د ساکس – کوبورګ او ګوتا شهزادګۍ ویکټوریا ملیټا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ساکس – کوبورګ او ګوتا شهزادګۍ ویکټوریا ملیټا
(انګلیسي: Victoria Feodorovna)
(انګلیسي: Victoria Melita د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ساکس – کوبورګ او ګوتا شهزادګۍ ویکټوریا ملیټا
د ساکس – کوبورګ او ګوتا شهزادګۍ ویکټوریا ملیټا

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ نومبر ۱۸۷۶[۱][۲][۳]
مړینه 2 مارچ 1936 (60 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آمورباخ   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (–۱۸۹۴)
روسي سترواکي (۱۵ جولای ۱۹۰۷–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

د ساکس – کوبورګ او ګوتا شهزادګۍ ویکټوریا ملیټا، وروسته د روسیې لویه دوشس ویکټوریا فئودورونا (زوکړه: د ۱۸۷۶ زکال د نومبر ۲۵مه – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د مارچ ۲مه) د ساکس – کوبورګ او ګوتا د دوک الفرد او د روسیې د لویې دوشس ماریا الکساندروا دریم اولاد او دویمه لور وه. نوموړې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او همدارنګه د روسیې د سترواک دویم الکساندر لمسۍ وه.

نوموړې چې د یوې بریتانوۍ شهزادګۍ په توګه وزېږېده؛ د خپل ژوند لومړني کلونه یې په انګلنډ کې تېرل او د دریو کلونو لپاره یې په مالټا کې ژوند وکړ؛ ځکه پلار یې هلته په سلطنتي سمندریز ځواک کې دنده لرله. په ۱۸۸۹ زکال کې یې کورنۍ کوربورګ ته کډه وکړه او همدلته یې پلار په ۱۸۹۳ زکال کې سلطنتي دوک شو. په نوې ځوانۍ کې ویکټوریا د د روسیې په لوی دوک کیریل ولادمیرویچ (د خپلې مور په وراره چې د روسیې د لوی دوک ولادمیر الکساندرویچ زوی و) مینه شوه، خو د هغې ارتودوکس عیسوي باور د ماما له زوی سره د هغې واده منع کوه. ویکټوریا د خپلې کورنۍ غوښتنې ته په درناوي د خپل مشر تره له زوی ارنست لوئیس سره چې د راین له خوا د هسن لوی دوک و په ۱۸۹۴ زکال کې د خپلې انۍ ملکې ویکټوریا په غوښتنه واده وکړ. دغه واده له جلاتوب سره مخ شو – ویکټوریا ملیټا په ۱۹۰۱ زکال له خپل مېړه څخه د جلاتوب له امله د اروپا سلطنتي کورنۍ له رسوايي سره مخ کړې. د دغې جوړې یوازنۍ ماشومه چې د هسن او راین شهزادګۍ الیزابت وه؛ په ۱۹۰۳ زکال کې د سرخکانو له تبې مړه شوه.

بیاځلي واده[سمول]

له ارنست څخه د ویکټوریا له طلاق اخیستو وروسته، لوی دوک کیریل چې روسیې ته به یې په خپل هر سفر کې له ویکټوریا سره لیدل د خپلو والدینو له خوا له هغې سره د نږدې اړیکو ساتلو د هڅو له امله زړتوری شو، ځکه لویې دوشس ماریا پاولونا، کیریل ته ویلي و چې ویکټوریا د خپلې معشوقې په توګه وساتې او له بل چا سره واده وکړي. [۴]

