د رڼا ککړتیا
د رڼا ککړتیا د ناغوښتل شوې، نامناسبې، یا ډېرې مصنوعي رڼا شتون ته وايي. په تشرېحي معنا کې د رڼا ککړتیا اصطلاح د ورځې یا شپې په جریان کې په ناسم ډول د رڼا اچولو اغېزو ته ویل کېږي. د رڼا ککړتیا نه یوازې د یوې داسې ښکارندې یا پدیدې په توګه پېژندل کېدای شي چې د یوې ځانګړې سرچینې یا د ککړتیا د کوم ډول په پایله کې رامنځته کېږي، بلکې د ککړتیا د بېلابېلو سرچینو په پراخو او ډلهییزو اغېزو کې د یوه ونډه لرونکي عامل په توګه هم پېژندل کېدای شي.[۱][۲]
که څه هم دا ډول ککړتیا ښایي د ورځې په اوږدو کې هم وي، خو اغېزې یې د شپې پر مهال د تیارې برعکس لوړېږي. د اټکل له مخې د نړۍ ۸۳ سلنه خلک پر رڼاوو تر ککړ شوي اسمان لاندې ژوند کوي او د نړۍ ۲۳ سلنه ځمکه له اسمان ګلو (skyglow) یا اسماني ستورو پرته د نورو سرچینو د رڼاګانو تر اغېزو لاندې ده. د مصنوعي رڼاګانو له لوري اغېزمنې ساحې مخ په زیاتېدو دي. د ښاري کېدو د یوه ستر منفي اړخ په توګه د رڼا پر ککړتیا روغتیا ته د ګواښ، د ایکوسیستمونو ګډوډولو، او د ښکلا چاپېریال خرابولو تور شته دی.[۳][۴][۵]
د رڼا د ککړتیا حللارې اکثراً اسانه اقدامات دي چې د رڼا د وسایلو تنظیمول یا د رڼایۍ مناسب لامپونه کارول یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا چې دا د انسانانو لهخوا رامنځته شوې ښکارنده ده، له دې امله یې پر انسانانو او د ځمکې پر پراخو ایکولوژیکي سیسټمونو اغېزې راکمول پراخې ټولنیزې پېچلتیاوې لري چې د رڼا ککړتیا له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ملحوظاتو سره پوښي یا غاړه غړۍ کوي.
تعریفونه
[سمول]د رڼا ککړتیا په بل ډول تیاره شرایطو کې د بشري مصنوعي رڼا شتون دی.[۶][۷][۸][۹]
دا اصطلاح په عمومي ډول د بیروني چاپېریال او شاوخوا سیمو لپاره کارېږي، خو د کور دننه مصنوعي رڼا ته هم کارول کېږي. ناوړه پایلې یې ډېری دي چې ځینې یې ښايي لا هم نه وي پېژندل شوې. د رڼا ککړتیا د ښارونو د اوسېدونکو لپاره د شپې په اسمان کې د ستورو له رڼا سره سیالي کوي، د ستورپوهنې او ستورو له څارنې سره تداخل کوي او د ککړتیا د نورو ډولونو په څېر اکوسیستمونه ګډوډوي او ناوړه روغتیايي اغېزې لري.[۱۰][۱۱][۱۲]
د رڼا ککړتیا د صنعتي تمدن یوه منفي اغېزه ګڼل کېږي. سرچینې یې د ودانیو بهر او د ودانیو په داخل کې د رڼاوو اچول، اعلانونه، د بیرونۍ ساحې رڼا (لکه د موټرو پارکونه)، دفترونه، فابریکې، د سړک څراغونه او د سپورت روښانه شوي ځایونه دي. د شمالي امریکا، اروپا او اسیا په خورا صنعتي او ګڼمېشتو سیمو کې او د منځني ختیځ او شمالي افریقا په لویو ښارونو لکه تهران او قاهره کې یې شدت خورا زیات دی، خو حتا په نسبتاً لږ مقدار کې رڼا هم لیدل کېدای شي او ستونزې رامنځته کوي. د رڼا د ککړتیا د ناوړه اغېزو په اړه پوهاوی د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شو، خو تر ۱۹۵۰مې لسیزې پورې یې د اغېزو د مخنیوي هڅې پیل نه شوې. په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې یو نړیوال «د تیاره اسمان غورځنګ» د تیاره اسمان نړیوالې ټولنې له رامنځته کېدو سره راڅرګند شو. اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ډول تعلیمي او مدافع سازمانونه شته دي.[۱۳][۱۴]
