Jump to content

د زړښت تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د زړښت یا عمر خوړلو تکامل (په انګلیسي: Evolution of Ageing) په هکله پلټنه په‌دې موخه ترسره کېږي چې د زړښت په څېر یو زیانکار بهیر ولې تکامل مومي او د اورګانیزمونو د ژوندون په اوږدوالي کې ولې دومره زیاته تنوع تر سترګو کېږي. د تکامل کلاسیکو تیوري‌ګانو (د اوښتون تراکم، متضاده پلیوتراپي او مصرفي جسم) له‌مخې، د ښکار، پېښو، ناروغیو او لوږې په څېر چاپېریالي لاملونه په جوته توګه ښیي چې په طبیعي محیط کې ډېري مېشت اورګانیزمونه به د زړښت تر عُمر پورې ژوندي پاتې نه‌شي، او له‌دې امله د عمر زیاتوونکو جنتیکي بدلونونو د ساتنې لپاره به ډېر لږ ننګوونکې ستونزې شتون ولري. له بلې خوا، طبیعي ټاکنه به، تر ډېره، د لومړني بلوغ او چټک تکثر تامینوونکو جېنونو په ګټه تمامه شي او د مالیکولي او حجروي ځان‌ساتنې غښتلي کوونکو جنتیکي صفتونه لپاره به، په ډېریو اورګانیزمونو کې د عمر په تېرېدو سره، د دغې ټاکنې ګراف مخ په ښکته روان وي. [۱][۲][۳][۴]

تیوري‌ګانې او فرضیې

[سمول]

پیل

[سمول]

اګوسټ ویزمن دنده درلوده ترڅو د دارویني تکامل میکانیزمونه په نومهال تیوریکي چوکاټ کې تفسیر او فورمولیزه کړي. په ۱۸۸۹ز کې، هغه داسې یوه تیوري وړاندې کړه چې د راتلونکي نسل لپاره د ژوند کولو زمینې برابرولو په موخه، زړښت د ژوندون د پروګرام یوه برخه ده، چې په‌دې توګه به اړین تکاملي دوران په ښه توګه وساتل شي. دغه مفکوره، چې د زړښت ځانګړنه د زیانکارې اغېزې له‌امله وټاکل شو (یو توافق)، په شلمې پېړۍ کې تر ډېره بریده له پامه غورځول شوی دی، خو یو تیوریکي موډل ښیي چې که چېرې د ټولګو ترمنځ یو کوچنی لېږدون هم شتون ولري، «نوعه‌پال زړښت» تکامل موندلای شي. ویزمن وروسته خپله تیوري پرېښوده او څه وخت وروسته یې د خپل «تعمیلي (پلان شوې) مړینې» تیوري تعقیب کړه.[۵][۶]

