د رونالډ ريګان د وژنې/ترور هڅه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو ولسمشر رونالډ ريګان د ۱۹۸۱ کال د مارچ په ۳۰مه کله چې د واشنګټن په هېلټون کې تر خپلې ویناوالۍ وروسته له خپل ګړندي موټر سره واشنګټن ډی سي ته راستنېده د جان هېنکلي جونیر له خوا په مرمۍ وويشتل او ټپي شو. هېنکلي باوري و چې دا برید به اداکاره جوډي فاسټر اغېزمنه کړي چې هغه یې پر وړاندې اروتومیک ځور/جنون درلود.

ریګان د اوږده ميل لرونکي.۲۲ ټوپک په مرمۍ سره په شدید ډول ټپي شو چې د ولسمشرۍ له ګړندي موټر څخه ووته او د نوموړي تر چپ بغل لاندې ولګېده، پوښتۍ يې ماته، سږۍ يې سوری او د شدیدې داخلي وينې بهېدنې/خون‌رېزۍ لامل شو. هغه همدا چې د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته دننه شو مړینې ته نږدې و، خو په بېړنۍ خونه کې تثبیت کړای شو، وروسته د بېړنۍ اکتشافي جراحۍ په واسطه عملیات کړای شو. هغه ورغېده او د اپرېل په یوولسمه له روغتون څخه رخصت شو. د اساسي قانون د ۲۵ تعدیل پر بنست د ۴مې او ۵مې برخې اړوند (چې د ولسمشرۍ مرستیال دې د ولسمشر دندې پر غاړه واخلي) هېڅ رسمي یادونه ونه‌شوه، که څه هم د بهرنیو چارو وزیر الکساندر هېګ یادونه وکړه چې هغه په سپینه ماڼۍ کې تر هغه «هر څه کنترولوي» چې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال جورج اېچ ډبلیو بوش د تګزاس له فوت ورث څخه واشنګټن ته راستون شي.  [۱]

د سپينې ماڼۍ ویاند جېمز براډي، د پټو خدمتونو مامور مک کارتي او د ډي سي پولیسو افسر توماس دلاهانتي هم ټپیان شول. درې واړه ژوندي پاتې شول، خو براډي مغزي زیان لیدلی و او د تل لپاره له کار کولو څخه پاتې شو. په ۲۰۱۴ کال کې د هغه مړینه یوه وژنه وبلل شوه ځکه په پای کې د هغه د ټپي کېدو له امله وه. [۲][۳]

هېنکلي د لېونتوب له امله د ولسمشر د وژنې په تور کې بې‌ګنا ثابت شو. هغه د سېنت الېزابیت په نوم د واشنګټن ډي سي په یو رواني روغتیايي مرکز کې بندي پاتې شو. د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې فېدرال قاضیانو د طبي تشخیصوونکو له‌خوا د وژنې په توګه د هغه د مړينې له طبقه‌بندۍ سره سره اعلان وکړ چې هېنکلي د براډي پر مړینه نه تورنوي. هېنکلي د ۲۰۱۶ کال د سېپټمبر په ۱۰مه د سازماني رواني درملنې له پالنې څخه ازاد شو. [۴][۵]

د هېنکلي انګېزه[سمول]

جان هېکلي جونیر پر اېروتومانیا (یو ډول اروايي ګډوډي ده، تر ډېره هغه مهال رامنځته کېږي چې اخته کس ځان د ټولنیز موقف له نظره د خپل سیال په پرتله ښکته یا متوسط حس کړي، ژباړن) اخته و او د برید لپاره د هغه انګېزه د وخت د کوچنۍ اداکارې جوډي فاسټر سره د وسواس له امله وه. د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې په داسې حال کې چې په هالیووډ کې یې ژوند کاوه، لږ تر لږه ۱۵ځله يې د ټاکسي چلوونکي فلم وکاته، یاد فلم ظاهراً په شدید ډول د ټراویس بېکل له اصلي شخصیت/کرېکټر سره چې د لوبغاړي رابرت ډي نېرو له‌خوا نندارې ته وړاندې شوی و شدید ورته‌والی درلود. فاسټر په کیسه کې د بېکل په رول کې د یوې کاسیرې/فاحشې ماشومې د ژغورلو هڅه کوي. د فلم په پای کې بېکل هڅه کوي چې د متحده ایالاتو یو سناتور چې ولسمشرۍ ته د نوماندۍ په حال کې دی، ترور کړي. هېنکلي د راتلونکو کلونو په بهیر کې په ټول هېواد کې فاسټر وڅارله تر هغه وروسته یې په یېل پوهنتون کې یو د لیکوالۍ کورس ته نوم‌لیکنه وکړه چې د پيپل/خلک په مجله کې يې ولوستل چې نوموړې په ۱۹۸۰ کال کې هلته زده‌کړیاله وه. هغه د ۱۹۸۰ کال په وروستیو کې هغې ته ګڼ شمېر یادښتونه او لیکونه ولیکل. هغه دوه‌ځله له نوموړې سره اړیکه ونیوه خو کله چې هغې ورسره کومه لېوالتیا ونه‌ښوده، هغه تسلیم نه شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

