د ستورو کروي ډله
د ستورو کروي ډله په ګرد يا دايروي ډول د ستورو سره راغونډېدلو ته وايي. د دې ډلې ستوري د راښکون يا جاذبې قوې له مخې يو له بل سره رانيول شوي دي او د ستورو لوړ تمرکز په کې د هغوی د مرکزونو پر لور دی. د ستورو ډلې هر چېرته کولی شي له لس ګونو زرو څخه تر څو ميليونه غړي ستوري ولري. د دوی نوم له لاتيني ګلوبيولس “globulus” څخه اخېستل شوی دی، چې د کوچنۍ کرې معنا لري. د ستورو کروي ډلې کله ناکله يوازې د کروي ستورو يا ګلوبيولرس په نوم هم يادېږي. [۱][۲]
که څه هم په لرغونې دوره کې د اومېګا سينټاوري “Omega Centauri” په نوم د ستورو کروي ډله کتل کېدل او د اوږدې مودې لپاره ورته د يو ستوري فکر کېده، مګر د ستورو د ډلو رښتينی طبيعت په ۱۷ ز پېړۍ کې د تيلسکوپ په راتګ سره وپېژندل شو. په لومړيو کې د تيلسکوپ له لارې د ستورو د دايروي ډلو کتنې د ناڅرګندو څاڅکو په توګه ښکاره شوې، چې له امله يې فرانسوي ستورپوه چارلس ميزاير زياتره دا ډول ستوري په خپل هغه ستوريز لښتليک کې ځای په ځای کړل، چې د نوموړي په فکر په ناسم ډول لکۍ لرونکي ستوري ګڼل شوي وو. د يو څه سترو دوربينونو په کارونې سره د ۱۸ پېړۍ ستورپوهان وپوهېدل، چې د ستورو دايروي ډلې د ګڼو انفرادي ستورو ډلې دي. د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې اسمان کې د ستورو د دايروي ډلو وېش له هغو لومړنيو شواهدو څخه و، چې لمر د شيدو لار کهکشان له مرکز څخه لرې دی.
د ستورو دايروي ډلې نږدې ټولو کهکشانونو کې موندل کېږي. د شيدو لار په څېر مارپېچ کهکشانونو کې دا ډول ډلې زياتره د کهکشان په باندنۍ کروي برخه (د کهکشان شپون) کې موندل کېږي. دوی د ستوريزې ډلې تر ټولو پراخه او لوی ډول دی، چې د پرانيستو ډلو په پرتله چې په عمومي ډول د مارپېچ کهکشانونو په ښکتنيو برخو يا قاعدو کې موندل کې موندل کېږي؛ د يو څه لرغوني او متراکم اوسېدلو ميلان لري او د درندو عناصرو له ښکتنيو پرېمانه ستورو څخه جوړ شوي دي. د شيدو لار کهکشان له ۱۵۰ څخه زياتې پېژندل شوې دايروي کړۍ لري او ښايي نورې هم زياتې وي.
په کهکشاني تکامل کې د ستورو د دايروي ډلو اصليت او ونډه ناڅرګند دي. ځيني د دوی په کهکشانونو او ان نړۍ کې د تر ټولو لرغونو جسمونو له ډلې څخه دي، چې د نړۍ د عمر اټکلونه محدودوي. د ستورو د ډلو په اړه پخوا فکر کېده، چې هغه ستوري لري چې ټول يې په ورته وخت کې د ستوري له يو جوړښتي نيبولا څخه جوړ شوي دي، مګر د ستورو نږدې ټولې کروي ډلې هغه ستوري لري، چې بېلابېلو وختونو کې جوړ شوي دي يا دا چې بېلابېل جوړښتونه لري. د ستورو ځينو ډلو ښايي د ستوري د جوړښت ګڼې پېښې درلودې او ځيني ښآيي د سترو کهکشانونو له لورې د نيول شويو کوچنيو کهکشانونو پاتې شوني وي.
