د سويلی کوريا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سويلي کوريا اقتصاد ډېر پرمختللی او مخلوط اقتصاد دی. د اسمي جي ډي پي پر بنسټ، دا هېواد په اسيا کې څلورم ستر اقتصاد لري او په نړۍ کې لسم ستر اقتصاد دی. سويلي کوريا له دې امله هم د يادونې وړ هېواد دی چې اقتصادي پرمختګ يې په يو څو نسلونو کې له وروسته پاتې ملت څخه د يو پرمختللي لوړ عايد لرونکي هېواد په توګه راڅرګند شو. دا اقتصادي وده «پر هان سمندر معجز» په نوم څرګند شوی دی، کومې ودې چې له دې هېواد سره مرسته کړې چې له OECD او جي-۲۰ سره يو ځای شي. له سترې سوړبازارۍ څخه وروسته، سويلي کوريا اوس هم په نړۍ کې يو له چټکو وده کوونکو پرمختلليو هېوادونو څخه دی. دا هېواد په راتلونکو يوولسو هېوادونو ډله (Next Eleven د هېوادونو يوه ډلبندي ده چې يوولس هېوادونه پکې شامل دي) کې شامل کړای شوی دی، ځکه دا هېواد د دې وړتيا لري چې د يوويشتمې پېړۍ په منځ کې په نړیوال اقتصاد کې پیاوړی ځای پيدا کړي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د سويلي کوريا تعلیمي نظام او د يو هڅاند باسواده نفوس منځ ته راتګ د هېواد د پرمختللې ټيکنالوژۍ د پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې زياته ونډه لري. سويلي کوريا د صادراتو پر محور راڅرخېدونکي اقتصادي تګلارې په خپلولو پيل کړی، څو خپل اقتصاد پر مخ يوسي. په ۲۰۱۹ز کال کې، سويلي کوريا په نړيواله کچه اتم ستر صادرونکی او اتم ستر واردونکی هېواد و. د کوريا بانک او د کوريا پرمختيايي انستيتيوت په مهاليز ډول د سويلي کوريا د اقتصاد ستر اقتصادي شاخصونه او اقتصادي بهيرونه خپروي.[۶][۷][۸]

د پيسو نړيوال صندوق په څېر مشهور مالي سازمانونه د ګڼو اقتصادي بحرانونو په وړاندې د سويلي کوریا د اقتصاد د بيا رغېدو وړتيا یادونه کوي. هغوی د دې بيا رغېدو د وړتيا د لاملونو په توګه، د هېواد د اقتصادي ګټو ته اشاره کوي چې په هغې کې کم دولتي پور او زياتې مالي زېرمې شاملې دي، کوم چې د هر ډول اټکلي مالي بېړني حالت سره د مبارزې لپاره په چټکۍ سره په خوځښت راوستل کېدای شي. د نړيوال بانک په څېر نورې مالي ادارې، د BRIC او اندونيزيا تر څنګ کوريا د راتلونکي نسل د چټکو وده کوونکو اقتصادونو څخه يو بولي. سويلي کوريا يو له هغو پرمختلليو هېوادونو دی، کوم چې وکولای شول د سترې سوړبازارۍ پر مهال ځان له سوړبازارۍ خوندي کړي. په ۲۰۱۰ز کال کې د دې هېواد اقتصادي ودې کچه ٪۶.۲ ته ورسېده، دا کچه د سترې سوړبازارۍ پر مهال، په ۲۰۰۸ز کال کې له ۲.۳٪ او په ۲۰۰۹ز کال کې ۰.۲٪ وه. د سويلي کوريا اقتصاد د ۲۰۱۳ز کال په وروستيو کې د جاري حساب د ۷۰.۷ ميليارده امريکايي ډالرو د تر ټولو لوړ ثبت شوي زياتوالي سره يو ځل بيا ورغېد، کوم چې له ۲۰۱۲ز کال څخه ۵۷ سلنه وده ښيي. دا وده د نړيوال اقتصادي بحران د بې باوره حالت سره په ټکر کې ده، په داسې حال کې چې د دې هېواد ستر اقتصادي توليدات د ټيکنالوژۍ د توليداتو صادرات دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سويلي کوريا د لوړې اقتصادي ودې او جوړښتي ثبات سره سره، د پوځي بحرانونو پر مهال د شمالي کوريا له امله سويلي کوريا د ونډو په بازار کې د اعتبار د اندازې زيانونه تجربه کوي. بيا بيا پېښېدونکې نښتې د دې هېواد د اقتصاد په مالي بازارونو اغېز پرېباسي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاريخ[سمول]

