د سریلانکا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۱۹ز کال کې د سریلانکا د ازاد بازار اقتصاد د ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) له نظره ۸۴ میلیارده ډالره او د پیرودلو ځواک برابرۍ (پی پی پي) له نظره ۲۹۶.۹۵۹ میلیارده امریکايي ډالر ارزښت درلود. د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې دې هیواد ۶.۴ سلنه کلنۍ وده تجربه کړې وه، چې له خپلو سیمه يیزو سيالانو څخه ډیر ښه و. دا وده د ناسوداګریزو سکتورونو د ودې له امله وه، د کوم په اړه چې نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې دواړه بې ثباته او د برابرۍ وړ نه دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳۶۲۰ پی پي پي ډالرو یا ۳۸۵۲ (۲۰۱۹) اسمي امریکایی ډالرو د سړي سر عاید په لرلو سره، د نړیوال بانک له خوا سریلانکا له پخواني حالت څخه چې د منځني عايد حالت څخه پورته و، له منځني حالت څخه کم عايد هېواد حالت په توګه ډلبندي شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سریلانکا د زریزې پرمختیایي هدف (MDG) پوره کړ چې موخه یې د زیاتې بې وزلۍ مخه نیول دي او د نورو (MDG) د پوره کولو پر لاره روان هېواد دی چې د نورو سويلي اسیایي هیوادونو په پرتله یې ښه فعالیت کړی. تر ۲۰۱۶ز کال پورې د سریلانکا د بې وزلۍ د سرشمیرنې شاخص ۴.۱٪ و. د سریلانکا د درې لسیزو اوږدې کورنۍ جګړې را پدېخوا، سریلانکا د اوږد مهاله ستراتیژیکي او ابادونې پرمختګ پر ننګونو تمرکز پيل کړی. دا هیواد د لوړ منځني عاید هیواد ته د بدلون هڅه کوي. سریلانکا د ټولنیز مداخلت، حکومتدارۍ او پایښت ننګونو سره هم مخ هېواد دی.[۷]

په ۲۰۱۹ز کال کې چوپړياوو د سریکا په صنعت کې ۵۸.۲٪ ونډه درلوده چې دا شمېره په ۲۰۱۰ز کال کې ۵۴.۶٪ وه، د صنعت ونډه ۲۷.۴٪ وه په داسې حال کې چې يوه لسيزه مخکې دا سلنه ۲۶.۴٪ وه او د کرنې ونډه ۷.۴٪ وه. که څه هم رقابتي کرنيز سکتور شته، خوندي کورني سکتور ته د داخلېدو لپاره ټیکنالوژیکي وړاندې تګ کرار شوی. سریلانکا په نړۍ کې تر ټولو لوی د غښتلي او صنعتي ټایرونو د تولید مرکز دی او د پوښاک (لباس/جامې) یو سکتور لري چې د ارزښت لړۍ مخ لوړوي. خو د تیرې لسیزې په اوږدو کې له سوداګرۍ څخه زياتېدونکی ملاتړ د داخلي تګلارو بیا راژوندي کیدو په اړه د اندیښنو لامل ګرځېلی.[۸][۹][۱۰][۱۱]

خدمتونه، بندرونه او هوايي ډګرونه د بار وړلو او هوايي چلند مرکز په توګه د هیواد په نوي منځ ته راغلي حالت کې مرسته کوي. د کولمبو بندر په سويلي اسیا کې د لیږد رالیږد تر ټولو لوی مرکز دی. یو وده کونکی سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژي سکتور شته، کوم چې سیال او نړیوالې سیالۍ ته پرانیستی سکتور دی. ګرځندويي یوه چټکه پراخیدونکې برخه ده. په ۲۰۱۹ز کال کې «Lonely Planet» سریلانکا ته د سیل تر ټولو ښه ځای او سفر+ تفریح تر ټولو ښه ټاپو نوم ورکړ. د سریلانکا لوړې صادراتي سيمې متحده ایالات، انګلستان او هندوستان دي. چین، هندوستان او متحده عرب امارات یې د وارداتو عمده ملګري دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کویډ-۱۹ وبا په پيل کیدو سره، د سریلانکا پر ورو ودې، د پیسو پر چاپ او دولتي پور دوامداره اندیښنو د خپلواکې درجه بندۍ ښکته کیدو لړۍ پیل شوه. د وارداتو په مديريت او د وارداتو په متبادل کې زياتوالی راغلی، په داسې حال کې چې په پيسو د پورونو د بدلولو په پايله کې منځ ته راغلې مالياتي بې ثباتي هم زياته شوې. سریلانکا د خپل کویډ-۱۹ وبا په اداره کولو کې د نړۍ په لسو لومړيو هیوادونو کې ځای لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، د سریلانکا دولت په رسمي توګه په هیواد کې له دري اويا کلونو وروسته تر ټولو بد اقتصادي بحران اعلان کړ. د مالياتو کمولو ملاتړ موخه د دوه کلونو لپاره د پیسو چاپولو وروسته، سریلانکا وویل چې د ډېريو بهرنيو پورونو تاديه کول د اپریل له دولسمې  نېټې څخه وځنډیدل او په دې ډول يې د پور خدماتو بې مخينې زيان پای ته ورساوه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اقتصادي تاريخ[سمول]