د کتنو تاريخچه
[سمول]د ستورو تر ټولو لومړنۍ پېژندل شوې دايروي ډله، چې نن ورځ يې “M22” بولي؛ په ۱۶۶۵ز کال کې د الماني اماتور يا شوقي ستورپوه ابراهم اېهلي له لورې موندل شوې وه. د اومېګا سيټاوري “Omega Centauri” په نوم د ستورو ډله چې په نيمې پرانيستې سترګې سره، سويلي اسمان کې په اسانۍ سره د ليدلو وړ ده، د بطليموس په څېر لرغونو ستورپوهانو ستوری ګڼه، مګر ۱۶۷۷ز کال کې د ايډمونډ هالي له لورې د نيبولا او ورڅخه وروسته د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې د جان هيرچيل له لورې د ستورو د دايروي ډلې په توګه ډلبندي شو. فرانسوي ستورپوه ابي لاکايلي د ستورو “NGC 104”، “NGC 4833”، “M55”، “M69” او “NGC 6397” نومي ډلې د خپل ۱۷۵۱-۱۷۵۲ز کال بنسټيز لښتليک کې شاملې کړې. د لومړنيو دوربينونو ټيټ کيفيت په يوه ډله کې په ليدونکي ډول يو له بل څخه د بېل اوسېدلو برخه کې تر هغې د انفرادي ستورو د خنډ لامل شو، چې په ۱۷۶۴ زکال کې چارلس ميزاير “M4” وکته. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
Early globular cluster discoveries | ||
Cluster name | Discovered by | Year |
[۹]M22 | Abraham Ihle | 1665 |
[۱۰]ω Cen | Edmond Halley | 1677 |
[۱۱][۱۲]M5 | Gottfried Kirch | 1702 |
[۱۳]M13 | Edmond Halley | 1714 |
[۱۴]M71 | Philippe Loys de Chéseaux | 1745 |
[۱۵]M4 | Philippe Loys de Chéseaux | 1746 |
[۱۶]M15 | Jean-Dominique Maraldi | 1746 |
[۱۷]M2 | Jean-Dominique Maraldi | 1746 |
کله چې ويليم هرشيل په ۱۷۸۲ز کال کې د يو څه لویو دوربينونو په کارونې سره د اسمان پراخه سروې پيل کړه، په ټوليز ډول د ستورو ۳۴ دايروې ډلې وې. هرشيل ورته ۳۶ نورې ډلې هم وموندلې او لومړنی شخص و، چې يادې ټولې ډلې يې په حقيقت کې ستورو کې تحليل کړې. نوموړي د خپل ۱۷۸۹ز کال په «د ستورو دويمې زريزې د نوې نيبولا او ډلو بنسټيز لښتليک» نومي اثر کې د دايروي ډلو اصطلاح رامنځته کړه. په ۱۹۱۴ زکال کې هارلو شاپلي د ستورو د دايروي ډلو په اړه د څېړنو يوه لړۍ پيل کړه، چې نږدې څلوېښت پوهنيزو مقالو يا څېړنو کې خپره شوه. نوموړي د ستورو د ډلې “RR Lyrae” بدلېدونکي (هغه ستوري چې نوموړي سيفييډ بدلېدونکي وانګېرل) وازمايل او د ستورو له ډلو څخه د واټنونو اټکلولو په موخه يې د هغوی له روڼتيا يا ځلا او د بدلون د وړتيا دورې څخه ګټه پورته کړه. وروسته په ډاګه شوه، چې “RR Lyrae” بدلېدونکي د سيفييډ بدلېدونکو په پرتله تت يا کمزوري دي، چې د دې لامل کېږي چې د شاپلي له لورې د يادو واټنونو د لوړ اټکلولو لامل کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]
د شيدو لار کهکشان د ستورو د دايروي ډلو لويه برخه د کهکشاني هستې شا او خوا ته اسماني اسمان کې موندل کېږي. په ۱۹۱۸ز کال کې شاپلي په پياوړي ډول له دې نامتوازن وېش څخه د کهکشان د تولو اړخونو په مشخص کولو کې ګټه واخېستله. نوموړي د کهکشان د مرکز شا او خوا ته د ستورو د ډلو د نږدې کروي وېش په انګېرلو سره، د کهکشاني هستې اړوند لمر د درک يا ځای اټکلولو په موخه د ستورو د ډلو له ځايونو يا موقعيتونو څخه کار واخيست. نوموړي په سم ډول پايله تر لاسه کړه، چې د شيدو لار کهکشان مرکز د ستورو په