د سوداګریز راپور لیکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موخه : د سوداګریزې ستونزې په ګوته کول


۱ – اجرایي لنډیز : د مدیریتي لنډیز په نامه هم یادیږي. په دې لنډیز کې د راوپور ټول لنډیز لیکل کیږي او که چېرې لوستونکی یې ولولي پرتله د بشپړ راپور له لوستلو په ټول راپور پوهیږي. په دې لنډیز کې مقدمه، موخه، میتودولوجي، بحث، پایله او سپارښتنه شامل وي. او یاد اجزا لوستونکی په ټول راپور پوه کوي.


۲ – مقدمه : لکه څرنګه چې راپور د ستونزې په ګوته کولو لپاره وي له همدې امله د ستونزې په اړه لنډه مخینه په مقدمه کې لیکل کیږي چې څرنګه پیل شوې، کله او څه وشو، …


۳ – د مالوماتو را ټولونه : د راپور پایله مو ستاسې لخوا کارول شوي مالومات ټاکي. که چېرې د مالوماتو سرچینه مو د اعتبار وړ نه وي او یا مو مالومات په کافي اندازه ګټور نه وي نو لوستونکی به یې په لوست کې علاقه ونلري. په راوپور کې باید د اعتبار وړ مالومات راټول شوي وي. له غېرې رسمي سرچینو هېڅکله کار مه پکې اخلئ.


۴ – د مالوماتو څېړنه او یا تعبیر : له هرې سرچینې د ترلاسه کړو مالوماتو په اړه باید لوستونکی ته د پایلو اعتبار تشرېح کړئ، د مالوماتو نیمګړتیاوې اوحدود ورته وښیئ. که چېرې مالومات مو ناقص وي نو ټول بهیر مو د خطر په معرض کې لویږي او ممکن تاسې اړ شی چې هر څه بیا له پیل څخه وکړئ. له همدې امله دا برخه ډېره اړینه ده. خو که چېرې دا برخه په مناسبه طریقه لیکل شوې وي نو تاسې ته د بل حیاتي پړاو لار پرانیزي.


۵ – پایلې ته رسېدنه : د سوداګرۍ په اړینو عناصرو باندې د یوه تغیر کوونکي د اغیز د پوهېدو لپاره باید تاسې خپله سوداګریزه پوهه وکاروئ. بېلګه : د کار کوونکي، چلند، تولید، قیمتونو، بازار، عامه انځور، پلور، ګټې او تسوې ترمنځ خپلمنځي اړیکه موجوده وي. تاسې باید دلته خپله څېړنیزه او د ارزونې وړتیا د ځانګړو کړنو د ارزښت او ربط په قضاوت وښیئ له هغه څه سره یې تړاو وښیئ کوم چې د سوداګرۍ بریا ټاکي او ستونزه حل کوي. په دې مانا چې تاسې د یو یوې ستونزې ګټه او تاوان په ګوته کوی او په مدیریت کې د ښه کېدو هڅه کوی او د تعقیب لپاره د کړنو تر ټولو ښه لار غوره کوی.


۶ – سپارښتنه کول : کله مو چې پورته برخو کې ګټې او تاوانونه په ګوته کړل. په دې برخه کې د سم غوراوي یا انتخاب سپارښتنه وکړئ. دا برخه له احساساتو یا نظریاتو نه وي جوړه بلکې د ګټې او تاوان پرتله کوونه وي. د منفي اغیز لرونکي پر ځای مثبت بدیل وي.


۷ – د موخو بیا طرحه : معمولا پورته څېړنې ښي چې ځینې موخې د شرکت لپاره زیان اړونکې او یا هم نه ترلاسه کېدونکې دي او یا یې د ترلاسه کولو مصرف ډېر زیات دی. په دې برخه کې باید سمارټ موخو ته ځای ورکړل شي (په دې برخه کې ځینې وخت د نوي تولید وړاندیز یا طرحه، د ادارې بیا تشکیل، نوي بازار ته داخلېدنه او داسې نور شامل وي).


۸ – سرچینې : په دې برخه کې اداره ستاسې مالي، فزیکي او د توکو سرچینو ته کتنه کوي.


۹ – بودیجه : په دې برخه کې باید دا ولیکئ چې د کومو موخو لپاره څومره، په څه، کله او څرنګه باید مصرف شي. احتمالي پلان او پټو لګښتونو ته پکې پام وکړئ.


۱۰ – کاري یا عملیاتي پلان / پلي کوونه : په دې برخه کې ولیکئ چې څرنګه دې وړاندیز شوي پلان پلي شي.


۱۱ – د کنټرول میکانیزم او دوامداره ښه والی :