د سوسیالیزم تاریخ
د سوسیالیزم تاریخ د فرانسې د ۱۷۸۹ز کال له انقلاب او هغو بدلونونو سرچینه اخلي، چې دغه انقلاب له ځانه سره راوړي وو، که څه هم دا په لرغونو حرکتونو او نظرونو کې مخینه لري. د کمونیست منشور په ۱۸۴۷-۴۸ز کال کې د کارل مارکس او فریدریک انګلز له خوا د ۱۸۸۴ز کال له انقلابونو مخکې په اروپا کې لیکل شوی و او هغه څه یې بیان کړل، چې دوی یې ساینسي سوسیالیزم بولي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستۍ درېیمه برخه کې په اروپا کې ډیموکراټیک سوسیالیزم ته وقف شوي ګوندونه په عمده توګه له مارکسیزم نه راوتلي دي. د اسټرالیا کارګر ګوند د نړۍ لومړی منتخب ګوند و، چې په ۱۸۹۹ز کال کې یې د یوې اوونۍ لپاره د کوینزلېنډ په کالونۍ کې حکومت جوړ کړ. [۱]
د ۲۰مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې شوروي اتحاد او په ټوله نړۍ کې د درېیم نړیوالکمونیست ګوندونه په عمده توګه د سوسیالیزم د استازولۍ لپاره راغلل، ترڅود شوروي د اقتصادي پراختیا ماډل او مرکزي پلان شوی اقتصاد وښيي، چې د یوه دولت له خوا یې لارښوونه کېږي، څو د تولید د ټولو وسیلو مالکیت وکړي. که څه هم نورو لېوالتیاوو هغه څه وغندل، چې دوی د ډیموکراسۍ د نشتوالي په توګه ولیدل. په انګلستان کې هربرټ موریسن وویل، چې سوسیالیزم هغه څه دي، چې د کار حکومت یې ترسره کوي، په داسې حال کې چې انورین بیوان استدلال وکړ، چې سوسیالیزم اړتیا لري د کارکوونکو له ډیموکراسۍ سره د اقتصادي فعالیتونو اصلي بهیر تر عامه لارښوونو لاندې راوستل شي.ځینو استدلال کاوه، چې پانګوالي له منځه تللې ده. سوسیالیستي حکومتونو ګډ اقتصاد له جزیي ملي کولو او ټولنیزې هوساینې سره رامنځته کړ.[۲][۳]
په ۱۹۶۸ز کال کې د ویتنام اوږده جګړه نوو کیڼ اړخو ته ورسېده، سوسیالیستان چې پر شوروي اتحاد او ټولنیزې ډیموکراسۍ یې د نیوکې کولو لېوالتیا لرله،د انارکو - سنډیکالیستانو او د نويو کیڼ اړخو عناصرو او نورو د کوپراتیفونو یا د کارګرو د شوراګانو په بڼه د نامتمرکز ټولنیز مالکیت پلوي کوله. سوسیالیستانو د چاپېریالیزم، فیمینیزم او پرمختګپالنې په څېر د نورو ټولنیزو خوځښتونو لاملونه هم منلي دي. د ۲۱مې پېړۍ په پای کې لاتین امریکا ګلابي څپې ولیدې، چې د ۲۱مې پېړۍ د سوسیالیزم اتله شوه. په دې کې د سترو ملي شتمنیو د ملي کولو تګلاره، د امپریالیزم ضد، کیڼ اړخ پاپولیزم او د واشنګټن د توافق او د نیو لیبرال د تمثیل ردول شامل وو. د وینزویلا ولسمشر هوګو چاویز په لومړي ځل ددې چارې مشري کوله. [۴][۵]
د سوسیالیزم سرچینې
[سمول]په لرغونتوب کې