ټولکتنه[سمول]

له کوريايي جګړې وروسته، سويلي کوريا له يوې لسيزې څخه د يو څه زياتې مودې لپاره د کمو پرمختلليو بازارونو هېواد و. د صنعتي برخې وده د سويلي کوريا اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټيز محرک و. په ۱۹۸۶ز کال کې، توليدونکو صنعتونو په کورني ناخالص توليد (GDP) کې شا اوخوا دېرش سلنه ونډه درلوده او کاري ځواک کې يې پنځه ويشت سلنه ونډه وه. د پیاوړې داخلي هڅونې او ځينو بهرنيو مرستو له امله، د سويل صنعت کارانو نوې ټيکنالوژۍ پخوانيو يا نويو جوړو شويو اسانتياو ته وروپېژندلې، د توکو توليد يې زيات کړ – په ځانګړي ډول هغه چې په بهرنيو بازارونو کې پلورل کېږي – او تر لاسه کېدونکی عايد يې د لا زياتې صنعتي پراختيا پر راوګرځاوه. د پايلې په توګه، صنعت د سويلي کوريا لرليد بدل کړ او ميليونونه مزدوران يې ښاري توليدي مرکزونو ته راکش کړل.

په ۱۹۸۹ز کال کې په صادراتو کې د کمښت او بهرنيو غوښتنو له امله د سويلي کوريا په اقتصاد کې منځ ته راغلی رکود، په صنعتي برخه کې د اندېښنو لامل وګرځېد. د سوداګرۍ او صنعت وزارت محللينو وويل چې د صادراتو د کم شوي فعاليت لامل جوړښتي ستونزې دي، په کوم کې چې ډېر پياوړی شوی «ون» (ون د سويلي کوريا پولي واحد دی)، لوړ شوي مزدونه او د مزدور لګښتونه، تکراري لاريونونه او د سود لوړې کچې شاملې وې. د دې په پايله کې توليد تر پلور زيات شو، په ګڼو برېښنايي وسايلو، موټرو او د رخت جوړولو تر څنګ د پرزو وړاندې کونکي کوچني شرکتونو په توليد کې هم کمی راغی. د کارخانې په خپله کار کولو (اتومات) نظامونه متعارف کړای شول، څو په مزدور تکیه کمه شي، د کوچني کاري ځواک په مرسته توليدي وړتيا زیاته شي او مسابقت ښه والی راوستل شي.

له ۱۹۶۰ لسيزې څخه تر ۱۹۸۰ لسيزې پورې چټکه وده[سمول]

په ۱۹۶۱ز کال کې د جنرال «پارک چنګ هي» له کودتا سره، کومه چې په لومړي سر کې د سياسي ناکرارۍ او اقتصادي بحران لامل وګرځېده، يوه خوندي کوونکې اقتصادي تګلاره پيل شوه، کومې چې د دولت تر سيوري لاندې جوړه شوي بوژوازي اړ کړه چې داخلي بازار بيا فعال کړي. د پرمختګ د دود کولو په موخه، د صادراتو پر محوريت راڅرخېدونکې صنعتي کول پلي شول، هېواد ته يې له خامو موادو پرته، د هر ډول بهرنيو توليداتو داخلېدل بند کړل. کرنيز اصلاحات پر لار واچول شول او «جنرال پارک» مالي نظام دولتي کړ، تر څو پياوړي دولتي مټې مضبوطې کړي، په اقصتاد کې د هغه مداخله د پنځه کلونو طرحو له لارې وه.[۱۸]

مخکښان يې «چاوبولز» (د سترو کورنيو په اوک کې سوداګري) وو، هغه متنوعې کورنۍ ډلې لکه هايونډايي، سامسنګ او LG شرکت، کومو چې د مالیاتو د کمښت، له نظام څخه د دوی د ګټې اخيستلو قانونيت او ارزانه يا وړيا مالي تمويل په څېر د دولت مرستې تر لاسه کړې: دولتي بانک د هرې پنځه کلنې طرحې تر مخې او د دې طرحو د پرمخ وړلو لپاره د ټاکل شويو اقتصادي ډلو له خوا، د توکو پر بنسټ د متمرکزو پورونو د طراحۍ اسانتيا برابره کړه.

