د سونګ واکمنې کورنۍ تاریخ
د چين د سونګ واکمنه کورنۍ (960 – 1279) يوه شاهي کورنۍ وه چې د لسمې پېړۍ له منځنيو څخه يې د ديارلسمې پېړۍ تر وروستۍ ربعې پورې د منځني چين او سويلي چين په ډېره برخه واکمني کړې ده. د سونګ سترواک «تايزو» د دې واکمنې کورنۍ بنسټګر و، چا چې د «ليټر جو» تخت ونيو، او د پنځو واکمنو کورنيو او لسو پاچاييو واک ته يې د پای ټکې کېښود.
د سونګ واکمنه کورنۍ په ساينس او ټيکنالوژۍ کې د کلاسيکي چيناي نوښت يو لوړ مقام بلل کېږي، يو داسې پړاو، چې د «شین کو» او «سو سونګ» په څېر نوميالۍ فکري څېرې او د باروتو د وسلو انقلابي استعمال يې ځاګړتيا وه. په هر حال، دا د سياسي او پوځي ګډوډۍ يو پړاو هم و، چې په دربار کې مخالفې او ډېر ځله تيري کونکې سياسي ډلې جوړې شوې وې، کومو چې په سياسي، ټولنيز او اقتصادي وده کې خنډونه پیدا کړل. د لومړي وزير «وانګ انشي» سرحدي اداري تګلارو د چينايي ويتنام د پولې تر څنګ د دوښمنۍ شرايط خرابه کړل. په دې سره د ويتنام د «لي» واکمنې کورنۍ سره د سرحدي جګړې اور بل شو، په دې جګړه کې دواړه خواوې سره برابرې وې، او په 1082ز کال کې د سولې په يو تړون پای ته ورسېده. شمال لوېديځ لور ته، د سونګ سترواکۍ بيا بيا د «تانګوت» په مشرۍ د لوېديځې «ژیا» واکمنې کورنۍ، او همدا راز شمال لور ته د «خيتان» په مشرۍ د «لياو» له واکمنۍ کورنۍ سره جګړې وکړې.
سونګ واکمنه کورنۍ په 1127ز کال کې د «جن –سانګ» جګړو پر مهال له شمالي اړخه د «جورچين» په مشرۍ د «جن» يرغلګرې واکمنې کورنۍ له خوا له ناوړې پوځي ماتې سره مخ شوه. د «جنګ کانګ» له پېښې وروسته، د سونګ د دربار پاتې شونې اړ شول چې له «کايفينګ» څخه سویل لور ته وتښتي، او په «هانګجو» کې يوه نوې پلازمېنه جوړه کړي. د شمالي سيمو له لاسه ورکول او د پلازمېنې لېږدېدلو، دا واکمنه کورنۍ په دوه جلا جلا پړاونو کې ووېشله: شمالي سونګ (960-1127) او سويلي سونګ (1127-1279). سويلي سونګ نوی سمندري ځواک جوړ کړ، تر څو له «جينګ» واکمنې کونې سره مقابله وکړي، چې په شمال کې جوړه شوې وه. سونګ واکمنې کورنۍ وکولای شول چې د «جورچين» نور بريدونه له ماتې سره مخ کړي، او ان د يو پخواني اتحاد پر اساس له مغولو سره د «جن» واکمنې کورنۍ په وړاندې وجنګېدله. په هر حال، د مغولو په مشرۍ «يوان» واکمنې کورنۍ په 1279ز کال کې د «يامن» په جګړه کې سونګ واکمنې کورنۍ ته ماتې ورکړه.
د سونګ بنسټ اېښودل
[سمول]وروستی «ليټر جو» د هغو پنځو واکمنو کورنيو کې وروستۍ وه، کومو چې 907ز کال کې د «ټانګ» واکمنې کورنۍ له زوال وروسته په شمالي چين واکمني کوله. «جاو کوانګين»، چې وروسته د سترواک «تايزو» (960 - 976) په نوم پېژندل کېدو، تخت ونيو، او وروستی «چاو» واکمن «جو زونګزين» يې په 960ز کال کې د پوځي قوماندانانو په ملاتړ معزول کړ، په دې ډول يې د سونګ کورنۍ واک پيل کړ. د تخت په تر لاسه کولو سره، د هغه لومړۍ موخه له نيمايي پېړۍ راهيسې د سياسي وېش څخه وروسته د چين يوځل بيا سره يوځای کول و. په دې کې د «نان پنګ، وويو، سويلي هان، ليټر شو، او سويلي تانګ» تر څنګ شمالي هان او په شمال کې د شپاړسو ولايتونو فتوحات شامل وو. د «پين می» (991 مړ شوی)، «ليو ټنګرانګ» (929 - 987)، «کاو بين» (931 - 999) او «هوان ژان» ( په 1000 کې مړ شوی) په څېر د پوهو پوځي افسرانو په ملتيا، د سونګ ابتدايي واکمني په چين کې يو پیاوړی ځواک وګرځېد. د اوبو پر سر لامبو وهونکو پلونو په اوږدو کې د تدارکاتو له ليکو څخه دفاع کولو په څېر د نوښتګرو پوځي تګلارو په مټ په 974ز کال کې د «يانګزي» سمندر څخه په اوښتلو سره په سويلي «تانګ» دولت د «سونګ» بريد بريالی شو. د غشي ويشتونکو له خوا په زیات شمېر کې د اور لرونکو غشو په کارولو سره، د سونګ ځواکونو وکولای شول چې د 971ز کال د جنورۍ په درويشتمه نېټه د سويلي هان د جنګي پيلانو مشهور قول اردو ته ماتې ورکړي، په دې ډول يې سويلي «هان» تسلیم کړل او هغه لومړی او وروستی د پيلانو قول اردو يې له منځه يوړ، کوم چې کولای شول د چينايي پوځ په داخل کې يوه منظمه فرقه جوړه کړي.[۱][۲][۳]
