د ستورپوهنې تاريخ
د اسماني کتنو او ځمکنيو پېښو تر منځ په جوړېدنه يا اړيکه کې ستورپوهنيز باورونو د نړۍ لیدونو، ژبې او د ټولنيز کلتور د زياتو عناصرو په ګډون د انساني تاريخ بېلابېل اړخونه اغېزمن کړي دي.
د لويديځې يوروشيا خلکو په منځ کې د ستورپوهنې د تر ټولو لومړني ثبوت نېټه له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه ګڼل کېږي، چې د کاليزې په نظامونو کې ريښې لري. ياد نظامونه د موسمي بدلونونو د اټکل او د لويو يا سپېڅلو اړيکو د نښو په توګه د اسماني دورو د ژباړلو لپاره کارول کېږي. ستورپوهنه تر ۱۷ ز پېړۍ پورې يو پوهنيز دود ګڼل کېده او همدې انګېرنې د ستورپوهنې په پراختيا کې مرسته وکړه. ياده پوهه په سياسي او کلتوري دورو يا کړيو کې په عمومي ډول ومنل شوه او ځيني مفهومونه يې د کيميا، هواپوهنې او طب غوندې نورو دوديزو څېړنو کې وکارول شول. د ۱۷ ز پېړۍ په پای ته رسېدلو سره په ستورپوهنه کې د “heliocentrism” په شان د پوهنيزو مفهومونو راپورته کېدلو د دې علم نظرياتي بنسټ ته زيان ورساوه، چې په له امله يې خپل پوهنيز دريځ له لاسه ورکړ او يوازې د برسېرنې يا کاذبې پوهې په توګه په پام کې ونيول شوه. ازمايښتی پوهنيزې پلټنې ښودلي دي، چې د دې نظامونو پر بنسټ اټکلونه کره يا سم نه دي. [۱][۲][۳][۴]
ستورپوهنې په ۲۰ پېړۍ کې د منظمو ټوليزو رسنيو د توليداتو لکه د ورځپاڼې horoscopes د نفوذ له لارې د پېرودونکو پراخه نامتو والی يا شهرت تر لاسه کړ. [۵]
ستورپوهنه په خپل تر ټولو پراخه مفهوم کې په اسمان کې د انساني مانا په موخه څېړنې ته وايي. دا پوهه د سيارو او نورو اسماني شيانو (جسمونو) د نفوذ له لارې پر ځانګړي او عمومي انساني چلند باندې د پوهېدلو هڅه کوي. استدلال شوی دی چې ستورپوهنه د يوې څېړنې په توګه هغه وخت پيل شوه، چې انسانانو ستورپوهنيزو دورو ته په ورګرځېدنې سره د موسمي بدلونونو د اندازه کولو، ثبتولو او اټکلولو په موخه شعوري هڅې وکړې. [۶]
د دې ډول لارو چارو لومړنی ثبوت پر هډوکو يا د څمڅو پر دېوالونو باندې د نښو په توګه راڅرګندېږي، چې په ډاګه کوي چې د سپوږمۍ دورې ۲۵۰۰۰ کالونه پخوا يادښت کېدلې، چې همدا په اصل کې پر څپو او سيندونو باندې د سپوږمۍ د اغېز د ثبتولو او يوې ټولنيزې کالنامې د رغولو پر لور لومړني ګامونه وو. د نوې تېږې دورې په کرنيز اوښتون (Neolithic agricultural revolution) سره د غړوسکه ستورو د زياتېدونکې پوهې په واسطه نوې اړتياوې هم بشپړې شوې، چې د شپې په اسمان کې يې بڼې د موسمونو له مخې بدلېږي. ياد حالت د ستورو د ځانګړو ډلو راپورته کېدنې ته د کلنيو سيلابونو يا موسمي فعاليتونو د خبر ورکولو اجازه ورکوي. له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه کې پراخه تمدنونو د اسماني دورو پېچلې پوهاوی رامنځته کړی و او باور کېږي، چې په کلني ډول د ستورو راپورته کېدنو سره د سمون رامنځته کولو په موخه يې په شعوري ډول د هغوی د ټېک يا شقيقو باندې تمرکز کړی دی. [۷][۸][۹]
د دې وړانديز کولو په موخه خپور شوی ثبوت شته، چې تر ټولو لرغوني ستورپوهنيزې سرچېنې د دې دورې پر مهال د متنونو نقلونه دي، په ځانګړي ډول بين النهرين (سومر”Sumer” ، اکاد “Akkad”، اسوريا “Assyria” او بابېلونيا “Babylonia”) سيمو کې. د “Ammisaduga” د زهره ستوري له دړې يا تختې (Venus tablet of Ammisauduqa) څخه د دوه متنونو (چې له ميلاد څځه ۱۷۰۰ کالونه پخوا په بابل کې تاليف شوي دي) په اړه راپور ورکړل شوی دی، چې له ميلاد څخه مخکې (۲۳۳۴ – ۲۲۷۹) کالونو کې د اکاد سيمې د پاچا سارګون “Sargon” د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي دي. يو بل ثبوت چې د برېښنايي ستورپوهنې لومړنۍ کارونه ښيي، د لاګاش سيمې په سومري پاچا ګوديا “Gudea of Lagash” پورې