Jump to content

د سمندر تېزابي کېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سمندر تېزابي کېدل، د ځمکو سمندرونو د pH مقدار دوامداره کمېدل دي چې له هوا څخه د کاربن دای اکسایډ (CO2) د جذب له امله رامنځته کېږي. د سمندرونو د تېزابي کېدو اصلي لامل د انسان لخوا د فوسیلي سوندتوکو سوځول دي. په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ کچې زیاتوالي سره د سمندر لخوا د جذب شوي کاربن دای اوکسایډ کچه هم زیاتېږي. دا کار د سمندر په اوبو کې د یو لړ کیمیاوي تعاملاتو لامل کېږي چې په سمندر او هغه بڼو چې د اوبو لاندې ژوند کوي باندې منفي اغیزه پرېږدي. کله چې کاربن ډای اکسایډ د سمندر په اوبو کې حل کېږي، کاربونیک اسیډ (H2CO3) جوړوي. د کاربونیک اسیډ ځینې مالیکولونه یوه بای کاربونېټ آیون او یوه هایډروجن آیون ته بېلېږي، له همدې کبله د سمندر تیزابیت (د H+ آیون غلظت) ډېرېږي. د ۱۷۵۱ تر ۱۹۹۶م کلونو په منځ کې، د سمندرونو د pH کچه له کابو ۸.۲۵ څخه ۸.۱۴ ته راټیته شوې ده چې د نړۍ په سمندرونو کې د H+ آیون غلظت کابو ۳۰ سلنه زیاتوالی ښکاروي (د pH کچه لوګاریټمي ده، له همدې کبله د pH په کچه کې یو واحد بدلون د H+ آیون په غلظت کې لس برابره بدلون سره سمون لري.)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تر ۲۰۲۰م کاله پورې د سمندر د pH کچه ۸.۱ وه، په دې معنا چې په اوسني حالت کې لږ القلي ده (له ۷ څخه پورته pH). د سمندرونو تیزابي کېدل د دې لامل کېږي چې pH کچه نور هم راټیټه شي، په دې معنا چې اوبه لږ القلي او‌په پایله کې لا تیزابي کېږي. د سمندرونو تېزابي کېدل کولی شي د صدفونو د پوښ د تولید یا نورو اوبو لاندې ژوو چې د کلسیم کاربونېټ پوښ لري د کمېدو او همدارنګه د سمندري موجوداتو لپاره د نورو فزیولوژیکي ننګونو لامل شي. هغه موجودات چې د کلسیم کاربونېټ پوښ لري نشي کولی په تېزابي شویو اوبو کې د نسل تولید وکړي. د سمندر تېزابي کېدل په ډېرو بڼو، په ځانګړې توګه صدف او مرجان په شان موجوداتو باندې اغیزه پرېږدي. دا پر سمندرونو باندې د اقلیمي بدلونونو یوه اغیزه ده.[۷][۸]

د سیند سطحې pH کې بدلونونه د ټولې نړۍ په کچه شتون لري، له سړو سمندرونو او لوړ جغرافیایي عرض سره چې د لا ډېر CO2 مقدار او همدارنګه د بای کاربونېټ د اشباع ټیټه کچه لري، چې د کلک پوستکي تولید لپاره د سمندري موجوداتو د وړتیا د کمېدو لامل کېږي. د سمندري جریانونو، لوی براعظمي سیندونه چې د اوبو تروش‌والی نری کوي، د یخونو اوبه کېدل او د فوسیلي سوند توکو سوځولو او بزګري له امله د نایټروجن او ګوګړ لاندې کېناستل هم د سمندر پر تېزابیت اغیزه پرېږدي. د سمندرونو تېزابي کېدل پخوا د ځمکې په تاریخ کې واقع شوي دي او له هغه څخه رامنځته شوي ایکولوژیکي سقوط په سمندرونو کې د نړیوال اقلیم او کاربني څرخېدو باندې اوږدمهاله اغیزې لرلې دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اټکل کېږي چې د تېزابیت ډېرېدل د سمندري موجوداتو لپاره د ډېرو زیانمنو پایلو یوه پراخه لړۍ رامنځته کوي، لکه د مټابولیک سرعت او په ځینو ارګانیزمونو کې د دفاعي ځوابونو کمېدل او د مرجان د سپینېدل. د سمندرونو تېزابي کېدل د سیندیز چاپېریالونو پر ایکوسیسټمونو هم اغیزه کوي چې د انساني نفوس لویې برخې لپاره خواړه، معیشت او نور ایکوسیسټمي خدمتونه برابروي. کابو ۱ میلیارډ کسان په بشپړ یا نسبي ډول د کب نیونې، ګرځندویي او ساحلي مدیریت په شان د مرجاني تېږو وړاندې شویو ایکوسیسټمي خدمتونو پورې تړلي دي. د آزاد هایډروجن آیونونو شتون زیاتوالي سره، اضافي کاربونیک اسیډ چې په سمندرونو کې جوړېږي بلآخره په بای کاربونېټ آیونو باندې د کاربونېټ آیون د بدلېدو لامل کېږي. د سمندر القلي توب له دې پروسې سره بدلون نه مومي یا کېدای شي په اوږدمهاله زمانه کې د کاربونېټ انحلال له امله ډېر شي. په موجوده کاربونېټ آیونونو کې دا خالص کم‌والی کېدای شي د سمندري کلکېدونکو موجوداتو لکه مرجان او ځینې پلانکټونونو لپاره د بایوجنیک کلسیم کاربونېټ تشکیل لا سخت کړي او داسې جوړښتونه کېدای شي د انحلال په وړاندې زیانمن شي. له همدې کبله په دوامداره توګه د سمندرونو تېزابي کېدل کېدای شي سمندر پورې اړوند راتلونکي خوراکي زنځېرونه وګواښي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د سمندر تېزابي کېدو اصلي حل لاره د فضا کاربن ډای اکسایډ کچې په ټیټېدو کې پرته ده. د اکاډمي د ننه پینل غړو په توګه، ۱۰۵ علمي اکاډمیو د سمندرونو تېزابي کېدو په هکله یوه بیانیه صادره کړې ده او توصیه کوي چې تر ۲۰۵۰ کاله به، د نړیوال CO2 خپرېدل لږ تر لږه د ۱۹۹۰م کال کچې په نسبت ۵۰ سلنه کم شي. د ملګرو ملتونو اغېزمنې پرمختیا ۱۴مه موخه («د اوبو لاندې ژوند») «د سمندرونو تېزابي کېدو اغیزو ته رسیدګي او هغه ترټولو ټیټې کچې ته رسولو» موخه لري.[۲۰][۲۱]