د ۹۹ سلنه اروپایانو او امریکایانو په ګډون د نړۍ شاوخوا ۸۳ سلنه خلک د رڼا له کبله تر ککړو شویو اسمانونو لاندې ژوند کوي چې د طبیعي تیارې په پرتله تر ۱۰ سلنه ډېر روښانه دي. د شمالي امریکا ۸۰ سلنه خلک نهشي کولی د "شیدو لار" کهکشان وګوري.[۱۵]
پایلې او اغېزې
[سمول]پر عامه روغتیا اغېزې
[سمول]د انسان پر بدن د ډېرې رڼا د اغېزو په اړه طبي څېړنې ښيي چې د رڼا د ککړتیا یا ډېرې روښنایۍ له امله یو شمېر ناوړه روغتیايي اغېزې رامنځته کېدای شي او د روښانولو د ډیزاین ځینې درسي کتابونه د انسان روغتیا د مناسبې داخلي رڼا لپاره د یوه واضح معیار په توګه کاروي. د ډېرې روښانتیا یا د روښنايي ناسم ترکیب روغتیايي اغېزې ښايي د سر درد د پېښو زیاتوالی، د کارګر ستړیا، له طبي اړخه تعریف شوی روحي فشار، د جنسي فعالیت کمښت او د اضطراب او زړهخوړینۍ زیاتوالی وي. په همدې ډول د څارویو ماډلونه هم مطالعه شوي چې ښيي جبري یا حتمي رڼا پر مزاج او اضطراب یا تشویش منفي اغېزې ښندي. د هغو کسانو لپاره چې د شپې ویښ پاتې کېدو ته اړتیا لري، د شپې رڼا هم پر ویښتیا او مزاج سختې اغېزې لري.[۱۶][۱۷]
یو وروستی بحث چې د هاروارډ طبي پوهنتون د پروفیسور «سټیون لاکلي» لهخوا لیکل شوی او "د رڼا په وسیله ړوند شوی؟" په نامه لارښود کتاب کې شته دی. څلورم څپرکی یې "د انسان پر روغتیا د رڼا د ککړتیا اغېزې" دی او لیکي چې: "... د رڼا نفوذ، حتا که کمه هم وي، احتمال لري د خوب پر ګډوډۍ او د میلاتونین غدې پر ځپلو پام وړ اغېزې ولري. حتا که دا اغېزې له یوې شپې تر بلې پورې نسبتاً کمې هم وي، پرلهپسې مزمن سرکاډین، خوب او د هورمونونو اختلال ښايي اوږدمهالي روغتیايي خطرونه ولري". د نیویارک د علومو اکاډمۍ په ۲۰۰۹ کال کې د سرکاډین اختلال او سرطان په اړه د یوې غونډې کوربه و. سره رڼا لږ تر لږه میلاتونین غده ځپي.
د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې د امریکا طبي ټولنې د رڼا د ککړتیا د کنترول په برخه کې یوه پالیسي جوړه کړه. د دغې پرېکړې په اړه په خپرو شویو خبرونو کې راغلي وو چې سترګې برېښوونکې رڼا عامې روغتیا ته د یوه ګواښ په توګه د موټر چلولو د ناامنه شرایطو لامل کېږي. په ځانګړې توګه په عمر خوړلو کسانو کې چمک یا برېښېدل د رنګونو تمایز له منځه وړي او د شپې پر مهال د نه لیدو ستونزه رامنځته کوي.
د ۲۰۲۱ کال یوه نوې څېړنه چې په جنوبي اقتصادي ژورنال کې خپره شوې ده، ښیي چې د رڼا ککړتیا ښايي د باردارۍ یا امېندوارۍ تر ۲۳مې اونۍ وړاندې په بېوخته زیږون کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راولي.
ایکولوژيکي اغېزې
[سمول]کله چې مصنوعي رڼا پر ژوندیو موجوداتو او ایکوسیستمونو اغېزې وکړي، دا د ایکولوژیکي یا چاپېریالي رڼا ککړتیا بلل کېږي. په داسې حال کې چې د شپې رڼا ښایي د انفرادي ژوندیو نوعو لپاره ګټوره، بېطرفه او یا هم زیان رسوونکې وي، خو بیا یې هم شتون په دوامداره توګه اکوسیستمونه ګډوډوي. د بېلګې په توګه د تارکشکو یا غڼو ځینې ډولونه له رڼا سیمو څخه ډډه کوي، حال دا چې نور ډولونه یې بیا خوښ وي چې خپل جالونه په مستقیم ډول د یوه څراغ پر ستنه جوړ کړي. دا چې د څراغ ستنې یا پایې ډېری الوتونکي حشرات جذبوي، هغه غڼې چې له رڼا سره ستونزه نهلري د هغو غڼو په پرتله برتري مومي چې له رڼا څخه ډډه کوي. دا د هغې طریقې یوه ساده بېلګه ده چې وايي د ژوندو نوعو فریکونسۍ او د خوړو جالونه د شپې د رڼا په واردولو سره ګډوډېدای شي.