تړل کېږي، چې د پاچاهۍ دوره يې له ميلاد څخه مخکې له ۲۱۴۴ څخه راوروسته تر ۲۱۲۴ کال پورې وه. دا نوموړي ته د خدايانو له لورې په خوب کې د ستورو د هغو ډلو يا غوړاسکو د ورښودلو څرنګوالی بيانوي، چې د يو معبد د پلان شوي جوړښت لپاره به خورا ګټور وي. که څه هم مخالفت يا مغايرت له دې پوښتنې سره مخامخ کېږي، چې ايا یاد ثبوتونه په هغه وخت کې په رښتيني ډول ثبت شوي دي او که يوازې د نسلونو له لورې په پخوانيو واکمنانو پورې تړل شوي دي. د پوهې د يو بشپړ نظام په توګه د ستورپوهنې تر ټولو پخوانی منلی ثبوت د همدې له امله هغه اسنادو (سوابقو) پورې تړل شوی دی، چې د بين النهرين له لومړنۍ کورنۍ (له ميلاد څخه مخکې ۱۹۵۰ – ۱۶۵۱) څخه راولاړېږي. [۱۰][۱۱][۱۲]
بابلي ستورپوهنه
[سمول]بابلي (د بابل) ستورپوهنه د ستورپوهنې تر ټولو لومړنی ثبت شوی منظم نظام دی، چې له ميلاد څخه مخکې دويمه زريزه کې راپورته کېږي. داسې انګېرنه هم شته چې له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه کې په سومري دوره کې د ځينو بڼو ستورپوهنه راښکاره شوه، مګر د دې دورې د لرغونو اسماني نښو په اړه بېلې شوې سرچينې يا حوالې د ستورپوهنې د يوې متحد نظريې د څرګندولو لپاره پوره (کافي) ثبوت نه ګڼل کېږي. له همدې امله په پوهنيز ډول د اسماني اټکل يا غيب وينې د تاريخ په اړه راپور ورکړل شوی دی، چې په زړو بابلي متنونو سره پيل شو او په منځنۍ بابلي او اسوري دورو کې يې دوام وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵]
له ميلاد څخه مخکې ۱۶ پېړۍ کې د نښې يا اټکل پر بنسټ ستورپوهنې پراخه چاره د “Enuma Anu Enlil” په نوم پېژندل شوي پراخه اثر يا کتاب په تاليف کې ثابتېدلی شي. د ياد کتاب منځپانګه د مېخي خطونو له ۷۰ دړو يا تختو څخه جوړه شوې ده، چې ۷۰۰۰ اسماني نښې رانغاړي. د دې وخت متنونه يو ژبني يا وييز دود ته هم ورګرځي، چې د اصل او منځپانګې په اړه يې يوازې اټکل کېدلی شي. په دې وخت کې بابلي ستورپوهنه يوازې د ځمکې اړوند وه، چې د هوا حالت او سياسي مسائلو له اټکل سره يې اړيکه درلوده او له ميلاد څخه مخکې له ۷ پېړۍ څخه وړاندې د ستورپوهنې په اړه د دې برخې د کارکوونکو پوهه په مناسب ډول لومړنۍ او نيمګړې وه. ستورپوهنيزو نښو يا سمبولونو ښايي د موسمي دندو استازولي وکړه او د لښتليک شويو فعاليتونو د کلنۍ کالمۍ په توګه کارول کېدل، چې موخه ټولنې ته د وخت او هوا له حالاتو سره سم د کارونو تر سره کولو وريادول وه (دا ډول نښې د درمند يا حاصلاتو، د shell-fish [سيپۍ يا صدف ماهي] د راټولېدنې، د جال يا لاين په واسطه د کب نيونې، د غلو دانو د رېبلو، د اوبو زېرمو د راټولولو يا اداره کولو، ښکار او موسمي کارونو وختونه وړاندې کول، چې د لويې ډلې لپاره د کوچنيانو او ځوانو ژوو د ژوندي پاتې کېدنې په ډاډمنولو کې مهم دي). په ۴ پېړۍ کې د دوی رياضيکي مېتودونو دومره پرمختګ وکړ، چې راتلونکي سياروي درکونه (موقعيتونه) په داسې مناسب سموالي سره وشمېرې (اندازه کړي)، په کوم ټکي کې چې پراخه “ephemerides” (جدول لرونکي کتابونه، چې د وخت له مخې په اسمان کې په طبيعي ډول د پېښېدونکو اسماني شيانو او سپوږمکيو درک د موقعيت او ښايي چټکتيا تګ کرښه په ډاګه کوي) راڅرګندېدل پيل کړل. [۱۶][۱۷]
بابلي ستورپوهنې د غيب وينې يا اټکل په برخه کې وده وکړه. د ۳۲ دړو يا تختو يوه ټولګه چې د ځيګړ موډلونه پرې کښل شوي دي او نېټه يې له ميلاد څخه مخکې نږدې ۱۸۷۵ کال ته ورګرځي، د بابلي غيب وينې تر ټولو لرغوني پېژندل شوي مفصل متنونه دي. ياد متنونه د اسماني نښو د شننې په برخه کې کارېدونکې بڼې ته ورته د ژباړې بڼه په ګوته کوي. د قربانۍ څاروي پر ځيګر باندې موندل شوي ټپونه او نښې د سمبوليک نښو په توګه وژباړل شوې، چې د خدای له لورې يې پاچا ته پيغامونه وړاندې کړل. [۱۸]
