د سعودي عربستان اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سعودي عربستان اقتصاد په عربي هیوادونو کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې اتلسم تر ټولو ستر اقتصاد دی. د اوپک (OPEC) یو بنسټګر او دایمي غړی دی، سعودي عربستان د نړۍ یو له لویو اقتصادونو په توګه د جي۲۰ مجلس برخه هم دی. دا اقتصاد په لوړه کچه د ملي حکومت او شاهي کورنۍ پر سرپرستۍ او خدماتو متکي دی.[۱][۲]

د ۳۱.۰۰ تریلیون امریکایي ډالرو ارزښت سره، سعودي عرب په نړۍ کې د طبيعي سرچينو دويم درجه ارزښتناکې زېرمې لري. د سعودي اکثره زیرمې د پیټرولیم او طبیعي ګاز په شکل دي. دا هیواد د نړۍ دويمېم تر ټولو لويې ثابتې شوې زیرمې لري او د ګازو ثابتې شوې زېرمې يې په نړيواله کچه نبنځم مقام لري. سعودي عربستان اوس مهال په نړۍ کې د پیټرولیم تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی. د اقتصاد نورو لویو برخو کې یې د تیلو د زیرمو څخه بیا تمویلول او کیمیاوي محصولات شامل دي، د کوم زياته برخه چې په دولتي ملکيت سعودي ارامکو شرکت کې په عمودي ډول راټوله شوې ده.[۳][۴][۵][۶]

د سعودي عربستان اقتصاد د تیلو هیواد په توګه کار کوي، او دا هیواد په «اوپيک» کې لوړ کردار لوبوي. په ۲۰۱۶ز کال کې، د سعودي دولت د سعودي لرلید ۲۰۳۰ پیل کړ، څو پر تیلو د هیواد تکیه راکمه او خپلو اقتصادي سرچینو ته بدلون ورکړي. د ۲۰۱۹ز کال په لومړۍ څلورمه برخه کې، د ۲۰۱۶ز کال راهیسې د سعودي عربستان بودیجې خپل لومړی زیاتوالی درلود. د ۱۰.۱۰ میلیارده امریکايي ډالرو دا زیاتوالی په تیلو او له تيلو پرته په نورو عایداتو کې د زیاتوالي له امله و. که څه هم دا په دوامداره ټیکنالوژۍ کې د پانګونې پيل دی، پر «فوسیل» تیلو د دې هېواد تکیه دا معنا لري چې سعودي عربستان د اقلیم کمولو په ځنډولو کې مهم ونډه درلوده.[۷][۸]

اقتصادي ټولکتنه[سمول]

د سعودي عربستان د تیلو زېرمې په نړۍ کې دويم ستر ځای لري (د برازیلی-وینزويلايي وروسته) او سعودي عربستان د نړۍ تر ټولو مخکې د تیلو صادرونکی او دویم تر ټولو لوی تولیدونکی دی. د سعودي دولت له خوا واړندې شويو شمېرو له مخې د سعودي عربستان ثابتې شوې زیرمې ۲۶۰ میلیارده بیلره (۴۱ کیلو متر مربع) اټکل شوي، کومې چې د نړۍ د تیلو د زیرمې شاوخوا څلورمه برخه جوړوي. په سعودي عربستان کې تیل نه یواځې زیات دی، بلکې د ځمکې قشر ته نیږدې فشار لاندې موجود دي، کوم چې د نورو ځایونو په پرتله د تیلو استخراج کم لګښته او زیات ګټور ګرځوی. د تیلو سکتور د سعودي عرب د بودیجې عایداتو تقریبا ۸۷٪، د صادراتو عایداتو ۹۰٪ او د جي ډي پي ۴۲٪ جوړوي. د سعودي عربستان د تیلو زیرمې او تولید په لویه پیمانه د دولتي ملکیت اتحادیې، سعودي ارامکو له خوا اداره کیږي.[۹][۱۰][۱۱]

د جي ډي پي نور ۴۰٪ د شخصي سکتورونو څخه په لاس راځي. د اټکل تر مخې ۷.۵ میلیونه (۲۰۱۳) بهرنیان په قانوني توګه په سعودي عربستان کې کار کوي چې د سعودي په اقتصاد کې یو مهمه دنده تر سره کړې، د بېلګې په ډول، د تیلو او خدمت په سکتورونو کې. دولت د څو کلونو په اوږدو کې د شخصي سکتورنو ودې ته کار کړی، څو په تیلو د دې پاچايۍ تکیه کمه کړي او د سعودي د مخ په زیاتیدونکي نفوس لپاره د کار فرصتونه زیات کړي. په وروستيو لسیزو کې، دولت د برېښنا توليد او مخابراتو په څېر برخو کې خصوصي سکتور او بهرنيو پانګوالو برخې اخستلو ته اجازه ورکول پيل کړل، کوم څه چې WTO منلي دي. د ۲۰۰۰ز  لسیزې په زیاته برخه کې، د تیلو لوړ نرخ دولت ته توان ورکړ چې بودیج زیاته کړی، پر روزنې او زده کړې لګښتونه چټک کړي، د زیربنا پرمختګ، او د دولت معاشات زيات کړي.[۱۲][۱۳]

