د رېګان دور/عصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رېګان دور یا د رېګان عصر د امریکا د تاریخ وروستۍ دوره بندي ده، چې د سیاسي څارونکو او تاریخ پوهانو له خوا پردې د ټينګار لپاره کارول کېږي چې د ولسمشر رولانډ رېګان په مشرۍ د محافظه کار "رېګان انقلاب" پر کورني او بهرني سیاست یې تل پاتې اغېز درلود. دا له هغه څه سره چې د سیاسي علومو پوهان یې شپږم ګوند نوموي، نغاړل کېږي. په نړیوال ډول د رېګان د دور په تعریف کې۱۹۸۰ ز لسیزه شاملېږي. حال دا چې په پراخو تعریفونو کې ښایي د ۱۹۷۰یمې، ۱۹۹۰یمې، ۲۰۰۰مې، ۲۰۱۰مې او ان د ۲۰۱۰مې لسیزې وروستۍ په کې شامليږي. ورځپاڼه لیکونکی/ژورنالېست او تاریخ پوه سیین وېلېنټز د ریګان د عصر په نوم له ۱۹۷۴ څخه تر ۲۰۰۸ ز کال پورې تاریخ په کتاب کې چې په ۲۰۰۸ کې يې لیکلی داسې استدلال کوي چې رېګان له حده زیات د امریکا پر تاریخ واکمن و، لکه څنګه چې تر نوموړي څلور لسیزې مخکې فرانکلېن ډي روزوېلټ او د هغه نیوډيل (په امریکا کې د مالي سمونو او عامه پروژو لړۍ) میراث واکمن و.

د رېګان په دور کې تر رېګان پورته شخصیتونه او نظریې شاملېدې؛ هغه معمولاً  د پراخ بنسټه محافظه کار غورځنګ د مشر  په توګه پېژندل کېږي چې  نظریې يې د هېوادنیو  پالیسيو د جوړونې لکه د مالیاتو، هوساینې، دفاع، فدارالي قضاوت، او سړې جګړې په برخه کې غالبې/ برلاسې وې. د رېګان د دور له نورو لویو محافظه کارو څېرو او سازمانونو څخه جېري فال وېل، فیلیس، شالافلای، نیوټ ګېنګرېچ او د هریتېج بنسټ ته اشاره کولی شو. د رېنکوېستRehnquist) ) محکمې د رېګان د ولسمشرۍ پر مهال پرانیستل شوې چې څو محافظه کارې پرېکړې يې صادرې کړې. د رېګان دور چې د رېګان له ولسمشرۍ سره او په ډېرو پراخو تعریفونو کې د جرالډ فورډ، جېمي کارتر، جورج اېچ. ډبلیو. بوش، بېل کلېنټون، جورج ډبلیو. بوش، بارک اوباما،  ډونالډ ټرامپ او جیوبایډن له ولسمشرۍ سره سمون خوري. لېبرالیان معمولاً د رېګان پر دور د خواشینۍ څرګندونه کوي. حال دا چې محافظه کاران یې معمولاً ستایي او په یویشتمه پېړۍ کې يې د دوام غوښتونکي دي. لېبرالیان هم د پام وړ اغېزمن شول او  درېيمې لارې ته یې لار هواره کړه.

د رېګان دولت د کار تر پیلولو وروسته، د عرضې پر لور د اقتصادي نظریې پربنسټ یو اقتصادي سیاست پلی کړ. د اقتصاد پر رِغېدو د مالیاتو قانون له تصویب سره په ۱۹۸۱ کال کې ماليې راکمې شوې، حال دا چې دولت هم کورني لګښتونه راکم کړل او پوځي لګښتونه یې لوړ کړل. د بودیجې کسر د جورج اېچ ډبلیو بوش او کلېنټون په دولتونو کې د مالیاتو د ډېرولو انګېزه تصویب کړه، خو په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصادي ودې او د مالیاتو کمولو د پخلاینې قانون له تصویب سره مالیات یو ځل بیا کم شول. د کېلنټون د ولسمشرۍ پر مهال جمهوري غوښتونکو د کاري فرصتونو او شخصي مسؤلیت قانون تصویب کړ، دا هغه لایحه وه چې د فېدرال مرستو د ترلاسه کوونکو لپاره یې نوي محدودیتونه رامنځته کړل.

بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د دیموکراتانو د ټاکنیز کمپاین په مبارزاتو کې دا روښانه کړه چې رېګان څه ډول د هېواد لوری بدل کړ:

زه فکر کوم چې رونالډ ريګان د امریکا مسیر داسې بدل کړ چې رېچارډ نېکسون ونه شو کولی او په هغه ډول چې بېل کلېنټون ونه کړ. هغه موږ په بېل بنسټیز مسیر کې ځای پر ځای کړو ځکه هېواد دې ته تیار و. زه فکر کوم چې هغوی د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰یمو لسیزو له افراط سره دا احساس کړی و چې دولت ورځ تر بلې د ودې په حال کې دی خو د عملکرد د نوعیت په اړه یې د مسؤلیت منلو احساس نه شته و. زه فکر کوم چې خلک... هغه یوازې هغه څه ته اشاره وکړه چې خلکو له وړاندې حس کړي و او هغه دا وو چې موږ روښنايي/وضاحت غواړو، موږ خوشبیني غواړو، موږ غواړو د کاري لېوالتیا او تشبث احساس چې موږ له لاسه ورکړی بېرته یې راوګرځوو. [۱]

تاریخونه[سمول]

ډېری تاریخ پوهان دغه دوره له ۱۹۸۰ کال څخه هغه مهال چې رېګان د ولسمشر په توګه وټاکل شو پیلوي او معمولاً په ۱۹۷۰ کال کې د رېګان د دور د رېښو پلټنه کوي. د مثال په ډول په ۲۰۱۰ کال کې کالمن د ۱۹۷۰یمې لسیزې بېلابېل ناورینونه ارزوي چې د لېبرال پر حل لارو یې باور ختم کړ: د مذهبي حق وده او د هم‌جنس پالانو د حقونو د غورځنګ پر وړاندې غبرګون، فېمېنیزم، او د مساوي حقونو تعدیل، د فېدرالي قاضیانو له خوا د حمل او نقل پر وړاندې د خلکو د غورځنګ غبرګون، په ويتنام کې ماته، د ډيټېنټ نسکورېدل او د شوروي اتحاد له ځواک څخه وېره د وارداتي موټرونو او ټوکرونو/نساجي ننګونې، د زنګي کمربند غیر صنعتي کول، د انفلاسیون لوړوالی، د انفلاسیون رکود (هغه شرایط چې نه په کې بشپړ انفلاسیون واکمن وي نه هم یوازې رکود، ژباړن) او د انرژۍ کړکېچ، همدارنګه د ایران د یرغمل نیولو کړکېچ په بهیر کې د ملت سپکاوی او هغه ناخوښ احساس چې ملت فکر کاوه ایا د دوی د جلال ورځې تېرې شوې که نه؟ کالمن ګام په ګام هغه پروسه ښيي چې په بهیر کې یې سیاسي بدیلونه یو په بل پسې له منځه لاړل او رېګان ولاړ و.  [۲]

په متحده ایالاتو کې د «ريګان د دور» اصطلاح یوازې د رېګان د ولسمشرۍ دورې ته په اشاره کارول کېږي، خو په خپل ذات کې پراخه معنا لري چې نورې دورې هم په کې شاملېږي. تر ډېره د جورج اېچ ډبلیو بوش دوره (۱۹۸۹-۱۹۹۳)، د کلېنټون د ولسمشرۍ دوره (۱۹۹۳-۲۰۰۱) او د جورج ډبلیو بوش دوره (۲۰۰۹-۲۰۰۱) د رېګان د دور دوام بلل کېږي. وېلېنتز(Wilentz) د فورډ د ولسمشرۍ دوره (۱۹۴۷-۱۹۷۷) او د کارتر د ولسمشرۍ دوره (۱۹۷۷-۱۹۸۱) هم په کې ورزیاتوي.  [۳][۴]