هېنکلي باوري و که چېرې په یوه ملي څېره بدل شي نو له فاسټر سره به برابري وکړی شي. هغه پرېکړه وکړه چې د بېکل پېښې/تقلید وکړي او د ولسمشر جیمي کاټر څارل یې پيل کړل. هغه په دې حیران شو چې ولسمشر ته نږدې کېدل څومره اسانه و- هغه په یوه پېښه کې یوازې څو ګامه له هغه څخه شاته وـ خو د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې د ناشوېل په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شو او د ناقانونه ناريه وسلې د لرلو په جرم جریمه شو. کارتر هلته خپل کمپاین ودراوه، خوFBI  (د فېدرال څېړنو اداره، ژباړن) دا نیونه له ولسمشر سره ونه تړله او پټ ماموریت ته يې خبر ونه‌کړ. د هغه مور او پلار د يوې مودې لپاره د اروا‌پوه تر درملنې لاندې د هغه پالنه وکړه. هېنکلي خپل پام رونالد ريګان ته واړوه او خپل مور او پلار ته يې وويل چې د هغه ټاکنه به د هېواد لپاره ښه وي. هغه د ۱۹۸۱ کال د مارچ په لومړیو کې درې یا څلور نور یادښتونه فاسټر ته ولېږل. فاسټر دا یادښتونه د یېل پوهنتون رییس ته ورکړل او هغه د یېل د پولیسو ادارې ته وسپارل، هغوی د هېنکلي د موندلو په لټه و خو بریالي نه شول. [۱۲][۱۳][۱۴]

د وژنې/ترور هڅه[سمول]

د ۱۹۸۱ کال د مارچ په ۲۱مه نوي ولسمشر ریګان (چې د ۱۹۸۱ کال د جنوري په ۲۰مه يې خپل کار د ولسمشر په توګه پيل کړ) او د هغه مېرمنې نانسي په واشنګټن ډي سي کې د فورډ له تیاتر څخه د مالي مرستو د راټولولو په موخه ليدنه وکړه. ريګان وويل،

ما د هغه دريځ پر سر د ولسمشرۍ صندوق ته وکتل چېرته چې ابراهام لینکلن په هغه شپه ناست و او ډزې پرې وشوې، ما د کنجکاوۍ احساس وکړ... ما فکر وکړ د دغې ټولو پټو خوندي خدمتونو سره چې اوس يې په واک کې لرو، په احتمالي توګه دا لا هم د هغه کس لپاره ممکنه وه چې پر ولسمشر يې د ډزو کولو لپاره هغه ته د نږدې کېدو کافي اراده درلوده. [۱۵]

د واشنګټن په هېلټون هوټل کې د نوماندۍ وينا[سمول]

هېنکلي د مارچ په ۲۸مه د بس په واسطه واشنګټن ډي سي ته دننه شو او پارک سېنټرال هوټل کې مېشت شو. هغه په لومړیو کې هوډ درلود د فاسټر د پام راجلبولو لپاره په نیوهېون کې یوې بلې هڅې ته دوام ورکړي. هغه د ریګان برنامې ته چې په واشنګټن سټار کې خپره شوې وه متوجه شو او پرېکړه يې وکړه چې اوس يې وخت دی. هېنکلي په دې پوهېده چې ښايي د ترور په بهیر کې ووژل شي، هغه د ولسمشر د وژلو تر اقدام دوه ساعته مخکې فاسټر ته یو لیک ولیکه خو هغې ته يې ونه‌لېږه. هغه په دې لیک کې وویل هيله‌من دی چې هغه به دخپلې کړنې له لوی‌والي څخه اغېزمنه کړي او «که چېرې وکولی شم ستا زړه ترلاسه کړم او خپل پاتې عمر ستا تر څنګ تېر کړم، د ريګان د وژلو نظریه به په یوه ثانیه کې پرېږدم.» [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ریګان د مارچ په ۳۰مه د واشنګټن په هېلټون کې د غرمې ډوډۍ د برابرولو پر مهال د AFL–CIO (د امریکا د کار فېدراسیون او صنعتي سازمانونو کنګره، ژباړن) پر استازو نیوکه وکړه. پټ ماموریت له هوټل سره ښه بلد و او د ۱۹۷۰یمې لسیزې له لومړیو راهیسې يې له ۱۰۰ کرته څخه زیات د ولسمشر د کتنې لپاره ارزولی و. هېلټون د محصور او خوندي ځای په توګه په واشنګټن ډي سي کې تر تولو خوندي ځای و چې د پرېزېډېنټ واک په نوم یادیده او په ۱۹۶۳ کال کې د جان اېف کېنډ له‌خوا جوړ شو. ریګان تر غرمې وروسته نږدې ۱:۴۵ بجې له یوې تنګې لارې څخه ساختمان ته دننه شو او د خبرې رسنیو او د خلکو ګڼه‌ګوڼې ته يې لاس وښوراوه. پټ ماموریت له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې د ځينې پېښو لپاره د مرمۍ ضد واسکټ واغوندي، خو ریګان د ویناوالۍ لپاره د مرمۍ ضد واسکټ وانه‌غوست ځکه  په لومړنۍ عامه وینا کې د هغه د ګړندي موټر او هوټل تر منځ تر ټولو نږدې فاصله ۳۰ فوټه (۹ متره) وه او اژانس په هغه ورځ د استازو لپاره د مرمۍ ضد واسکټ ته اړتیا نه لرله. هېچا هم د هېنکلي غیر عادي چلند ونه لید، هغو شاهدانو چې نوموړی «بې هوښه» او «مضطرب» یاد کړ، په ظاهري توګه یې هېنکلي له هغه کس سره اشتباه کړ چې پټ ماموریت يې تر څار لاندې درلود.  [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په March 30, 2001 باندې). Remembering the Assassination Attempt on Ronald Reagan. CNN
  2. "Medical examiner rules James Brady's death a homicide". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في March 28, 2016. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 8 August 2014 باندې). Coroner Is Said to Rule James Brady's Death a Homicide, 33 Years After a Shooting.
  4. Hermann, Peter (2 January 2015). "Hinckley won't face murder charge in death of James Brady, prosecutors say". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ABC News, "Ronald Reagan: Former US president's would-be assassin John Hinckley Jr to be freed after 35 years". Retrieved 28 July 2016
  6. "Taxi Driver: Its Influence on John Hinckley, Jr". Law.umkc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر مارچ 2, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "All about the John Hinckley case: Taxi Driver". Crime Library. د اصلي آرشيف څخه پر February 8, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "John Hinckley, Jr. – Reagan – WGBH American Experience". PBS.org. د اصلي آرشيف څخه پر April 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "John W. Hinckley, Jr. Biography". Law.umkc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 19, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "All about the John Hinckley case: Taxi Driver". Crime Library. د اصلي آرشيف څخه پر February 8, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "All about the John Hinckley case: 'I'll Get You, Foster!'". Crime Library. د اصلي آرشيف څخه پر March 11, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په April 3, 1981 باندې). F.B.I. Notice On Hinckley Arrest At Issue. The New York Times.
  13. (په April 2, 1981 باندې). Teen-Age Actress Says Notes Sent by Suspect Did Not Hint Violence.
  14. (په April 5, 1981 باندې). Yale Police Searched For Suspect Weeks Before Reagan Was Shot.
  15. Wapshott, Nicholas (2007). Ronald Reagan and Margaret Thatcher: A Political Marriage. New York, NY: Sentinel. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-101-21787-0. reagan assassination ford's theatre curious sensation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "John W. Hinckley, Jr. Biography". Law.umkc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 19, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. A Drifter With a Purpose, by Mike Sager and Eugene Robinson, The Washington Post, April 1, 1981.
  18. Doug Linder. "Account of the Trial of John W. Hinckley, Jr". Law.umkc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر اګست 3, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wilber, Del Quentin (2011). Rawhide Down: The Near Assassination of Ronald Reagan (hardcover). Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-9346-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gabe Hinkebebin (اکتوبر 3, 1981). "Bibliography of the Hinckley Trial". Law.umkc.edu. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 8, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Office of Inspection. "Reagan Assassination Attempt Interview Reports" (PDF). United States Secret Service. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په March 31, 1981 باندې). Once again, the question is 'How?'. The Milwaukee Journal.