د خپل مطلقه شاهي نظام حکومت، لوی دولتي سکتور او د خیریه ګټو وړاندې سره د سعودي عربستان اقتصاد داسې تشریح شوی:

يو هېښونکی (لږ تر لږه د بهرنيانو لپاره) فيوډالي نظام او د ډېرې نوې سياسي پالنې ترکيب. د فعاليتونو په هره برخه کې په هره کچه، په سعوديانو کې د ژوند اداره کوونکي فردي امتيازات، ښېګڼې، مکلفيتونه او اړيکې راټول دي. په همدې ډول، دولتي بیوروکراسي د واک د متقابلو یا متضادو مرکزونو یو پیچومی دی چې د بیلابیلو شاهي شهزادګانو تر سرپرستۍ لاندې د خپلو لومړیتوبونو او اجنډا تر مخې تعقيبېږي او د خپلې خوښې لپاره انحصار پیدا کوي.[۱۴]

د تیلو د نرخ له مخې د سعودی عربستان ناخالص کورنی محصول او اصلي ناخالص کورنی عاید په هېښونکي ډول بدلون موندلی (لاندې وګوره).

کال نا خالص داخلي تولید (GDP)

(in billions of current USD)

سړي سر GDP

(in current USD)

امریکایي ډالر تبادله

(in millions of Saudi Riyals)

انفلاسیون شاخص

(۲۰۰۰=۱۰۰)

نفوس

(ملیونونه)

سړي سر عاید

(as % of USA)

Real Gross Domestic Income (GDI)

(in US$2010 billion)

۱۹۷۰ 5.3773 921.35 4.50 5.836
۱۹۷۵ 46.7734 6,296.30 3.52 7.429
۱۹۸۰ 164.5417 16,892.36 3.59 95 9.741 43.84
۱۹۸۵ 103.8978 7,877.54 3.62 92 13.189 49.33
۱۹۹۰ 117.6303 7,204.73 3.74 91 16.326 33.13 192.30
۱۹۹۵ 143.3430 7,650.74 3.74 101 18.736 28.29 198.08
۲۰۰۰ 189.5149 9,126.95 3.74 100 20.764 26.50 262.85
۲۰۰۵ 328.4596 13,739.83 3.74 100 23.906 32.53 412.42
۲۰۱۰ 528.2072 19,259.59 3.75 27.426 528.21
۲۰۱۵ 654.2699 20,732.86 3.75 31.557 574.67
۲۰۱۷ 688.586 21,113.957 3.75 104.168 32.613 584.91
۲۰۱۸ 786.522 23,538.940 3.75 106.562 33.414 638.13
۲۰۱۹ 779.289 22,865.178 3.75 105.441 34.082 637.28


د پيسو نړيوال صدوق او نورو سرچینو د بازار نرخونه په ميليونونو سعودي ريالونو کې اټکل کړي دي. دا  معنا چې په ۲۰۰۹ز کال کې په يو ساعت کې د سړي سر مزد ۱۴.۷۴ ډالره و.[۱۵]

تاريخ[سمول]

سعودي عربستان تر ۱۹۳۰ز لسیزې پورې یو باثباته اقتصاد و. په ۱۹۳۳ز کال کې، د سعودي دولت د کالیفورنیا د تیلو معیاري شرکت سره د تیلو د امتیاز تړون لاسلیک کړ. په سعودي عربستان کې د تیلو د سيمو پراختیا دوام درلود چې په عمده توګه د ارامکو له خوا اداره کیده، دا شرکت د «ټیکساکو» او «چیفرون» په شراکت سره جوړ شوی. په ۱۹۵۱ز کال کې، په منځني ختیخ کې لومړۍ ساحلي سيمه د عربي امریکايي د تیلو شرکت (ارامکو) له خوا په رأس السفانیه سیمه کې وموندل شوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۱۹۴۹ کلونو په وروستیو کې د سعودي د تیلو تولید په یوه ورځ کې ۵۰۰۰۰۰ بیلرو ته ورسید، او په ۱۹۵۴ز کال کې په چټکۍ سره په ورځ کې یو میلیون بیلرو ته لوړ شو. سربیره پر دې، په ۱۹۵۱ز کال کې، ارامکو پر ترانس-عربي نل ليکه کار پيل کړ، څو د سعودي عربستان له ختیځې سيمې څخه د مدیترانې سمندر ته تیل انتقال کړي چې د اردن، مصر او لبنان څخه تیریږي. همدرانګه، په ۱۹۸۱ز کال کې په دغه ليکه کې کار ودرید، ځکه چې په یوې نوې لیکه، کومه چې د فارس خلیج باندې د جبیل او په سور سمندر باندې ینبوع سره وصل کړي وو، کار پیل شو، کومه لیکه چې د تیلو په انتقال کې د واټن لنډولو کې په زیاته پیمانه مرسته کوي.[۲۵][۲۶]