[سمول]مفکورې او سیاسي دودونه، چې په مفهومي توګه د عصري سوسیالیزم له مفکورې سره تړاو لري، له لرغونو او منځنیو پېړیو سرچینه اخلي. لرغوني مصر یو پیاوړی، یو موټی او ډیموکراټیک دولت درلود، چې د خپل معبد د سیستم پر اساس یې بزګران په لویو کاري پروژو ګومارل او د اقتصادي کلیدي برخې مالکیت یې درلود؛ لکه د غلو دانو درمندونه، چې په سختو وختونو کې پر وګړو غله دانه وېشي. د حکومت دغه نظام ته ځینې وخت «دیوکراتیک سوسیالیزم» هم ویل کېږي. [۶][۷][۸]
لومړنی عصري سوسیالیزم (۱۸۰۰-۱۸۳۰ز کلونه)
[سمول]لومړني عصري سوسیالیستان د ۱۹مې پېړۍ په پيل کې د لوېدیځې اروپا ټولنیز نقادان وو. په دې دوره کې سوسیالیزم له بېلابېلو نظریو او تجربو راڅرګند شو، چې په عمده توګه له برتانوي او فرانسوي مفکرانو سره تړاو لري، په ځانګړې توګه چارلس فویریر، سینټ سایمون، رابرټ اوون. د ټولنیزو لیکو په اوږدو کې د ټولنې د بیا تنظیمولو اصول ټاکل، سینټ سایمون، فویریر او اوونس د هغه څه لپاره د لومړنیو مدافعینو په توګه خدمت کاوه، چې وروسته د یوټوپین سوسیالیزم په نوم وپېژندل شول. د دې اصلي یوټوپیايي سوسیالیستي مفکرینو نظر یو شان نه و، د بېلګې په توګه سینټ سایمون او فوریر د شخصي ملکیت لغوه کولو یا د ډیموکراټیکو اصولو پلي کولو ته اړتیا نه لیدله، په داسې حال کې چې اوون د ډیموکراسۍ او د ملکیت د ډلهییز مالکیت ملاتړ کاوه. په نورو لومړنیو سوسالیستانو کې انګرېز سخت دریځه کارګر پاڅون کوونکي توماس سپنس او د هغه پلویان سپنسان شامل دي، چې د برتانیا د کارګرانو په لومړیو کې د پام وړ شخصیتونه وو.[۹][۱۰] [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
کله چې فوریر او اوون د کوچنیو پلان شوو یوټوپیايي ټولنو پر بنسټ د سوسیالیزم د جوړولو په لټه کې وو، سینټ سایمن غوښتل چې د ډېر نوښت له لارې بدلون راولي او صنعتکاران او متخصصین د ټولنې مسؤلیت په غاړه واخلي. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د اوون، سینټ سایمون او فوریر په څېر مفکرینو او د یوټوپیايي تیورۍ پیروانو کولای شوای د کوپراتیف، طبیعت پوه، متقابلې اتحادیې، سوشنترین، فلانستریان، اګرارینسټ او راډیکال اصطلاحاتو د تشریح کولو لپاره د دوی اندونه وکاروي. د سوسیالیست انګلیسي کلمه «سوشلیست» په خپله اوسنۍ معنا کې د اونېټ له فکر سره تړاو لري او تاریخ یې تر ۱۸۲۲ز کال پورې رسېږي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په فرانسه کې سوسیالیست مفکرانو
[سمول]په فرانسه کې سوسیالیست مفکرانو او سیاستپوهانو لکه پيیر جوزف پروډون او لویس بلانک خپلو مساوي اقتصادي او ټولنیزو نظریو ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې پخوانیو سوسیالیستانو د ټولنې په تدریجي بدلون ټینګار کاوه، په ځانګړې توګه د کوچنیو یوټوپیايي ټولنو د بنسټ له لارېډېر سوسیالیستان د دې کړنلارې له عملي کېدو ناهیلي شول او پرځای یې په مستقیم سیاسي عمل ټينګار وکړ. پخواني سوسیالیستان د یوې ټولنې لپاره د سیالۍ پرځای د همکارۍ پر بنسټ په خپلو هیلو کې یو موټي وو.
چارتزم چې تر۱۸۳۸ - ۱۸۵۸ز کلونو پورې یې وده وکړه، په اروپا کې یې د کارګرو لومړی منظم خوځښت رامنځته کړ، د ۱۸۳۸ز کالد منشور لپاره یې د پام وړ شمېر خلک راټول کړل، چې د ټولو نارینه بالغانو لپاره یې د رایې ورکولو د پراختیا غوښتنه کوله. په خوځښت کې مخکښو مشرانو هم د عاید د مساوي وېش او د کاري طبقو لپاره د ژوند د غوره شرایطو غوښتنه وکړه. د لومړي ځل لپاره ددې غوښتنې د لا پیاوړتیا په توګه د سوداګرۍ اتحادیې او د مصرفوونکو کوپراتیف ټولنې هم د چارټیسټ خوځښت په منځ کې جوړې شوې. د سوسیالیزم کلمه په لومړي ځل د ۱۸۳۲ز کال د فبرورۍ په ۱۳مه په لي ګلوب کې وکارېده، د فرانسې د سینټ سمونیان ورځپاڼه، چې د پییر لیروکس له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و. لیروکس چې عیسوی سوسیالیست و، انفرادیت یې لومړۍ اخلاقي ناروغي ګڼله، چې ټولنه ترې ځورېږي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
پیري جوزف پروډون
[سمول]پيري جوزف پروډون (۱۸۰۹ز-۱۸۶۵ز) وویل چې: ملکیت غلا ده او سوسیالیزم د ټولنې د ښه والي لپاره هره هیله وه. پروډون ځان یو انارکیست وباله او وړاندیز یې وکړ چې: د افرادو ازاده ټولنه باید د جبري دولت ځای ونیسي. پروډون پخپله، بینامین ټکر او نورو دا نظرونه په متقابل لوري کې رامنځته کړل. په داسې حال کې چې میخایل باکونین (۱۸۱۴-۱۸۷۶)، پیټر کروپوټکین (۱۸۴۲-۱۹۲۱ز کلونه) او نورو د پروډون نظرونه په دودیز ډول سوسیالیستي لوري ته تطبیق کړي. پروډون په ۱۸۴۶ز کال کې مارکس ته په یوه لیک کې لیکلي وو: «ما ستونزه په دې ډول مطرح کړه: ټولنې ته د اقتصادي ترکیب له لارې د هغې شتنمنۍ بېرته راګرځول، چې له ټولنې د بل اقتصادي ترکیب له لارې اېستل شوې وي، په بله وینا د سیاسي اقتصاد له لارې د ملکیت نظریه د ملکیت پر وړاندې په داسې ډول بدله کړئ، چې تاسو د المان سوسیالیستیانو ټولنه یې وایئ او هغه څه، چې زه به ددې شېبې لپاره د ازادۍ یا مساوات په نوم ځان محدودوم». [۲۷][۲۸][۲۹]
الکساندر هرزن
[سمول]الکساندر هرزن یو روسي لیکوال، انقلابي او په روسیه کې د سوسیالیزم لومړنی اتل و. لیکنو یې په روسیه کې د الکساندر د واکمنۍ پر مهال د غلامۍ په ختمولو کې مرسته وکړه. وروسته د «روسي سوسیالیزم» د پلار په توګه وپېژندل شو. هزن په دې عقیده پیل وکړ، چې سوسیالیزم به بالاخره په روسیه کې د دودیز کلیوالي روسي کمیونال کلیو نه د خپل تبلیغ لپاره د بنسټ په توګه کار واخلي. له هیګل نه په اغېزمنتیا په دې اند و، چې د سوسیالیزم د رامنځته کېدو لپاره انقلاب ګړندی کېدای شي. د سوسیالیزم ډېر کتابونه یې په روسي ژبه وژباړل، څو د روسي ژبې ویونکو ته د لاسرسي وړ وي او د پرودون د خپرونو مالي ملاتړ یې وکړ. [۳۰][۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Blainey, Geoffrey (2000). A shorter history of Australia. Milsons Point, N.S.W. P: Vintage. p. 263. ISBN 1-74051-033-X.
- ↑ Bevan, Aneurin, In Place of Fear, p. 50, p. 126-128. MacGibbon and Kee, (1961).
- ↑ Anthony Crosland stated: "[T]o the question 'Is this still capitalism?' I would answer 'No'." In The Future of Socialism p. 46. Constable (2006).
- ↑ Garrett Ward Sheldon. Encyclopedia of Political Thought. Fact on File. Inc. 2001. p. 280.
- ↑ "Chavez accelerates on path to socialism". BBC News. 10 January 2007. Retrieved 8 July 2007.
- ↑ Thomas Walter Wallbank (1992). Civilization Past & Present: To 1714. HarperCollinsPublishers. p. 19. ISBN 978-0-673-38868-1.
- ↑ Karl Moore; David Charles Lewis (2 June 2009). The Origins of Globalization. Routledge. pp. 37–39. ISBN 978-1-135-97008-6.
