د ریکا قوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دریکا یا(رکا)دقوم په اړه لنډ معلومات


ډاکټر لطیف یاد

دکابل په زاړه ښار دلاهورۍ دروازې ترڅنګ یوه محله یا کوڅه شته چې دریکا خانې یارکا خانې په نامه یادیږي اودریکا دقوم خلک پکې استوګنه لري .دریکا دقوم په اړه مې چې کومه څیړنه وکړه دې پایلې ته ورسیدلم چې دوی دکردانو دقوم یوه څانګه ده چې دفارس یا اوسني ایران په شمال کې او یوه موده هم دبجنورد دسیند پر غاړې اوسیدل او یو شمیر خلکو یې په هغه وخت کې چې ایرانی نا دشاه افشار پر ایران واکمن و او هم دصفوي واکمنانو دمذهبي ظلمونو په وجه افغانستان ته راغلل ،ځکه دوی سني مذهبه ول اودصفوي متعصبه شیعه مذهبه واکمنانو له خوا ځوریدل.ددغو کردانو یوه بله څانګه هم وه چې موکرای نومیدله چې دهغو یوشمیر هم له ریکا قوم سره یوځای کابل ته راغلل. ویل کیږي چې ددې قوم شمیر په پیل کې (۸۰۰۰) تنه واو ددوی مشر سر فرازخان ریکا باشي نومید اودکابل په ختیزه برخه کې دسرفرازخان په نامه یوه کلا هم وه چې دده له نامه له کبله دسرفرازخان دکلا په نامه یا دیدله. دافغانستان تاریخپوه ارواښادغزیزالدین وکیلي پو پلزی په خپل کتاب ( فر هنګ کابل باستان) کې هم افغانستان ته د ریکا قوم راتګ پورتني عوامل بولي چې ما تر دې دمخه ترې یادونه وکړه. ارواښاد استاد پوپلزی دا هم زیاتوي چې: دراني امپراتورۍ دریکا دقوم دغه خلک دلویدیز افغانستان نه دافغانستان پلازمیینې کابل ته راولیږدول او په پوځ اونظامي برخه کې یې دوی وګومارل اودوی ته دا اجاز ه هم ورکړل شوه چې خپل کورونه او باغونه جوړ کړي اوځمکي ولري .پو پلزي دریکا دقوم په اړه زیاتوي : کله چې درانی احمد شاه بابا په ۱۱۶۱ هجري کال دهند او پنجاب له سفره کابل ته ستون شو او دلاهورۍ پر دروازې یې نوم کیښود نو یوه محله یې دریکا قوم داستوګنې لپاره جوړه کړه.

ایراني تاریخپوه سیدمهدي فرخ په خپل کتاب (تاریخ سیا سي افغانستان ) کې لیکي

چې : د ریکا قوم له ایرانه افغانستان ته رالیږدیدلي دي اوپه کابل کې دلاهورۍ په دروازه کې دریکا خانې په کوڅه کې میشته شوي دي .

ارواښاد عثمان  په خپل کتاب (کوچه‌ها و گذرهای تاریخی کابل )کې لیکلی 

دي  : چې دریکا قوم خلک هغه وخت چې نادرشاه افشار دفارس دپوځ سره پرهند برید کاوه نو دخپل پوځ یوه ډله یې چې ریکا نومیده همدلته مېشته کړه نو ځکه دغه ځای دریکا خانې په نامه سره یادیږي .پخوا به دوی په کردي زبه غږیدل خو اوس دوی په دري ژبه خبرې کوي . دریکا دقوم خلک اوس په کابل کې ځانته دانسجام یوه شورا هم لري . باید وویل شي چې دافغانستان نامتو لیکوال او دکابل پو هنتون پخوانی مشر او بیا دافغانستان دعلومو اکاډیمي علمي غړي ارواښاد اکادمیسین پوهاند عبد ا لاحمد جاوید هم همد ې درکا قوم ته منسوب و.

داو دریکا ( رکا ) دقوم په اړوند لنډ معلومات چې ګرانو لوستونکو ته وړاندې شول.

ما خذونه :

۱- حیات افغاني ، دپیښور چاپ ،۴۸۱ مخ.

۲-فرهنگ کابل باستان ۲۰۷ مخ ، دارواښاد عریرالدین وکیلي پوپلزي لیکنه.

۳- تاریخ سیاسی افغانستان ۸۲ مخ ،د سید مهدی فرخ تالیف.

۴-کوچه‌ها و گذرهای تاریخی کابل،دارواښاد عثماني تالیف .

!