څو میاشتې وروسته د روسیې او جاپان ترمنځ جګړه پیل شوه؛ کیریل چې د سمندریز ځواک یو مخکښ قوماندان و د روسیې او جاپان ترمنځ د جګړې په ډګر کې فعال خدمت کولو ته ولېږل. پورټ آرتور ته په رسېدو سره د هغه بېړۍ په یوه جاپاني ماین وربرابره شوه او وچاودېده. خو کیریل د څو محدود شمېر نورو کسانو سره ترې ژوندی راووت. تزار چې د ښه کېدو په موخه کور ته ولېږل شو، بالاخره اجازه ورکړل شوه څو کوبورګ ته ولاړ شي او له ویکټوریا سره واوسي. له مړینې څخه دغه ستونزمن خلاصون له ویکټوریا سره د ده د واده کولو هوډ لا پیاوړی کړی و. کیریل په خپلو خاطراتو کې لیکلي: «د هغو کسانو لپاره چې د مرګ سیوری یې یوځل لیدلی وي، ژوند بیا بېله معنی ورته لري؛ دا د ورځې رڼا ته ورته دی او زه اوس د خپل ژوند هیلې ته د رسېدو په برخه کې پام وړ هوډمن شوی یم. اوس ما څوک نه شي غلطولی ځکه زیات څه مې تجربه کړي، بالاخره به زما راتلونکې روښانه وي».[۵][۶]

دغې جوړې د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر په ۸ مه په تګرنزي کې واده وکړ. د واده مراسم یې ساده و او د ویکټوریا مور، خور یې بئاتریس، د هغې یو ملګري کنټ آدلربورګ او د دوی خدمت کارانو په کې ونډه اخیستې وه. د دغې جوړې ماما ته چې د روسیې لوی دوک الکسي الکساندرویچ و پرته له دې چې وپوهېږي د څه لپاره بلل شوی بلنه ورته لېږل شوې وه او له مراسمو وروسته دلته ورسېد. تزار دویم نیکولاس د دغه واده په غبرګون کې د کیریل لپاره دولتي بودیجه لغو کړه او هغه یې د روسیې له سمندري ځواک ویوست. دغې جوړې پاریس ته کډه وکړه، هلته یې په شانزلیزه کې ځانته کور واخیست او د خپلو والدینو له خوا ورسره په مرسته کېدونو امکاناتو یې ژوند کاوه. [۷][۸][۹][۱۰]

ویکټوریا چې دیرش کلنۍ ته په رسېدو بلوغ ته رسېدلې وه، په ۱۹۰۷ زکال کې یې پرېکړه وکړه چې د روسي ارتودوکس کلیسا باورونه ومني؛ هغه پرېکړه چې هم یې خپله مور او هم خپل مېړه حیران کړل. درې ورځې وروسته د هغې د دریو اولادونو لومړنۍ ماشومه ماریا کیریلوونا وزېږېده، نوم یې ورته د انۍ له نوم څخه انتخاب کړ او د ماشا په نوم یې یادوله. د هغوی دویمه لور کیرا کیریلوونا په ۱۹۰۹ زکال کې په پاریس کې وزېږېده. ویکټوریا او کیریل چې دواړه د یو زوی په تمه وه د نجلۍ له زېږېدو ناخوښه و، خو لور ته یې د پلار له نوم څخه کار واخیست. [۱۱][۱۲][۱۳]

د روسیې لویه دوشس[سمول]

دویم نیکولاس کیریل ته د روسیې په سترواکه کورنۍ کې د روسیې د سترواک له مړینې وروسته تاج او تخت ته د رسېدو په لار کې دریم نوبت ورکړ؛ ویکټوریا ته د لویې دوشس ویکټوریا فئودورونا لقب ورکړل شو او د ۱۹۱۰ زکال په مۍ میاشت کې دغه جوړه سن پترزبرګ ته راستنه شوه. نوې لویې دوشس په ماښامانیو کې د میلمنو له کوربه توب او د سن پترزبرګ د ټولنې د لویانو په ګډون د مجللو ګډا ګانو څخه خوند اخیست. ویکټوریا هنري استعداد درلود او له هغو څخه یې د خپل کور او نورو څو استوګنځاینونو په تزئین کې کار واخیست او هغه یې په جذاب ډول تزئین کړل. هغې له تزئیناتو، باغوانۍ، په اس له سورلۍ او همدارنګه له نقاشۍ هغه هم په ځانګړې توګه د اوبو په رنګ له نقاشۍ خوند اخیست. [۱۴][۱۵][۱۶]

