د روم سپېڅلی سترواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روم سپېڅلی سترواک په اصلي او رسمي بڼه د منځنیو پېړیو پر مهال رومي ستراک چې د معاصرې دورې له لومړیو څخه د جرمني – رومي سترواک په توګه هم پېژندل کېږي د روم د سپېڅلۍ سترواکی مشر او واکمن و. دغه لقب له ۸مې پېړۍ څخه تر ۱۶مې پورې د ایټالیا د پاچا او همدارنګه له وقفې پرته له دوولسمې پېړۍ څخه تر ۱۸مې پېړۍ پورې د جرمني د پاچا القاب په ځان کې رانغاړل. [۱][۲]

د روم د سپېڅلي سترواک عنوان د منځنیو پېړیو د رومن کاتولیک پاچاهانو ترمنځ تر ټولو لوړ ځایګی درلود ځکه چې د روم کاتولیکې کلیسا دغه سترواکي له منځنیو پېړیو څخه د معاصرې دورې تر لومړیو پورې د لرغونې رومي سترواکۍ یوازنۍ ځای ناستې بلله. له همدې امله په تئوريکي او دیپلماتیک ډګر کې سترواکان د سیالانو ترمنځ مخکښان (primus inter pares) بلل کېدل؛ یعنې دا چې د ټولې اروپا د کاتولیک رومي پاچاهانو ترمنځ دوی ځانګړی ځایګی درلود. [۳]

دغه لقب د کارولینژیان مهال (۸۰۰- ۹۲۴ زکال) له خپل سري یا استبدادي حالت څخه په دیارلسمه پېړۍ کې انتخابي سلطنت ته واوښت او سترواک به د انتخاب کوونکو شهزاده ګانو له خوا ټاکل کېده. د اروپا مختلفو سلطنتي کورنیو په بېلابېلو مهالونو کې په عملي بڼه دغه عنوان خپل کړ چې تر ټولو پام وړ یې اوتونیان (۹۶۲- ۱۰۲۴ زکال) او سالیانان (۱۰۲۷- ۱۱۲۵ زکال) و. د منځنیو پېړیو له حکومتي کړکېچ وروسته هابسبورګانو له ۱۴۴۰ زکال څخه تر ۱۷۴۰ زکال پورې په بې وقفې بڼه دغه عنوان خپل کړ. د دغه لقب لرونکي وروستي سترواکان له ۱۷۶۵ زکال څخه تر ۱۸۰۶ زکال پورې هابسبورګ – لورن کورنۍ ته اړوند و. د روم سپېڅلي سترواکي د دویم فرانسېس له خوا هغه مهال منحل شوه چې له ناپلیون څخه یې په استرلیتز جګړه کې سخته ماته وخوړه.

په پراخه کچه داسې انځور شتون درلود چې سترواک د الهي حق له مخې حکومت کوي، په داسې حال کې چې هغه به تر ډېره په ځانګړې توګه د پانګونو په برخو کې له پاپ سره مخالفت درلود او یا به هم د پاپ سیال و. د روم سپېڅلو سترواکانو هېڅکله سلطنتي ملکې نه لرلې په داسې حال کې چې یو شمېر مېرمنو لکه تئوفانو او ماریا ترزا په کې یو مهال زیات نفوذ درلود. د تاریخ په اوږدو کې دغه ځایګی د رومن کاتولیک مذهب مدافع ګڼل کېده. تر هغه مهاله چې په ۱۵۰۸ زکال کې منتخب سترواک لومړی مکسمیلیان اړو و چې د سترواکۍ د عنوان له خپلولو وړاندې پاپ تاج ور په سر کړي. پنځم چارلز وروستی واکمن و چې په ۱۵۳۰ زکال کې پاپ د هغه پر سر تاج کېښود. آن له اصلاحاتو وروسته ټاکل شوی سترواک باید د تل لپاره رومن کاتولیک وای. په تاریخ کې داسې لنډو دورو هم شتون درلود چې ټاکنیز کالج د پروتستانتانو په واک کې و او انتخاب کوونکو معمولا د خپلو سیاسي ګټو په موخه رایه ورکوله.

