Jump to content

د ستورو لویه چاودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ستورو لویه چاودنه (په انګلیسي: supernova) د یوه ستوري تر ټولو لویې او ځلاندې چاودنې ته ویل کېږي. د ستور پوهنې له مخې دغه تېرېدونکې پېښه د یوه لوی ستوري د تکامل په وروستي پړاو یا هغه مهال چې بل لوی سپین ځلېدونکی ستوری د هغو تېښته کوونکي هستوي ترکیب ته ننوزي رامنځته کېږي. د هغو اصلي جسم چې مخکښ (progenitor) یې هم بلل کېږي په یوه نیوتروني ستوري یا تور غار اوړي او یا هم په بشپړه توګه له منځه ځي. د ستورو د لویې چاودنې یا سوپرنوا د ځلا اوج وړاندې له هغه چې له منځه ولاړ شي د څو اونیو او یا هم میاشتو لپاره د یوه بشپړ کهکشان سره د پرتلې وړ وي.

لویې چاودنې یا سوپر نوا د عادي چاودنې یا نوا په پرتله د زیاتې انرژۍ لرونکې دي. په لاتین ژبه کې nova د «نوي» په معنی دی چې په ستور پوهنه کې هغه ستوري ته ویل کېږي چې لنډ مهالې ځلا لري. د ستورو په چاودونه کې د سوپر یا د لوی د مختاړي اضافه کول هغه له نورو هغو ستوریزو چاودنو جلا کوي چې لږ رڼا لري. د سوپرنوا اصطلاح په ۱۹۲۹ زکال کې د والټر باده او فریتس تسوئیکي له خوا په ۱۹۲۹ زکال کې ابداع شوه.

د ستورو وروستۍ لویه چاودنه چې په مستقیم ډول د شیدو لارې په کهکشان کې ولیدل شوه په ۱۶۰۴ زکال کې کپلر لویه چاودنه وه چې ډېر ژر وروسته اس ان ۱۵۷۲ (SN 1572) په عادي بڼه په سترګو لیدل کېدای شوه، خو له دې سره هم د نوو لویو ستوریزو چاودنو پاتې شوني لیدل شوي دي. په نورو کهکشانونو کې د ستوریزو لویو چاودنو مشاهداتو ښوولې چې دغه چاودنې په منځنۍ کچه په پېړۍ کې درې ځله د شیدو لارې په کهکشان کې کېږي. دغه ستوریزې لویې چادونې تر ډېره پورې د ستورپوهنې په معاصرو تلسکوپونو باندې د لید وړ دي. تر ټولو وروستۍ بېلګه یې چې په غیرمسلحو سترګو د لید وړ وه اس ان ۱۹۸۷ اې (SN 1987A) وه چې د شیدو لارې د کهکشان په ماژلاني لویې وریځ کې د یوعظیم آبي ستوري چاودنه وه.

تیوریکي څېړنې ښيي چې د ستورو ډېری لویې چاودنې د دغو دوو میکانیزمنو د یوه څخه سرچینه اخلي: په ناڅاپي توګه د لوی سپین ستوري په څېر د متراکمو ستورو د هستوي ترکیب پیل او یا هم د یو لوی ستوري د هستې جاذبوي سقوط. د لومړي مورد له مخې د ستوري تودوخه تردې کچې زیاتېږي چې هستوي ترکیب یې تېښته رامنځته کوي او ستوری په بشپړه توګه پاشي. احتمالي لامل یې هم د ستورو په دوه ګوني جوړښت (binary companion) کې د ستوریزې جاذبې له امله د لویو اجسامو وده او یا هم ستوریز ادغام دی. د لویو ستورو اړوند بیا لویې هستې لرونکي ستوري کېدای شي هغه مهال چې ستوري د خپلې جاذبې لپاره د ستوریز ترکیب پر بنسټ د کافي انرژۍ د تولید توان وه نه لري د ناڅاپي پاشل کېدو سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې یو شمېر مشاهده شوې لویې ستوریزې چاودنې له دغو دوو ساده نظریاتو څخه ډېرې پېچلې دي له همدې امله د ستورو فزیکي میخانیک د ستورپوهنې د ټولنې له خوا جوړ او تائید شوی دی.