ویکټوریا د روسیې د اشرافیانو او د خپلې خواښې لویې دوشس ماریا پاولونا د چاپېرو کسانو ترمنځ ځانته ځای وموند. له دې امله چې د اشرافیانو په ناستو کې به تر ډېره په فرانسوي خبرې کېدلې، همدا و چې ویکټوریا هېڅکله هم په روسي ژبه بشپړ تسلط وه نه موند. له دې سره چې نوموړې د مور له اړخه د دویم نیکولاس د خاله لور او د پلار له اړخه د شاهزادګۍ الکساندرا د عمه لور وه او له هغوی سره یې نږدې اړیکې لرلې خو د دوی ترمنځ اړیکې خوږې نه وې. له دې امله چې کیریل د موټر زغلونې د سیالیو سره لیوالتیا لرله دغې جوړې به تل له موټر څخه په ګټې اخیستنې سفر کاوه.  د هغوی یو له پام وړ تفریحاتو څخه بالتیک سیمو ته سفر کول و. ویکټوریا د روس له اوږده ژمي او د هغو له لنډو ورځو ویرېدله همدا و چې د ژمي پر مهال به له هېواده بهر تر ډېره پورې په رومانیا کې د خپلې خور او یا هم د فرانسې په سویل یا کوربورګ کې د خپلې مور لیدو ته تله. ویکټوریا له خپل مېړه او لوڼو ماریا او کیرا سره صمیمي اړیکه لرله. دغې کورنۍ د ۱۹۱۴ زکال اوړی د فنلنډ په خلیج کې په خپله بېړۍ کې تېر کړ او هغه مهال چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه؛ دوی په ریګا کې و. [۱۷][۱۸][۱۹]

جګړه[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، ویکټوریا د سره صلیب بنسټ سره د پالونکې/نرسې په توګه کار کوه او د امبولانسونو د یو واحد په جوړولو سره یې د خپلو چارو موثریت لا پسې زیات کړ. ویکټوریا په مکرر ډول د وارسا له نږدې جبهې څخه لیدنه کوله او ځینې مهال به یې آن خپله دنده د دښمن تر مرمیو لاندې ترسره کوله. کیریل هم په پولنډ کې کې د مارشال روسین تر قوماندې لاندې په سمندریز ځواک کې خدمت کاوه او همدارنګه یې د روسیې د پوځ د اعلی سرقوماندان لوی دوک نیکولاس نیکولایویچ د درستیزیت غړیتوب درلود.[۲۰][۲۱][۲۲]

انقلاب[سمول]

په ۱۹۱۷ زکال کې د فبروري د انقلاب په پای ته رسېدو سره، تزار دویم نیکولاس اړشو واک پرېږدي چې له امله یې یو لړ سیاسي ستونزې رامنځته شوې. ویکټوریا د ۱۹۱۷ زکال په فبروري کې خپلې خور ملکې ماري ته چې د رومانیا ملکه وه ولیکل چې د دوی کور د یاغیانو په محاصره کې دی «خو زړه او روح یې د دغه آزادۍ غوښتونکي خوځښت سره دی چې دغه مهال په ډېر احتمال سره زموږ د اعدام حکم لاسلیکوي... موږ شخصا هرڅه له لاسه ورکوو. زموږ ژوند په یو ټکان سره تغیر وکړ او له دې سره موږ د دغه خوځښت مشري کوو». د ۱۹۱۷ زکال تر مارچ میاشتې پورې انقلاب ټول پتروګراد (سن پترزبورګ) ته پراختیا موندلې وه. [۲۳][۲۴]