اسماني ټولګه يا مجمع الکواکب کې دی او ځمکې ته نږدې نه دی. نوموړي ياد واټن زيات اټکل کړ او د ستورو د دايروي ډلې له ۱۰ تر ۳۰ کېلو پارسک (له ۳۳۰۰۰ څخه تر ۹۸۰۰۰) نمونه يي واټنونه يې وموندل. تر کهکشاني مرکز پورې معاصر واټن نږدې ۸،۵ کېلوپارسک (۲۸۰۰۰) دی. د شاپلي اندازو په ډاګه کړل، چې لمر د کهکشان له مرکز څخه يو څه لرې پروت دی او دا د هغه څه خلاف وو، چې د عادي ستورو له کتل شوي يو شان وېش څخه اټکل شوي وو. په حقيقت کې زياتره عادي ستوري د کهکشان په کړۍ يا ټيکلي کې پراته دي او د همدې له امله ټيکلي کې د ګاز او دوړې يا ګرد په واسطه پټ شوي دي، په داسې حال کې چې د ستورو دايروي ډلې له ټيکلي څخه د باندې پراته دي او په خورا لرو واټنونو کې کتل ليدل کېدلی شي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
په شيدو لار کهکشان کې د ستورو د پېژندل شويو ډلو ګڼې ورځ تر بلې زياتېدلو ته دوام ورکړی دی، چې په ۱۹۱۵ زکال کې ۸۳، ۱۹۳۰ زکال کې ۹۳، ۱۹۴۷زکال کې ۹۷ او ۲۰۱۰ زکال کې ۱۵۷ ډلو ته رسېده. د دې تر څنګ د ستورو د ناموندل شويو دايروي ډلو په اړه باور کېږي، چې يا په کهکشاني راوتلتوب کې پراته دي او يا د شيدو لار د ګاز او دوړې په واسطه پټ شوي دي. د بېلګې په ډول: د پالومار د ستورو دايروي ډلو ډېری برخه يوازې په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې موندل شوې ده، چې ځيني يې يو څه نږدې پراته دي، مګر دوړو پوښلي دي، په داسې حال کې چې ځيني نور يې د شيدو لار کهکشان د شپول په خورا لرې څنډو کې پراته دي. د اندوميدا کهکشان چې د اندازې له مخې له شيدو لار کهکشان سره د پرتلنې وړ دی، ښايي پينځه سوه دايروي ډلې لري. په سيمه ييزه ډله “Local Group” کې د پوره يا کافي کتلې لرونکی هر کهکشان د ستورو د کروي ډلو يو [تړلی يا اړوند] سيستم لري؛ لکه څرنګه چې نږدې هر لوی کهکشان په ورته ډول سروې يا کتل شوی دی. د “M87” په څېر ځيني لوی هګۍ ته ورته [بيضوي] کهکشانونه (په ځانګړي ډول هغه چې د کهکشان د ډلو په مرکزونو کې دي) تر ۱۳۰۰۰ د ستورو دايروي ډلې لري. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
له شاپلي
[سمول]له شاپلي سره د ستورو د ډلو په اړه څېړنو کې هينريتا سووپ “Henrietta Swope” او هيلين ساوير هوګ “Helen Sawyer Hogg” مرسته وکړه. له ۱۹۲۷ څخه تر ۱۹۲۹ز کالونو کې نوموړي او ساوير د هرې هستې پر لور د ستورو د تمرکز درجې له مخې، د ستورو ډلې دلبندي کړې. د دوی د ډلبندۍ سيستم چې د شاپلي او ساوير د تمرکز ټولګي “Shapley-Sawyer Concentration Class” په نوم يادېږي، له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ډلبندي لري، چې تر ټولو زياتې متمرکز ډلې د لومړي ټولګي “Class I” په توګه تر ټولو نامتمرکز يا لرې پرتې ډلې په کې د دولسم ټولګي يا “Class XII” په نوم ترتيب شوي دي. په ۲۰۱۵ زکال کې د چيلي د پونتيفيکل کاتوليک پوهنتون “Pontifical Catholic University of Chile” ستورپوهانو د ستورو د تياره دايروي ډلو “dark globular clusters” د کتنې د معلوماتو پر بنسټ د ستورو د دايروي ډلو يو نوی ډول وړاندې کړ. [۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Globular cluster". ESA/Hubble. نه اخيستل شوی 2022-07-04.