د ستورو لویې چاودنې کولای شي څو لمرین اجسام د نور له سرعت څخه په څو سلنې چټکتیا له ځانه اخراج کړي. دغه چاودنې یو انبساطي موجي شاک په خپل چاپېر کې د ستورو لور ته هدایت کوي همدارنګه انبساط کوونکې ګازي وریځ او غبار له ځانه خپروي چې د لویو ستوریزو چاودنو د پاتې شونو په توګه لیدل کېږي. دغه چاودنې په ستوریز چاپېریال کې له اکسیجن څخه نیولې تر روبیډیوم پورې د عناصرو اصلي منبع جوړوي. د لویو چاودنو شوک ورکوونکي امواج کولای شي نوي ستوري رامنځته کړي. دغه چاودنې د کیهاني وړانګو اصلي منبع جوړوي. دا هم کېدای شي چې دغه لویې چاودنې جاذبوي امواج رامنځته کړي، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې یوازې د تور غار لرونکو ستورو او نیوتروني ستورو جاذبوي امواج موندل شوي دي.  

د لیدو تاریخچه

[سمول]

د یوه ستوري له ټول تاریخ سره په پرتله د ستورو د لویې چاودنې د لیدلو حالت ډېر لنډ دی، ځینې مهال څو میاشتو ته رسېږي په داسې توګه چې د هغو په ټوله موده کې یوازې د یو مهال لپاره له کومې وسیلې پرته په سترګو لیدل کېدای شي. په یوه معمولي کهکشان کې د ۱۰۰ میلیارده ستورو یوازې یوه کوچنۍ برخه د لویې چاودنې ترسره کولو وړتیا لري چې یوازې هغو ستورو ته محدوده کېږي چې د لوړ کثافت لرونکي وي او د هغو دوه ګونو ستورو څخه وي چې لوی سپین ستوري له ځانه سره لري. [۱]

لومړني اکتشافات 

[سمول]

لومړنۍ احتمالي ثبت شوې لویه ستوریزه چاودنه چې د HB9 په نوم هم پېژندل کېږي، له تاریخ وړاندې مهال کې د نامالومو کسانو له خوا د هند په ټاپو وزمه کې لیدل شوې او بیا یې په هغه ډبر لیک کې ثبت کړې چې د کشمیر په برزاهاما سیمه کې موندل شوی او لرغونتیا یې له میلاد وړاندې ۴۵۰۰ ± ۱۰۰۰ کلونو ته رسېږي. ورپسې SN 185 د چینايي ستورپوه له خوا له میلاد وروسته ۱۸۵ کال کې ثبت شوې. تر ټولو ځلانده لویه ستوریزه چاودنه چې ثبت شوې SN 1006 ده چې له میلاد وروسته ۱۰۰۶ کال کې په لوپوس ستوریزه ټولګه کې شوې. دغه پېښه په ټول چین، جاپان، عراق، مصر او اروپا کې د ناظرینو له خوا توضیح شوه. SN 1054 چې په پراخه توګه ولیدل شوه خرچنګي نیبولا یې جوړه کړه. [۲][۳][۴][۵]

SN 1572 او SN 1604 لویې ستوریزې چاودنې چې وروستۍ یې د شیدو لارې په کهکشان کې وه او په غیرمسلحو سترګو لید وړ وه په اروپا کې یې د ستور پوهنې په پراختیا پام وړ اغېز درلود ځکه چې له هغو څخه یې د هغې ارسطويي نظریې پر وړاندې استفاده وکړه چې څرګندوله یې نړۍ له سپوږمۍ او ثابتو سیاراتو ورهاخوا هم ثابته پاتې کېږي. یوهانس کپلر د SN 1604 د مشاهدې په موخه چې د ۱۶۰۴ زکال د اکتوبر په ۱۷مه په خپل اوج کې وه په کار پیل وکړ او د هغې د رڼا اټکل کولو ته یې دوام ورکړ تر هغه چې یو کال وروسته په غیر مسلحو سترګو له لید څخه ووته. د ټایکو براهه له خوا په کاسیوپیا (ذات الکرسي فلکي شکل) کې د SN 1572  له مشاهدې وروسته د  دا دویمه لویه ستره چاودنه وه چې د دغه نسل له خوا ولیدل شوه. [۶][۷][۸]

