د سوداګرۍ اخلاق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوداګرۍ اخلاق (همدارنګه د شراکت د اخلاقو په توګه پېژندل کېږي) د کارېدونکو یا حرفوي اخلاقو هغه ډول دی چې په سوداګریز چاپېریال کې اخلاقي اصول او همدارنګه رامنځته کېدونکې انګېزوي او اخلاقي ستونزې ارزوي. دغه موضوع د سوداګریزو چارو په ټولو اړخونو کې د پلي کېدو وړ ده چې د افرادو او سازمانونو چلن ته اړوندېږي. دغه اخلاق له افرادو، سازماني اطلاعیو او یا هم قانوني نظام څخه سرچینه اخلي. دغه معیارونه، ارزښتونه، اخلاقي او غیر اخلاقي کړنلارې هغه اصول برابروي چې له مخې یو کسب او کار مخکې ځي. [۱][۲]

سوداګریز اخلاق هغو معاصرو سازماني معیارونو، ارزښتونو او د ارزښتونو او معیارونو هغو ټولګې ته نغوته کوي چې په یو سوداګریز بنسټ کې د یوه کس پر چارو او چلن حاکم دي. سوداګریز اخلاق دوه اړخه لري؛ د سوداګرۍ لپاره ټاکل شوي اخلاق یا هم توصیفي د سوداګرۍ اخلاق. د یو مشارکتي کار اوکاري تخصص په توګه دغه اړخ په لومړي ګام کې ټاکل کېدونی دی. د زده کړیالانو له خوا د سوداګریز چلن زده کړه بیا توصیفي اړخ ته اړتیا لري. د سوداګریزو اخلاقو د موضوعاتو حدود او کمیت له اقتصادي اندېښنو پرته د ګټې د زیاتولو منعکس کوونکي دي.

د ۱۹۸۰ مې او ۱۹۹۰ مې لسیزو پر مهال په لویو شرکتونو او همدارنګه په پوهنتونونو کې له سوداګریزو اخلاقو سره لیوالتیا په پام وړ کچه زیاته شوه. د بېلګې په توګه نن ورځ ډیری لوی شرکتونه غیر اقتصادي ارزښتونو ته خپل تعهد د اخلاقي کوډونو او د ټولنیزو مسئولیتونو د منشورونو په څېر عناوینو له مخې وده ورکوي.

آدم سمیت په ۱۷۷۶ زکال کې وویل، «د یوه مسلک اړوند کسان ډېر په ندرت له یو بل سره ملاقات کوي، کېدای شي چې د خوښي او یا هم انحراف په موخه وي، خو د دوی ترمنځ خبرې اترې د وګړو پر وړاندې د توطئې یا هم د بیو د لوړولو لپاره په یو ډول تدبیر پای ته رسېږي». دولتونه له قوانینو او مقراراتو څخه د سوداګریز چلن په برخه کې کار اخلي څو هغه ګټمن لوري ته هدایت کړي. اخلاق په ضمني توګه هغه برخې او رفتاري جزئیات چې د دولت د کنټرول له ساحې بهر دي تنظیم کوي. د هغو نوو لویو شرکتونو رامنځته کېدلو چې محدودې اړیکې لري او له هغه ټولنو سره د احساس لرلو له مخې چې په کې فعالیت کوي د رسمي اخلاقي رژیمونو پراختیا ته یې چټکتیا وربخښلې. [۳][۴]

د اخلاقي وضعیت خوندیتوب د سوداګرۍ د مدیر او تنظیم کوونکي پر غاړه دی. د سوداګریزو اخلاقو په ژورنال (Journal of Business Ethics) کې د ۱۹۹۰ زکال د یوې مقالې پر بنسټ «د اخلاقي چلن مدیریت یو له هغو پیچلو او ټول شموله ستونزو څخه دی چی نن ورځ ټول سوداګریز بنسټونه ورسره مخ دي». [۵]

لنډه کتنه[سمول]