د سړې جګړې له امله سويلي کوريا له متحده ايالاتو څخه بسپنه تر لاسه کوي او له څو کلونو راهيسې بهرنۍ\ی اقتصادي او پوځي ملاتړ روان دی. «چاو بولز» پر کورني اقتصاد واکمنېدل پيل کړل او په پايله کې په نړیواله کچه مسابقتي وګرځېد. د «چاوبولز» لاندې کارکونکو په خپلو مزدونو او کاري شرايطو پرمختګ ليدل پيل کړل، کوم چې په کورني استعمال کې د زياتوالي لامل وګرځېد. تر ۱۹۸۰ز لسيزې پورې، دا هېواد له ښکته عايد څخه منځنۍ کچې عايد ته راپورته شو.[۱۹]

د سويلي کوريا په جي ډي پي کې په يو کال کې د منځنۍ کچې اته سلنه زياتوالی راغلی، په ۱۹۶۲ز کال کې دا وده ۲.۷ ميليارده امريکايي ډالره وه چې په ۱۹۸۹ز کال کې ۲۳۰ ميلیارده امريکايي ډالرو ته ورسېده او په دې ډول د ۲۰۰۰ز لسيزې په لومړيو کې د ميليارد ډالرو له پولې واوښت. په ۱۹۶۲ز کال کې د سړي سر اسمي جي ډي پي وده  ۱۰۳.۸۸ امریکايي ډالره وه چې په ۱۹۸۹ز کال کې ۵۴۳۸.۲۴ امريکايي ډالرو ته ورسېده او دا شمېره په ۲۰۰۶ز کال کې لوړې نقطې يعنې ۲۰۰۰۰ امريکايي ډالرو ته لوړه شوه. په ۱۹۶۲ز کال کې د توليد برخه د GNP ۱۴.۳ سلنه وه چې په ۱۹۸۷ز کال کې دا شمېره ۳۰.۳ سلنې ته لوړه شوه. د توکو د سوداګرۍ حجم په ۱۹۶۲ز کال کې ۴۳۰ ميليونه امريکايي ډالره وو چې په ۱۹۹۰ز کال کې دا شمېره ۱۲۷.۹ ميليارده امريکايي ډالرو ته ورسېده. په ۱۹۶۲ز کال کې په جي اين پي وده کې د کورنۍ سپما تناسب ۳.۳ سلنه و چې په ۱۹۸۹ز کال کې دا شمېره ۳۵.۸ سلنې ته ورسېده. په ډېرو صنعتي برخو کې د سويلي کوريا د ودې اندازه د شمالي کوريا د ودې له اندازې څخه زياته شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "South Korea: Introduction >> globalEDGE: Your source for Global Business Knowledge". مؤرشف من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  3. Kerr, Anne; Wright, Edmund (1 January 2015). A Dictionary of World History. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199685691 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kleiner, JüRgen (2001). Korea, A Century of Change. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-02-4657-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chapter Thirteen - Beyond the BRICs: a Look at The 'Next 11' (PDF). Goldman Sachs. د کتاب پاڼې 161. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "High performance, high pressure in South Korea's education system". ICEF. 23 January 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Economic Statistics System". bok.or.kr. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "KDI Korea Development Institute > Publications". kdi.re.kr. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "S Korea stands among world's highest-level fiscal reserve holders: IMF". Xinhua. 7 September 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Six Emerging Economies Will Account For Over Half Of Economic Growth By 2025, World Bank Says". The Huffington Post. 18 May 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "South Korea Survived Recession With CEO Tactics". Newsweek. 10 May 2010. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Economy ended 2013 on a high". joins.com. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 2 August 2010 باندې). Moody's Raises Korea's Credit Range.
  14. "Financial markets unstable in S.Korea following Cheonan sinking". Hankyeoreh. 26 May 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "BTI 2016 South Korea Country Report" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Development of Competition Laws in Korea" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Korea's Competition Law and Policies in Perspective Symposium on Competition Law and Policy in Developing Countries". مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Corea del Sur no es un milagro | Un Estado muy fuerte, industrialización, extrema flexibilización laboral y conglomerados familiares. El papel de EE.UU". مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Archived copy" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  20. کينډۍ:Country study
  21. "Countries Compared by Economy > GDP. International Statistics at NationMaster.com". nationmaster.com. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Countries Compared by Economy > GDP. International Statistics at NationMaster.com". nationmaster.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ فبروري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Countries Compared by Economy > GDP > Per capita. International Statistics at NationMaster.com". nationmaster.com. مؤرشف من الأصل في ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Countries Compared by Economy > GDP > Per capita. International Statistics at NationMaster.com". nationmaster.com. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Cite report