داسې شواهد شتون لري چې ښيي د ۱۶۸۰ زکال له ذات الکرسي اې وروسته تر ټولو ځوانه کهکشاني لویه ستوریزه چادونه، G1.9+0.3 د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوې. هغه مهال دغو دواړو لویو چاودنو ته چندان پام ونشو. د G1.9+0.3 اړوند زموږ د کهکشان په چاپېر کې د هغو د ګرد او غبار انقراضي حالت هغه تر ډېره پورې کمرنګه کړه او له همدې امله ورته پام ونشو. د ذات الکرسي اې (Cassiopeia A) وضعیت بیا لږ روښانه و. د هغو انفرارېډ یا ماورا بنفش وړانګې تشخیص شوې چې ښيي دغه چاودنه د شدید انقراض په برخه کې نه وه. [۹][۱۰]

تلسکوپي موندنې

[سمول]

د ستورپېژندنې د تلسکوپونو په پراختیا سره د لږ نور لرونکو او لرې لویو ستوریزو چاودنو د لید امکان زیات شو. دغه ډول لومړنۍ مشاهده په آندرومدا کهکشان کې SN 1885A ده. دویمه لویه ستوریزه چاودنه SN 1895B وه چې یوه لسیزه وروسته په NGC 5253 کې کشف شوه. د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې یو لړ چارې په نورو مواردو ترسره شوې چې په پیل کې دا ګمان کېده چې د ستوریزو چادونو نوی ډول دی. دغو ته «د لوړې طبقې ستوریزې چاودنې»، «هاوپتنووا» یا «عظیمې چاودنې» ویل کېدلې. داسې انګېرل کېږي چې د «سوپر-نوا» نوم د والټر باده له خوا په ۱۹۳۱ زکال کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې د لکچر ورکولو پر مهال ابداع شوې. په علمي مقاله کې بیا دغه نوم د کنوټ لنډمارک له خوا په ۱۹۳۳ زکال کې وکارول شو او بیا په ۱۹۳۴ زکال کې باده او تسوئیکي په خپله مقاله کې وکاروه. په ۱۹۳۸ زکال کې د سوپر او نوا ترمنځ د فاصلې کرښه له منځه لاړه او نور په معاصر ډول کارول کېده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تر ټولو ځلانده ستوریزه چاودنه چې تر نن پورې ثبت شوې ASASSN-15lh وه چې ۳.۸۲ ګېګا نوري کاله فاصله یې لرله. دغه چاودنه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې کشف شوه چې ۵۷۰ بیلیونه لمري ځلا (570 billion L) یې لرله چې د نورو لیدل شوو لویو ستوریزو چاودنو په پرتله یې دوه چنده بولومتریکه ځلا لرله. [۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Murdin, P.; Murdin, L. (1978). Supernovae. New York, NY: Press Syndicate of the University of Cambridge. pp. 1–3. ISBN 978-0521300384.
  2. Joglekar, H.; Vahia, M. N.; Sule, A. (2011). "Oldest sky-chart with Supernova record (in Kashmir)" (PDF). Purātattva: Journal of the Indian Archaeological Society (41): 207–211. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 10 May 2019. بياځلي په 29 May 2019.
  3. Murdin, Paul; Murdin, Lesley (1985). Supernovae. Cambridge University Press. pp. 14–16. ISBN 978-0521300384.
  4. Burnham, Robert Jr. (1978). The Celestial handbook. Dover. pp. 1117–1122.
  5. Winkler, P. F.; Gupta, G.; Long, K. S. (2003). "The SN 1006 Remnant: Optical Proper Motions, Deep Imaging, Distance, and Brightness at Maximum". Astrophysical Journal. 585 (1): 324–335. arXiv:astro-ph/0208415. Bibcode:2003ApJ...585..324W. doi:10.1086/345985. S2CID 1626564.
