د رومیانواو سیلیوسید جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رومیانواو سیلیوسید جګړه (۱۹۲- ۱۸۸ مخزېږدیز) چې د اتولین جګړې، انتیوچېن جکړې، سوریايي جګړې او سوریې اتولین جګړې په نامه هم یادېږي، د دووائتلافونو تر منځ جګړه وه چې یو ائتلاف یې د روم د جمهوریت په مشرۍ و او د بل ائتلاف مشرې د د سیلیو سید د پاچا دریم انتیوچوس په غاړه وه. جګړه د اوسنې جنوبي یونان ، ایجین سیند ته نژدې او وړوکې آسیا کې پېښه شوه.  

دا جګړه د دواړو قدرتونو تر منځ د یوې سړې جګړې پایله وه چې په ۱۹۶ مخزیږدیز کال کې پیل شوې وه. په دې دوره کې رومیانو او سیلیوسایدانو هڅه کوله چې له ښاري دولتنو سره د ائتلاف جوړولو له لارې د نفوذ حوزې جوړې کړي.  همدارنګه د ایجین د سیند په اړوند د رومیانو او سلیوسایدانو نه پخلا کیدونکي لیدلوري مهم و: رومیانو یونان د خپل د نفوذ حوزه باله او وړوکې آسیا یې حایله سیمه بلله په داسې حال کې چې سلیوسایدانو وړوکې آسیا د خپلې سترواکۍ هستوی برخه بلله او یونان یې خپل حایل زون باله.  

له هغه وروسته چې د اېتولین لیګ ( دا په پخواني یونان کې د قومې ټولنو یو کانفدرېشن و چې مرکز یې په اېتولیا کې و) هغه  وړوکی جنګ پیل کړ چې انتي چوس یې مات کړ نو روم او سېلیو سایدان سره ونښتل. د انتي چوس لښکرې په یونان کې ښکته شوي خو د ترموپیل په جګړه کې له ماتې وروسته په ۱۹۱ مخزېږدیز کې د مانویس اسیلیوس ګلابریو ( دا یو یونانی جنرال او سیاستوال و) له خوا اړ شو چې داېجین څخه بېرته شاته تګ وکړي. اېتولیانو هڅه وکړه چې له رومانو سره یوې روغې ته ورسيږي خو د رومانو د اضافي غوښتنو له امله بریالي نه شول. په اېجین کې د انتي چوس سمندرې ځواکونه په دوو عمده ښکېلتیاوو چې د رومانو د سمندرې ځواک لوړوالي سره مخ شوې مات شول. د ۱۹۰ مخزېږدیز کال قنسول لوسیس کورنلیوس سیپیو انتي چوس په وړوکې آسیا کې د پرګامېن د پا چا دویم ایومېنېس په ملاتړ تعقیب کړ.    

انتي چوس د سولې خبرې پیل کړې خو د روم د ډېرو غوښتنو له امله یې دا خبرې ودرولې. کله چې انتي چوس د مګنیزیا په جګړه کې د روم په مشرۍ ائتلاف له خوا ماته وخوړه نو هغه د سولې غوښتنه وکړه او هغه غوښتنې یې ومنلې چې د رومانو له خوا ورته وړاندې شوې وې. د اپا میا د سولې په ترڅ کې، خپل ټول قلمروونه رومیانو ته وسپارل او رومانو ته یې د جګړې تاوانونه ورکړل. اېتولیایان رومانو سره په راتلونکې کال جلا شرایطو ته ورسېدل چې له مخې یې هغوی د روم د  یوه تابع دولت موقف ته ښکته شول. له دې سره رومانو په بالقان او وړوکې آسیا کې د یونان په ښارې دولتونو باندې له منازعې پرته تسلط لاس ته راووړ او په ډېره کې یې سلیوسایدان له مدیترانې څخه و وېستل.

‌مخینه او سړه جګړه[سمول]

له ۲۱۲ مخزېږدیز تر ۲۰۵ مخزېږدیز پورې، دریم انتي چوس په ارمینیا او ایران باندې د سیلیسویدانو د تسلط د تحقق لپاره جګړه وګړه. له هغې وروسته چې هغه داسیمې تابع کړې او له پارتیانو او باکتریانوسره یې تړونونه لاسلیک کړل هغه بېرته کور ته راستون شو. له دې وروسته هغه د وړوکې آسیا په ډېرو برخو باندې د خپلې سترواکې د کترول په احیاء کولو باندې تمرکز وکړ. که څه هم د ۲۰۴ مخزیږدیز کال په دوبې کې د مصر د اوم بطلیموس فیلوپاتور د مرګ له امله د هغه پلانونه و ځڼډېدل چې ده ته یې دا موکه ورکړه چې د کول سوریه، فونیشیا او فلسطین له بطلیموسیانو څخه د دسوریې له پنځمې جګړې وروسته ونیسي. له هغه وروسته چې دی سوریه او فلسطین کې بریالی شو، هغه هلته وړوکې آسیا ته تر راستنېدو پورې په کال ۱۹۷ مخزېږدیز کئ تېر کړل چې د همدې فتوحاتو له امله د ستر پاچا لقب لاس ته راووړ.  [۱][۲][۳][۴]

