Jump to content

د سومالیا کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سومالیا کورنۍ جګړه (په سومالي ژبه: Dagaalkii Sokeeye ee Soomaaliya؛ په عربي ژبه: الحرب الأهلية الصومالية al-ḥarb al-’ahliyya aṣ-ṣūmāliyya) یوه دایمي کورنۍ جګړه ده چې په سومالیا کې روانه ده. دا جګړه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سیاد بري په مشرۍ د پوځي حکومت پر وړاندې مقاومت څخه راټوکېدلې ده. له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې د سومالیا وسله‌وال پوځ د بېلابېلو وسله‌والو یاغي ډلو لکه په شمال ختيځ کې د سومالیا د ژغورنې دیموکراتیکه جبهه، په شمال لویدیځ کې د سومالیا ملي غورځنګ او د سویل په کنګره کې د متحدې سومالیا جبهو پر وړاندې جګړه پیل کړه. مخالفو وسله‌والو طایفه‌يي ډلو په ۱۹۹۱ کال کې د بري دولت نسکور کړ. [۱][۲][۳][۴]

بېلابېلو وسله‌والو سیاسي ډلو د واک په خلا او ورپسې ناکراریو کې د نفوذ لپاره په ځانګړي ډول په لویدیځ کې سیالي پيل کړه. له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۲ دودیزحقوق په لنډمهالي ډول له‌منځه لاړل او د سیاسي ډلو ترمنځ نښتې پراخې شوې. سومالیا د مرکزي دولت په نه موجودیت کې په یو «ماته خوړلي» دولت بدله شوه. دا چاره د ۱۹۹۲ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو د UNOSOM I (په سومالیا کې د ملګرو ملتونو لومړي عملیات) د پوځي ناظرانو دننه کېدلو لامل شوه او ورپسې یې UNITAF (متحد کاري ځواک) او UNOSOM II (په سومالیا کې د ملګرو ملتونو دویم عملیات) لوی مارموریتونه ګړندي کړل. په ۱۹۹۳ کال کې د سومالیا سیاسي ډلو او UNOSOM II تر منځ د وسله‌والې نښتې په دوام ملګري ملتونه په ۱۹۹۵ کال کې له سومالیا څخه خارج شول. د مرکزي حکومت تر نسکورېدو وروسته په ډېریو سیمو کې دودیز او مذهبي قانون بېرته راستون شو. په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۸ کلونو کې د هېواد په شمالي برخه کې دوه خپلواک سیمه‌ییز دولتونه رامنځته شول. دا د جګړې په شدت کې د نسبي کموالي لامل شو، داسې چې د ستاکهولم د سولې د څېړنو نړيوالې مؤسسې سومالیا په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ کال کې د خپلو اصلي وسله‌والو نښتو له نوملړ څخه حذف کړه.  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۲۰۰۰ کال کې ملي انتقالي دولت او وروپسې په ۲۰۰۴ کال کې فېدرال انتقالي دولت (TFG) رامنځته شو. د نښتو د راټیټېدلو بهیر په ۲۰۰۵ کال کې ودرېد او له ۲۰۰۵-۲۰۰۷ څخه دوامدارې ویجاړوونکې جګړې په سویل کې پېښې شوې، خو د جګړې شدت د ۱۹۹۰یمې لسیزې د لومړیو په پرتله ډېر راټيت و. ايتوپي پوځيانو په ۲۰۰۶ کال کې د جنوب ستره برخه د اسلامي محکمو له اتحادیې (ICU) څخه چې تازه جوړه شوې وه ولکه کړه. وروسته ICU په لا ډېرو سخت دریځو ډلو په ځانګړي ډول الشباب ووېشل شوه، چې د سومالیا له دولت او د AU تر امر لاندې د AMISOM (په سومالیا کې د افریقايي اتحاديې ماموریت) سوله ساتي ځواکونه له هغه مهال راهیسې د هېواد د کنترول لپاره مبارزه کوي. سومالیا له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د ۶ کلونو لپاره د هېوادونو د زیانمنتوب شاخص په کلني نوملړ کې ځای درلود. [۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د مقدماتي غونډې په بهیر کې کینیايي پوځيان له الشباب سره د مبارزې او په سومالیا کې دننه د یوې سپر سیمې د رامنځته کولو لپاره د سومالیا سویل ته (د لېندا نچي عملیات) دننه شول. کینيايي پوځيان د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې په رسمي ډول په څو ملیتي پوځ مدغم شول. د سومالیا فېدرال دولت د ۲۰۱۲ کال تر اګست پورې رامنځته شو چې د کورنۍ جګړې د پيل له وخت څخه د دې هېواد لومړنی دایمي مرکزي دولت جوړوي. ورپسې نړیوالو شنونکو او ذینفعانو سومالیا یو «زر ماتېدونکی هېواد» وباله چې د ثبات لورته د پرمختګ په حال کې دی.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سیاد بري د دولت انحطاط او سقوط (۱۹۷۸-۱۹۹۱)

