د سویس تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۸۴۸ ز کال راهیسې د سویس کنفډراسیون یو فیډرال جمهوریت دی چې ولسوالۍ نسبتاً خپلواکې دي، چې ځینې د کنفډراسیون اوږده تاریخچه لري چې مخینه یې ۷۰۰ کاله وړاندې ته ورګرځي، چې د نړۍ یو له زړو ساتل شویو جمهوریتونو څخه ګڼل کېږي.

د همدې سیمې پخوانی تاریخ د الپ له کتلور سره تړلی دی. په سویس کې د لومړي ځل لپاره هیلویټي قوم مېشت شو او له زېږد وړاندې لومړۍ پېړۍ کې د روم تر واکمني لاندې راغی. د ګالو رومي کلتور د جرمنیانو له نفوذ سره په وروستیو پېړیو کې ګډ شو او د سویس ختیځه برخه له الماني قلمرو سره یو ځای شوه. د سویس سیمه په شپږمه پېړۍ کې د فرانک په سترواکۍ کې راوستل شوه. په منځنیو لوړو پېړیو کې، ختیځه برخه یې د سوابیا د ډوک برخه شوه چې د روم په سپېڅلې سترواکۍ پورې اړوند و، په داسې حال کې چې لویدیځه برخه یې بیا په بورګونډي پورې تړلې وه.

د سویس زاړه کنفډراسیون په وورستیو منځنیو پېړیو کې (یعنې اتو ولسوالیو یې) خپله خپلواکې د هابسبورګ له کورن او د بورګونډي له ډوک او د ایټالیوي جګړو په درشل کې یې د الپ په سویل کې ځینې سیمې د میلان له ډوک څخه تر لاسه کړي. د سویس اصلاحاتو دا کنفډارسیون سره ووېشه او د دې لامل شو چې په لومړیو منځینو پېړیو کې د دیارلس ولسوالیو تر منځ له یوې اوږدې کورنۍ جګړې سره مخ شي. د فرانسې د انقلاب په پایله کې، سویس په ۱۷۹۸ ز کال کې د فرانسویانو له تیري سره مخ شو او د فرانسې د یوه مشتری دولت په توګه د هیلویټیک جمهوریت په نوم ونومول شو. په ۱۸۰۳ ز کال کې د ناپلیون د منځګړتوب د قانون له مخې سویس یو ځل بیا د کنفډراسیون حالت غوره کړ او د ناپلیوني دورې په پای ته رسېدو سره، د سویس کنفډراسیون له یوه اړودوړ لرونکې دورې سره مخ شو چې په ۱۸۴۷ ز کال کې له یوې لنډې کورنۍ جګړې سره مخ شو او په ۱۸۴۸ ز کال ک ېې د سویس فډرال اساسي قانون رامنځته کړ.

له ۱۸۴۸ ز کال راهیسې د سویس تاریخ یو له ډېرو زیاتو بریالیو او سوکالي لرونکو هېوادونو څخه ډک دی. صنعتي کېدل د دې هېواد د دودیزې کرهڼې اقتصاد ته بدلون ورکړ او په نړیوالو جګړو کې د دې هېواد بې پلوي او د بانکي صنعت بریا د دې لامل شول چې دا هېواد په نړۍ کې یو له تر ټولو زیاتو ثبات لرونکو اقتصادونو څخه وشمېرل شي.

سویس په ۱۹۷۲ ز کال کې له اروپايي اقتصادي ټولنې سره د ازادې سوداګرۍ هوکړه لاسلیک کړه او د اروپایانو د ادغام په بهیر کې یې د دوه اړخیزو تړونونو له لارې برخه واخیسته، خو له اروپايي تولنې سره د بشپړ الحاق په وړاندې د پام وړ مقاومت وکړ، که څه هم د دې هېواد ټول قملرو (پرته له لیختشتاین) د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا له ۱۹۹۵ ز کال راهیسې محاصره دی. [۱]

سرچینې[سمول]

  1. "Switzerland's Prehistory: Stone Age, Lake Dwellings". history-switzerland.geschichte-schweiz.ch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)