د روم تر واکمنۍ لاندې مصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مصر له میلاد وړاندې ۳۰ کال څخه تر ۶۳۱ زکال پورې د روم د سترواکۍ یو ولایت و. په دغه ولایت کې له سینا پرته ټول معاصر مصر شاملېده. دغه مهال یې له لویدیځ لوري څخه له کرت او سیرنائیکا، له ختیځ لوري څخه له یهودیې او وروسته یې بیا په ختیځ لوري کې له پترائیا عربیا رومي ولایت سره پوله لرله.

مصر له میلاد وړاندې ۳۰ کال کې د رومي ځواکونو له خوا ونیول شو چې بیا له میلاد وړاندې ۲۷م کال کې د نوې رومي سترواکۍ په جوړېدو سره د هغو ولایت وګرځېد. مصر د دغې سترواکۍ لپاره د غله جاتو د پام وړ تولید کوونکي په توګه رول لوباوه او همدارنګه یې خپله هم یو پرمختللی ښاري اقتصاد درلود. دغه ولایت له ایټالیا بهر تر ټولو بډایه رومي ولایت و. د رومي مصر د وګړو شمېر ناڅرګند دی، خو د اټکلونو له مخې یې د وګړو شمېر له ۴ څخه تر ۸ میلیونو پورې توپیر لري. اسکندریه یې پلازمینه وه چې د روم د سترواکۍ تر ټولو لوی بندر او دویم لوی ښار و. [۱][۲][۳][۴][۵]

د روم د سترواکۍ په لومړیو کې مصر د دریو رومي پوځونو په واک کې و چې وروسته بیا د روم د مرستندویه پوځي تشکیلاتو په جوړېدو سره یې شمېر دوو ته راکم شو. هر اصلي ښار یا اداري واحد یې د مټروپولیس یا لوی ښار په نامه بلل کېده چې له نورو ښارونو څخه یې بیا زیات امتیازات ترلاسه کول. د روم تر ولکې لاندې مصر وګړي د ټولنیزو طبقاتو او همدارنګه د قومي او کلتوري کرښو پر بنسټ ووېشل شول. ډیری وګړي یې بزګران و چې په کلیوالي برخو کې یې ژوند کاوه او په مصري ژبه باندې یې خبرې کولې. په لویو ښارونو کې بیا وګړو په یوناني ژبه خبرې کولې او له هلنېستي کلتور څخه یې پیروي کوله. ورته مهال په کې پام وړ ټولنیز تحرک شتون درلود، د ښاریانو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېده په داسې حال کې چې دواړو کلیوالي او ښاري وګړو سوداګریزې چارې ترسره کولې او د سواد کچه هم په کې زیاته وه. له میلاد وروسته ۲۱۲ کال کې د انتونیوس اساسي قانون ټولو آزادو مصري وګړو ته رومي تابعیت ورکړ. [۶]

د دویمې پېړۍ په وروستیو کې د آنتونین وبا ولګېده، خو رومي مصر له ټولو وړاندې په ۳مه پېړۍ کې ترې روغ راووت. رومي مصر د دریمې پېړۍ له ګڼ شمېر کړکېچونو څخه په ځان ساتلو سره بیا هم په ۲۶۹ زکال کې د زنوبیا د برید له امله د پالمیرن سترواکۍ تر کنټرول لاندې راغی. سترواک اورلیان (واکمني: ۲۷۰ – ۲۷۵ زکال) په بریالیتوب سره اسکندریه محاصره کړه او مصر یې بېرته له دوی څخه ونیو. غاصبینو دومیتیوس دومیتیانوس او اچیلاوس له سترواک دیوکلتیانوس (واکمني: ۲۸۴ – ۳۰۵ کال) سره په مخالفت دغه ښار بېرته ونیو خو سترواک له ۲۹۷ زکال څخه تر ۲۹۸ کال پورې بېرته ترې خپل کړ. دیوکلتیانوس له دې وروسته په مصر کې اداري او اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل. دغه چاره د رومي سترواکۍ له عیسوي کېدو سره هم مهاله وه چې له امله یې عیسویت په مصر کې ځانګړې وده وکړه. وروسته له هغه چې لوی قنسطنطین له میلاد وړاندې ۳۲۴ کال کې د مصر کنټرول خپل کړ، په مصر کې یې د عیسویت ترویج ته کار وکړ. قبطي ژبه چې د لرغونو مصري اشکالو څخه جوړه شوې وې، د رومي مصر د عیسویانو ترمنځ دود شوه. [۷][۸]

مصر په ۶۱۸ زکال کې د ساساني سترواکۍ له خوا ونیول شو چې د یوې لسیزې لپاره یې پر هغو حکومت وکړ، خو په ۶۲۸ زکال کې د ساساني والي په تېښتې سره هغه بېرته ختیځې رومي سترواکۍ ته اړوند شو. دغه هېواد په ۶۴۱ زکال کې وروسته له هغه د تل لپاره د رومي سترواکۍ له ګوتو ووت چې د خلفای راشدینو د واکمنۍ پر مهال د مسلمانانو له خوا ونیول شو.

