د زړه ارېتميا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارېتميا د زړه د درزا غېر منظم کېدو ته ارېتميا وايي چې کېدای شي بې اعراضه وي او يا د سنکوپ، قلبي عدم کفايې، سرگنگسي، سرچرخۍ، د زړه د ټکانو او حتی د زړه د ناڅاپي مړينې سبب وگرځي. په عمومي ډول ټولې ارېتمياگانې په دوؤ برخو وېشل شوې دي:

  1. براډيکارډيا Brady Cardia: هغه حالت ته وييل کېږي چې د زړه ضربان شمېره په يوه دقيقه کې د شپېتو څخه کمه شي.
  2. ټاکيکارډيا Tachy Cardia: هغه حالت ته وييل کېږي چې د زړه ضربان شمېره په يوه دقيقه کې د سلو څخه زياته شي دا په هغه حالت کې اعراض ورکوي چې دوامداره او ثابته بڼه غوره کړي.

اسباب

د ارېتميا اسباب په دوه برخو وېشل شوي دي

قلبي عوامل

عبارت دی له:

  1. قلبي احتشا
  2. د اکليلي شريانو ناروغي
  3. د زړه کيڼ بطن انوريزم
  4. د مترال د سام ناروغي
  5. کارډيو مايوپاتي
  6. د پيريکارډيوم او يا مايوکارډيوم التهاب

غير قلبي عوامل

په لاندې ډول وي

  1. د کافينو او نشه يي توکو استعمال
  2. د الکولو استعمال
  3. سينه بغل
  4. د ځينو درملو استعمال (B2 Agonist, Digoxin)
  5. ميټابوليکي تشوشات لکه د تايرائيډ غدې ناروغي
  6. د الکترولايټونو تشوشات

د ارېتميا د توليد مېکانيزم

ارېتميا د منځ ته راتلو لپاره جنېټيکي وړتيا تر ټولو غوره فکټور دی، چې کېدای شي له امله يې د زړه په جوړښت کې تغيرات او يا الېکټرولايټونو او يا د هورمونونو تشوشات مېنځ ته راشي چې په نتيجه کې ارېتميا مېنځ ته راځي. ډېرو حالاتو کې ارېتميا د لاندې څلورو مېکانيزمونو له امله مېنځ ته راځي: