Jump to content

د سوریه-لبنان کمپاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوریه-لبنان کمپاین چې د عملیاتو صادرکوونکي په توګه هم پېژندل کېږي، د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د ۱۹۴۱م کال د جون څخه تر جولای پورې په ویشي فرانسې، سوریه او لبنان باندې د بریټانیا برید وو. فرانسویانو په دې سیمه کې د وسله والو ځواکونو او دوه هوایي اډو په ساتلو سره خودمختاري په ۱۹۳۶م کال کې سوریې ته سپارلې وه.

د ۱۹۴۱م کال د اپرېل په ۱ نېټه، د عراق ۱۹۴۱م کال کودتا رامنځته شوه او عراق د رشید علي په مشرۍ د عراقي ملتپالانو تر کنټرول لاندې راغی چې له ایټالیا او آلمان څخه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه. د انګلیس او عراق جګړه (د ۱۹۴۱م کال د مې له ۲مې تر ۳۱مې) د علي رژیم د نسکورېدو او د انګلیس پلوه دولت د رامنځته کېدو لامل شو. د دې جګړې په اوږدو کې، اډمېرل فرانسوا دارلان، د ویشي کلیدي شخصیت، آلماني الوتکې ته اجازه ورکړې وه ترڅو په سوریه کې له ویشي هوایي اډو څخه په عراق کې د بریټانویانو د برید په ضد کار واخلي. بریټانیا د جون میاشت کې په سوریه او لبنان باندې برید وکړ ترڅو په مصر باندې د برید لپاره د نازي آلمان له لوري له ویشي فرانسې تر کنټرول لاندې سوریه او فرانسوی لبنان څخه د اډو په توګه کار وانخیستل شي، البته پس له هغه چې د برید ډار ډېر شو ځکه آلمان د یونان په جګړه کې (د ۱۹۴۱م کال اپرېل ۶-۳۰مې) او د کرېټ جګړه (د مې ۲۰مې تر جون ۱) کې بریالیتوب لاس ته راوړ. د افریقا شمال کې د لوېدیځې دښتې کمپاین (۱۹۴۰-۱۹۴۳) کې، بریټانویانو د طوبروک د محاصرې له منځه وړلو لپاره د Battleaxe عملیات چمتو کړل او په ایټوپیا او اریتریا کې د ختیځې افریقا کمپاین (د ۱۹۴۰م کال د جون ۱۰ – ۱۹۴۱م کال د نومبر تر ۲۷مې) سره جنګېدل.[۱]

ویشي فرانسویانو په شدت سره له سوریې دفاع وکړه؛ خو د جولاس په ۱۰مه، کله چې د آسټرالیا ۲۱مه لوا بېروت ته د ننوتو په حال کې وه، فرانسویان د اوربند په لټه کې وو. د جولای ۱۲ نیمې شپې څخه یوه دقیقه وروسته، اوربند رامنځته شو او کمپاین ته یې د پای ټکې کېښود. د ښاغلي جان دې آکر (د آکر کنوانسیون) اوربند د جولای په ۱۴مه د سیډني سمیټ بارک کې د ښار څخه بهر لاسلیک شو. د ټایم مجلې له دې نښتو څخه د «ګډې نندارې» په توګه یادونه کړې چې د رامنخته کېدو په حال کې وه او دا کمپاین ان په هغو هېوادونو کې چې په کې یې ګډون درلود، لږ پېژندل شوی دی. داسې شواهد شتون لري چې ښکاروي بریټانیا د جګړې رپوټونه سانسور کړل، ځکه چې سیاسیون په دې باور وو چې په انګلیسي ژبو هېوادونو کې د فرانسوي ځواکونو پر وړاندې ډېرې اړینې دښمنیانې هم کولی په عمومي افکارو منفي اغیزه ولري.