دتاريخ لومړي کلونه[سمول]

د ختیځ-لویدیځ سوداګرۍ په مرکز کې د موقیعت لرلو او په لرې پرتو سیمو کې خړوبې شوې کرڼې په پايله کې سریلانکا د سوداګریز مرکز په توګه یو اوږد تاریخ لري، کوم چې په دې ټاپو کې د خوندي پاتې شوي تاریخي متنونو او د بهرنیو مسافرو له روايتونو څخه پیژندل کیږي. دا ټاپو د زېرمو په نوم د اوبو لګولو زیرمې لري چې د پخوانیو پاچايانو له خوا د هند – اریايي کډوالۍ وروسته پیل شوي، کوم چې ډیری یې تر نن ورځې پورې خوندي پاتې دي. دا د اوبه خور نظام یوه برخه جوړوي او له نورو عصري جوړښتونو سره تړاو لري.[۲۷][۲۸][۲۹]

فاکسین (همدا راز فا هسین) یو چینایي راهب و چې په شا او خوا  ۴۰۰ مخزېږديز کې یې هندوستان او سریلانکا ته سفر کړی و، د هغه وخت د موجوده افسانو په اړه لیکي چې د نورو هیوادونو سوداګرو په ټاپو کې د هند - آریایي میشت کیدو دمخه د اصلي قبیلوي خلکو سره سوداګري کوله. یو هیواد چې په بنیادي توګه هیڅ انسان پکې میشت نه و، خو د روحونو او ناګاس (د ښامار عبادت کونکي) له خوا اشغال شوی و، له کومو سره چې د مختلفو هیوادونو سوداګرو سوداګري پر مخ وړله، فاکسین دا په (د بودایی سلطنت ثبت تاريخ) کې لیکلي دي. هغه د قیمتي ډبرو او د صدف نيولو (هغه کبان يا ژوندي موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي او په منځ کې صدف يا ملغلرې لري) د پاچا له خوا د ۳۰٪ مالیې په هکله هم لیکلي.[۲۹]

دا راهب له هند څخه په یوه لویه سوداګریزه بېړۍ کې روان شو، څو دې ټاپو ته ورسیږي.چين ته د بېرته تګ لپاره، هغه د يو ستر سوداګر وړونکې بېړۍ په مرسته ولاړ، په کومه کې چې له دوه سوه زيات کسان سپاره وو، دا بېړۍ له يو ستر توپان سره مخ شوه، چېرته چې سوداګر اړ شول چې د خپل سامان ځینې برخه وغورځوي او «جاوا-ډويپا» (اندونيزيا) ته ورسېد، دا د دې ښودنه کوي چې له سريلانکا سره فعالې ساحلي او اوږد واټن سمندري سواګريزې اړيکې موجودې وې.[۳۰]

«کاسماس انډیکوپلیسټس» (هندي سمندري مسافر) د مصر د سکندر یو سوداګر/راهب و چې د هند نیمه لويه وچه یې په شپږمه پیړۍ کې کتلی وه، هغه د سوداګرۍ د مرکزيت په توګه د سریلانکا په اړه په تفصیل سره لیکلي چې دا ټاپو د «ټاپوربین» او «سایلادیبا» په نومونو يادوي.

هغه په عیسوي توپوګرافي کی لیکلي چې دا ټاپو، لکه څنګه چې په مرکزي موقعیت کې دی، د هند له ټولو برخو، فارس او ایتوپیا څخه ورته بيا بيا بېړۍ راځي او په ورته ډول دوی خپلې بېړۍ هلته استوي. «او له لېرې پرتو سیمو څخه زما موخه «زنسټا [چین] او نور سوداګریز ځایونه دي چې وریښم، الوي، لونګ، سینډل لرګي او نور محصولات تر لاسه کوي او دا بیرته د دې غاړې بازار ته استول کیږي، لکه «مال» [مالابر یا سويل لویدیځ هندي ساحل] ... او کالیانا ته ... له دې وروسته همدا «سيليډيبا»، کوم چې کېدای شي يو تن ووايي چې د انډيز په منځ کې اېښودل شوی دی او له هغه ځايه «هياسنت» [نيل] تر لاسه کوي... او به خپل وار سره دا دوی ته صادروي او په همدې بنسټ دا خپله د سوداګرۍ يو ستر مرکز دی».[۳۱]

له خپلواکۍ تر ۱۹۷۷[سمول]

کله چې سریلانکا په ۱۹۴۸ز کال کې له برتانيط خپلواکي تر لاسه کړه، سریلانکا د زیاتو اسیايي هیوادنو څخه مخکې وه او د جاپان سره د مقایسې وړ اقتصادي او ټولنیزې نښې يې درلودې.