سوداګریز اخلاق د سوداګرۍ د فلسفې بیانونکي دي چې یو له موخو څخه یې د یوه شرکت د اساسي موخو ټاکل دي. سوداګریزې موخې د یوه شرکت د موجودیت دلیل وړاندې کوي. د سوداګریزو موخو اړوند معاصر لیدلوری د یو شمېر مفکرینو لکه د ریچارډ آر. السورث، پیټر ډراکر او نیکوس مورکوګیانیس له خوا تازه شوی: سنتي لیدلوري په دې باور و چې د یو سوداګریز بنسټ موخه د ونډه والو لپاره د ګټې ترلاسه کول دي. په دې توګه تر ټولو زیاتې کچې ته د ونډه والو د ګټې رسولو موخه «د کارکوونکو ترمنځ د انرژۍ په رامنځته کولو کې له ناکامۍ سره مل ده». په عملي توګه له ونډه والو پرته ډېری کسان د یوه شرکت له اقتصادي فعالیت څخه ګټه اخلي له دې ډلې کارکوونکي د قراردادي ژمنو او د هغو له پراخه اغېزو، مصرف کوونکي د خپل پېر په ټاکنه کې د څرګندو او ناڅرګندو ارزښتونو او ټولنه د مالیاتي او یا هم په ټولنیزو چارو کې د شرکت له ونډې ګټه اخلي. بل پلو که چېرې د یوه شرکت موخه یوازې د ونډه والو د ګټې زیاتول وي، د نورو چارو لپاره د ګټې قرباني کول د امانتدارۍ د مسئولیت تر پښو لاندې کول دي. سوداګریز بنسټونه حقوقي شخصیتونه لري، خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی په قانوني ډول له ټولو حقونو او ژمنو څخه د حقیقي اشخاصو په توګه برخمن دي. [۶][۷][۸]

اخلاق هغه قواعد یا معیارونه دي چې زموږ په ورځنیو پرېکړو حاکم دي. ډیر کسان «اخلاق» د «سم» او «ناسم» په ساده معنی په پام کې نیسي. یو شمېر نور بیا وايي چې اخلاق داخلي کوډونه دي چې د یو کس په چلن واکمن دي او د کورنۍ، ایمان، سنتونو، ټولنې، قوانینو او شخصي آدابو له مخې یې د هر سړي دننه ریښه غځولې. حرفوي شرکتونه او سازمانونه، په ځانګړې توګه جواز ورکوونکي پلاوي په عموم توګه لیکلي اخلاقي کوډونه لري چې له اړوندو ټولو کسانو څخه یې تمه کېږي او د هغو په حرفوي چلن واکمن دي. دې ټکي ته پام اړین دی چې «قانون» او «اخلاق» مترادف نه دي او همدارنګه په یوه ټاکلي موقعیت کې «قانوني» او «اخلاقي» چلن لزوما یو ډول نه وي. هغه اساسنامې او مقرارت چې د قانون جوړونکو ادارو او د هغو د اداري پلاو له خوا تصویب کېږي «قانون» جوړوي. یو مهال په متحده ایالاتو کې غلام لرل قانوني چاره وه، خو په ډاډمنه توګه څوک نشي ویلای چې غلام ساتنه یوه «اخلاقي» چاره ده.

