د روښاندو غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د روښاندو غورځنګ (په انګلیسي: Brights movement) یو ټولنیز غورځنګ دی چې اړوند غړي یې ځانونه «روښاندي» ګڼي او د فلسفي طبیعت‌پالنې نړۍلید لري.

ډېري روښاندي پر دې باور دي چې عامه پالیسي‌ګانې دې د ساینس پر بنسټ (د پوهې هغه ټولګه چې د علمي مېتود په کارولو سره ترلاسه او ازمایل کېږي) وي. روښاندي ګواکې د ماورای طبیعي اصولو پر بنسټ د عامه پالیسي‌ګانو عملي کولو سره مخالف دي.نو له‌دې امله، کېدای شي هغوی د د سیکولرپالو په توګه وپېژندل شي.\

نومونپوهنه[سمول]

د روښاندو غورځنګ لاندې نومونپوهنه په پام کې نیولې ده:[۱]

  • لوی یا supre (نوم): هغه وګړی دی چې په نړۍلید کې یې ماورای طبیعي او یا روحاني سکالوګانې شامل وي؛
  • روڼ/روښان یا bright (نوم): هغه وګړۍ دی چې د نړۍلید له‌پلوه، طبیعت‌پال وي (پرته له ماورای طبیعي یا روحاني سکالوګانو)؛
  • روښاندی یا Bright: هغه روښان یا روڼ وګړی دی چې د Bright وېبسایټ له‌لارې یې د غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړی وي.

تاریخ[سمول]

پاول ګایسرت، چې د Bright (روښاندی) ګړنه یې رامنځ‌ته کړې او د روښاندو غورځنګ یو بنسټ‌اېښودونکی ؤ، په شیکاګو کې د بیولوجي ښوونکی، پوهاند، متشبث او د ښوونیزو موادو لیکوال پاتې شوی دی. کله چې ګایسرت هوډ کوي په واشنګټن کې د ۲۰۰۲ ز کال د بې‌خدایه امریکاییانو په لاریون کې ګډون وکړي، نو د «بې‌خدایه» ټاپې لګول یې نه‌خوښېدل او داسې یې ګومان کاوه چې دغه ټاپه له هغو وګړو څخه سړی پردی کوي چې «بې‌خدایه» او «شیطان» ګړنې سره مترادفې ګڼي. هغه د یوې نوې ګړنې په لټه کې ؤ، داسې یوه مناسبه او غوره ګړنه چې ګواکې په ښه توګه ومنل شي او د هغو کسانو د تصور کچه لوړه کړي چې پر ماورای طبیعي ښکارندو باندې باور نه‌لري. ګایسرت ګڼ‌شمېر مفکورې راغونډې او په اړه یې فکر وکړ، څو اوونۍ وروسته یې د «Bright – روښاندی» ګړنه وټاکله. وروسته خپلې مېرمن ته ورځي او وایي: «ګړنه مې وټاکله، او دا ډېره غټه شي!».[۲][۳][۴][۵][۶]

د دغې ګړنې په ټاکلو کې یې مېرمن، مېنګا فوترېل هم ونډه درلوده. فوترېل او ګایسرت د بنسټ د مشرتابه پلاوي په توګه پاتې شوي دي.[۷][۸]

د دغې ګړنې له ټاکلو څخه وروسته یې پرېکړه وکړه ترڅو له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړي او د آتیستانو په نړیوالې ټلواله کې د فلوریدا ایالت په تمپا ښار کې خپله مفکوره څرګنده کړي. هغو د ټلوالې له تنظیموونکو سره اړیکه نیسي او د خپلې مفکورې د وړاندې کولو اجازه اخلي.[۶]

ګایسرت او فوترېل خپل وړاندیز د ۲۰۰۳ ز کال په پسرلي کې د آتیستانو د یوې غونډې له‌لارې، چې ریچارډ داوکېنز هم ګډون درلود، په فلوریدا ایالت کې وړاندې کړ. هغو د ۲۰۰۳ کال د جون پر ۴ نېټه د Brights’ Net وېبسایټ پرانېسته. نوموړي غورځنګ لپاره لومړنۍ خبرتیاوې په ګارډین او وایرد کې د ریچارډ داوکېنز او په نیویارک ټایمز کې د دانیال دینېت د لیکنو له‌لارې خپرې شوې.[۹][۱۰][۱۱]

