د روم امپراتورۍ اساسي قانون
د روم اساسي قانون د اصولو او لارښودونو نالیکلې ټولګه وه چې تر ډېره د مخینې له لارې لېږدول کېدل. د روم جمهوریت تر سقوط وروسته د روم د اساسي قانون موازنه د روم له سنا څخه د روم په امپراتورۍ بدله شوه. په پیل کې له لومړي امپراتور اګوستوس سره امپراتور او سنا له تیوري پلوه دوه برابرې څانګې وې. خو د امپراتورۍ په عمل کې د سنا مجلس واقعي ځواک بې ارزښته و، ځکه امپراتور د دولت واقعي ځواک په لاس کې درلود. د دویم امپراتور تیبریوس پرمهال ډېری صلاحیتونه چې د روم امپراتورۍ د اسامبلیو په واک کې و د سنا مجلس ته ولېږل شول. [۱][۲]
د یو امپراتور ځواک د هغه د قانوني موقف د فضیلت له امله شته و. د یو امپراتور د ځواک دوه د پاموړ عناصر «تریبونېشن ځواکونه» په لاتیني: تربیونېشیا پوتیستس او پروکانسيلر اېمپېریم یا د قوماندې ځواک وو. تربیونیکي قدرتونو امپراتور ته پهخپله د روم او مدني دولت صلاحیت ورکاوه، حال دا چې کنسولي قدرتونو هغه ته پر ولایتونو او پوځ د واک صلاحیت ورکاوه. حال دا چې د لومړنۍ امپراتورۍ په بهیر کې دا څرنګوالی په څرګند ډول تعریف شوی و، چې په پای کې لهمنځه لاړ او د امپراتور قدرتونه لږ مشروط او ډېر سلطنتي شول. دودیز قضاځایونه د جمهوریت له نسکورېدو څخه وژغورل شول چې: کنسولي مقام، پريتورشيپ، تربیونات، پلبي، ادیلیشيپ، کوئستورشيپ او پوځي تریبونات وو. له سناتورې ډلې څخه هر فرد کولی شوی دې موقفونو ته ځان نوماند کړي. که به یو کس له سناتورې ډلې څخه نه و، په داسې حال کې چې سناتور ورته د مشرتوب اجازه ورکوله هغه هم کولی شوی یادو موقفونو ته ځان نوماند کړي یا لهدې صورت پرته د امپراتور له خوا له دې موقفونو څخه په یو کې ګمارل کېده. [۳]
د امپراتورۍ د اساسي قانون تاریخچه
[سمول]هغه جنرال چې د روم جمهوریت په وروستۍ جګړه کې بریالی شو، ګایوس اکتاويان و چې د روم دولت يې خپل کړ، له میلاد څخه مخکې د ۳۰ کال څخه وروسته د روم د اساسي قانون په سموونو لاس پورې کړ. د دې سمونو وروستۍ پایله د جمهوریت لغوه کول او د روم امپراتورۍ رامنځته کول وو. کله چې له ميلاد څخه مخکې په ۳۲ کال کې اکتاويان خپل هېوادوال مارک انتوني ګوښه کړ د تریومویر په توګه يې له خپل موقف څخه استعفا ورکړه، خو په احتمالي توګه د ټولو هغه ورته صلاحیتونو لرونکی و چې له لاسه يې ورکړي وو. اوکتاويان غوښتل له ترور څخه د مخنیوي تر څنګ د دولت د ارباب په توګه خپل موقف خوندي کړي. [۴]
له ميلاد څخه مخکې د ۲۷ کال د جنورۍ په ۱۳مه اکتاويان له خپلو خارقالعاده صلاحیتونو لکه کنسولي امپراتورۍ، درې ګوني قدرت او په کانسینوس یونیورسوروم (consensus universorum) کې ورکړل شوي صلاحیتونه یې د روم خلکو او سنا ته وروګرځېدل. په هر حال هغه له ميلاد څخه مخکې په ۳۶ کال کې د سنا لهخوا ورکړل شوی تریبنیسي واک خوندي کړ او له ميلاد څخه مخکې تر ۲۷ کال پورې کنسول پاتې شو. هغه له شک پرته د خپل وړانديز پر بنسټ له سنا مجلس څخه تر لسو کلونو د زیات وخت لپاره کنسولي امپراتوري خپله