د سولې او جګړې مطالعات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د سولې او جګړې مطالعات د ټولنیزو علومو یوه برخه ده، چې د تاوتریخوالي او نه تاوتریخوالي یا عدم تشدد چلندونه او همدارنګه په جګړو کې د ګډون کولو جوړښتي میکانیزمونو (د ټولنیزو شخړو په ګډون) پېژندنه او تحلیل، د هغو پروسو یا مراحلو درک یا پوهېدنه چې د مطلوب انساني حالت د رامنځته کېدو لامل کېږي په برکې نیسي. په دې هکله یو توپیر، د سولې مطالعات (ایرنولوژي)، یوه بین الرشته یي هڅه ده چې موخه یې د شخړو مخنیوی، نرمښت، او په سوله ییز ډول د شخړو حلول دي، چې په دې توګه د جګړې د ښکیلو خواوو لپاره د «بریالیتوب» په هڅه کې دي.[۱]

دا ټولنیز علم د نظامي مطالعاتو پر خلاف دی، چې موخه یې په شخړو کې په اغېزمن ډول د بریالیتوب لاسته راوړنه په داسې ډول ده چې په جګړې کې د ټولو ښکېلو خواوو لپاره نه، بلکې د یوه یا ډېرو ښکېلو خواوو د رضایت لپاره د تاوتریخوالي له لارې نه کار اخلي. ښايي چې دغه ښکېلې څانګې لکه فلسفه، سیاسي علوم، جغرافيه، اقتصاد، ارواپوهنه، د اړیکو مطالعات، ټولنپوهنه، نړیوالې اړیکې، تاریخ، انتروپولوژي یا انسان پوهنه، مذهبي مطالعات، جنسیتي مطالعات، او همدارنګه یو شمیر نورې هم په کې شاملې وي. د دې برخې اړوند فرعي مضامین لکه د سولې اقتصاد، ښايي د سولې او جګړې مطالعاتو پورې اړوند وګڼل شي.

تاریخي مخینه[سمول]

د سولې او جګړې مطالعات دواړه یو تدریسي فعالیت دی، چې دې کې ښوونکي زده کونکو ته پوهه لیږدوي، او یو څیړنیز فعالیت دی، چې څیړونکي د جګړو د سرچینو په اړه نوې پوهه رامنځته کوي. د سولې او جګړې مطالعات چې د سیاسي حالت په توګه تعریفېږي د سولې د مفهوم درک او پوهېدو ته اړتیا لري چې د رسمي او غیر رسمي بنسټونو او کړنو له لارې عدالت او ټولنیز ثبات تضمینوي.

د ښوونیز فعالیت په توګه[سمول]

له ډېرې مودې راهیسې د نړۍ د پخوانیو پوهنتونونو فیلسوفان یا د پوهې خاوندان او زده کوونکي له سولې سره مینه او د هغې لپاره انګېزه لري. هغه څه چې موږ یې نن د سولې مطالعاتو په اړه فکر کوو، هغه د لومړي ځل لپاره د امریکا د دنننۍ جګړې نه وروسته کلونو کې د امریکایی زده کوونکو د لیوالتیا پر بنسټ د پوهنتون د ټولنو په توګه راڅرګند شوو. د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کلونو کې په سویډن کې ورته خوځښتونه څرګند شوو. د زده کوونکو له خوا رامنځته شوې د بحث ډلې وې، خو هغه رسمي  دورې نه وې چې د پوهنتون په نصاب کې شاملې وې. د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د سولې د مطالعاتو لومړنۍ پېژندل شوې دوره په ۱۸۸۸ کې په Swarthmore پوهنتون کې وړاندې شوه. [۲]