جوړېدل[سمول]

بطلیموسي پاچاهي (له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال – له میلاد وړاندې ۳۰ کال) د مقدوني سکندر د جګړو له مهاله چې هخامنشي مصر یې ونیو، پر مصر واکمنه وه. بطلیموسي فرعونه اوومه کلئوپاترا د سزار د کورنۍ جګړې (له میلاد وړاندې ۴۹ کال څخه تر ۴۵ کال پورې) او همدارنګه د رومي سترواک په توګه د سزار د واکمنۍ پر مهال له ژولیوس سزار سره متحده وه. له میلاد وړاندې ۴۴ کال کې د سزار له ترور کېدو وروسته دې د رومي درې ګوني حکومت له غړي مارک انتوني سره چې د مدیترانې ختیځ یې تر کنټرول لاندې و، مصر متحد کړ. د روم د جمهوریت په وروستۍ جګړه (له میلاد وړاندې ۳۲ – ۳۰ کال) کې آنتوني (د کلئوپاترا په ملاتړ) له اکتاویان سره جګړه وکړه. د آکتیوم په نامه په دغه برخلیک ټاکونکې سمندریزه جګړه کې اکتاویان بریا خپله کړه او له بریا وروسته یې په مصر برید وکړ. د سکندریې له جګړې وروسته ماتو شوو واکمنانو، آنتوني او کلئوپاترا ځان وژنه وکړه. په دې سره د بطلیموسي مصر پاچاهۍ نور شتون نه درلود او مصر د اکتاویان له خوا د شخصي مالکیت په توګه اشغال شو. [۹]

له میلاد وړاندې ۲۷ کال کې هغه مهال مصر بېرته قانوني وضعیت وموند چې اکتاویان د ځان لپاره د اګستوس افتخاري نوم وټاکه او مصر یې د روم د نوې تاسیس شوې سترواکۍ یو ولایت کړ. اګستوس (او د روم د سترواکۍ راتلونکو سترواکانو) د رومي فرعونانو په توګه په مصر حکومت وکړ. بطلیموسي بنسټونه له منځه ولاړل: دولتي ادارې او ټولنیز جوړښت په بشپړه توګه اصلاح شو، په داسې حال کې چې یو شمېر بروکراتیک عناصر یې هم وساتل. دغه مهال د هلنېستي دورې یوناني – مصري حقوقي سیسټم کارول کېده خو د روم په حقوقي اډانه کې شامل و. د تترا دارخما (څلور درهمي) سکه د بطلیموسي مصر په پلازمېنه سکندریې ښار کې ووهل شوه، چې د مصر د مخ پر ودې اقتصاد پولي واحد وګرځېد په داسې حال کې چې ارزښت یې له رومي پولي واحد یا دناریوس سره یو شان و. اګستوس د ځمکو اصلاحات وړاندې کړل او د ځمکې د خصوصي مالکیت د لرلو حق یې شونی کړ (چې وړاندې په کلرشي بطلیموسي سیسټم کې ډېره نادره چاره وه او د مالکیت حقوق تر ډېره سلطنتي وو). سربېره پر دې یې سیمه ئیز ادارات د رومي مذهبي سیسټم پر بنسټ اصلاح کړل چې له مخې یې د ځمکو مالکین د سیمه ئیز دولت په خدمت کې و. د لرغوني مصر د خدایانو کاهانانو او د هلنېستي مصر ادیانو خپل معابدو او امتیازاتو ته د تېر په څېر لاسرسی درلود او دوی هم بیا په خپل نوبت سره د خدایانو شوو رومي سترواکانو او د هغوی د کورنۍ د غړو خدمت کاوه. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Maddison, Angus (2007), Contours of the World Economy, 1–2030 AD: Essays in Macro-Economic History, p. 55, table 1.14, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN
  2. Alan, Bowman (24 May 2012). "11 Ptolemaic and Roman Egypt: Population and Settlement'". academic.oup.com. د کتاب پاڼي 317–358. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Janzen, Mark (2017). "Ancient Egypt Population Estimates: Slaves and Citizens". TheTorah.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Popkin, M. (2022), Souvenirs and the Experience of Empire in Ancient Rome, Cambridge University Press, p61
  5. Reinhold, M. (2002), Studies in Classical History and Society, Oxford University Press, p36
  6. Rathbone, Dominic (2012), Hornblower, Simon; Spawforth, Antony; Eidinow, Esther (المحررون), "Egypt: Roman", The Oxford Classical Dictionary (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 4th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545568.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954556-8, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Keenan, James (2018), Nicholson, Oliver (المحرر), "Egypt", The Oxford Dictionary of Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة online), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780198662778.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-866277-8, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rathbone, Dominic (2012), Hornblower, Simon; Spawforth, Antony; Eidinow, Esther (المحررون), "Egypt: Roman", The Oxford Classical Dictionary (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 4th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545568.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954556-8, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rathbone, Dominic (2012), Hornblower, Simon; Spawforth, Antony; Eidinow, Esther (المحررون), "Egypt: Roman", The Oxford Classical Dictionary (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 4th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545568.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954556-8, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rathbone, Dominic (2012), Hornblower, Simon; Spawforth, Antony; Eidinow, Esther (المحررون), "Egypt: Roman", The Oxford Classical Dictionary (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 4th), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780199545568.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954556-8, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)