د سریلانکا ټولنیز نښه کوونکي په استثنايي توګه لوړ ګڼل کیدل. د نولسمې پیړۍ په وروستيو کې سوداد لا دمخه ۲۱.۷٪ و. د ۱۹۴۶ز کال د ملاریا د له منځه وړلو تګلارې له ۱۹۴۶ز څخه تر ۱۹۴۷ز کال پورې د مرګ کچه په زرو کې له شل څخه څوارلس ته راښکته کړه. په ۱۹۴۸ز کال کې د یو سریلانکایی د زیږون په وخت کې د ژوند اټکل څلور پنځوس کاله و، يعنې له جاپان څخه لږ څه ښکته چې ۵۷.۵ و. په سریلانکا کې په ۱۹۵۰ز کال کې د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زیږونونو کې ۸۲، مالیزیا ۹۱ او فلیپین ۱۰۲ وه.[۳۲]

په هندي سمندر کې د سريلانکا ستراتژيک موقعيت ته په کتنې سره تمه کېده چې دا هېواد به د نورو اسیایي ګاونډیو په پرتله زیات ښه فرصت ولري، څو یوه چټکه اقتصادي وده ثبت کړي او داسې برېښېده چې یو له زیاتو ژمنو نویو هیوادونو څخه به وي. خو په ۱۹۴۸ز کال کې دغه هيله مندي تر ۱۹۶۰ز کال پورې تته شوه. ملتپالنه هم رامنځ ته راغله، چې قومي تاوتریخوالی یې زیات کړ.[۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Annual Report 2019". cbsl.gov.lk. Central Bank of Sri Lanka. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "GDP PPP (current international $) - Sri Lanka". worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "GDP perc apita PPP (current international $) - Sri Lanka". worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "World Bank and Sri Lanka -2019". worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Enhancing competitiveness in Sri Lanka June 2016" (PDF). World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Sri Lanka downgraded to World Bank lower middle income country as per capita income falls.
  7. "Sri Lanka: A Systematic Country Diagnostic". The World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sri Lanka annual GDP at current prices and GDP shares". www.census.gov.lk. Department of Census and Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Box Story - Adoption of Modern Technologies in Agriculture - Box Story 04, Central Bank Annual Report 2019" (PDF). www.cbsl.gov.lk. Central Bank of Sri Lanka. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Solid Tyres from Sri Lanka". www.srilankabusiness.com. Sri Lanka Export Development Board. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Athukorale, Prema-chandra. "Sri Lanka's Trade Policy: Reverting to Dirigisme?" (PDF). acde.crawford.anu.edu.au. Crawford School of Public Policy ANU College of Asia and the Pacific. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The importance of Air Transport to Sri Lanka - IATA". www.iata.org. International Air Transport Association. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 20 May 2020 باندې). Sri Lanka's Colombo port could expand to full maritime hub with policy changes.
  14. "ICT/BPM in Sri Lanka - Asian Development Bank" (PDF). www.adb.org. Asian Development Bank. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2 July 2019 باندې). Sri Lanka still Lonely Planet's top destination for 2019. EconomyNext
  16. (په 12 July 2019 باندې). Travel and Leisure readers vote Sri Lanka best island in the world. EconomyNext
  17. "Central Bank of Sri Lanka 2019 - Statistical Appendix" (PDF). cbsl.gov.lk. Central Bank of Sri Lanka. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Fitch Ratings Commentary". fitchratings.com. Fitch Ratings. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Sri Lanka sovereign rating downgraded two notches to Caa1 by Moody's.
  20. (په 20 October 2020 باندې). Sri Lanka import substitution should be temporary: economist. 8 February 2021
  21. (په 23 May 2020 باندې). Sri Lanka import controls extended, license regime in import substitution drive. EconomyNext
  22. (په 28 December 2021 باندې). Money printing to repay debt: Worshipping MMT is likely to magnify economic instability. Dally Mirrro Sri Lanka
  23. (په 21 December 2021 باندې). A child's guide to modern monetary theory: Keynesianism in an old bottle. Colombo Telegraph
  24. (په 28 January 2021 باندې). Sri Lanka tenth best country in handling the Covid-19 pandemic. EconomyNext.com
  25. "Sri Lanka declares worst economic downturn in 73 years". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 2021-04-30. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 12 April 2022 باندې). Sri Lanka halts foreign debt repayments in 'pre-emptive negotiated default'. EconomyNext
  27. "Chapter 10, Consecrating Pandukabhaya". Mahavamsa.org. Mahavamsa. 8 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Reservoirs - Historical Aspects". fao.org. FAO. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ "'A Record of Buddhistic Kingdoms - Chapter 38". Gutenberg.org. Project Gutenberg. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "'A Record of Buddhistic Kingdoms - Chapter 40". Gutenberg.org. Project Gutenberg. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Christian Topography". archive.org. Internet Archive. 1897. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Growth and Equity in Developing Countries - Surjit S Bhalla, Paul Glewwe" (PDF). worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Kelegama, Saman (2000). "Development in Independent Sri Lanka: What went wrong?". Economic and Political Weekly. 35 (17): 1477–1490. JSTOR 4409207. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)