د غورځنګ وده دوام مومي او د ۲۰۰۶ ز په وروستیو کې د یو لړ خپاره شویو کتابونو له‌لارې (لکه: د خدای وهم، د طلسم ماتونه، خدای لوی نه‌دی، د ایمان پای، یوه مسیحي ولس ته لیک) د نوي آتیزم په هکله د رسنیزو بحثونو په ترڅ کې ګڼ‌شمېر وګړو د غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړ. دا غورځنګ، د پرمختګونو په ترڅ کې، داسې یوه ټاکنیزه سیمه وګرځېده چې اوس‌مهال په‌کې له ۲۰۴ بېلابېلو ولسونو او سیمو څخه ۷۸،۰۰۰ روښاندي ګډون لري.[۹][۱۲]

روښاندي[سمول]

ګڼ‌شمېر (خو نه ټول) روښاندی د آتیست، د خدای ضد، وګړپال (په ځانګړې توګه، سیکولر وګړپال)، ازاداندي، بې‌دینه، طبیعت‌پال، مادیت‌پال یا فزیکالیست، اګنوسټیک، شکمن‌وال، یا ان طبیت‌پاله پانتیست په توګه هم پېژندل کېږي. سره له‌دې، «غورځنګ له هېڅ تعریف شوي باور سره تړاو نه‌لري». د Brights’ Net وېبسایټ د څرګندونې له‌مخې، موخه یې دا ده ترڅو د «روښاند» ټول‌شموله ګړنه د «عقل اوسنۍ ټولنې» په قاموس کې شامل کړل شي.[۱۳][۱۴]

د دې ترڅنګ، «پراخه موخه یې د طبیعت‌پاله نړۍلید لرونکو ګڼ‌شمېر او بېلابېلو وګړو شاملېدنه ده چې په عام وګړو کې ګڼل کېږي»، نه دا چې یوازې د «عقل له ټولنې» سره تړاو ورکړل شي. نو، هغه وګړي چې خپل طبیعت‌پاله نړۍلید د «روښاند» ګړنې په کارولو سره څرګندوي، تر هغو چې خدای‌پاله نړۍلید غوره نه‌کړي، د سیکولریستي ورته کتار څخه وتلي دي. د غړیتوب لرونکو په منځ کې د روحانیونو ځیني غړي، لکه د کلیسایي فرقو وزیران او د کلیسا د تاریخ پوهاند او یو ټاکل شوی راهب، هم شتون لري.[۱۵]

د Brights او Supers ترمنځ توپیر[سمول]

دانیال دینېت په خپل کتاب «د طلسم ماتونه: مذهب د یوې طبیعي ښکارندې په توګه» وړاندیز کوي چې که چېرې غیرطبیعت‌پال د «Bright» ګړنې مفهومونو ته پاملرنه وکړي، اړینه ده ترڅو ځان ته همداسې یوه مناسبه او غوره ګړنه رامنځ‌ته کړي، لکه «Super» (یعنې هغه وګړي چې ماورای طبیعي نړۍلید لري). هغه دغه څرګندنه د آتیستانو نړیوالې ټلوالې په اووم کنوانسیون کې وړاندې کړه. ګایسرت او فوترېل پر دې باور دي چې نوېزونه له روښانتیا پېر سره تل د خپلوۍ یوه نږدې اړیکه لري او د روښانتیا پېر په ترڅ کې د ساینس امکاناتو ته هرکلی ویل کېده او ځانګړې ازادې څېړنې لمانځل کېدلې. هغو د «Super» ګړنې کارونه د «Bright» بډنوم (متضاد) په توګه تایید کړې ده.[۱۶]

نښان[سمول]

د روښاندو نښان داسې یو اسماني جِرم وړاندې کوي چې له فضا څخه لېدل شوی وي. دا چې په بهرنۍ فضا کې پورته، ښکته، ښي او کیڼ لوري شتون نه‌لري، نو د سیارو ترتیب او د ستورو رڼا او تیاره بدلون مومي. که څه هم نوموړۍ نښان د لېدونکي په انګېرنې پورې تړاو لري، خو په ټوله کې د اوښتنې لپاره راغوښتنې او د تدریجي رڼا کولو حس په معنی دی. په نښان کې لاسي ځای په ځای شوی ګونګوالی په دې معنی دی چې په سمبولیکه توګه دغه مهمه پوښتنه په ډاګه کړي: «د بشریت راتلونکی به لا روڼ وي او که لا تیاره؟». روښاندي هیله لري چې، «داسې هیله‌من یون غوره کړي، چې له امله یې تخیلونه، زموږ د ځمکې لپاره، ذهن ته یوه تدریجي زیاتېدونکې رڼا راولي — د روښانتیا ښېرازېدنه». د روښاندو د نښان د دغه هیله‌من تعبیر لنډیز د یوه شعار له‌لارې دا دی: «اوس نو روښانتیا!».[۱۷]