کیریل د ۱۹۱۷ زکال د مارچ په ۱۴ مه د خپل سمندریز ځواک واحد د لنډ مهالي دولت پر لور هدایت کړ او ورته یې دنده وسپارله چې خپل اصلي مرکز له نوي شوروي پتروګراد سره شریک کړي او د هغوی له مشرتابه سره د وفادارۍ هوکړه وکړي څو وکولای شي نظم او سلطنت وساتي. دا هغه ګام و چې وروسته یې د دوی د کورنۍ د یو شمېر غړو نیوکې راوپارولې او هغه یې خیانت وګاڼه. ویکټوریا له خپل مېړه ملاتړ وکړ او احساس یې وکړ چې هغه سم کار ترسره کوي. هغه همدارنګه له هغو خلکو سره همغږي لرله چې په دولت کې د اصلاحاتو غوښتونکي و. کیریل اړ شو څو د سمندریز ځواک له قوماندانۍ استعفا ورکړي خو له دې سره یې سرتېري ورته وفادار پاتې شول او په ګلینکا واټ کې یې د کیریل او ویکټوریا له ماڼۍ څخه ساتنې ته دوام ورکړ. [۲۵][۲۶][۲۷]

کیریل او ویکټوریا چې د خپل امنیت څخه اندېښمن و، پرېکړه یې وکړه چې غوره به دا وي روسیه پرېږدي. هغوی د ځان لپاره فنلنډ تر ټولو غوره ځای وباله. په داسې حال کې چې فنلنډ د روسیې سترواکۍ ته اړوند و خو ځانته دولت او اساسي قانون یې درلود؛ له همدې امله دغه پرېکړه دې ته ورته وه چې یو څوک دې په روسیه کې وي او هم مهاله دې هلته نه وي هم. لنډ مهالي دولت هغوی ته د وتو اجازه ورکړه خو دا اجازه یې ورنکړه چې کوم ارزښتمن شی دی له ځانه سره یوسي هغوی د کورنۍ زیورات په خپلو کالیو کې په دې تمه وګنډل ګوندې چارواکي یې ترې وه نه نیسي. [۲۸]

وروستي کلونه[سمول]

ویکټوریا د ۱۹۳۶ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه مړه شوه او په کوبورګ کې د دوکانو د کورنۍ په فریدهوف آم ګلوکنبرګ هدیره کې خښه کړای شوه، خو د ۱۹۹۵ زکال د مارچ په اوومه د هغې پاتې شوني په سن پترزبرګ ښار کې د پیټر او پاول په قلا کې د لوی دوکال مقبرې ته را ولېږدول شول.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/15570022 — subject named as: Victoria Melita Romanova — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10075.htm#i100744 — subject named as: Victoria Melita Saxe-Coburg and Gotha, Princess of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00006413&tree=LEO — subject named as: Princess Victoria Melita of Edinburgh — دوتنه: Leo van de Pas
  4. Charlotte Zeepvat, The Camera and the Tsars: A Romanov Family Album, Sutton Publishing, 2004, p. 107
  5. Sullivan, p. 230
  6. Sullivan, p. 229
  7. Sullivan, p. 233
  8. Sullivan, p. 236
  9. Sullivan, p. 237.
  10. Sullivan, p. 243
  11. Sullivan, p. 246
  12. Sullivan, p. 247
  13. Sullivan, p. 252
  14. Sullivan, p. 253
  15. Sullivan, pp. 274–275.
  16. Sullivan, p. 262
  17. Sullivan, p. 126
  18. Sullivan, p. 283
  19. Sullivan, p. 254
  20. Sullivan, p. 272
  21. Sullivan, p. 271
  22. Sullivan, p. 288
  23. Sullivan, p. 313
  24. Zeepvat, p. 214
  25. Sullivan, p. 314
  26. Sullivan, pp. 311–312
  27. Van der Kiste, 105
  28. Sullivan, p. 321
  29. Van der Kiste, p. 163
  30. Sullivan, p. 393
  31. Sullivan, p. 395
  32. Perry and Pleshakov, p. 308
  33. Sullivan, 404
  34. Sullivan, pp. 403–404
  35. Sullivan, p. 395
  36. Sullivan, p. 393