د زنګ ضد فولاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د زنګ ضد فولاد د وسپنې د فلز يو مخلوط دی چې د زنګ او د رژېدو ضد دی. دا لږ تر لږه ۱۹٪ «کروميم» لري او د نورو اړینو خصوصياتو د تر لاسه کولو لپاره په دې کې کاربن، نور غېر فلزي او فلزي مواد شاملېدای شي. د زنګ ضد فولادو د رژېدو په وړاندې مقاومت د کروميم پايله ده، کوم چې يوه غېر فعاله پرده جوړوي، کومه چې کولای شي د اکسيجن په نه شتون کې مواد خوندي کړي او خپله بېرته جوړ شي.[۱]

د رژېدو په وړاندې مقاومت او روڼوالی په ډېرو فعاليتونو کې کارول کېږي. شونې ده چې د زنګ ضد فولاد د څادرونو، تختو، ميلونو، مزو او نلونو کې تاوول کېدای شي. دا همدا راز د پخلي په لوښو، پرې کوونکو وسايلو، جراحي وسايلو، لويو فعالیتونو، موټرو، په لویو ودانيو کې ودانيزو موادو، صنعتي وسايلو (لکه د کاغذ کار خونې، کيمياوي کارخونې، د اوبو تصفيه) او د کيمياوي موادو او خوراکي تولیداتو د زېرمه کولو زېرمه ځايونو او ټانکرونو کې استعمالېدای شي.

د زنګ ضد فولادو د بيالوژيکي پاکوالي وړتيا د المونیم او مسو دواړو څخه ښه ده چې د بيالوژيکي پاکوالي وړتيا يې له هندارې سره د پرتلې وړ ده. د پاکوالي وړتيا، پیاوړتيا او د رژېدو په وړاندې مقاومت يې د درمل جوړولو او خوارکونو د پروسس په کارځايونو کې د زنګ ضد فولادو استعمال ته وده ورکړې ده.[۲][۳]

په بېلا بېل ډوله د زنګ ضد فولادو د AISI د درې رقمه شمېرې په مټ نښان لګول کېږي، د ISO ۱۵۵۱۰ معيار د ګټورې تبادلې په جدول کې د شته ISO, ASTM, EN, JIS او GB معيارونو ځانګړنو کې د زنګ ضد د کيمياوي مرکباتو فهرست ورکوي.[۴][۵]

خصوصيات[سمول]

د رسولو وړتيا (د برېښنا موصليت)[سمول]

د فولاتو په څېر د زنګ ضد فولاد هم په نسبي ډول د برېښنا کمزوری موصل دی چې د مس په پرتله په څرګند ډول کم برېښنايي موصلونه لري. په ځانګړي ډول، د زنګ ضد فولاد برېښنايي اړيکې مقاومت (ECR) د ډبل خونديتوب د اکسايډ د پوړ په پايله کې منځ ته راځي او د برېښنايي موصل په توګه په اجرائاتو کې د هغې فعاليت محدودوي. د مسو مرکب او د نيکل پوښ لرونکي نښلونکي د کم ECR ارزښتونو د ښودلو خاصيت لري او د دا ډول فعاليتونو لپاره غوره مواد بلل کېږی. له دې سره سره، د زنګ ضد فولاد نښلونکي په داسې حالاتو کې کارول کېږي، چېرته چې د ECR د ډيزاين کم معيار لري او د رژېدو د مقاومت اړتيا وي، د بېلګې په ډول د تودوخې په لوړه درجه کې او په اکسيد کونکي چاپېريال کې.[۶][۷]

د ويلې کېدو نقطه[سمول]

د نورو مخلوطو فلزاتو په څېر، د زنګ ضد فولادو د ويلې کېدو نقطه د انفرادي تودوخې درجه کې نه، بلکې د تودوخې درجې د اندازې په بڼه څرګندېږي. د تودوخې د درجې دا اندازه له ۱۴۰۰ څخه نيولې بیا تر ۱۵۳۰۰ سانتيګراد (له ۲۵۵۰ څخه تر ۲۷۹۰ فارنهايت پورې) پورې رسېږي چې تر بحث لاندې مخلوط فلز د ځانګړي ډبلوالي پورې اړه لري.[۸][۹]