د طبیعي ټاکنې بهیر اورګانیزمونو ته زمینه برابروي ترڅو له چاپېریال سره لا ښه توافق وکړي، دغه ټاکنه د تر ټولو غورو اورګانیزمونه د ژوندي پاتې کېدنې لار ده چې د وړاندوینې له‌مخې، کولای شي له کمیت پلوه لا پراخ نسل رامنځ‌ته کړي. طبیعي ټاکنه د ژوندون تاریخ پر صفتونو باندې عمل کوي ترڅو تکثري وړتیا او د عمر تناسب تر ټولو غورې کچې ته ورسوي. دلته تناسب یا وړوالی د یوه اورګانیزم د ژوندي پاتې کېدنې او تکثر د احتمال کچې په معنی دی. وړوالی، چاپېریال او همدا راز د یوې ټولګې نورو وګړو یا اورګانیزمونو پورې تړاو لري. د ژوندون تاریخ د صفتونو بېلګې عبارت دي له: په لومړي تکثر کې عمر او اندازه، د اندازې او زېږول شوي اولاد شمېر او د تکثري عُمر دوران. د هغو ځانګړو نمونو څخه چې د اورګانیزم د عُمر په اوږدو کې د تبادلو له‌امله بدلون مومي او د انرژي بېلابېلو ځانګړونو (استحقاقي برخې) کې شتون لري، اورګانیزمونه خپله انرژي د ودې، تکثر او ساتنې لپاره کاروي. د بېلګې په توګه: د راتلونکي نسل پر ځای، پر اوسني نسل باندې انرژي ضایع کول، د راتلونکي نسل په زیان تمامېږي. سره له‌دې، د عمر په زیاتېدو سره پر اورګانیزمونو باندې د طبیعي ټاکنې اغېزې کچه راټیټېږي. د اوښتونونو تراکم یا غونډېدنه (MA) او متضاده پلیوتراپي (AP) په زړښت کې ونډه‌لرونکي لاملونه دي. هم MA او هم AP په وړوالي کې، د عمر په اړوند کمښتونو کې ونډه لري. د عمر اړوند تصادفي او له جنیني پلوه د اوښتلو الیلونو تراکم د اوښتنې (موټېشن) تراکم په توګه پېژندل کېږي. د یادونې وړ ده چې جسمي (سوماتیکې) اوښتنې ارثي نه‌دي، نوموړې اوښتنې یوازې د ودې د تنوع سرچینه ده. د دروزوفیلا پر مچانو باندې د ترسره شویو مطالعاتو له‌مخې، د اوښتنو تراکم د هغو الیلونو ترکیب رامنځ‌ته کوي چې «د عمر ځانګړې زیاتېدونکې اغېزې» لري، په غښتلي غبرګون کې کموالی راوړي او په پای کې، په وړوالي کې، د عمر د اړوند کمښتونو لامل هم ګرځي. د ډلو ترمنځ د نطفي حجروي وېش شمېر په هر نسل کې د بدلون په حال کې دی او د جېنوم اندازې پورې اړوند دی؛ د انسانانو په تړاو، په نارینه‌وو کې د هر نسل د نطفي حجروي وېش ۴۰۱ ځلي په ښځینه‌وو کې ۳۱ ځلي پېښېږي.[۷][۸][۹]

د اوښتنو (موټېشنونو) تراکم

[سمول]

د نطفې کرښه

[سمول]

د تي‌لرونکو ژویو د زړښت لومړۍ نومهاله تیوري د پیتر مېدَوَر له‌خوا په ۱۹۵۲ز کې فورمولیزه شوه. دغه تیوري په مخکېنۍ لسیزه کې د ج. ب. س. هولدېن له‌خوا د هغه «د ټاکنې سیوري» مفهوم په چوکاټ رامنځ‌ته شوې وه. څرنګه چې د انسانانو لپاره د ژوند اوسني شرایط د خوراکي موادو کیفیت، د ژوند کولو څرنګوالي او روغتیایي پاملرنو پورې تړاو لري، د بشري تمدن له‌امله  «د ټاکنې په سیوري» کې بدلون رامنځ‌ته شوی دی. د روغتیا په پرمختللو پاملرنو کې اوس مهال، د انتي‌بیوتیکونو په څېر پرمختللي درمل او نوې طبي ټکنالوجي شاملېږي. پر دروزوفیلا مچانو باندې یوشمېر مطالعاتو ښودلې ده چې د نویو زیانکارو اوښتنو د بیان عمر، پر مړینې باندې د هغو د اغېزو کچه په ډاګه کوي. سره له‌دې، په ټولیز ډول؛ که څه هم د هغو کثرت مخ په زیاتېدو دی، خو د عمر په زیاتېدو سره یې اغېزې او بدلونونه کمېږي.[۱۰]