په ۱۹۶۰ز کال کې، «اوپک» جوړ شو چې سعودي عربستان یې یو بنسټګر غړی و. د ۱۹۷۳ز کال د تیلو بحران په اوږدو کې، د تیلو نرخ د یو بیلر په درې ډالرو څخه نږدې دولسو ډالرو ته لوړ شو او د سعودي اقتصاد په چټکۍ سره وده پيل کړه، په ۱۹۷۳ز کال کې د جي ډي پي لوړوالی تقریبا له پنځلس میلیارد ډالرو څخه تر ۱۹۸۱ز کال پورې تقریبا ۱۸۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شو. په تدریجی توګه د ارامکو د شتمنیو پیرودلو وروسته، د سعودي حکومت په ۱۹۸۰ز کال کې دا شرکت دولتي کړ. په ۱۹۸۸ز کال کې، سعودي ارامکو د ارامکو د مسئولیتونو د اخیستلو لپاره تأسیس شو.

په ۱۹۸۰ز کال کې، د تیلو نرخ لوړې څوکې ته ورسید او تقاضا په صنعتي هیوادنونو کې د بحرانونو او د تیلو لا زیات اغېزناک استعمال په پایله کې ښکته وغورځیده، کوم څه چې د تيلو زياتوالی منځ ته راوړ. دې کار په ټوله نړۍ کې د تېلو زياتوالی رامنځ ته کړ چې د تېلو بیه په ۱۹۸۰ کې له ۳۶ ډالرو څخه په ۱۹۸۶ کال کې نږدې ۱۴ ډالرو ته راښکته شوه. د سعودي د تېلو تولید چې په ۱۹۸۰-۸۱ کلونو کې په ورځ کې نیږدې لس میلیونه بیلره (۱۶۰۰،۰۰۰ متر مربع) ته لوړ شوی و، په ۱۹۸۵ز کال کې د ورځې شاوخوا دوه میلیونه بېرلو ته راښکته شو. د بودیجې کسر وده وکړه، او حکومت خپلې بهرنۍ شتمنۍ کمې کړې. د تیلو د غلظت او په تولید کې د کمیدو فشارونو په پایله کې، سعودي عربستان له ۱۹۸۵ز کال وروسته د اوپیک غړو لپاره د تولید برخې په سختۍ سره پلي کول پیل کړل.[۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "GDP (current US$) | Data". data.worldbank.org. مؤرشف من الأصل في ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "G20 Members". G20. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Anthony, Craig. "Which 10 Countries Have the Most Natural Resources?". Investopedia. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The World's Largest Oil Reserves By Country". WorldAtlas (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World Natural Gas Reserves by Country (Trillion Cubic Feet)". indexmundi.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Workman, Daniel (30 November 2018). "Crude Oil Exports by Country". World's Top Exports (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Saudi Arabia sees first budget surplus since 2014". Arab News (په انګلیسي ژبه کي). 24 April 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fang, Lee; Lerner, Sharon (September 18, 2019). "Saudi Arabia Denies Its Key Role in Climate Change Even as It Prepares for the Worst". The Intercept (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tripp, Culture Shock, 2003: p.113
  10. . Saudi Arabia. Forbes.
  11. "Who we are". Saudi Aramco (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tripp, Culture Shock, 2009: p. vii
  13. (په 16 April 2013 باندې). New plan to nab illegals revealed.
  14. House, Karen Elliott (2012). On Saudi Arabia : Its People, Past, Religion, Fault Lines and Future. Knopf. د کتاب پاڼې 174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Saudi Arabia – gdp". Indexmundi.com. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "1930s". Saudi Aramco (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Aramco: How The World's Most Important Energy Company Works. WSJ.
  18. "Saudi Arabia – Economy". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "1940s". Saudi Aramco (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "1950s". Saudi Aramco (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "1980s". Saudi Aramco (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Saudi Arabia | Data". data.worldbank.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Tripp, Culture Shock, 2009: p. vi
  24. "OPEC : Brief History". opec.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Molchanov, Pavel (April 2003). "A Statistical Analysis of OPEC Quota Violations" (PDF). Duke Journal of Economics. XV: 9. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. GDP per capita (PPP) shrunk by 0.8% on average during the 1980s, grew 2.1% during the 1990s and 4.4% during the 2000s. (source: GDP (PPP) per capita trend during 1980–2010) Annual imports grew 44% on average during the 1970s, but shrunk 1.9% during the 1980s, grew again 2.4% during the 1990s and 14% during the 2000s.(source: Saudi Arabian imports grew 14% during the 2000s Archived 19 August 2018 at the Wayback Machine.)
  27. . Facing new oil glut, Saudis avoid 1980s mistakes to halt price slide. U.S..
  28. (په 21 March 1982 باندې). THE DARK SIDE OF THE OIL GLUT. The New York Times.
  29. "OPEC crude oil price statistics annually 1960–2018 | Statistic". Statista (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)