د «وو-يو» په نيولو سره، په 978ز کال کې په سويل کې يووالی بشپړ شو. په دې ډول د سونګ پوځي ځواکونو د شمال لور ته د شمالي هان په لور مخه کړه، کوم چې په 979ز کال کې د سونګ د ځواکونو په وړاندې سقوط وکړ. په هر حال، د شپاړسو ايالتونو د نيولو هڅې بريالۍ نه وې او دا ايالتونه بيخي شمال لور ته په «منچوريا» کې پروت د «لياو» په دولت کې شامل شول. په لېرې شمال لوېديځ کې، ټانګوت له 881ز کال راهيسې په شمالي «شانګسي» واک درلود، له هغه وروسته چې د «ټانګ» دربار له خوا يو «تانګوت» مشر د پوځي والي په توګه په دې سيمه وټاکل شو، دا هغه دنده و چې ميراثي وګرځېده (او «شي شيا» واکمنه کورنۍ يې جوړه کړه). که څه هم د سونګ دولت د «لياو» واکمنې کورنۍ سره يو ډول پرتله شوی دی، سونګ د لوېديځ «شيا» په وړاندې مهمې پوځي برياوې تر لاسه کړې (کوم چې بالاخره په 1227ز کال کې د چنګيز خان د مغولو په وړاندې سقوط وکړ).[۴][۵][۶]
د پوځي بريا په مټ له سياسي ثبات څخه وروسته، سترواک «تايزو» يوه مشهوره ميلمستيا جوړه کړه، ګڼ لوړ پوړي پوځي افسران يې راوبلل چا چې د سونګ په ګڼو فتوحاتو کې د هغه خدمت کړی و. کله چې پوځي افسرانو شراب څښل او له «تايزو» سره يې ډوډۍ خوړله، نوموړي له دوی سره د هغو پنځو واکمنو کورنيو د پړاو په څېر د هغه په وړاندې د پوځي کودتا د کېدو د شونتيا په اړه خبرې وکړې. د هغه پوځي افسرانو د نوموړي د دې فکر په وړاندې اعتراض وکړ، او په ټينګار سره يې وويل چې د هېواد د مشرۍ لپاره د هغه په څېر بل څوک وړ نه شته. په «سونګ شي» کې د دې روايت برخه داسې راوړل شوې ده:
سترواک وويل، 'د انسان ژوند لنډ دی. خوښي دا ده چې د ژوند څخه د خوند اخيستلو لپاره شتمني او وسايل موجود وي، او بيا دا چې همدا نېکمرغي خپل اولاد ته پرېښودلای شې. زما افسرانو، که تاسو د خپلو پوځي واکونو څخه لاس واخلئ، ايالتونو ته تقاعد شئ، او هلته تر ټولو ښې ځمکې او ښه استوګنځايونه غوره کړئ، تر څو هلته خپل پاتې ژوند په خوښۍ او ارام سره تېر کړئ...ايا دا به له دې څخه ښه نه وي چې په خطر او بې باورئ کې ژوند تېر کړئ؟ نو په دې ډول به د شهزاده او وزيرانو تر منځ د شک کومه وريځ نه وي خپره، موږ به خپلې کورنۍ په ودونو سره يوځای کړو، او په دې ډول به واکمن او رعيت په ملګرتوب او خواخوږۍ سره وتړل شي، موږ به له ارام څخه خوند واخلو'... له دې يوه ورځ وروسته، د پوځ ټولو قوماندانانو خپلې استعفاوې وړاندې کړې، د (خيالي) ناروغيو خبر يې ورکړ، او کليوالي ولسواليو ته ولاړل، چېرته چې سترواک دوی ته په زړه پورې ډالۍ ورکړې، او دوی يې په لوړو رسمي دندو وګومارل.[۷]
سترواک «تايزو» يوه اغېزناکه مرکزي سياسي هسته جوړه کړه چې کارکونکي يې ملکي پوهان-رسمي مسئولين او سيمه ييز پوځي واليان وو، او د دوی د ملاتړو پر ځای يې له مرکز څخه ګومارل شوي چارواکي وټاکل. د ملکي واکمنۍ د دې سيستم په پايله کې، د سترواک په مشرۍ په مرکزي حکومت کې له هغه زيات واک راټول شو، څومره چې په پخوانيو واکمنو کورنيو کې ممکن و. د يوولسمې پېړۍ په لومړيو کې، شا اوخوا 30000 کسان موجود و، چې هر کال يې ولايتي ازموينې ورکولې، کوم چې د پېړۍ تر پايه پورې سوکه سوکه شا او خوا 80000 کسانو ته ورسېدل، او په ديارلسمه پېړۍ کې دا شمېر 400000 و. که څه هم نوي ښاري دولتونه هم جوړ شوي وو، بيا هم واک ته د سونګ له رسېدو مخکې د ايالتونو او ښاري دولتونو هماغه شمېر موجود و. سره له دې چې ډېرو خلکو ازموینه کې شمولیت درلود، په حکومت کې تقريباً هماغه شمېر منل کېدل، کوم به چې پخوانيو پړاونو کې وو، په دې ډول د هيله منو محصلينو او پوهانو تر منځ د ملکي خدمتونو ازموينې ډېرې رقابتي وې. [۸]