- ↑ "Hubble images a swarm of ancient stars". European Space Agency (ESA). نه اخيستل شوی August 23, 2021.
- ↑ Lynn, W.T. (April 1886). "The discovery of the star-cluster 22 Messier in Sagittarius". The Observatory. 9: 163–164. Bibcode:1886Obs.....9..163L.
- ↑ Sharp, N.A. "M22, NGC 6656". NOIRLab. نه اخيستل شوی August 23, 2021.
- ↑ O'Meara, Stephen James (2012). Deep-Sky Companions: Southern gems. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 243–245. ISBN 978-1-107-01501-2. نه اخيستل شوی September 24, 2021.
- ↑ "Omega Centauri". eso.org (په انګليسي). European Southern Observatory. نه اخيستل شوی September 24, 2021.
- ↑ Messier, Charles (1771). "Catalogue des Nébuleuses & des amas d'Étoiles, que l'on découvre parmi les Étoiles fixes sur l'horizon de Paris; observées à l'Observatoire de la Marine, avec differens instruments" [Catalog of nebulas and star clusters, that one discovers among the fixed stars on the horizon of Paris; observed at the Naval Observatory, with various instruments]. Histoire de l'Académie royale des sciences ... Avec les Mémoires de Mathématique & de Physique, pour la même Année, ... [History of the Royal Academy of Sciences ... with the Mathematical and Physical Memoirs, for the same year, ...] (په فرانسوي): 435–461.
- ↑ Boyd, Richard N. (2008). An Introduction to Nuclear Astrophysics. University of Chicago Press. p. 376. ISBN 978-0-226-06971-5.
- ↑ Lynn, W.T. (April 1886). "The discovery of the star-cluster 22 Messier in Sagittarius". The Observatory. 9: 163–164. Bibcode:1886Obs.....9..163L.
- ↑ Halley, Edmond (1716). "An account of several nebualæ or lucid spots like clouds, lately discovered among the fixt stars by help of the telescope". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 29 (347): 390–392. doi:10.1098/rstl.1714.0046.
- ↑ Moore, Patrick (2003). Atlas of the Universe. Firefly Books. ISBN 978-0-681-61459-8.
- ↑ Frommert, Hartmut; Kronberg, Christine. "Gottfried Kirch (1639–1710)". Students for the Exploration and Development of Space (SEDS). نه اخيستل شوی August 9, 2021.
- ↑ Moore, Patrick (2003). Atlas of the Universe. Firefly Books. ISBN 978-0-681-61459-8.
- ↑ Cudnik, Brian (2012). Faint Objects and How to Observe Them. Springer Science & Business Media. p. 8. ISBN 978-1-4419-6756-5.
- ↑ Cudnik, Brian (2012). Faint Objects and How to Observe Them. Springer Science & Business Media. p. 8. ISBN 978-1-4419-6756-5.
- ↑ Chen, James L. (2015). A Guide to Hubble Space Telescope Objects: Their selection, location, and significance. Illustrated by Adam Chen. Springer. p. 110. ISBN 978-3-319-18872-0.