د ۲۰۰۹ کال یوه څېړنه دا هم ښيي چې د قطبي رڼا اخلال یا د رڼا د مصنوعي قطبي کېدو له امله (حتا د ورځې په جریان کې چې د لمر د رڼا د طبیعي قطبي کېدو سمت یا لوری او د هغې انعکاس د ډېرو حیواناتو لپاره د معلوماتو سرچینه وي) پر حیواناتو او ایکوسیستمونو ناوړه اغېزې ښندي. د ککړتیا دغه بڼه د قطبي رڼا ککړتیا نومېږي. د غیر طبیعي قطبي شوې رڼا سرچینې ښایي له قطبي کولو سره په حساسو ژویو کې غیر انطباقي او ناسازګار چلند رامنځته کړي او ایکولوژیکي تعاملات بدل کړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
په لوړو جوړښتونو کې څراغونه کولی شي کډه کوونکي مرغان ګډوډ کړي. د متحدو ایالتونو د کبانو او ځنګلي ژوند د خدماتو ادارې له اټکل سره سم، د هغو مرغانو شمېر چې لوړو برجونو ته له راجلب کېدو وروسته وژل کېږي په کال کې له څلور څخه تر پنځو میلیونو ته رسېږي. د وژونکي رڼا د پوهاوي پروګرام په ټورنټو، اونټاریو، کاناډا او نورو ښارونو کې د ودانیو له مالکینو سره کار کوي تر څو د کډه کېدو په دوره کې د څراغونو په بدلولو سره د مرغیو مړینې راکمې کړي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
پر ستورپوهنه اغېزې
[سمول]ستورپوهنه د رڼا له ککړتیا سره ډېره حساسه ده. هغه د شپې اسمان چې له یوه ښار څخه لیدل کېږي، له هغه څه سره چې له تیاره اسمان څخه لیدل کېدای شي هېڅ ورتهوالی نهلري. سکای ګلو (د شپې پر مهال په اتومسفیر کې د رڼا خپرېدل) د ستورو او کهکشانونو او پهخپله د اسمان تر منځ توپیر راکموي او په دې توګه دا ستونزمنوي چې کمنوره اجرام ولیدل شي. دا یو هغه عامل دی چې په لرې سیمو کې د نویو دوربینونو یا تلسکوپونو د جوړولو لامل شوی.[۳۵]
د اتومسفیر د ککړتیا ډېروالی
[سمول]یوې څېړنې چې په سان فرانسیسکو کې د امریکا د جیوفزیکي اتحادیې په غونډه کې وړاندې شوې، موندلې ده چې د رڼا ککړتیا د نایټریټ راډیکالونه له منځه وړي او په دې توګه د شپې پر مهال په نورماله توګه د اتومسفیر د هغه ګرد او غبار د راکمولو مخه نیسي چې له موټرونو او فابریکو څخه د خارجو شویو بخارونو او دودونو په وسیله رامنځته کېږي. دا څېړنه له ملي سمندري او اتومسفیري ادارې څخه د «هارالډ سټارک» لهخوا وړاندې شوې وه.[۳۶][۳۷]
د طبیعي اسمان د قطبيوالي کمېدل
[سمول]په شپه کې د سپوږمیز اسمان قطبي کېدل د ښاري رڼا د ککړتیا په شتون کې خورا زیات راکمېږي، ځکه چې خپرېدونکې ښاري رڼا نه قطبي کېږي. د قطبي شوې سپوږمۍ رڼا انسانانو ته نه ښکاري، خو داسې انګېرل کېږي چې د اکثرو څارویو لهخوا د نیویګیشن یا مسیر موندنې لپاره کارول کېږي.[۳۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Hollan, J: What is light pollution, and how do we quantify it?. Darksky2008 conference paper, Vienna, August 2008. Updated April 2009.
- ↑ Marín, C. and Orlando, G. (eds.) (June 2009) Starlight Reserves and World Heritage. Starlight Initiative, IAC and the UNESCO World Heritage Centre. Fuerteventura, Spain.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Light Nuisance. Institution of Light Engineers

- ↑ Confirmed: Night Lights Drive Pollinators Away From Plants The Atlantic, 2017

- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).