[سمول]

د ۱۹۷۸ کال په مارچ کې د اودګان په جګړه کې د سومالیا تر ماتې، د سومالیایانو تر منځ د ولسمشر محبوبیت راکم شو او د هغه د جنرالانو تر منځ پراخه نارضایتي د ۱۹۷۸ کال د اپرېل د ۱۰مې د کودتا لامل شوه.

د کودتا ډېری سرمشران راټول او اعدام شول، خو ځینې يې وتښتېدل او د سومالیا د ژغورنې دیموکراتیکه جبهه يې رامنځته کړه او بغاوت یې پیل کړ چې په نهایت کې يې ۱۳ کاله وروسته سیاد بري له واک څخه لرې کړ.

بري د ۱۹۸۶ کال په مې میاشت کې د موټر د ټکر په ترافیکي پېښه کې هغه مهال سخت ټپي شو چې د هغه موټر د شدید باران او توپان له امله له یو بس له شاه سره ولګېد. د سر د ټپونو، د پوښتیو د ماتېدو او شوک له امله د یوې میاشتې لپاره د سعودي عربستان کې په یوه روغتون کې د هغه درملنه وشوه. ډګر جنرال محمد علي سماتار چې هغه وخت د ولسمشر لومړی معاون و په څو راتلونکو میاشتو کې د دولت د رئیس په توګه عمل وکړ. که څه هم د بري روغتيايي وضعیت په کافي اندازه رغېدلی و چې ځان د ۱۹۸۶ کال د ډېسمبر په ۲۳مه یوې نوې ۷ کلنې دورې ته وروپېژني، خو د هغه عمر او بد روغتيايي وضعیت د دغې ګومانونو د رامنځته کولو لامل شو چې څوک به د هغه ځای ناستی وي. د ساماتار سربېره د هغه زوم جنرال احمد سلیمان عبدیله چې هغه وخت د هېواد د کورنيو چارو وزیر و د هغه له احتمالي سیالانو و.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د واک د خوندیتوب په هڅه کې د بري واکمنې عالي انقلابي شورا (SRC) په زیاتېدونکي ډول ټوټالیټره او زورواکې شوه. دا چاره د هغه له دولت سره د مخالفت د ډېروالي لامل شوه. بري پر ملت‌پالنې د تکیې له پرېښودلو سره هڅه وکړه چې تر ډېره پر خپله داخلي کړۍ تکیه وکړي او له تاریخي قبیلوي دوښمنیو څخه په ګټې اخیستنې د ناکرارۍ مخه ونیسي. د ۱۹۸۰ لسیزې په منځنۍ برخه کې د ایتوپیا د درګ کمونیستي دولت په ملاتړ د مقاومت ډېر غورځنګونه په ټول هېواد کې رامنځته شول. بري د هغو کسانو پر وړاندې ترټونکي/تنبهيي اقدامات تر سره کړل چې د هغه په نظر يې له چریکیانو څخه په ځانګړي ډول په شمال کې ملاتړ کاوه. په دې ځپنه کې د ښارونو بمبارول شامل وو چې د شمال لویدیځو د هارجیسا اداري مرکز او د سومالیا د ملي غورځنګ اډه (SNM) په ۱۹۸۸ کال کې د هدفي سیمو تر منځ وې.  [۲۸]

