسکنډینیویان ټاپو نه بهر پاتې سیمې هم له لاسه ورکړې. د سویډن وروستۍ جګړه د سویډن – ناروې جګړه (۱۸۱۴ز کال کې) وه. سویډن په دې جګړه کې بریالی شو او په دې توګه د ډنمارک پاچا اړ شو، چې ناروې سویډن ته وسپاري. ناروې بیا اړ شو، چې له سویډن سره یو ائتلاف ته ننوځي، چې تر ۱۹۰۵ز کال پورې یې دوام درلود. سویډن له ۱۸۱۴ز کال راهیسې په سوله کې دی، د سولې په وخت کې د بې طرفه بهرنۍ تګلارې او د جګړې په وخت کې بې طرفي غوره کړې. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې سویډن بې طرفه پاتې شو. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې سویډن یو ځل بیا بې طرفه پاتې شو، خو د اشغال شوي ناروې برخلیک نه یې ډډه وکړه.

سویډن هڅه وکړه، چې په سړه جګړه کې له ائتلافونو نه بهر او په رسمې توګه ناپېیلی پاتې شي او له ناټو سره د یوځای کېدو نه ډډه وکړه. په سویډن کې سوسیال ډیموکراټیک ګوند ۴۴کاله (۱۹۳۲-۱۹۷۶ز کلونو) حکومت درلود. د ۱۹۷۶ز کال په پارلماني ټاکنو کې لیبرال ښې اړخه ائتلاف واک ته ورسېده. د سړې جګړې په لړ کې سویډن د زبرځواکونو په اړه شکمن و، خو دا احساس د حالت په پرمختګ کې لږ شو، خو بیا هم  سویډن ناپېيلی پاتې شو.

عصري سویډن: ۱۵۲۳ز-۱۶۱۱ز کلونه[سمول]

په ۱۶مه پېړۍ کې، ګوستاو واسا (۱۴۹۰ز-۱۵۶۰ز کلونو کې) د یو خپلواک سویډن لپاره جګړه وکړه، د کالمار د ائتلاف د بیارغونې هڅې یې له منځه یووړلې او د عصري سویډن بنسټ یې کېښود. په ورته وخت کې هغه د پاپانو دوره له منځه یووړه او په سویډن کې یې د لوټران کلیسا جوړه کړه.

د شپاړسمې پېړۍپه لومړیو کې د کالمار دائتلاف وروستی انحطاط له یوې خوا د ناروې او ډنمارک او له بلې خوا د سویډن ترمنځ اوږده سیالي رامنځته کړه. کاتولیکي پاپانو د ډنمارک له دویم پاچا کړیستن نه ملاتړ کړی و، خو د هغه  واکمنيد ګوستاووس واسا له خوا ړنګه شوه او سویډن بیا خپلواک شو. ګوستاووس د پروټیسټانو له اصلاحاتو نه کار واخیست، تر څو د کلیسا د قدرت مخه ونیسي او په ۱۵۲۳ز کال کې ګوستاووس د پاچا په توګه وټاکل شو. ګوستاووس اصلاح غوښتونکي لوټران د خپل محافظت لاندې ونیول او خپل کسان یې په کلیسا ګانو کې د پاپانو په توګه وټاکل.

په ۱۵۳۸ز او ۱۵۵۸ز کلونو کې د مالیاتو اصلاحات ترسره شول، چې له مخې یې په ټولو سیمو کې پر خپلواکو کروندګرو ډېرې پېچلې مالیې معیاري شوې. د تاج و تخت مالیاتي عواید زیات شول، خو تر ټولو مهم دا و، چې نوی سیسټم ډېر عادلانه او د منلو وړ ګڼل کېده. په ۱۵۳۵ز کال کې له لیوبیک سره جګړه د هانسیټیک سوداګرو د ایستلو لامل شوه، چې پخوا یې په بهرنۍ سوداګرۍ انحصار درلود. د خپلو سوداګرو په واک کې د سویډن اقتصادي ځواک په چټکۍ سره وده وکړه او په ۱۵۴۴ز کال کې ګوستاووس په ټول سویډن کې ۶۰سلنه کرنیزې ځمکې کنټرول کړې. سویډن اوس په اروپا کې لومړۍ عصري اردو جوړه کړې، چې د پېچلي مالې سیسټم او دولتي بیوروکراسي له خوا یې ملاتړ کېږي. ګوستاووس د سویډن پاچهي میراثي اعلان کړه او په دې توګه د اوسا کورنۍ په سویډن (۱۵۲۳ز-۱۶۵۴ز) او پولنډ (۱۵۸۷ز-۱۶۶۸ز) کې واکمنې شوې.[۲]

لومړنۍ عصري سویډن[سمول]

د ۱۶مېاو ۱۷مې پېړیو په لړ کې پاچایانو د دفاع په اړتیا ټینګار وکړ او له دې سره یې د مالیاتو او پوځي شمولیت غوښتنه وکړه، کله چې په ۱۶۵۵ز-۱۶۶۰ز کلونو کې د یرغل ګواښ څرګند شو، نو پاچا چارلس ایکس ګوستاف له خلکو نه وغوښتل، چې مالیات ورکړي او خپله دفاع اداره کړې. په نهایت کې یو توازن ته ورسېد، چې ښه تعرضي بهرنۍ تګلاره یې چمتو کړه. د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې، د ډنمارک، روسیې او پولنډ پر وړاندې د جګړو له ګټلو وروسته، سویډن ( له یو میلیون نه زیاتو اوسېدونکو سره) د بالټیک سیمه، چې د اروپا د غلو، اوسپنې،مسو، لرګي، توره، بانګ او فرس اصلي سرچینه وه، مستقیم کنټرول په ترلاسه کولو سره د لوی ځواک په توګه راڅرګند شو. [۳]

په دېرش کلنه جګړه کې د سویډن ونډه، په اروپا کې سیاسي او مذهبي انډول ټاکي. په ۱۶۴۸ز کال کې، سویډن د ویسټفالیا د سولې لپاره یو ضامن ځواک شو، چې دېرش کلنه جګړه یې پای ته ورسوله او هغه یې د بریمن-ورډن، ویسمار او سویډني پومیرانیا اضافي واکمنۍ سره پرېښود. له ۱۶۳۸ز کال نه سویډن په شمالي امریکا کې د دلاور سیند په اوږدو کې د نوي سویډن مستعمره هم درلوده.