لقب[سمول]

د لومړي کنسټنټاین له مهاله (شاوخوا ۳۰۶ زکال څخه تر ۳۳۷ زکال پورې) رومي سترواکانو یوازې له ډېر کم شمېر څخه پرته یې د عیسویت د ترویج کوونکو او مدافعینو رول درلود. د کنسټنټاین سلطنت په کلیسا کې د عیسوي سترواک د ځایګي لپاره مخینه جوړه کړه. سترواکانو ځانونه د خدایانو پر وړاندې د خپل رعیت د معنوي سلامتیا مسئولان ګڼل او له کنسټنټاین وروسته دوی دنده لرله له کلیسا سره د ارتدکس باور په تعریف او ساتنه کې مرسته وکړي. د امپراتور رول په دغه برخه کې د عقایدو اجرا، د بدعتونو له منځه وړل او له کلیسایي یو موټي توب څخه ملاتړ و. د سترواک لقب او همدارنګه د سترواک او کلیسا ترمنځ اړیکې په ټولو منځنیو پېړیو (آن له ۱۲۰۴ زکال څخه تر ۱۲۶۱ زکال پورې په تبعید کې) کې دوام وموند. له پنځمې پېړۍ څخه تر اتمې پېړۍ پورې د ختیځ روم د سترواکانو له خوا عیسوي شوراګانې (ecumenical councils) رامنځته شوې. [۴][۵]

په لویدیځه اروپا کې په لویدیځ کې د سترواک (Emperor in the West) لقب په ۴۸۰ زکال کې د جولیوس نپوس له مړینې وروسته له منځه ولاړ، په داسې حال کې چې د بربر پاچاهیو حاکمانو لږ تر لږه تر شپږمې پېړۍ پورې د ختیځ سترواک د واک رسمیت پېژندو ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې د لومړي ژوسټینین مجددې فتحې په ایټالیا کې د بیزانسانو ځایګی بېرته رامنځته کړ، خو له پاپ سره یې مذهبي اصطکاک د قسطنطنیې په کلیسا باندې د واکمنۍ له خپلولو وروسته شتون درلود. د اتمې پېړۍ په وروستیو کې پاپ لا هم د قسطنطنیې حاکم د روم د سترواک په توګه په رسمیت پېژانده، په داسې حال کې چې په ایټالیا کې د بیزانسانو پوځي ځواک په مخ پر زیاتېدوني ډول د کمېدو پر لور روان او او دغه چاره لامل وګرځېده څو پاپان د فرانکانو د ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې شي. په ۸۰۰ زکال کې پاپ دریم لئو د خپل ځان او ځایګي ساتلو په موخه د فرانکانو پاچا او د ایټالیا پاچا شارلماني (کارلوس ماګنوس، د فرانسې لومړی شارل) ته لوی پور ورکړ. دغه مهال ختیځ سترواک شپږم کنسټنټاین په ۷۹۷ زکال کې له واکه ګوښه کړای شو او مور یې ایرن د هغه پر ځای واکمنه وټاکل شوه. [۶]

پاپ دریم لئو په دې بهانې سره چې یوه مېرمن نشي کولای په سترواکۍ واک وچلوي تاج او تخت یې تش اعلان کړل او شارلماني ته یې د شپږم کنسټنټاین د ځای ناستي په توګه د رومیانو د سترواکۍ تاج ور په سر کړ. هغه نوم او عنوان چې شارلماني ترې ګټنه کوله د اګوستوس سترواک کارلوس و او په خپلو اسنادو کې یې د اګوست سترواک، د روم د سترواکۍ حاکم («Augustus Romanum gubernans Imperium») او ډیر آرامه اګوستوس چې خدای یې تاج پر سر ور اېښی، د رومیانو د سترواکۍ حاکم او سوله غوښتونکی لوی سترواک («serenissimus Augustus a Deo coronatus, magnus pacificus Imperator Romanorum gubernans Imperium») له القابو ګټنه کوله. ختیځه سترواکي بالاخره د سترواکانو په توګه د شارلماني او د هغه د ځای ناستو په رسمیت پېژندو ته اړ شول خو هغوی یې «فرانسوي یا جرمني سترواکان» بلل او هېڅکله یې هم هغو ته رومیان وه نه ویل هغه نښه چې دوی خپل ځان ته اړونده بلله. [۷]

په لویدیځ کې د سترواک عنوان د پاپ له خوا د هغو د رسمیت پېژندلو وروسته ومنل شو. په منځنیو پېړیو کې د پاپ د ځواک په زیاتوالي سره پاپان او سترواکان د کلیسا په اداره کولو کې له یوبل سره مخالف شول. د دوی ترمنځ تر ټولو مشهوره او تریخه نښته د څلورم هنري او پاپ اووم ګریګوري ترمنځ ونښته.