  6. کينډۍ:Cite conference
  7. Baade, W. (1943). "No. 675. Nova Ophiuchi of 1604 as a supernova". Contributions from the Mount Wilson Observatory / Carnegie Institution of Washington. 675: 1–9. Bibcode:1943CMWCI.675....1B.
  8. Motz, L.; Weaver, J. H. (2001). The Story of Astronomy. Basic Books. p. 76. ISBN 978-0-7382-0586-1.[مړه لينکونه]
  9. Chakraborti, S.; Childs, F.; Soderberg, A. (25 February 2016). "Young Remnants of type Ia Supernovae and Their Progenitors: A Study Of SNR G1.9+0.3". The Astrophysical Journal. 819 (1): 37. arXiv:1510.08851. Bibcode:2016ApJ...819...37C. doi:10.3847/0004-637X/819/1/37. S2CID 119246128.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  10. Krause, O. (2008). "The Cassiopeia A Supernova was of type IIb". Science. 320 (5880): 1195–1197. arXiv:0805.4557. Bibcode:2008Sci...320.1195K. doi:10.1126/science.1155788. PMID 18511684. S2CID 40884513.
  11. Schaefer, Bradley E. (July 1995). "The Peak Brightness of SN 1895B in NGC 5253 and the Hubble Constant". Astrophysical Journal Letters. 447: L13. Bibcode:1995ApJ...447L..13S. doi:10.1086/309549. S2CID 227285055.
  12. Dick, Steven J. (2019). Classifying the Cosmos: How We Can Make Sense of the Celestial Landscape. Springer International Publishing. p. 191. ISBN 9783030103804.
  13. Osterbrock, D. E. (2001). "Who Really Coined the Word Supernova? Who First Predicted Neutron Stars?". Bulletin of the American Astronomical Society. 33: 1330. Bibcode:2001AAS...199.1501O.
  14. Baade, W.; Zwicky, F. (1934). "On Super-novae". Proceedings of the National Academy of Sciences. 20 (5): 254–259. Bibcode:1934PNAS...20..254B. doi:10.1073/pnas.20.5.254. PMC 1076395. PMID 16587881.
  15. Murdin, P.; Murdin, L. (1985). Supernovae (2nd ed.). Cambridge University Press. p. 42. ISBN 978-0-521-30038-4.
  16. da Silva, L. A. L. (1993). "The Classification of Supernovae". Astrophysics and Space Science. 202 (2): 215–236. Bibcode:1993Ap&SS.202..215D. doi:10.1007/BF00626878. S2CID 122727067.
  17. Dong, Subo; Shappee, B. J.; Prieto, J. L.; Jha, S. W.; Stanek, K. Z.; Holoien, T. W. -S.; Kochanek, C. S.; Thompson, T. A.; Morrell, N.; Thompson, I. B.; Basu, U.; Beacom, J. F.; Bersier, D.; Brimacombe, J.; Brown, J. S.; Bufano, F.; Chen, Ping; Conseil, E.; Danilet, A. B.; Falco, E.; Grupe, D.; Kiyota, S.; Masi, G.; Nicholls, B.; Olivares E., F.; Pignata, G.; Pojmanski, G.; Simonian, G. V.; Szczygiel, D. M.; Woźniak, P. R. (2016). "ASASSN-15lh: A highly super-luminous supernova". Science. 351 (6270): 257–260. arXiv:1507.03010. Bibcode:2016Sci...351..257D. doi:10.1126/science.aac9613. PMID 26816375. S2CID 31444274.