ژر ښاريکېدل[سمول]

د ۱۵۷۰ز کال او ۱۸۰۰ز کال ترمنځ، سویډن د ښاري پراختیا دوه بهیرونه تجربه کړي، چې لومړی یې ۱۵۸۰ز-۱۶۹۰ز کلونو تر منځ او دویم د ۱۸مې پېړۍ په منځ کې د ۱۶۹۰ز کال نه تر ۱۷۲۰ز کال پورې و. لومړۍ مرحله ډېره فعاله وه، لکه څنګه چې، په سټاکهولم کې د ښاري اوسېدونکو په فیصدۍکې زیاتوالی راغی او دا د یوې نمونې  توګه د اروپا په نورو پلازمینو او بندري ښارونو کې د ښاري نفوس له ډېرېدو او د ځینو کوچنیو نوو ښاروګوټو له بنسټ اېښودولو سره پرتله کېږي. د ښاري ودې دویم بهیر د ۱۷۵۰ز کال په شاوخوا کې د سویډن په سوداګرۍ کې د بالتیک نه شمالي اتلانتیک ته د بدلون په ځواب کې پیل شو. دا د شمال او لوېدیځ په کوچنیو ښارونو کې د نفوس د زیاتوالي ځانګړنه وه.[۴]

د هوساینې دوره[سمول]

سویډن د ټولنیزې ډیموکراسۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړه، ځکه چې د سویډن د ډیموکراسۍ د لومړي پرمختګ په لړ کې د سویډن کارګرانو مشرانو، سیاستوالو او طبقو ګډه همکاري کړې وه. د سویډن سوسیالیست مشرانو له پراخه عامه ملاتړ سره یو معتدل، اصلاحي سیاسي لاره غوره کړه. دې کار له سویډن سره مرسته وکړه، چې د سختو افراطي ګواښونو، سیاسي او طبقاتي وېشونو مخه ونیسي، کوم چې ډېریاروپایي هېوادونو له ۱۹۱۱ز کال وروسته د ټولنیزو ډیموکراتیکو سیسټمونو د پراختیا هڅه کوله. د سویډن پر ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي جوړښتونو، د صنعتي کېدو ګواښونو او د هغوی له اغېزو سره  په ابتدایي همکارۍ او اغېزمنه توګه معامله کولو سره؛ د سویډن سوسیال ډیموکراټانو وکولای شو، چې په نړۍ کې تر ټولو بریالي ټولنیز ډیموکراټیک سیسټمونه رامنځته کړي؛ لکه ښه دولت او د مدني ازادیو پراخ محافظت.  [۵]

کله چې په ۱۹۳۲ز کال کې سوسیال دیموکراتیک ګوند واک ته ورسېد، د ګوند مشرانو د سیاسي پرېکړو کولو نوی بهیر معرفي کړ، چې وروسته د «سویډني ماډل» یا د فولکلیمیت (د خلکو کور) په نامه وپېژندل شو. ګوند مرکزي رول لوباوه، خو د امکان تر حده یې هڅه وکړه، چې خپله تګلاره په متقابل تفاهم او جوړجاړي ولاړه کړي. [۶]

سویډن د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال[سمول]

سویډن د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د وسله والې بې طرفۍ تګلاره تعقیب کړه، که څه هم په زرګونو سویډني رضاکارانو د شورويانو پر وړاندې له فنلینډ سره دژمي په جګړه کې جګړه وکړه. سویډن الماني سرتیرو ته اجازه ورکړه، چې له خپلې خاورې نه ناروې ته پرمختګ وکړي او نازي رژیم په پولادو او بال بییرنګونوسمبال کړي.[۷]

سرچینې[سمول]

  1. "History of Sweden – more than Vikings | Official site of Sweden". sweden.se (په انګلیسي ژبه کي). 2015-12-03. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Michael Roberts, The Early Vasas: A History of Sweden 1523–1611 (1968); Jan Glete, War and the State in Early Modern Europe: Spain, the Dutch Republic, and Sweden as Fiscal-Military States, 1500–1660 (2002) online edition
  3. Anna Maria Forssberg, "The Final Argument: war and the merging of the military and civilian spheres in 17th-century Sweden." Scandinavian Journal of History 39.2 (2014): 170-184.
  4. Sven Lilja, "Swedish Urbanization c. 1570–1800: Chronology, Structure and Causes," Scandinavian Journal of History 1994 19 (4): 277–308.
  5. Jae-Hung Ahn, "Ideology and Interest: The Case of Swedish Social Democracy, 1886–1911." Politics & Society 1996 24(2): 153–87.
  6. "Norbert Götz. "The Modern Home Sweet Home." The Swedish Success Story? Kurt Almqvist and Kay Glans (eds). Stockholm: Axel and Margaret Ax:son Johnson Foundation, 2004. 97–107, 300–302". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. N. Vukolov, "In Sweden at the time of World War II," International Affairs: A Russian Journal of World Politics, Diplomacy & International Relations (2010) 56#4 pp. 247–61.