لاملونه او د کاربن دوره

[سمول]

انساني فعالیتونه لکه د فوسیلي سوندتوکو سوځول او د ځمکې کارونې بدلونونه فضا ته د CO2 د نوي جریان لامل شوي دي. کابو ۴۵ سلنه په فضا کې پاتې ده؛ ډېری پاتې برخه یې د سمندرونو او نوره برخه یې د وچې بوټو لخوا جذب شوې ده. د کاربن دوره د سمندرونو، ځمکني بایوسفېر، لیټوسفیر او اټموسفیر ترمنځ د CO2 دوران توصیفوي. د کاربن دورخه کې دواړه عضوي مرکبات لکه سلولوز او غیرعضوي کاربن مرکبات لکه کاربن ډای اوکسایډ، کاربونېټ آیون او د بای کاربونېټ آیون شامل دي. عضوي مرکبات په ځانګړې توګه د سمندرونو تېزابي کېدو بحث کې مهم دي، ځکه هغوی د ځمکې سمندرونو کې د شته محلول CO2 ډېری بڼو کې شامل دي.[۲۲][۲۳]

کله چې CO2 حل کېږي، له اوبو سره تعامل کوي ترڅو د آیوني او غیر آیوني کیمیاوي بڼو تعادل رامنځته کړي: حل شوی آزاد کاربن ډای اوکسایډ (CO2(aq))، کاربونیک اسیډ (H2CO3)، بای کاربونېټ (HCO3) او کاربونېټ (CO2−3). د دې بڼو نسبت د سیند اوبو ګرمي، فشار او تروش‌والي پورې اړه لري (لکه څنګه چې د Bjerrum plot کې ښکاره شوې ده). د غیر عضوي محلول کاربن دا بېلابېلې بڼې د یوه سمندر له سطحې څخه د هغه ننه ته د سمندر انحلالیت پمپ په واسطه لېږدول کېږي.[۲۴][۲۵]

د فضايي CO2 جذب په وړاندې د سمندر د یوې ساحې مقاومت د Revelle فکټور په توګه پېژندل کېږي.

د سمندرونو تېزابي کېدل له انساني اقلیمي بدلون سره پرتله شوې او د «د نړېوالې تودوخې ناوړه دوه‌ګوني» او «د CO2 بله ستونزه» په نوم نومېږي. د سمندرونو د تودوخې لوړوالی او د آکسیجن له لاسه ورکول د سمندر له تېزابي کېدو سره یوځای عمل کوي او پر سمندري چاپېریال د اقلیمي فشار «درې وژونکو» ډله جوړوي. د خوږو اوبو بدنونه هم تېزابي ښکاري، که څه هم دا پدیده لا پېچلې او لږ ښکاره ده.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اټکل کېږي چې د انساني فعالیتونو څخه په فضا کې د آزاد شوي کاربن ډای اکسایډ ۳۰ تر ۴۰ سلنه په سمندرونو، سیندونو او جهیلونو کې جذب یا حل کېږي.[۳۷][۳۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)., Secretariat: TWAS (the Academy of Sciences for the Developing World), Trieste, Italy.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. "carbon cycle". Encyclopædia Britannica Online. 
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).