د ستا کهولم سندرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ستاکهولم سندرم )Stockholm Syndrome (

  لیکوال : نورالحق ن. څلی 
  د « ستاکهولم سندرم » یوه رواني پدیده ده ، په کومه کې چې  یرغمل شوی نه یواځې  له خپلو یرغمل نیوونکو سره خواخوږي او مینه پیدا کوي ، بلکې مرسته هم ورسره کوي . 
دغه ګړنه ( اصطلاح ) څرنګه وپېژندل شوه ؟ د ۱۹۷۳ کال د اګست د میاشتې پر درویشتمه نېټه د سویدن هېواد په پلازمېنې ستاکهولم کې په یوه بانک کې خلک یرغمل ونیول شول . یو څو ساعته وروسته یرغمل نیوونکو یواځې درې مېرمنې او یو نارینه چې ټول د همدې بانک مامورین ول د یرغمل په توګه وساتل نور خلک یې خوشې کړل . 
 رسنیو د دغې پېښې خبرونه کابو په ژوندۍ بڼه خپرول .  دغې یرغمل نیونې شپږ ورځې دوام وکړ او په بهیر کې یې ولیدل شول چې قربانیانو نه یواځې له خپلو یرغمل نیوونکو سره خواخوږي پیدا کړې وه ، بلکې آن د حکومت او پولیسو د کړنو پر ضد هم ودرېدل . په دې توګه « د ستاکهولم سندرم » د یوې علمي ګړنې په توګه اروا پوهنې ته لار پیدا کړه . دغه ګړنه لومړی ځل سویدني اروا پوه او جرم پوه « نېلس بایروت » وکاروله .  
 که لا دقیق ووایو ، هغه خواخوږي او مینه چې د قربانیانو او یرغل کوونکو تر منځ د نیولو ، یرغمل نیولو ، تښتولو ، لاندې کولو او د زورزیاتي د بېلابېلو ډولونو د کارولو په بهیر کې راپیدا کېږي « د ستاکهولم سندرم » بلل کېږي . هر څومره چې دغه د یرغمل نیولو ، زورزیاتي او یا اشغال موده اوږده وي ، همغومره دا شونتیا ډېره ده چې قربانیان له خپلو عذابوونکو ( زورونکو ) سره خواخوږي او مینه پیدا کړي . 
   د ستاکهولم سندرم په وده کې لاندې فکتورونه اغېزې لري : سیاسي او جنایي یرغلونه ؛ د ځپلو په موخه جګړیز عملیات ؛ په زندانونو او د جبري کار په پنډغالو کې بندیتوب ؛ د اوږدو اداري او قضایي پروسو په بهیر کې ؛ د سیاسي او مذهبي ډلو په لیکو کې د سلطه غوښتونکو ( خپل سر ) اړیکو برلاسي ؛ ځینې قبیلوي او سیمه ییز دودونه ، د بېلګې په توګه د جنکۍ تښتول ؛ د ترهګرۍ ، انساني قاچاق ، د بدلمنۍ د کاروبار په شبکو کې لوېدل او داسې نور . 
 ولې داسې کېږي چې قرباني ( هغه څوک چې مادي یا معنوي زیان ور اوښتی وي ) له داسې چا سره خواخوږي او مینه پیدا کوي چې همده ته یې زیان رسولی دی ؟ دا پخپله یو ځانګړی او اوږد بحث دی ، ځوابول یې هم د اروا پوهانو کار دی . دلته به یواځې دومره ووایو چې قربانیان په داسې حالت کې راګیر کېږي چې یو ناڅاپه پر خپل ځان او پر خپل شتوالي باندې کنترول له لاسه ورکوي .
   آیا دغه رواني ناروغي د درملنې وړ ده ؟ هو ! دغه پدیده لنډ مهاله ده . د ډېرو قربانیانو له څو ورځو ، میاشتو او کلونو وروسته سد سرته راځي او پر دې باندې پوهېږي چې ځپل شوی دی او تر ظلم لاندې وو ، خو لږ شمېر قربانیان بیا هېڅکله هم نه رغېږي .
   لکه څرنګه چې پوهېږو ، ښکېلاک دوه ډوله دی : ۱ – فزیکي لاندې کونه ؛ ۲ – د احساساتو او ارزښتونو لاندې کونه . د فزیکي لاندې کونې په اړه بشریت پوره مالومات لري . خو له بده مرغه د احساساتو او ارزښتونو له ښکېلاک سره د بشریت آشنایي ډېره سطحي ده . د عیسويانو یو ډېر پخوانی حکمت دی چې وایي : « شیطان تل وایي ، چې زه نشته یم » . د احساساتو او ارزښتونو ښکېلاک له دې چې ژر نه لیدل کېږي نو ځکه د خلکو پام نه ورته کېږي . 
 د احساساتو او ارزښتونو ښکېلاک په لاندې شوي اولس کې د هویت ګډوډتیا رامنځته کوي او مصنوعي خوب ته یې بیایي . د هویت ګډوډتیا دې حالت ته ورته دی چې ته وا یو چا خپله فکري لار یا نقشه ورکه کړې وي . بېخي نه پوهېږي چې څوک دی او د ده په ژوند څه روان دی . 
     له بده مرغه د وروستیو څلورو لسیزو پرلپسې اشغالونو او د بهرنیو جاسوسي شبکو د لاسوهنو په پایله کې زمونږ په ټولنه کې هم یو شمېر کسان په همدغې رواني ناروغۍ اخته دي . دغه کسان اوس ټول د روان اشغال اردلیان دي .  اشغال چې هم خدای رټلی دی او هم بشریت ، دوی ورته د خدای رحمت او د پایښت یواځينۍ چاره وویلې . اوس چې اشغال ماته خوړلې ده او اړ دی چې د افغان اولس ارادې ته سر ټيټ کړي ، دغه اردلیان اوس پر سره تبۍ باندې ولاړ دي او کوکې وهي چې بادار مونږ ایسته غورځوي او په سپکه سترګه راته ګوري . دوی دومره بدمرغه دي چې لا په دې هم نه پوهېږي چې دوی پخپله ګرم دي ، ځکه د تاریخ په ناسمه خوا کې درېدلي دي . 

د هغې ورځې په هیله چې نور زمونږ ګران هېوادوال « د ستاکهولم سندرم » له رنځه و نه کړېږي