- ↑ Chen, James L. (2015). A Guide to Hubble Space Telescope Objects: Their selection, location, and significance. Illustrated by Adam Chen. Springer. p. 110. ISBN 978-3-319-18872-0.
- ↑ Herschel, William (1789). "Catalogue of a second thousand of new nebulæ and clusters of stars, with a few introductory remarks on the construction of the heavens". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 79: 212–255. Bibcode:1789RSPT...79..212H. نه اخيستل شوی April 28, 2021.
- ↑ Frommert, Hartmut; Kronberg, Christine. "Globular Star Clusters". The Messier Catalog. Students for the Exploration and Development of Space. Archived from the original on April 30, 2015. نه اخيستل شوی June 19, 2015.
- ↑ Ashman, Keith M.; Zepf, Stephen E. (1998). Globular Cluster Systems. Cambridge Astrophysics Series. Vol. 30. Cambridge, UK University Press. p. 2. ISBN 978-0-521-55057-4.
- ↑ Shapley, Harlow (1918). "Globular clusters and the structure of the galactic system". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 30 (173): 42–54. Bibcode:1918PASP...30...42S. doi:10.1086/122686.
- ↑ Trimble, V.L. (December 1995). "The 1920 Shapley-Curtis Discussion: Background, issues, and aftermath". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 107: 1133. Bibcode:1995PASP..107.1133T. doi:10.1086/133671. S2CID 122365368.
- ↑ Bennett, Jeffrey O.; Donahue, Megan; Schneider, Nicholas; Voit, Mark (2020). The Cosmic Perspective (9th ed.). Pearson. ISBN 978-0-134-87436-4.
- ↑ Zeilik, Michael; Gregory, Stephen A (1998). Introductory Astronomy & Astrophysics (4th ed.). Belmont Drive, CA: Brooks/Cole, Cengage Learning. p. 277. ISBN 978-0-03-006228-5.
- ↑ Ryden, Barbara Sue; Peterson, Bradley M. (2010). Foundations of Astrophysics. San Francisco, CA. p. 436. ISBN 978-0-321-59558-4.
- ↑ Frommert, Hartmut (August 2007). "Milky Way Globular Clusters". Students for the Exploration and Development of Space. نه اخيستل شوی February 26, 2008.
- ↑ Carroll, Bradley W. (2017). An introduction to modern astrophysics (2nd ed.). Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. p. 894. ISBN 978-1-108-42216-1. نه اخيستل شوی September 24, 2021.
- ↑ Camargo, D.; Minniti, D. (2019). "Three candidate globular clusters discovered in the Galactic bulge". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society: Letters. 484: L90–L94. arXiv:1901.08574. doi:10.1093/mnrasl/slz010.
- ↑ Ashman, Keith M.; Zepf, Stephen E. (1992). "The formation of globular clusters in merging and interacting galaxies, Part 1". Astrophysical Journal. 384: 50–61. Bibcode:1992ApJ...384...50A. doi:10.1086/170850.
- ↑ Barmby, P.; Huchra, J.P. (2001). "M31 globular clusters in the Hubble Space Telescope Archive. I. Cluster detection and completeleness". The Astronomical Journal. 122 (5): 2458–2468. arXiv:astro-ph/0107401. Bibcode:2001AJ....122.2458B. doi:10.1086/323457. S2CID 117895577.
- ↑ Harris, William E. (1991). "Globular cluster systems in galaxies beyond the Local Group". Annual Review of Astronomy and Astrophysics. 29 (1): 543–579. Bibcode:1991ARA&A..29..543H. doi:10.1146/annurev.aa.29.090191.002551.
- ↑ McLaughlin, Dean E.; Harris, William E.; Hanes, David A. (1994). "The spatial structure of the M87 globular cluster system". Astrophysical Journal. 422 (2): 486–507. Bibcode:1994ApJ...422..486M. doi:10.1086/173744.
- ↑ "The Very Large Telescope discovers new kind of globular star cluster". Astronomy. May 13, 2015. نه اخيستل شوی May 14, 2015.