د سون توکو تيل (د سون توکو په توګه کارېدونکي تېل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سون توکو تيل له پيټروليم (خامو تيلو) له تصفيې څخه تر لاسه شوي، د مختلفو برخو تيل دي. په دې ډول تېلو کې تصفيه شوي (سپکې برخې) او پاتې شوني (درندې برخې) شامل دي. د سون توکو په تيلو کې درانده تيل، سمندري تيل، د سوځولو تيل (بنکر)، د بنۍ تيل، د ګازو تيل (ګاز تيل)، د تودولو تيل (لکه د کور د تودولو تيل)، ډيزل تيل او نور شامل دي.

د سون توکو تيلو په اصطلاح کې عموماً هر هغه مايع سون توکي شامل دي، کوم چې د تودوخې (د تودوخې تيل) د توليد لپاره په بونيو يا ايشوبيو (بوايلر يا خوټکونکي هغه وسايل دي چې په کارخونو کې اوبه تودوي يا يې په بخار بدلوي) کې کارول کېږي، يا په يو ماشين کې کارول کېږي، څو طاقت توليد کړي (د ځينو موټرو تيل). په هر حال، عموماً په دې کې نور مايع تيل نه وي شامل، لکه هغه مايع چې د شا او خوا ۲۲ سانتي ګراد تودوخې درجې (۱۰۸ فارنهات) د بلېدو اندازه لري، يا هغه تيل چې د پمبې يا وړيو په سوځونکو کې سوځول کېږي. په ډېر دقيق تعريف سره، د تيلو سون توکي هغو درندو سوداګريزو سون توکو ته اشاره کوي چې له خامو تيلو څخه پيدا کېږي، دا هغه سون توکي دي چې له ګيسولين (پيټرول) او نيفتا څخه زيات درانده وي.

د سون توکو تيل له اوږده ځنځير هايډروکاربن لرونکي وي، په ځانګړي ډول اليکونونه، سايکلواليکونونه او خوشبويي لرونکي. کوچني ماليکولونه لکه په پرونا، نافتا، ګيسولين او کيروسين کې په پرتليز ډول د ايشېدو کمې نقطې (د اېشېدو نقطه د تودوخې هغه اندازه ده چې يو مايع پکې په خوټکېدو/ايشېدو راځي او په بخار بدلېږي) لري او د جزوي تصفيې په پيل کېدو سره له منځه ځي. له درندو پيټروليمو څخه اخيستل شوي تيل لکه د ډيزلو سون توکي او غوړونکي تيل ډېر کم الوتوکي وي او ډېر په کراره تصفيه کېږي.

استعمال[سمول]

تيل په ډېر ډوله کارول کېږي؛ کورونه او سوداګريز ځايونه تودوي او بار وړونکو موټرو، بېړيو او ځینو موټرو ته سون توکي ورکوي. له ډيزلو څخه کمه اندازه برېښنا تولېديږي، خو له طبيعي ګازو څخه ډېره هوا ککړونکې او ډېره ګرانه وي. همدا راز ډېر ځله د زيات مصرف پر مهال برېښنا تولېدونکو کارخونو لپاره هغه مهال د مرستندويه سون توکو په توګه هم استعمالېږي، کله چې د طبيعي ګاز مهيا کېدل له خنډ سره مخ شي، د کوچنيو جنراتورونو د سون توکو په توګه هم کار ځينې اخيستل کېږي. په اروپا کې، د ډيزلو استعمال عموماً تر موټرو (نږدې ۴۰٪)، SUV (نږدې ۹۰٪) او بار وړونکو موټرو او غټو مسافر وړونکو موټرو (نږدې ۹۹٪) پورې محدود دی. د کور د تودولو لپاره له تيلو څخه د سون توکو د کار اخيستلو بازار د طبيعي ګاز تر څنګ د تودوخې د پمپ کولو وسايلو (بخارۍ) د راتګ له امله کم شوی دی. په هر حال، دا بیا هم په ځينو سيمو کې ډېر عام دی، لکه شمال ختيځ متحده ايالات.