داسې هېڅ تیوري شتون نه‌لري ترڅو بیان کړي چې، دغه زیانکاره اوښتنې څنګه په بېلابېلو عمرونو کې پر وړوالي او د زړښت پر تکامل باندې اغېز ښندي. د هغو مفکوره دا وه چې زړښت یوه له پامه غورځول شوې مسأله وه، ځکه چې طبیعت د یوې خورا پياوړې سیالۍ ډګر دی. کابو ټول ژوي په طبیعت کې د ښکار، ناروغیو یا پېښو له‌امله مري، چې په‌دې سره د مړینې پر مهال د عمر منځنۍ کچه راښکته کېږي؛ له‌دې کبله، تر اوږد مهاله پورې د جسم د مناسب پاتې کېدلو لپاره زیات‌شمېر دلیلونه شتون نه‌لري، ځکه د ټاکنې فشار د هغو صفتونو لپاره کم دی، چې د وخت په تېرېدو سره (څرنګه چې په هر صورت کې، ژوي له مړینې سره مخ کېږي) د پایښت د ساتنې په هڅه کې دي. د هغو وختونو په پرتله، چې انسانان په طبیعت کې د ژوندي پاتې کېدنې لپاره د خوراک په لټه کې وو، په اوسني تمدن کې د فزیکي فعالیت لپاره د ټیټې غوښتنې له‌امله، مېتابولیکې ناروغۍ زیاتې شوې دي. د ټاکنې سیوري په بدلون سره، انسانان باید له دغو نویو ټاکنیزو فشارونو سره مقابله وکړي.[۱۱][۱۲]

زړښت د فزیولوجي یوه «فرعي محصول» په توګه ګڼل کېږي، ځکه چې زموږ حجروي مېتابولیزم زهري محصولات رامنځ‌ته کوي، د عمر په زیاتېدو سره له اوښتنو سره مخ کېږو او د احیا کېدنې لپاره پوره اصلي حجرې نه‌لرو. ولې د ټاکنې بهیر هغه اوښتنې ونه‌موندلې او غوره نه‌کړې چې، د بېلګې په توګه، زموږ حجرې بیا احیا شوې وې، یا زهري مېتابولیزم تولید شوی نه‌ؤ؟ د حیض درېدنې بهیر ولې تکامل وموند؟ دا ځکه چې ټاکنه، د ژوند په لومړیو کې پر څرګندېدونکو صفتونو باندې لا اغېزناکه ده. د ژوند په لومړیو کې اغېزناکې اوښتنې د هغو اوښتنو په پرتله، چې په ځنډ سره وروسته څرګندېږي، د وړوالي کچه لا زیاته لوړوي. ډېري وګړي په ناروغیو باندې تر اخته کېدو دمخه، د مثل تولید کړی دی؛ یعنې والدینو، په وړوالي کې د هر ډول ستونزو رامنځ‌ته کېدو دمخه، خپل الیلونه اولاد ته انتقال کړي دي او ځکه نو دغه مهال د ټاکنې لپاره «ډېر ناوخته» دی.