پس منظر

[سمول]

د ۱۹۴۱م کال د مې میاشت کې، اډمېرال فرانسوا دارلان د ویشي فرانسې په استازیتوب د پاریس پروتوکولونه لاسلیک کړل، له آلمانیانو سره یو تړون چې آلمان ته یې د ویشي فرانسې تر کنټرول لاندې فرانسه کې نظامي تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکوله. دا پروتوکولونه غیر تایید شوي پاتې شول، خو چارلز هانتزیګر، د ویشي د جګړې وزیر، هنري ډنتز، د شام عالي کمیشنر ته ځینې فرمانونه ولېږل ترڅو د آلمان لوفت وافه او د ایټالیا رېګیا ایروناوتیکا الوتکو ته په سوریه کې د تېل اخیستلو اجازه ورکړي. د فلیګرفوهرر ایراک تر قوماندې لاندې محور الوتکه چې د عراقي الوتکې په نوم پېژندل کېده، د انګلیس او عراق جګړې په اوږدو کې د عراق سلطنت په مسیر کې سوریه کې کېناسته. دارلان، یو تایید شوی انګلوفوب، آلماني او ایټالیوي الوتکو ته اجازه ورکړه ترڅو د سوریې له هوایي اډو څخه کار واخلي ترډېره حده د دې لپاره چې د ویشي فرانسې په کښتیو باندې بریټانیا برید کړی وو. هغه محاسبه وکړه چې د ۱۹۴۰م کال د جولای راهیسې، ۱۶۷ فرانسوي کښتۍ د انګلیسي ځواکونو له لورې نیول شوې دي. د پاریس پروټوکول پر اساس، فرانسویانو لپاره هم یو تړون ترسره شو چې د بریټانیا تر کنټرول لاندې د عراق په تېلي زیرمو باندې برید وکړي، هغه سپارښتنه چې دارلان وړاندې کړه. آلمانیانو د سوریې هوایي اډو د کارونې ترڅنګ، له ویشي چارواکو څخه اجازه وغوښته ترڅو په موصل کې عراقي ملتپالانو ته د تسلیحاتو د لېږد لپاره د سوریې اوسپنې پټلۍ څخه کار واخلي. د دارلان لېوالتیا ډکې محور پلوه اشارو په رڼا کې، آلمانیانو ۷۰۰۰ فرانسوي جنګي اسیران آزاد کړل چې له هغې ډلې ډېری یې مسلکي افسران او غیر مسئول افسران وو. جنرال پرسېوال واول، د منځني ختیځ قومندانۍ سرقومندان، د لوېدیځې دښتې د حالت، په کرېت باندې د آلمان نږدې یرغل او د آزادې فرانسې ادعاوو په هکله د شک له امله، سربېره پر دې چې دولت دې کار ته هڅاوه بیا هم هغه په سوریه کې د مداخلې هیڅ تمایل نه درلود.[۲][۳][۴][۵]

پیشنهاد

[سمول]

ویشي سوریه

[سمول]

ډنتز د شام پوځ سرقومندان (Armee du levant) وو چې میټروپولیان استعماري ځواکونه او ځانګړي ځواکونه (ځانګړي ځواکونه، ځایي سوري او لبناني سرتېري) یې درلودل. د عادي فرانسوي ځواکونو اوه پیاده کنډکونه د هغه په واک کې وو، چې په هغه کې د فرانسې بهرني لښکر شپږم بهرنی پیاده کنډک، ۲۴م استعماري پیاده کنډک او د «ځانګړو ځواکونو» یوولس پیاده کنډکونه، شامل وو؛ چې لږ ترلږه ۵۰۰۰ په آسونو سواره او سواره واحدونه، دوه توپخانه یي ډلې او ملاتړي واحدونه یې لرل. دې پوځ ۳۵۰۰۰ ځواکونه لرل چې ۳۵۰۰۰ منظم سرتېري چې په هغه کې ۸۰۰۰ فرانسوي او ۲۵۰۰۰ د سوریې او لبنان پیاده سرتېري شامل وو. فرانسویانو (د بریټانیا اټکل له مخې) ۹۰ ټانکونه، ۹۰ د Armee de l’air  الوتکې (چې له تقویه کولو وروسته ۲۸۹ ته زیاتې شوې) او Marine Nationale (د فرانسې سمندري ځواک) چې د Guepard او Valmy دوه ویجاړوونکې بېړۍ او همدارنګه د اېلان په نوم یو Sloop او درې اوبتلي بېړۍ، درلودلې.[۶][۷][۸]