کړه چې هغه ته يې پر ولایتونو او په پایله کې د ټول روم پر پوځ د واک صلاحیت ورکاوه. دې بېلابېلو صلاحیتونو او موقفونو هغه ته اجازه ورکوله تر څو خپل قانوني واک پر امپراتورۍ خوندي کړي او ادعا يې کوله چې جمهوریت بیا رغول شوی. د پروکنسولي پراخو صلاحیتونو ورته ورکړه له ميلاد څخه مخکې په ۶۷ کال کې د لېکس ګبینیا لهخوا پومپه ته ورکړل شوي وو. پردې سربېره پروکنسولي قدرتونه له تيوري پلوه تر ډېره د کنسولي قدرتونو پهواسطه د ځايي قنسلانو لهخوا لوړ کړل شول او اکتاويان ته يې اجازه ورکړه چې ادعا وکړي هغه د دولت له هېڅ قاضي څخه لوړ نهدی. اکتاويان د خپل کنترول د خونديتوب لپاره په ايټالیا کې چې ولایت نه بلل کېده له اسامبلیو څخه وغوښتل تر څو هغه د کنسولۍ موقف ته وټاکي. [۵][۶]
په دې پړاو کې اوکتاويان ته د «اګوستوس» لقب او د پرېنسيپس سیناتوس یا لومړني سناتور موقف هم ورکړل شو. کله چې له ميلاد څخه مخکې په ۲۳ کال کې اګوستوس د اکتاويان په نوم د نوم له بدلون سره کونسلګري پرېښوده، سنا هغه ته اجازه ورکړه چې د عادي کنسولانو په کچه کې له قانوني صلاحیتونو سره خپل کنسولي صلاحیتونه پراخ کړي. اګستوس پر دې سربېره له تریبینیسي صلاحیتونو څخه کار اخیستلو ته پراختيا ورکړه چې له ميلاد څخه مخکې په ۳۶ کال کې ورکړل شوي و، دې صلاحیتونو هغه ته اجازه ورکوله چې په اداري چارو کې لاسوهنه وکړي، خلک راوبلي، قانون وړاندیز کړي، ګڼ نور سیاسي بنسټونه ويټو کړي او داسې نور... د دې وروستیو سمونو تر ترسره کولو وروسته اګوستوس نور هېڅکله خپل اساسي قانون بدل نهکړ، که څه هم هغه په دورهيي توګه د سناتورانو په نوملر کې پر بدلونونو د اغېز لپاره د سانسور موقف پر غاړه واخیست (په یوازې توګه له ميلاد څخه مخکې په ۸ کال کې او له تیبریوس سره له ميلاد څخه وروسته په ۱۴ کال کې.) او له ميلاد څخه مخکې تر ۲۳ کال وروسته يې دوه ځله کونسلګري په واک کې لرله. کله چې له ميلاد څخه مخکې په ۲۰ کال کې په روم کې قحطي د دې لامل شوه چې خلک اګوستوس ته د ديکتاتورۍ وړانديز وکړي، هغه له دې کار څخه ډهډه وکړه او پر ځای يې د غلهجاتو د عرضې اداره پر غاړه واخیسته. کله چې د هغه د کنسولي واک یوه لس کلنه دوره پای ته ورسېده هغه د خپل صلاحیت د لنډمهالۍ داستان ته دوام ورکړ او له ميلاد څخه مخکې په درېم، اتم، دیارلسم او اتلسم کال او له ميلاد څخه وروسته يې په اتم ميلادي کال کې نوي کړل. حال دا چې د هغه د کنسولي صلاحیتونو د طبیعت پر اساس د هغه تر ادارې لاندې ولایتونو کې جزئي بدلونونه شته وو (ګالیا ناربونینسس او قبرس له ميلاد څخه مخکې په ۲۲ کال کې د سنا ادارې ته وروګرځول شول) د هغه متبارز طبیعت د هغه تر مړینې پورې بدل نهشو. [۷][۸]