«تطبیقي» او «غیرتطبیقي» دوه تیوري‌ګانې د زړښت د تکامل بیانولو لپاره کارول کېږي، چې دغه تکامل د عمر په زیاتېدو سره د تکثر کمښت ښیي. په غیرتطبیقي تیوري کې داسې فرض کېږي چې د انسان د عمر تکاملي تدریجي زوال، د نطفې په کرښه کې د زیانکارو اوښتنو د تراکم په پایله کې پېښېږي. دغه زیانکاره اوښتنې د ژوند په وروستیو کې څرګندېږي، کله چې موږ کمزوري کېږو او دمخه مو مثل تولید کړی دی، دا په‌دې معنی ده چې طبیعي ټاکنه زموږ پر راتلونکي نسل باندې اغېزه ښندلای نه‌شي، ځکه چې د تکثر پړاو پای ته رسېدلی دی. پر دروزوفیلا مچانو باندې ترسره شویو مطالعاتو، د بلوغ عمر غوره اوسط او په هر جېن کې د اوښتنې کچې ترمنځ یوه معکوسه اړیکه ښودلې ده. د اوښتنو تراکم د انرژي پر ځانګړونې او هغه وخت باندې چې د یوه اورګانیزم د ژوندون په اوږدو کې (په تېره بیا د ژوندون په تکثري پړاو کې) د ودې او تکثر زمینه برابروي، اغېزه ښندي، دا ځکه چې د اوښتنو تراکم د اورګانیزم د زړېدو بهیر چټک کوي؛ نو په‌دې توګه، اورګانیزمونه باید په ځوانۍ کې باید د بلوغ غوره عمر ته ورسېږي، ځکه چې د اوښتنو د تراکم په زیاتېدو سره، د ژوندون تکثري موده لنډېږي.[۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Williams GC (December 1957). "Pleiotropy, Natural Selection, and the Evolution of Senescence". Evolution. 11 (4): 398–411. doi:10.1111/j.1558-5646.1957.tb02911.x. JSTOR 2406060. S2CID 84556488.
  2. Kirkwood TB (November 1977). "Evolution of ageing". Nature. 270 (5635): 301–304. Bibcode:1977Natur.270..301K. doi:10.1038/270301a0. PMID 593350. S2CID 492012.
  3. Medawar PB (1952). An Unsolved Problem of Biology. Published for the college by H. K. Lewis, London
  4. Johnson AA, Shokhirev MN, Shoshitaishvili B (November 2019). "Revamping the evolutionary theories of aging". Ageing Research Reviews. 55: 100947. doi:10.1016/j.arr.2019.100947. PMID 31449890.
  5. Weismann A (1889). Essays upon heredity and kindred biological problems. Oxford: Clarendon Press. Work that describes Weismann's theory about making room for the young.
  6. Yang JN (2013). "Viscous populations evolve altruistic programmed ageing in ability conflict in a changing environment". Evolutionary Ecology Research. 15: 527–543.
  7. Everman ER, Morgan TJ (February 2018). "Antagonistic pleiotropy and mutation accumulation contribute to age-related decline in stress response". Evolution; International Journal of Organic Evolution. 72 (2): 303–317. doi:10.1111/evo.13408. PMID 29214647.
  8. Charlesworth B (May 2001). "Patterns of age-specific means and genetic variances of mortality rates predicted by the mutation-accumulation theory of ageing". Journal of Theoretical Biology. 210 (1): 47–65. Bibcode:2001JThBi.210...47C. doi:10.1006/jtbi.2001.2296. PMID 11343430.
  9. Drost JB, Lee WR (1995). "Biological basis of germline mutation: comparisons of spontaneous germline mutation rates among drosophila, mouse, and human". Environmental and Molecular Mutagenesis. 25 (Suppl 26): 48–64. doi:10.1002/em.2850250609. PMID 7789362. S2CID 41023021.
  10. Flatt T, Partridge L (August 2018). "Horizons in the evolution of aging". BMC Biology. 16 (1): 93. doi:10.1186/s12915-018-0562-z. PMC 6100731. PMID 30124168.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  11. Moorad JA, Promislow DE (August 2008). "A theory of age-dependent mutation and senescence". Genetics. 179 (4): 2061–2073. doi:10.1534/genetics.108.088526. PMC 2516080. PMID 18660535.
  12. Kraemer SA, Böndel KB, Ness RW, Keightley PD, Colegrave N (December 2017). "Fitness change in relation to mutation number in spontaneous mutation accumulation lines of Chlamydomonas reinhardtii". Evolution; International Journal of Organic Evolution. 71 (12): 2918–2929. doi:10.1111/evo.13360. PMC 5765464. PMID 28884790.
  13. Charlesworth B (May 2001). "Patterns of age-specific means and genetic variances of mortality rates predicted by the mutation-accumulation theory of ageing". Journal of Theoretical Biology. 210 (1): 47–65. Bibcode:2001JThBi.210...47C. doi:10.1006/jtbi.2001.2296. PMID 11343430.
  14. Dańko MJ, Kozłowski J, Vaupel JW, Baudisch A (2012-04-06). "Mutation accumulation may be a minor force in shaping life history traits". PLOS ONE. 7 (4): e34146. Bibcode:2012PLoSO...734146D. doi:10.1371/journal.pone.0034146. PMC 3320907. PMID 22493680.