مقناطيسيت[سمول]

مارټينيټک، ډوپليکس او فيريټک ډوله زنګ ضد فولاد مقناطيسي دي، په داسې حال کې چې اسټنيټک د زنګ ضد فولاد عموماً غېر مقناطيسي وي. فيريټک فولاد د خپل مقناطيسيت د دې د جسم د مرکز د مکعب کريسټال جوړښت له امله منځ ته راوړي، په کوم کې چې د وسپنې اتوم د مکعب په بڼه کې ترتيب کېږي (په هر کونج کې د وسپنې د يو اتوم په لرلو سره) او د وسپنې يو اضافي اتوم په مرکز کې لري. همدا د وسپنې مرکزي اتوم د فيريټک فولادو د مقناطيسي ځانګړتياوو لامل دی. دا جوړښت د کاربن اندازه هم محدودوي، کوم چې فولاد کولای شي تر ۰.۰۲۵٪ پورې يې جذب کړي. په کورنيو وسايلو کې کارېدونکي برېښنايي والونه او داخلي سوځولو ماشينونو کې د داخلولو سيستم لپاره په کمو جبري سيمو کې درجې تيارې شوي دي. د ځينو فعاليتونو لپاره د غېر مقناطيسي موادو اړتيا وي، لکه د مقناطيسي اهتزاز په مټ انځور اخيستل. اسټينټيک د زنګ ضد فولاد د کار د سختۍ په مټ تر يو بریده مقناطيسي کېږي، کوم چې عموماً غېر منقاطيسي وي. کله کله، که اسټينټک فولاد کات يا پرې کړای شي، نو د زنګ ضد فولادو په څنډو کې مقناطيسيت پیدا کېږي، ځکه چې کريستالي جوړښت خپله بېرته ځان منظموي.[۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۰۵۰ سانتيګراد کې له دوه ساعته انيلينګ (زیات ګرمول تر څو يې بڼه بدله شي) څخه وروسته يو شمېر اسټينټک د زنګ ضد فولادو د درجو مقناطيسي نفوذ مننه[۱۳]
EN درجه مقناطيسي نفوذ مننه μ
۱.۴۳۰۴ ۱.۰۵۶
۱.۴۳۰۱ ۱.۰۱۱
۱.۴۴۰۴ ۱.۱۰۰
۱.۴۴۳۵ ۱.۰۰۰

رژېدل[سمول]

د نايټروجن زياتوالی هم د رژېدو په وړاندې مقاومت ښه کوي او ميخانيکي پیاوړتيا زياتوي. په دې ډول، بېلا بېل ډول کروميم او موليبډينم موادو سره د زنګ ضد فولادو مختلفې درجې موجودې دي، کومې چې د هغه چاپېريال سره سمون لري، کوم چې دا مرکب بايد وزغمي. په لاندې لارو چارو سره د رژېدو په وړاندې مقاومت لا پسې زياتېدای شي:[۱۴]

  • د کروميم مواد له ۱۱٪ څخه زيات حد ته لوړول[۱۵]
  • تر لږ تر لږه ۸٪ پورې نکل زياتول[۱۵]
  • موليبډينم زياتول (کوم چې د رژېدو په وړاندې مقاومت هم ښه کولای شي).[۱۵]

ويجاړېدل[سمول]