د ۱۹۴۱م کال د مې په ۱۴مه، د شاهي هوایي ځواکونو (RAF) یوه بریسټول بلنهایم بم غورځوونکې چې په یوه کشفي ماموریت کې یې د سوریې مرکز، پالمېرا پر سر الوتنه کوله، د Junkers Ju 90 ټرانسپورټي تیاره یې ولیده چې الوتنه کوي، د هماغې ورځې په پای کې ډېری آلماني او ایټالیایي الوتکو الوتنه وکړه. په هوایي اډې باندې برید ته د هماغې شپې په پای کې اجازه ورکړل شوه. د آلماني او ایټالیایي الوتکو په وړاندې بریدونه چې په سوریه کې ترسره کېدل، دوام وموند او انګلیسانو ادعا وکړه چې د جون تر ۸مې پورې د محور ۸ الوتکې ویجاړې شوې دي. د ویشي فرانسوي ځواکونو د مې په ۲۸مه یوه بلنهایم الوتکه راوپرځوله، ټوله خدمه یې ووژله او د جون په ۲مه یې دوه نورې الوتکې هم ویجاړې کړې. فرانسوي جنګي الوتکې Morane-Saulnier M.S.406 هم د مې په ۲۸مه د آلمان Junkers Ju 52 الوتکې عراق کې د ننه سکورټ کړلې. RAF د ویشي مارټین 167F یو بم غورځوونکی د جون په ۶مه د بریټانیا تر حکم لاندې فلسطین کې راوپرځاوه. په داسې حال کې چې په سوریه او لبنان کې د فرانسې اوامرو ته د آلمان علاقه کمه وه، آډولف هېټلر د فرانسوي ځواکونو تقویې ته اجازه ورکړه او فرانسوي الوتکو ته یې د الجېریا تر سوریې مسیر په سر، کومه سیمه چې د محور لخوا کنټرول کېده، د الوتنې او په یونان کې د جرمني تر کنټرول لاندې الیوسینا هوایي اډې کې یې د تېل ډکولو اجازه ورکړه. په یونان او دودکانیز ټاپوګانو کې د آلماني الوتکو فعالیت د بریټانویانو لخوا د ویشي ځواکونو د ملاتړ په توګه تعبیر شو، خو که څه هم ډنتز د یوې لنډې مودې لپاره د آلمان مرستې منلو په هکله فکر وکړ، هغه دا سپارښتنه د جون په ۱۳مه رد کړه. د انګلیس او عراق جګړې په پای کې، ټولې ۱۴ د Messerschmitt Bf 110 آلماني اصلي الوتکې سوریې ته ولېږدول شوې او پنځه Heinkel He 111 الوتکې او په ډېر شمېر ټرانسپورټي الوتکې د انګلیسانو لخوا ویجاړې شوې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 34. ISBN 978-1-84884-336-3.
  2. Keegan p. 676
  3. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 35. ISBN 978-1-84884-336-3.
  4. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 35. ISBN 978-1-84884-336-3.
  5. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 35. ISBN 978-1-84884-336-3.
  6. Mollo, p.144
  7. Playfair, 2004 pp. 200, 206
  8. Long, 1953, pp. 333–334, 363
  9. Richards, 1974, p. 338
  10. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 43. ISBN 978-1-84884-336-3.
  11. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 43. ISBN 978-1-84884-336-3.
  12. Shores, 1970, pp. 242–244
  13. Shores & Ehrengardt p. 30
  14. de Wailly p. 246
  15. Sutherland, Jon; Canwell, Diane (2011). Vichy Air Force at War: The French Air Force that Fought the Allies in World War II. Barnsley: Pen & Sword Aviation. p. 44. ISBN 978-1-84884-336-3.