د ۱۹۸۱ کال په ډېسمبر کې د سومالیا په شمال کې ناکرارۍ په هارجیسیا کې د ۳۰ متخصصو اسحاق‌یانو له نیولو سره چې د ځان بسیاینې/خودکفایۍ یو سیمه‌ییز ګروپ يې رامنځته کړی و پیل شوې. دا چاره د قدرت له منصبونو لکه قضا او امنیتي خدماتو څخه د ټولو اسحاق‌یانو د لرې کولو لپاره د سیستماتیکو هڅو او همدارنګه د اسحاق‌یانو پر وړاندې د سخت دریځو سیاستونو لکه د اقتصادي جګړې د اعلان لامل شوې. د غیر اسحاقي دولت ملاتړو د واک لېږد، د بري د رژیم پر وړاندې د بغاوت لپاره اسحاقي ټولنې لا راوپارولې او د سومالي‌لنډ د خپلواکي جګړې د ماتې له اصلي لاملونو څخه و.   [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۹۸۸ کال کې سیاد بري او د ایتوپیا دیکتاتور منګیستو هایله ماریم پر یوې پټې معاملې هوکړه وکړه چې له مخې يې باید هر یو د یو بل خلاف د بلواوو له کوربه‌توب څخه لاس اخیستی وی. دا چاره د دې لامل شوه چې د سومالیا ملي غورځنګ (SNM) د ایتوپیا پر پوله له خپلو اډو څخه د سومالیا پر شمال برید وکړي. د بري رژیم د بشري حقونو په «سیستماتیک» سرغړاوي د اسحاق ټبر د زرګونه افرادو د نسل‌وژنې له طریقه چې ۲۰۰۰۰۰ ملکیانو او ورپسې په ایتوپیا کې د ۵۰۰۰۰۰ نورو کسانو د پناه غوښتنې لامل شوه ځواب ورکړ.   [۳۳][۳۴][۳۵]

د بشردوستانه مرستو د دغو ناسمو ګټو اخیستنو په ځواب کې لویدیځ مرسته‌کوونکي د سوماليا پر رژيم چې هغه مهال يې په شدید ډول له خارجي مرستو سره تړاو درلود خپلې مالي مرستې ودرولې. دا د دولت « د چټک په شا تګ» لامل شوه، چې د سومالیا د شیلینګ (د همدې هېواد د پولي واحد نوم، ژباړن) د ارزښت له شدید ټيټوالي او د سوماليا د پوځي واحدونو په‌واسطه د پوځیانو له پراخې تېښتې سره مل وو.  [۳۶]

په ۱۹۹۰ کال کې، د جګړې له شدت سره د سوماليا لومړی ولسمشر عدن عبدالله عثمان دار او شاوخوا ۱۰۰ نورو سومالیايي سیاستوالو د پخلاینې د ملاتړ مانفیسټو/اعلامیه لاسلیک کړه. ورپسې یو شمېر لاسلیک کوونکي ونیول شول. د بري درنو تخنیکونو د بلواګرو یاغي غورځنګونو جذابیت لا ډېر پیاوړی کړ، که څه هم د دغو ډلو یواځینۍ مشترکه موخه د دولت نسکورول وو. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Ken Menkhaus, 'Local Security Systems in Somali East Africa,' in Andersen/Moller/Stepputat (eds.), Fragile States and Insecure People,' Palgrave, 2007, 73. Archived February 22, 2014, at the Wayback Machine.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Ken Menkhaus, "Local Security Systems in Somali East Africa," Fragile States and Insecure People, 2007, 73.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. In 2007, Menkhaus wrote that 'armed conflict in Somalia has generally subsided since the early 1990s. Armed clashes continue to break out, but are nowhere near the scale and intensity of the fighting that destroyed Hargeisa in 1988–89 or Mogadishu in 1991–92.' Menkhaus, FSIP, 2007, 75.
  12. In 2007, Menkhaus wrote that 'armed conflict in Somalia has generally subsided since the early 1990s. Armed clashes continue to break out, but are nowhere near the scale and intensity of the fighting that destroyed Hargeisa in 1988–89 or Mogadishu in 1991–92.' Menkhaus, FSIP, 2007, 75.
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Menkhaus 2007, op. cit., 76.
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. United Nations Security Council, Report of the Monitoring Group on Somalia and Eritrea pursuant to Security Council Resolution 2002 (2011), S/2012/544, p.226
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. World of Information (Firm), Africa Review, (World of Information: 1987), p.213.
  24. Arthur S. Banks, Thomas C. Muller, William Overstreet, Political Handbook of the World 2008, (CQ Press: 2008), p.1198.
  25. National Academy of Sciences (U.S.). Committee on Human Rights, Institute of Medicine (U.S.). Committee on Health and Human Rights, Scientists and human rights in Somalia: report of a delegation, (National Academies: 1988), p.9.
  26. World of Information (Firm), Africa Review, (World of Information: 1987), p.213.
  27. Arthur S. Banks, Thomas C. Muller, William Overstreet, Political Handbook of the World 2008, (CQ Press: 2008), p.1198.
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  39. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).