د شارلماني له تاج اېښودو وروسته د هغه ځای ناستو دغه عنوان په ۹۲۴ زکال کې د ایټالیا د لومړي برنګار د مړینې تر مهاله وساته. له ۹۲۴ زکال څخه تر ۹۶۲ زکال پورې په نسبتا لنډ مهاله سلطنتي دوره کې د لوی اوتو پر سر د تاج اېښودونه د فرانکي سترواکۍ څخه د روم سپېڅلې سترواکۍ ته د دغې سترواکۍ د بدلون نښه ګڼل کېږي. د اوتونیانو تر مشرۍ لاندې د ختیځې فرانسیا پخوانۍ کارولنژي پاچاهۍ د روم د سپېڅلې سترواکۍ په محدوده کې شتون درلود.

له ۱۹۱۱ زکال څخه وروسته ډېری جرمني شاهزاده ګانو جرمنی پاچا له خپل منځه ټاکه. د هغه مخینې له مخې چې شارلماني له ۹۶۲ زکال څخه تر ۱۵۳۰ زکال پورې رامنځته کړې وه له دې وروسته د جرمني پاچا د سترواک په توګه تاج پر سر اېښود. پنځم چارلز وروستی سترواک و چې د پاپ له خوا د سترواکۍ تاج ور په سر کړای شو او د هغه ځای ناستي لومړي فردیناد، یوازې د «منتخب سترواک» لقب ځانته وټاکه. د روم د سپېڅلې سترواکۍ وروستی او منتخب سترواک دویم فرانسېس و چې په ۱۸۰۶ زکال کې یې د ناپلیوني جګړو پر مهال واک خوشی کړ او په دې سره د تل لپاره دغه سترواکي منحل شوه.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Peter Hamish Wilson, The Holy Roman Empire, 1495–1806, MacMillan Press 1999, London, p. 2. Erik von Kuehnelt-Leddihn: The Menace of the Herd or Procrustes at Large – p. 164. Robert Edwin Herzstein, Robert Edwin Herzstein: "The Holy Roman Empire in the Middle Ages: universal state or German catastrophe?"کينډۍ:Year neededکينډۍ:Page needed
  2. The New International Encyclopædia vol. 10 (1927), p. 675. Carlton J. H. Hayes, A Political and Cvltvral History of Modern Europe vol. 1 (1932), p. 225.
  3. Terry Breverton (2014). Everything You Ever Wanted to Know About the Tudors but Were Afraid to Ask. Amberley Publishing. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781445638454. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Richards, Jeffrey. The Popes and the Papacy in the Early Middle Ages 476–752 (London: Routledge & Kegan Paul, 1979) pp. 14–15.
  5. Richards, Jeffrey. The Popes and the Papacy in the Early Middle Ages 476–752 (London: Routledge & Kegan Paul, 1979) p. 16.
  6. James Bryce, 1st Viscount Bryce, The Holy Roman Empire, 1864, pp 62–64
  7. Klewitz, Hans-Walter (1943). "Eduard Eichmann, die Kaiserkrönung im Abendland. Ein Beitrag zur, Geistesgeschichte des Mittelalters, mit besonderer Berücksichtigung des kirchlichen Rechts, der Liturgie und der Kirchenpolitik". Zeitschrift der Savigny-Stiftung für Rechtsgeschichte: Kanonistische Abteilung. 32: 509–525. doi:10.7767/zrgka.1943.32.1.509. S2CID 183386465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Peter Moraw, Heiliges Reich, in: Lexikon des Mittelalters, Munich & Zurich: Artemis 1977–1999, vol. 4, columns 2025–2028.