ګالنګ، کوم ته چې کله کله يخ ويلډنګ (جوش/يو بل سره جوش کول) هم ويل کېږي، د سختې نښلېدونکې ويجاړۍ يوه بڼه ده، کومه چې هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د دوه فلزاتو سطحې يو له بل سره په نسبي حرکت کې او تر سخت فشار لاندې وي. اسټينټيک د زنګ ضد فولاد وصلونکي په ځانګړي ډول د «تريډ ګالنګ» لپاره حساس وي، په داسې حال کې چې نور مرکبات هم حساس دي، کوم چې خپله د خونديتابه اکسايډ سطحې پردې جوړو، لکه ايلومينيم او ټايټينيم. د لوړې اړيکې ځواک لاندې په ښوېدو سره، دا اکسايډ خرابېدای، ماتېدای او د اجزاوو له برخو څخه لرې کېدای شي، په کوم سره چې لوڅ غبرګون لرونکی فلز رالوڅېدای شی. کله چې دوه سطحې له يو مواد څخه جوړې وي، نو دا لوڅې شوې سطحې په اسانۍ سره ويلې کېدای شي. د دواړو سطحو د جلا کېدو په پايله کې سطحه چاودېدای شي او ان تر دې چې د فلز اجزاء وصل کونکي په بشپړ ډول بندېدای شي. د مختلفو موادو (د زنګ ضد فولادو په خلاف برونز) استعمال يا مختلف د زنګ ضد فولاد (اسټينيټک په وړاندې مارټينيټک) استعمال څخه «ګالنګ» کمېدای شي. سربېره پر دې، د دوه برخو تر منځ د يوې پردې وړاندې کولو او ګالنګ د مخنیوي لپاره «تريډډ» موصلونه ښويولای (غوړول) شي (تريډيډ موصلونه هغه وصل کونکي دي چې د يو ماشین برخې يو له بل سره تړي لکه نټونه او پيجونه). نايټرونيک ۶۰، د مينګنيج، سلکان او نايټروجين سره د انتخابي ترکيب په مټ جوړ شوي دي، کوم چې د سختوالي په ميلان کې د کمۍ ښودنه کړې ده.[۱۶][۱۷]

تاريخ[سمول]

په ۱۷۹۸ز کال کې د زنګ ضد فولادو له ايجاد وروسته د علمي پرمختګونو يوه لړۍ پيل شوه، کله چې کروميم په لومړي ځل «لويس ووکلين»  فرانسوي اکاډمۍ ته وروښودل. د ۱۸۰۰ز لسيزې په لومړيو کې، برتانوي ساينسپوهانو «جيمز سټوډارټ، مايکل فيراډي» او «رابرټ ميلټ» د اکسډايز کولو عواملو په وړاندې د کروميم وسپنې مرکب (کروميم فولاد) د مقاومت مشاهده وکړه. «رابرټ بنسن» د کروميم د پیاوړي تيزابو په وړاندې مقاومت وموند. د وسپنې-کروميم مرکب د رژېدو مقاومت په لومړي ځل په ۱۸۲۱ز کال کې «پير برتير» پېژندلی و، چا چې د يو شمېر تيزابونو د بريد په وړاندې د هغې مقاومت وليد او په پرې کونکو الو کې يې له هغې څخه د ګټې اخيستلو وړانديز وکړ.[۱۸]

په ۱۸۴۰ز لسيزه کې، د برتانيې شيفيلډ فولادو جوړونکو او بيا د المان ګروپ دواړو کروميم فولاد جوړول او وروسته يې دا په ۱۸۵۰ز لسيزه کې د توپونو لپاره استعمالول. په ۱۸۶۱ز کال کې، «رابرټ فارسټر مشيت» په برتانيه کې د کروميم فولادو حق امتياز تر لاسه کړ.[۱۹][۲۰]

دې حالاتو د پولونو د جوړولو لپاره د بروکلين د کروم فولادو کارځای د «جي باور» په مټ کروميم لرونکي فولادو لومړی امريکايي توليد منځ ته راوړ. د دې توليد لپاره په ۱۸۶۹ز کال کې د متحده ايالاتو يو حق امتياز صادر شو. له دې ووسته يو انګريز «جان ټي. ووډز» او «جان کلارک» په مټ کروميم مرکب د رژېدلو مقاومت ومنل شو، چا چې د ټنګسټن او ميډيم کاربن سره تر ۵-۳۰٪ پورې کروميم حدود وليدل. دوی د «هوا په وړاندې مقاومت کونکي مرکباتو» لپاره د برتانوي حق اختراع په مټ د اختراع د سوداګريز ارزښت تعقيب کړ.[۲۱][۲۲][۲۳]