لومړۍ نړیواله جګړه د جګړې په اړه د غرب په چلند کې د عطف ټکی و. د ۱۹۱۹ کال د پاریس په سوله کې - چیرې چې د فرانسې، انګلستان او متحده ایالاتو مشرانو په ترتیب سره د جورج کلیمینسو، ډیویډ لویډ جورج، او ووډرو ویلسن په مشرۍ، د اروپا د راتلونکي په اړه پریکړه وکړه - ولسن د سولې لپاره خپل مشهور څوارلس ټکي وړاندیز کړل. په دې کې په ملي دولتونو کې د اروپایي سترواکیو وېش او د ملتونو ټولنې تاسیسول شامل دي.  [۳]

د څیړنې فعالیت په توګه[سمول]

که څه هم انفرادي مفکرینو لکه امانویل کانټ له اوږدې مودې راهیسې د سولې د مرکزیت په اړه پوه و، له ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو نه دمخه د سولې مطالعات له خپلو ځانګړو څیړنیزو وسایلو سره د علمي انضباط، د مفکورو یوې ځانګړې ډلې، او د بحث ډولونو لکه ورځپاڼو او کنفرانسونو په توګه راڅرګند شوو. د ۱۹۵۹ز کال په پیل کې، د سولې د څیړنې اوسلو انسټیټیوټ (PRIO) له تاسیس سره، چې له یوهان ګالټونګ سره تړاو لري، یو شمیر نور څیړنیز انستیتیوټونه هم راڅرګند شول. [۴]

په ۱۹۶۳ز کال کې، د سیمه ییزو علومو اصلي بنسټ ایښودونکي والټر ایزارډ، د سویډن په مالمو کې د سولې د څیړنې ټولنې د جوړولو په موخه د پوهانو یوه ډله سره راغونډه کړه. د لومړنیو غړو په ډله کې کینیت بولډینګ او اناتول ریپوپورټ شامل وو. په ۱۹۷۳ کې، دا ډله د سولې د علم پر ټولنې بدله شوه. د سولې علم د یوې بین الرشته يي او نړیوالې هڅې په توګه ګڼل کېږي، چې د ځانګړو مفاهیمو، اصولو او معلوماتو د ټولګې وده ورکول او د جګړې درک او کموالی په کې شامل دي. [۵][۶][۷][۸][۹]

نظریات[سمول]

د سولې مفاهیم[سمول]

په اوس وخت کې په پراخه کچه د سولې منفي او مثبت چوکاټ کارول کیږي. منفي سوله د مستقیم تاوتریخوالي نشتوالي ته اشاره کوي. مثبته سوله د غیر مستقیم او جوړښتي تاوتریخوالي نشتوالي ته اشاره کوي، او هغه مفهوم دی چې د سولې او جګړې ډیری څیړونکي یې غوره ګڼي او یا یې کاروي. ډیری وختونه دا ګالټونګ پورې اړوندېږي، خو مخکې هم دا اصطلاحات په ۱۹۶۳ کې د مارټین لوتر کینګ له خوا د «برمنګهم له بندیخونې نه لیک» کې کارول شوي وو، چې هغه کې یې د «منفي سولې چې د کړکېچ نشتوالی دی» او «مثبته سوله چې د عدالت شتون دی» په هکله لیکلي و. ښايي دا اصطلاحات د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۷ کې د جین اډمز د سولې نويو نظریاتو په کتاب کې کارول شوي وي. [۱۰]

د جګړې لګښت[سمول]

د جګړې لګښت هغه وسیله ده چې هڅه کوي د جګړې له کبله د انسان نسل ته د اوښتو زیانونو لګښت محاسبه کړي. موخه دا ده چې دا لګښت نه یوازې د مرګونو او تلفاتو او د ښکیلو خواوو له خوا د  رامنځته شويو اقتصادي لګښتونو یا زیانونو، بلکه د جګړې ټولنیزې، پرمختیایي، چاپیریالي او ستراتیژیک لګښتونه هم څېړي. دا کړنلاره د جګړې مستقیم لګښتونه په پام کې نیسي، د بیلګې په توګه د انسانانو مړینې، لګښتونه، د ځمکې ویجاړتوب او فزیکي زیربناوې؛ همدارنګه غیر مستقیم لګښتونه چې پر ټولنې اغیزې کوي، د بیلګې په توګه مهاجرت، سپکاوی، د افراطیت وده او د مدني ټولنې نشتوالی په کې شامل دي.[۱۱]

پوځ ته د سولې او جګړې ښوونه[سمول]

د سولې او جګړې د مطالعاتو د په زړه پورو پرمختګونو له ډلې نه د نظامي پرسونل یا کارکوونکو شمېر دی چې دا ډول مطالعات ترسره کوي. دا کار یو څه ننګونې رامنځته کوي، ځکه چې پوځ هغه اداره ده چې د جګړې لپاره په کلکه ژمنه ده. د جیمز پاڼې په «پوځ ته د سولې ښوونې» مقالې کې چې د سولې بیاکتنې یا Peace Review په ورځپاڼې کې خپره شوې، څلور اصله مطرح کوي چې باید د دې ژمنې زېربیناوې وي، د بیلګې په توګه، درناوی خو د پوځي تجربې د امتیاز پر بنسټ نه، د عادلانه جګړې د تیورۍ ښوونه، د عدم تشدد د تخنیکونو د پوهاوي په موخه د زده کوونکو هڅونه او د نظامي فضیلت یا غوره والي اهمیت پېژندنه.[۱۲]

نیوکه او جنجال[سمول]

د سولې او جګړې د مطالعاتو په هکله یو شمیر جدي نیوکې شوي.

باربرا کی، د نشنل پوسټ مقاله لیکونکې، په ځانګړې توګه د جوهان ګالټینګ نارویژي پروفیسور چې د عصري سولې د څیړنو مشر ګڼل کیږي پر نظر باندې نیوکه وکړه. کی لیکلي چې ګالتونګ د «بډایه، لویدیځ، مسیحي» ډیموکراسۍ د «جوړښتي فاشیزم» په اړه لیکلي، فیډل کاسټرو ستايي، په ډېر ټینګار سره په ۱۹۵۶ کې پر هنګري باندې د شوروي له یرغل سره مخالفت کوي، الکساندر سولزینیتسین او اندری سخاروف یې د «تر څار لاندې نخبه شخصیتونو» په توګه یاد کړي دي. ګالتونګ د چین د «بې پایې خپلواکۍ» لپاره د ماو زیډونګ ستاینه هم کړې. ګالتونګ دا هم ویلي چې د امریکا متحده ایالات یو «وژونکی هیواد» دی چې د «نوي فاشیست دولتي تروریزم» په برخه کې ګرم دی او د راپورونو له مخې یې ادعا کړې چې د واشنګټن ډي سي ویجاړول د امریکا د بهرني سیاست له مخې توجیه کیدای شي. هغه کله چې په ۱۹۹۹ کال کې د ناټو له خوا په یوګسلاویا کې د بمباریو پر مهال پر کوزوو هم بمبارۍ وشوې نو له دې کبله یې د امریکا متحده ایالات له نازي جرمني سره پرتله کړي دي. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Dugan, 1989: 74
  2. "125 Years of Peace and Conflict Studies in Higher Education at Swarthmore College | Peace and Conflict Studies at Swarthmore College". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Keynes 1920
  4. Harris, Fisk, and Rank 1998
  5. Home Archived 2007-08-26 at the Wayback Machine.
  6. "Peace Studies Program – Student Information- Graduate Minor Field". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Correlates of War 2". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "KU Leuven Faculteit Sociale Wetenschappen - Centrum Voor Politicologie - Algemeen". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "About the Peace and Justice Studies Association". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Galtung & Jacobsen 2000
  11. "Strategic Foresight Group - Anticipating and Influencing Global Future". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Page, James S. 2007. 'Teaching Peace to the Military'. Peace Review, 19(4):571–577.
  13. "Barbarians within the gate Archived 2011-09-30 at the Wayback Machine." by Barbara Kay, National Post, February 18, 2009.
  14. Bawer 2007