د رېګان د دور د پای ټکی معمولاً په ۲۰۰۸ ز کال کې د دیموکراتیک بارک اوباما ټاکنې بلل کېږي. داسې برېښېده چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ ز کال منځ‌مهاله ټول‌ټاکنې به د رېګان د دور پای له شک سره مخ کړي، ځکه چې محافظه کاره جمهوري غوښتونکو دوه لویې بریاوې ترلاسه کړې چې هم يې مشرانو جرګه او هم یې ولسي جرګه خپله کړه. له دې سره هغه پراخې سیاسي پالیسۍ چې د اوباما دولت وڅارلې، په ټولنیزو مسایلو کې د رېګان د دور روښانه ماته وه، ځکه چې ډېری امریکایانو له ټولنیزو مسائلو لکه د هم‌جنس پالانو ودونه او د تنباکو له قانوني کولو څخه ملاتړ وکړ. د ۲۰۱۶ ز کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرامپ بریا داسې بحثونه راپارول چې ایا د هغه راڅرګندېدل به د رېګان د دوران د دوام په معنا دي که د امریکا د سیاست لپاره یوه بېلګه ده. د سیاسي علومو پوه سټېفن سکورونک داسې استدلال کوي چې د ټرامپ ټاکنې داسې ښيي چې د رېګان دور دوام لري. سکورونک اوباما له پخوانیو ولسمشرانو لکه ووډرو وېلسن او ريچارډ نېکسون سره پرتله کوي چې په داسې وخت کې يې واکمني کوله چې خپل ګوند يې په فېدرال کچه په بشپړ ډول په اقلیت/لږګیو کې و. پر وړاندې يې جولیا ازاري داسې استدلال کوي چې د ټرامپ ټاکنه د رېګان د دور پای او په سیاست کې نوې دوره ده. [۵][۶][۷]

مطرح کېدل[سمول]

وېلېنتز د دور پيل د واټرګېټ له رسوایۍ سره په ګوته کوي چې د ريچارډ نېکسون ولسمشرۍ ته یې د پای ټکی کېښود او د نوي جمهوري غوښتونکي مشر لپاره يې لار پرانیسته. د واټرګېټ رسوايۍ تر څنګ د جان کېنېډې وژنه، د ويتنام جګړه او ناسم اقتصادي وضعیت د ۱۹۷۰یمې لسیزې په نیمايي کې پر سیاسي مشرانو د پراخې بې باورۍ لامل شو. له ښارونو څخه شاوخوا ښاري سیمو ته د خلګو ډله‌ییز خوځښت د دې لامل شو چې د رایې ورکوونکو نوې ډلې رامنځته شي چې له نیو ډېل (د ولسمشر روز وېلټ یوه اقتصادي او ټولنیزه برنامه) اقتصادي سیاستونو او ماشیني سیاستونو سره یې لږ تړاو درلود. رېګان او نورو محافظه کارانو په بریالیتوب سره د هغه خلکو لپاره چې د نیو ډېل له لېبرالیزم څخه ناهیلي شوې وو محافظه کارانه نظریې وړاندې کړې. د رېګان کاریزما او د ویناوالی مهارتونو له هغه سره مرسته وکړه تر څو د هېواد لپاره محافظه کاري د یو خوشبینه او راتلونکي ته هيله‌من لیدلوري په توګه تعریف کړي. ريګان د ۱۹۷۶ ز کال په لومړنیو ټاکنو کې د فعلي ولسمشر جرالډ فورډ پر ځای د نېکسون ځای ناستي له ګواښ سره مخ کړه. فورډ په ۱۹۷۶ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې ریګان ته ماته ورکړه، خو هغه په عمومي ټاکنو کې د دیموکرات نوماند جیمي کارتر له خوا له ماتې سره مخ شو.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Quoted in "In Their Own Words: Obama on Reagan," New York Times
  2. Laura Kalman, Right Star Rising: A New Politics, 1974–1980 (Norton, 2010).
  3. Jack Godwin, Clintonomics: How Bill Clinton Reengineered the Reagan Revolution (2009)
  4. Wilentz, pp. 1–2
  5. John Kenneth White, Barack Obama's America: How New Conceptions of Race, Family, and Religion Ended the Reagan Era (2009); Marjorie Williams and Timothy Noah, Reputation: portraits in power (2008) Page xiv
  6. (په 1 December 2016 باندې). Trump's presidency signals the end of the Reagan era. Vox
  7. (په 22 November 2016 باندې). What Time Is It? Here's What the 2016 Election Tells Us About Obama, Trump, and What Comes Next. The Nation
  8. Wilentz, pp. 4–5
  9. Wilentz, pp. 23–24
  10. Wilentz, pp. 4–7
  11. Wilentz, pp. 137–138
  12. Wilentz, pp. 64–72