- ↑ William Smaldone (8 August 2013). European Socialism: A Concise History with Documents. Rowman & Littlefield Publishers. pp. 2–3. ISBN 978-1-4422-0909-1.
- ↑ Cole, G.D.H. (2002). A Short History of the British Working Class Movement: 1789-1848. Routledge. pp. 65–66. ISBN 9780415265645.
- ↑ Joshua Muravchik (2003). Heaven on Earth: The Rise and Fall of Socialism. Encounter Books. p. 32. ISBN 978-1-893554-78-8.
- ↑ Dawson, Doyne (9 July 1992). Cities of the Gods: Communist Utopias in Greek Thought. Oxford University Press. pp. 39–42. ISBN 978-0-19-536150-6.
- ↑ Kenneth L. Campbell (18 December 2014). Western Civilization: A Global and Comparative Approach: Volume I: To 1715. Routledge. p. 40. ISBN 978-1-317-45227-0.
- ↑ Plato (2001). Plato's Republic, Books 1-10. Agora Publications, Inc. pp. 192–193. ISBN 978-1-887250-25-2.
- ↑ Dawson 1992، م. 43.
- ↑ Raymond Williams (16 May 1985). Keywords: A Vocabulary of Culture and Society. Oxford University Press, USA. pp. 287–288. ISBN 978-0-19-520469-8.
- ↑ "socialist", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (3rd ed.), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005
{{citation}}
: Invalid|mode=CS1
(help) (Subscription or UK public library membership required.): "1822 E.Cowper Let. to Robert Owen 2 Nov. in Revue d'Histoire Economique & Sociale (1957) 35 80 [She] seems well adapted to become what my friend Jo. Applegath calls a Socialist". - ↑ Shannon Kurt Brincat (12 December 2013). Communism in the 21st Century [3 volumes]. ABC-CLIO. p. 142. ISBN 978-1-4408-0126-6.
- ↑ Randall J. Soland (24 July 2017). Utopian Communities of Illinois: Heaven on the Prairie. Arcadia Publishing Incorporated. pp. 88–. ISBN 978-1-4396-6166-6.
- ↑ Nik Brandal, Øivind Bratberg and Dag Einar Thorsen. The Nordic Model of Social Democracy. Pallgrave-Macmillan. 2013. pg. 20
- ↑ Paul E Corcoran; Christian Fuchs (25 August 1983). Before Marx: Socialism and Communism in France, 1830–48. Palgrave Macmillan UK. p. 206. ISBN 978-1-349-17146-0.
- ↑ A new English dictionary on historical principles (vol 9, pt 1), founded mainly on the materials collected by the Philological Society, Edited with the assistance of many scholars and men of science See Volume 9, Part 1 of A New English Dictionary on Historical Principles, page 358, entry "Socialism," 1888, Clarendon Press, Oxford
- ↑ David Harvey (1 June 2004). Paris, Capital of Modernity. Routledge. p. 69. ISBN 978-1-135-94585-5.
- ↑ Compare: von Stein, Lorenz (1842). Der Sozialismus und Kommunismus des heutigen Frankreich (in الماني) (2 ed.). Leipzig (published 1847).
- ↑ Reybaud, Louis (1842). Études sur les réformateurs contemporains ou socialistes modernes [Studies on contemporary reformers or modern socialists: Saint-Simon, Charles Fourier, Robert Owen] (PDF) (in فرانسوي) (6 ed.). Paris: Guillaumin et Cie, Libraires (published 1849). بياځلي په 24 July 2016.
- ↑ Sydney Frank Markham (1930). A History of Socialism. A. & C. Black, Limited. p. 22.
- ↑ The Encyclopedia Americana. Americana Corporation. 1976. p. 149. ISBN 978-0-7172-0107-5.
- ↑ Alexander Gray (1947). The Socialist Tradition, Moses to Lenin. Longmans, Green. p. 490.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Proudhon, Pierre-Joseph, 1851, General Idea of the Revolution in the 19th Century, studies 6 & 7.
- ↑ W. Tcherkesoff (1902). Pages of Socialist History: Teachings and Acts of Social Democracy. C.B. Cooper. pp. 48–49.
- ↑ Carl Landauer (1960). European Socialism. University of California Press. p. 397.
- ↑ Viktor Grigoryevich Afanasyevv (1967). Scientific Communism: (a Popular Outline). Progress Publishers. p. 23.