اقتصاد پوه میلټون فریدمن لیکلي چې «د شرکتونو د مدیرانو مسئولیت ... عموما دا دی، تر هغې کچې چې کولای شي عواید راغونډ کړي په داسې حال کې چې باید په ټولنه کې د هغوی له ټولو هغو اساساتو سره مطابقت ولري چې په قانون او یا هم اخلاقي عرف کې رانغاړل کېږي». فریډمن همدارنګه ویلي «یوازني بنسټونه چې مسئولیت پر غاړه اخلي وګړي دي ... یو کسب او کار نشي کولای کوم مسئولیت پر غاړه واخلي. له همدې امله پوښتنه داده چې د شرکتونو مدیران له دې سربېره چې باید د قانون په اډانه کې خپلې چارې مخته یوسي او ونډه والو ته هر څومره چې زیاته کېږي ګټه ورسوي آیا کوم نور مسئولیتونه هم لري؟ زما ځواب نه دی، ځکه چې هغوی نور مسئولیت نه لري. دغه لیدلوری د فریدمن د دکتورینو/نظر په توګه پېژندل کېږي. په ۲۰۱۱ زکال کې په څو هېوادونو کې یوې نظر پوښتنې له دغه لیدلوري څخه د «پوهو عامو» وګړو ترمنځ له ۳۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې ملاتړ وښود. رونالډ دوسکا او ژاک کوری د فریدمن استدلال د عمل ګرا پر ځای نتیجه ګرا یا ګټه پالونکی توصیف کړی: د فریدمن استدلال یوازې د دې څرګندويي کوي چې د شرکتونو محدوده آزادي په اوږد مهال کې د خلکو د ډېرې ګټې لامل ګرځي. دوسکا استدلال کړی چې فریدمن نه دی توانېدلی د یوې سوداګرۍ دوې دېری توپیر لرونکې برخې یو له بل څخه جلا کړي: (۱) د کارکوونکو انګېزه چې عموما په سوداګرۍ کې د ونډه والو په ګټې وده کوي او (۲) د سوداګرۍ تائید وړ ټولنیزه موخه یا هغه لامل چې وګړي اجازه ورکوي سوداګري یا خلکو ته د خدمتونو او توکو وړاندې کول شتون ولري. دوسکا استدلال کړی چې له همدې امله فریدمن په دې غلطه لار تللی چې د ګټې ترلاسه کول د سوداګرۍ یوازنۍ اندېښنه ده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Business Ethics (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Plato.stanford.edu. 2008-04-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. C., Ferrell, O. (January 2016). Business ethics : ethical decision making and cases. Fraedrich, John., Ferrell, Linda. (چاپ Eleventh). Boston, MA. OCLC 937450119. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781305500846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Smith, A (1776/ 1952) An Inquiry Into the Nature and Causes of the Wealth of Nations. Chicago, Illinois: University of Chicago Press, p. 55
  4. Jones, Parker, et al. 2005, p. 17
  5. Stead, W. Edward; Worrell, Dan L.; Stead, Jean Garner (March 1990). "An integrative model for understanding and managing ethical behavior in business organizations". Journal of Business Ethics. 9 (3): 233–242. doi:10.1007/BF00382649. S2CID 189901276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Ellsworth, Richard R. (2002). Leading with purpose : the new corporate realities. Stanford: Stanford Business Books. OCLC 49775350. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8047-4385-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Drucker, Peter F. (1985). "7". Business Purpose and Business Mission, in "Management: tasks, responsibilities, practices" (چاپ 1st). New York: Harper & Row. د کتاب پاڼي 74–94. OCLC 701417. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060110925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Mourkogiannis, Nikos (2006). Purpose : the starting point of great companies (چاپ 1st). New York: Palgrave. OCLC 70676637. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4039-7581-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. (په 1970-09-13 باندې). The Social Responsibility of Business is to Increase Its Profits. The New York Times Magazine.
  10. Friedman, M. (1984). "Milton Friedman responds—an interview with Friedman." Business and Society 84(5)
  11. Bevan, D. (2008).Philosophy: A Grounded Theory Approach and the Emergence of Convenient and Inconvenient Ethics. Cutting Edge Issues in Business Ethics[مړه لينکونه] M. Painter-Morland and P. Werhane. Boston, Springer. 24: 131–152.
  12. (په Jan 27, 2011 باندې). Milton Friedman goes on tour.
  13. Duska 2007, p. 46 and Cory 2004, pp. 7–34
  14. Duska 2007, pp. 8–11
  15. Drucker, P. (1981). "What is business ethics?" The Public Interest Spring(63): 18–36.
  16. Cory 2004, p. 9