پاتې شوني سون توکي تيل لږ ګټور دي، ځکه دومره سرېښتناک وي چې له استعمال مخکې بايد د تودولو په يو ځانګړي سيستم کې تاوده شي، او شونې ده چې د زياتې اندازې ککړونکي مواد هم ولري، په ځانګړي ډول سلفر، کوم چې د سوځېدو پر مهال سلفر ډای اکسايډ جوړوي. په هر حال، د دې سون توکو ناخوښه ځانګړتياوو دا سون توکي ارزانه ګرځولي دي. په حقيقت کې، دا تر ټولو ارزانه مايع سون  توکي دي. له دې امله چې له استعمال مخکې ګرمولو ته اړتيا لري، پاتې شوني سون توکي تيل په نقليه وسايطو، ماکوګانو يا کوچنيو بېړيو کې نه شي کارېدای، ځکه چې تودونکي وسايل ډېره سيمه نيسي او نقليه وسايط درندوي. د تيلو تودول هم يوه دقيقه کړنلاره لري چې په کوچنيو، چټک حرکت کونکو نقليه وسيلو کې د عملي کېدو وړ نه ده. په هر حال، کارخونې او لويې بېړۍ کولای شي چې پاتې شوني سون توکو تيل وکاروي.

د پاتې شونو سون توکو تيلو کارول په تېر کې ډېر عام و. دې تيلو ايشوبيو (خوټکونکو)، د اورګاډي بخاري ماشين، او بخاري بېړيو ته ځاک برابراوه. په هر حال، ماشينونه (لوکوموټيف) په ډيزلو يا برېښنايي ځواک د چلېدو وړ ګرځېدلي دي؛ بخاري بېړۍ اوس هومره عامې نه دي، څومره چې پخوا عامې وي، ځکه چې د فعاليت لګښتونه يې لوړ دي (ډېری LNG (مايع شوی طبيعي ګاز) لېږودنکي وسايط د بخار کارخونې کاروي، ځکه چې له بار څخه خوشې شوی د تصفيې ګاز د سون توکو د سرچينې په توګه کارېدای شي)؛ همدا راز اوسمهال ډيری ايشوبي يا د تودوخې تيل کاروي، يا له طبيعي ګازو څخه کار اخلي. ځينې صنعتي ايشوبي اوس هم له دې څخه کار اخلي او د نيويارک ښار په ګډون يو شمېر پخوانۍ ودانۍ يې هم کاروي. په ۲۰۱۱ز کال کې، نيويارک ښار اټکل کړی و چې د دې ښار  ۱٪ ودانۍ چې ۴ او  ۶ شمېره سون توکو تېل يې سوځولي و، د ښار د ټولو ودانيو څخه د پيدا شوې ۸۶٪ تورکو (هغه توره ماده چې په يو ځای پورې د دود له نښتو وروسته پيدا کېږي) د ککړتيا لامل و. د دې کوچنيو ذرو له امله پر روغتيا د غورځېدونکو اغېزو د اندېښنو پر بنسټ نيويارک د دې درجو سون توکو بندول د خپلې چاپېريالي طرحې برخه وګرځوله او د ۲۰۱۵ز کال تر پايه پورې ټولې هغه ودانۍ چې شپږم شمېره سون توکو تيل يې کارول، په کمو ککړونکو سون توکو بدل کړای شوې.[۱][۲]

د برېښنا د توليد لپاره د پاتې شونو سون توکو کارول هم کم شوي دي. په ۱۹۷۳ز کال کې، په متحده ايالاتو کې د پاتې شونو سون توکو تيلو ۱۶.۸٪ برېښنا توليدوله. تر ۱۹۸۳ز کال پورې، دا کچه تر ۶.۲٪ پورې راښکته شوه او تر ۲۰۰۵ز کال پورې، د ډيزلو او پاتې شونو سون توکو په ګډون د هر دول پيټروليمو څخه د برېښنا توليد، د مجموعي توليد يواځې ۳٪ ته راکوز شو. دا کمښت له طبيعي ګاز سره د نرخ د سيالۍ او پر اخراج د چاپېريالي محدوديتونو پايله ده. د انرژۍ د کارخونو لپاره، د تيلو د تودولو لګښت، د اضافي ککړتيا د مديريت کولو او د دې سون توکو له سوځولو وروسته د اړينې اضافي پالنې لګښتونه اکثر د سون توکو د ښکته قيمت څخه زيات وي. د سون توکو تيلو سوځول، په ځانګړي ډول د پاتې شونو سون توکو تيلو، د طبيعي ګاز په پرتله په يو ډول ډېر کاربن ډای اکسايډ خپرېدل منځ ته راوړي.[۳]