د نوم لانجمن بحث[سمول]

د روښاندو غورځنګ د ځینو (مذهبي او غیرمذهبي) وګړو تر نیوکې لاندې راغلی دی او د «روښاند» سرلیک ټاکلو ته یې ګوته نیولې؛ د هغو په باور، دغه نوم ښیي چې طبیعت‌پاله نړۍلید لرونکی د غیرطبیعت‌پال (لکه، فلسفي شکمنوال یا ایډیا‌لیست، ماورای طبیعي معتقد او فلسفي یا مذهبي خدای‌پال) په پرتله لا ځیرک («روښاندی») دی. د بېلګې په توګه: د شکمنوالۍ څېړنو کمېټې د «نه هومره روښاندی» تر سرلیک لاندې د کریس موني یوه لیکنه خپره کړه؛ نوموړی، که څه هم د غورځنګ مخالف نه‌دی، څرګندوي چې، «ریچارډ داوکېنز او دانیال دینېت کولای شي د ‹روښاندو› بې‌عقیدې مذهبي وګړو د بیانومونې لپاره له سره غور وکړي، ځکه چې دغه ګړنه په ناسمه معنی هم د انګېرلو وړ ده». نامتو خبریال او آتیست «کریستوفر هیچېنز» هم دغه نوم «متملقانه» وموند، چې له‌مخې یې «آتیستان په مغرورانه ډول غواړي ‹روښاندي› ونومول شي». [۱۸][۱۹][۲۰]

دانیال دینېت د دغو څرګندونو په ځواب کې وایي:[۲۱]

یو منفي غبرګون هم شتون درلود چې تر ډېره پر ټاکل شوې [نه زما له‌لورې] ګړنې یې نیوکه کوله: روڼ‌اند/روښاند، داسې برېښي چې نور ړونداندي، تیاره او یا ناپوهان دي. خو دغه ګړنه، د «همجنسپال» دودیزې ګړنې په څېر، اقتباس شوې ده، او هرومرو نه‌ده چې په پورتني مفهوم وانګېرل شي. څوک چې همجنسپاله نه‌وي، اړینه نه‌ده چې خواشینی شي؛ هغه «معمولي/عادي» وګړی دی. په ورته توګه، هغوی چې روښاندي نه‌دي، دا معنی نه‌لري چې ګواکې تیاره‌اندي دي.

سرچینې[سمول]

  1. "The Brights' Net - Who are The Brights?". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Brights' Net (8 August 2012). "A Glimpse Inside: The Brights' Network - Describing the Brights' Net (Paul Geisert)". YouTube. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  3. "The Brights' Net - Enthusiastic Brights (Page 3)". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 12 August 2010 باندې). The Bright side. Colorado Springs Independent.
  5. (په 1 October 2003 باندې). Religion Be Damned. Condé Nast
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ (په 1 October 2003 باندې). Religion Be Damned. Condé Nast
  7. Archived at Ghostarchiveکينډۍ:Cbignore and the Wayback Machineکينډۍ:Cbignore: The Brights' Net (8 August 2012). "A Civic Umbrella for a Wide-Ranging Diversity: The Brights and Tradition". YouTube. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  8. "Who directs The-Brights.Net?". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ (په 14 November 2006 باندې). The Church of the Non-Believers. Condé Nast
  10. (په 12 July 2003 باندې). The Bright Stuff.
  11. (په 21 June 2003 باندې). The future looks bright.
  12. "Supporting the Brights". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bright (n.)--What is the definition?". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "What is the Purpose of the Brights' Net?". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Theistic Brights? – Not So!". The Brights' Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dennett, Daniel C. (2006). Breaking the Spell. London: Penguin. د کتاب پاڼې 21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Brights Symbology". The Brights Net. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 12 October 2003 باندې). Not So 'Bright'. Dow Jones
  19. Mooney, Chris (15 October 2003). "Brights: Not Too 'Bright'". Committee for Skeptical Inquiry. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 25 April 2007 باندې). Religion Poisons Everything (Exclusive Excerpts from Christopher Hitchens' God Is Not Great).
  21. Dennett, Daniel C. (2006). Breaking the Spell. London: Penguin. د کتاب پاڼې 21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)