د خدايانو په اړه دا باور هم و، چې ځانونه د سيارو او ستورو په هغو اسماني انځورونو کې وړاندې کوي، چې دوی ورسره تړاو درلود. په کومې ځانګړې سيارې پورې تړل شوې بدې اسماني نښې د همدې له امله د خدای د خفګان يا ځورونې د نښو په توګه کتل کېدل، چې سيارې يې استازيتوب کوي. دا ډول نښې د خدای د راضي کولو د هغو لارو چارو د موندلو په موخه له هڅو سره مخامخ شوي دي، چې په واسطه يې پاچا يا ملت ته له پام وړ زيان رسولو څخه پرته د خدای څرګندونه درک کېدلی شي. پاچا ايسارهادون “Esarhaddon” ته يو ستورپوهنيز راپور چې له ميلاد څخه مخکې د ۶۷۳ جنوري سپوږمۍ نيونې (خسوف) په اړه دی؛ ښيي چې څنګه د بديل پاچايانو يا بديلو پېښو پر مذهب ولاړې کارونې په يوې سوچه ميخانيکي نظريې سره په جادو او نښو کې يو کره باور ترکيب کړ، چې ستورپوهنيزه پېښه بايد په طبيعي نړۍ کې له يو بل سره د منظمې اړيکې يو ډول ولري. [۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Koch-Westenholz (1995) Foreword and p.11.
- ↑ Jeffrey Bennett; Megan Donohue; Nicholas Schneider; Mark Voit (2007). The cosmic perspective (4th ed.). San Francisco, CA: Pearson/Addison-Wesley. pp. 82–84. ISBN 978-0-8053-9283-8.
- ↑ Kassell and Ralley (2010) ‘Stars, spirits, signs: towards a history of astrology 1100–1800'; pp.67–69.
- ↑ Zarka, Philippe (2011). "Astronomy and astrology". Proceedings of the International Astronomical Union. 5 (S260): 420–425. Bibcode:2011IAUS..260..420Z. doi:10.1017/S1743921311002602.
- ↑ Campion (2009) pp.259–263, for the popularizing influence of newspaper astrology; pp. 239–249: for association with New Age philosophies.
- ↑ Campion (2008) pp.1-3.
- ↑ Marshack (1972) p.81ff.
- ↑ Hesiod (شاوخوا 8th century BC). Hesiod’s poem Works and Days demonstrates how the heliacal rising and setting of constellations were used as a calendrical guide to agricultural events, from which were drawn mundane astrological predictions, e.g.: “Fifty days after the solstice, when the season of wearisome heat is come to an end, is the right time to go sailing. Then you will not wreck your ship, nor will the sea destroy the sailors, unless Poseidon the Earth-Shaker be set upon it, or Zeus, the king of the deathless gods” (II. 663-677).
- ↑ Kelley and Milone (2005) p.268.
- ↑ Two texts which refer to the 'omens of Sargon' are reported in E. F. Weidner, ‘Historiches Material in der Babyonischen Omina-Literatur’ Altorientalische Studien, ed. Bruno Meissner, (Leipzig, 1928-9), v. 231 and 236.
- ↑ From scroll A of the ruler Gudea of Lagash, I 17 – VI 13. O. Kaiser, Texte aus der Umwelt des Alten Testaments, Bd. 2, 1-3. Gütersloh, 1986-1991. Also quoted in A. Falkenstein, ‘Wahrsagung in der sumerischen Überlieferung’, La divination en Mésopotamie ancienne et dans les régions voisines. Paris, 1966.
- ↑ Rochberg-Halton, F. (1988). "Elements of the Babylonian Contribution to Hellenistic Astrology". Journal of the American Oriental Society. 108 (1): 51–62. doi:10.2307/603245. JSTOR 603245. S2CID 163678063.
- ↑ Holden (1996) p.1.
- ↑ Rochberg (1998) p.ix. See also, Neugebauer (1969) pp.29-30.
- ↑ Rochberg (1998) p.x.
- ↑ Baigent (1994) p.71.
- ↑ Holden (1996) p.9.
- ↑ Koch-Westenholz (1995) p.16.
- ↑ Koch-Westenholz (1995) p.11.
- ↑ Koch-Westenholz (1995) p.13.