د ۱۸۹۰ز لسيزې په وروستيو کې، الماني کيمياپوه «هنس ګولډسمت» له کاربن څخه د پاک کروميم توليد لپاره يو ايلومينترمک (ترمايټ) عمل منځ ته راوړ. د ۱۹۰۴ او ۱۹۱۱ز کلونو تر منځ، ډېرو څېړونکو، په ځانګړي ډول د فرانسې «لیون ګيليټ» داسې مرکب چمتو کړ، کوم چې اوسمهال د زنګ ضد فولاد بلل کېږي.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Davis, Joseph R., المحرر (1994). Stainless Steels. Materials Park, OH: ASM International. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780871705037. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Boulané-Petermann, L. (1996). "Processes of bioadhesion on stainless steel surfaces and cleanability: A review with special reference to the food industry". Biofouling 10 (4): 275–300. doi:10.1080/08927019609386287. ISSN 0892-7014. PMID 22115182. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/22115182/. Retrieved 21 January 2022. 
  3. Zaffora, Andrea; Di Franco, Francesco; Santamaria, Monica (October 2021). "Corrosion of stainless steel in food and pharmaceutical industry". Current Opinion in Electrochemistry 29: Article 100760. doi:10.1016/j.coelec.2021.100760. https://www.sciencedirect.com/science/article/abs/pii/S2451910321000740. Retrieved 21 January 2022. 
  4. ASM International (2000). "Introduction to Stainless Steels". Alloy Digest Sourcebook: Stainless Steels. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. International Organization for Standardization (په May 2014 باندې). ISO 15510:2014 Stainless steels — Chemical composition.
  6. Electrical contact resistance between stainless steel bipolar plate and carbon felt in PEFC: A comprehensive study International Journal of Hydrogen Energy
  7. LaCrO3-based coatings on ferritic stainless steel for solid oxide fuel cell interconnect applications Archived 14 April 2021 at the Wayback Machine. in Surface and Coatings Technology Volumes 177–178, 30 January 2004, Pages 65-72
  8. "What is the melting point of stainless steel?". Langley Alloys (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "What Is the Stainless Steel Melting Point?". Kloeckner Metals Corporation (په انګلیسي ژبه کي). 2021-11-29. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Why don't magnets work on some stainless steels?". Scientific American (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "What Is The Difference Between Ferritic, Austenitic & Martensitic Stainless Steels? | Accu - Accu". Accu.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Atlas Tech Note: qualitative sorting tests for steels" (PDF). Atlas Steels. October 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 29 Nov 2011 باندې). [{{{url}}} Magnetic properties of Stainless Steels: applications, opportunities and new developments]. Stainless steel World Conference.
  14. International Stainless Steel Forum (8 March 2020). "The Stainless Steel Family" (PDF). Brussels, Belgium. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ International Stainless Steel Forum (8 March 2020). "The Stainless Steel Family" (PDF). Brussels, Belgium. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Committee of Stainless Steel Producers. American Iron and Steel Institute (1978). "Review of the Wear and Galling Characteristics of Stainless Steels". Nickel Institute. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. British Stainless Steel Association (2001). "Galling and Galling Resistance of Stainless Steels". SSAS Information Sheet No. 5.60. http://www.bssa.org.uk/publications.php?id=17. Retrieved 1 October 2021. 
  18. Cobb, Harold M. (2010). The History of Stainless Steel. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781615030118. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Quentin r. Skrabec, Jr (24 January 2015). The Metallurgic Age: The Victorian Flowering of Invention and Industrial Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781476611136. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite magazine
  21. Cobb, Harold M. (2010). The History of Stainless Steel. Materials Park, OH: ASM International. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781615030118. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "It's Complicated: The Discovery of Stainless Steel". Airedale Springs. September 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Full citation neededکينډۍ:Verification needed
  23. Despite the evidence of the use of Baur's "chrome steel" in bridgeworks, othersکينډۍ:Who have argued that metallurgists of the 19th century were unable to produce anything but high-chromium alloys that were "too brittle to be practical".کينډۍ:According to whom[سرچينه پکارده]
  24. "The Discovery of Stainless Steel". British Stainless Steel Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)