د اګوستوس وروستۍ موخه د کورنۍ جکړې له بیا پيلېدو څخه مخنیوی او د منظمې ځایناستۍ د تضمین لپاره د یو ميتود موندل و، دا هغه څه و چې په هر سلطنتي اساسي قانون کې اړين دي. اګوستوس نه شوی کولی تر خپلې مړينې وروسته خپل صلاحیتونه ځایناستي ته ورکړي ځکه هغه په ځانګړي ډول د هغه په ژوند کې د معین وخت لپاره نوموړي ته ورکړل شوي وو. په دې توګه هر ځایناستي باید خپل واک او نفوذ درلودی. له ميلاد څخه مخکې په ۶ کال کې اګوستوس تیبریوس ته چې په زویولۍ يې نیولی و خپل تربیونيسي صلاحیتونه ورکړل او تیبریوس يې په رسمي ډول خپل وارث اعلان کړ. له میلاد څخه وروسته په ۱۳ کال کې داسې قانون تصویب شو چې د تیبریوس قانوني صلاحیتونه يې د اګستوس د صلاحیتونو معادل او له یادو صلاحیتونو څخه خپلواک وبلل. [۹][۱۰]
د اګوستوس په مړینه کې تیبریوس باید د ولایت کنترول ترلاسه کړی وی، خو تش په نوم جمهوري اساسي قانون مړه امپراتور ته اجازه نه ورکوله چې واک چاته په ارث پرېږدي. هغه د پاریتورین ګارد (د روم امپراتورۍ پوځي واحد چې د امپراتورانو د شخصي ساتونکو په توګه يې خدمت کاوه، ژباړن) او پوځ په ملاتړ په چټکتیا سره د ایالت کنترول ترلاسه کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال د قاضیانو د ټاکنې واک له اسامبلیو څخه سنا ته ولېږدول شو او د دوی لهخوا د قانون مخکیني وړاندیز ته يې د پای ټکی کېښود. کله چې تیبریوس ومړ، کالیګولا د سنا لهخوا د امپراتور په توګه معرفي شو. کالیګولا په ۴۱ کال کې ترور شو او د هغه تر ترور دوه ورځې وروسته سنا د جمهوریت د رغولو په اړه بحث وکړ. د پوځ غوښتنو ته له پام سره په پای کې کلودیوس د امپراتور په توګه وټاکل شو. حال دا چې د کلودیوس لرغونې لېوالتیاوې د پخواني سانسور د ژوندي کولو په برخه کې د هغه د هڅو لامل شوې، دا قدرتونه په زیاتېدونکي ډول د امپراتورۍ په واک کې ورکړل شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
سرچينې
[سمول][1] د لرغوني روم په واکمنۍ کې هغه کس ته دالقب ورکول کېده چې یا به د پوځ قومندان و یا به منتخب قاضي و، ژباړن.
[2] په لرغوني روم کې د منتخبو چارواکو لقب، ژباړن
[3] د معبد د ودانۍ په معنا ده، د روم جمهوریت یو منتخب دفتر و، ژباړن.
[4] د پلټونکي په معنا دی، چې په لرغوني روم کې يو دولتي مقام و، ژباړن
[5] په لرغوني روم کې د بېلابېلو منتخبو چارواکو لقب و، ژباړن
- ↑ Byrd, Robert (1995). The Senate of the Roman Republic. US Government Printing Office Senate Document 103–23. p. 161. ISBN 0-16-058996-7.
- ↑ Abbott, Frank Frost (1963). A History and Descriptions of Roman Political Institutions (3 ed.). New York: Noble Offset Printers Inc. p. 398.
- ↑ Abbott 1963، م. 344.
- ↑ Abbott 1963، م. 267.
- ↑ Taylor, Thomas Marris (1899). A Constitutional and Political History of Rome. London: Methuen & Co. pp. 410–417.
- ↑ Abbott 1963، م. 268.
- ↑ Taylor, Thomas Marris (1899). A Constitutional and Political History of Rome. London: Methuen & Co. pp. 410–417.
- ↑ Abbott 1963، م. 271.
- ↑ Abbott 1963، م. 273.
- ↑ Abbott 1963، م. 272.
- ↑ Abbott 1963، م. 293.
- ↑ Abbott 1963، م. 377.
- ↑ Taylor 1899، مم. 426-429.
- ↑ Abbott 1963، م. 291.
- ↑ Abbott 1963، م. 289.