په ډبرو سکرو سره چلېدونکو ډېرو کارخونو کې د ايشوبي «روښانه کونکو» تاسيساتو کې د درندو سون توکو تيل کارول روان دي. دا استعمال د اور د لګولو لپاره د سوځولو له استعمال سره تقريباً نږدې دی. د دې عمل له تر سره کولو پرته ستونزمنه ده چې د پراخه کچې د سوځولو پروسه پيل شي.

د پاتې شونو سون توکو د تيلو تر ټولو ستر عيب د دې ابتدايي سرېښتناکوالی دی، په ځانګړي ډول د ۶ شمېره تيلو په برخه کې، کوم چې د زېرمه کولو، پمپ کولو او سوځولو لپاره د سمې طريقې انجنیري شوي سيستم ته اړتيا لري. که څه هم دا عموماً اوس هم له اوبو څخه سپک وي (د ځانګړې جاذبې قوې سره چې عموماً د ۰.۹۵ څخه تر ۱.۰۳ پورې وي)، دا بيا هم د ۲ شمېره تېلو، د خاورو تيلو يا ګيسولين څخه ډېر درانده او ډېر سرېښتناک دي. په حقيقت کې ۶ شمېره تيل مخکې تر دې چې په اسانۍ سره پمپ شي، بايد د شا او خوا ۳۸ درجه سانتيګراد درجې په تودوخه (۱۰۰ درجه فارنهايت) کې زېرمه شوي وي، تر ۶۵-۱۲۰ سانتيګراد تودوخې (۱۴۹-۲۴۸ فارنهايت) پورې تاوده شوي وي او د سړې درجه حرات په سیمه کې شونې ده چې په نيمه جامد قير بدل شي.د ۶ شمېره تيلو د ډيری مرکباتو د اور اخيستلو نقطې په تصادفي ډول شا اوخوا ۶۵ سانتيګراد (۱۴۹ فارنهايت) دي. د کمې تودوخې په درجه کې د زيات سرېښتناکوالي د تيلو د پمپ کولو هڅه د سون توکو د ليکو، بونيو او اړوندو وسايلو ته د زیان رسېدو يو لامل و، کوم وسايل چې عموماً د سپکو سون توکو لپاره جوړ شوي وو.

د پرتلې لپاره، BS 2869  کلاس G درانده سون توکو تيل دې ته ورته چلند لري، په ۴۰ سانتيګراد (۱۰۴ فارنهايت) تودوخې درجه کې زېرمه کولو ته اړتيا لري، په شا اوخوا ۵۰ سانتيګراد (۱۲۲ فارنهايت) تودوخې درجې کې پمپ کولو او نږدې ۹۰-۱۲۰ سانتيګراد (۱۹۴-۲۴۸ درجه فارنهايت)  تودوخې درجې باندې د سوځېدو وروستۍ بڼه پيدا کوي.[۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Mayor Bloomberg Presents an Update to PlaNYC: a Greener, Greater New York". NYC.gov. 2010-03-22. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Office of the Mayor (2016-02-09). "Mayor de Blasio and DEP Announce That All 5,300 Buildings Have Discontinued Use of Most Polluting Heating Oil, Leading to Significantly Cleaner Air". City of New York. مؤرشف من الأصل في ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "U.S. Energy Information Administration (EIA)". د اصلي آرشيف څخه پر 1 نومبر 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه 21 اګست 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sofiev, Mikhail; Winebrake, James J.; Johansson, Lasse; Carr, Edward W.; Prank, Marje; Soares, Joana; Vira, Julius; Kouznetsov, Rostislav; Jalkanen, Jukka-Pekka; Corbett, James J. (2018-02-06). "Cleaner fuels for ships provide public health benefits with climate tradeoffs". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 9 (1): 406. Bibcode:2018NatCo...9..406S. doi:10.1038/s41467-017-02774-9. ISSN 2041-1723. PMC 5802819. PMID 29410475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)