د پونیک په دویمه جګړه کې رومیانو د سوبې او د  انتي چوس د تسلط سره، اېجین په غربې غاړه کې د دوو قدرتونو خواوو ته پروت و. د رومیانو نفوذ پراختیا د مقدونیې د دویمې جګړې په پایله  کې ( ۲۰۰-۱۹۷ مخزېږدیز) دوام وموند، دا جګړه د روم د جمهوریت او د مقدونیې د پاچا پنځم فلیپ تر منځ وه. کله چې فلیپ د سېکلادیک په جزایرو حمله وکړه او د رودسانو او پرګاموم په وړاندې جنګ اعلان کړ،  نو دفاع کوونکو د ۲۰۱ مخزیږدیز په دوبې کې  له یوشمېر شاته تګونو څخه وروسته د رومیانو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. رومي سنا چې په هغه کې د شرقي کارپوهانو نفوذ ډېر و او مشري یې پبلیوس سلپیسیسو ګالبا مکسیموس کوله او د مقدونیې په لومړۍ جګړه کې یې تجربه تر لاسه کړې وه فلیپ ته له یو التیماتوم سره یو استاذولي وااستوله. رومیانو له فلیپ سره څه د پاسه درې کاله جګړه وکړه او تر ۱۹۷ مخزېږدیز پورې بریالي شول، او له دې وروسته د اژېن د سیند ګټې د پام وړ تغير موندلی و. د رومیانو ائتلاف فلیپ ته ماته ورکړې وه او عین وخت کې انتي چوس په وړوکې آسیا کې د سیلیوسیاد نفوذ ټینګاوه.    [۵][۶][۷][۸]

د جګړې په مهال، او دجګړې له پیل له رومیانو سره دانتي چوس اړيکې صمیمي وې، هغه د روم د استاذولې له استولو څخه د مخه فلیپ ته د هېڅ ډول مرستې وعده ورکړې نه وه، هغه له رومې استاذولۍ سره توافق کړی و چې فليب باید له پرګاموم څخه چې د رومیانو یو متحد و بهرشي، زومیانو د وړوکې آسیا په شرق کې د فليپ د اشغال د مخنیوې لپاره هېڅ ونه کړل. له جګړې وروسته، د رومیانو افکار تر ډېره هغه وخت منفی شول چې انتي چوک د جګړې له پای څخه وروسته اروپا ته ننوت او په بالقان کې یې د رومیانو حایل قوتونه تهدیدول او روم ته یې په مبارکۍ ویلو کې ځنډ وکړ.  د مقدونیې له جګړې وروسته د سولې په مهال ، رومیانو په رسمي توګه څلور ښار ګوټي چې پخوا د فلیپ ملکیتونه و آزاد اعلان کړل که څه هم دا ښارګوټي د انتي چوس د نفوذ په حوزه کې شامل و.  [۹][۱۰][۱۱]

رومیانو له جګړي وروسته د ټولو یونانیانو لپاره خپلواکي اعلان کړه که څه هم ځېنې یې په وړوکې آسیا کې د انتي چوس تر کنترول لاندې و. رومیانو د یونان په داخلي چارو کې یا اروپا ته په ۱۹۶ مخزېږدیز کال کې د  ایستمیاني لوبو په مهال  د داخلیدو په اړه نور اخطارونه ورکړل. یوه بله استاذولي لیسماچیا کې پاچا ته راورسېده او په وړوکې آسیا کې یې بطلیموسي ځمکو څخه د انتي چیوس د وتلو غوښتنه وکړه، دا وتل له هغو سیمو څخه و چې پخوا د فلیپ په لاس کې و. هغه نه داهم غوښتنه وشوه چې د یونان په ښارونو ( چې خپلواک اعلان شوي و) یرغل ونه کړي، رومانو حق نه درلود چې د وروستي مورد غوښتنه وکړي او انتي چوس په زیرکې سره د رومیانو غوښتنې په سیمه کې د خپلو تاریخي ادعاوو،  له بطلیموس سره د ائتلافي یوځای والي، د روم د هر ډول مشروعو علایقو د نشتون او په وړوکې آسیا کې د یوناني ښارونو لپاره د هغه له خوا د آزادې د اعلانولو له امله تر پښو لاندې کړې. د انتي چوس ځوابونه تر ډېره  د جګړې لپاره د رومیانو دلایل پڅ کړل. که روم غوښتي وای چې په دې وخت کې جګړه وکړي، نو د هغو ښارونو د خپلواکۍ لپاره هم  باید جګړه وکړي چې د انتي چوس له خوا خپلواک اعلان شوی و. هغه غوښتل د منازعاتو د حل لپاره او د بطلیموسي ښارونو د بېرته ورکړې لپاره چې بطلیموس ظاهرا  نه غوښتل  هغه تر لاسه کړي موضوع حکمیت ته راجع کړي.     [۱۲][۱۳][۱۴]

په اساسي توګه، رومیانو او انتي چوس خپلو منځو کې نه پخلا کېدونکې نړیوال لید لوري درلودل: روم هیلیسپانک ( په شمال غربي ترکیه کې طبیعي  د اوبو تنګ تنګ لوری دی) ته د خپل نفوذ د حوزې په توګه کتل او وړوکې آسیا یې یوه حایله سیمه بلله، خو انتي چوس وړوکې آسیا د خپل د نفوذ حوزه بلله او یونان یې حایله سیمه بلله. په موقت ډول، رومیانو د یوناني دولتونو په منځ کې د ښه نیت پالیسي په لاره واچوله ترڅو د دې د یرغلګرو په ټوګه د هغوی د ښکاره کېدو مخنیوی وشي، او که یرغل پرې وشي نو بې پرې ښارونه به د روم ملاتړته جزب کړي، او د یونانیاني ښارونو  په وړاندې د سیلیوساید هرډول حرکت به هغوی د یرغلګرو په څېرتضعیف کړي.  [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Errington 1989، صص. 250–51.
  2. Errington 1989، ص. 252.
  3. Errington 1989، ص. 244.
  4. Errington 1989، ص. 249.
  5. Errington 1989, p. 256
  6. Errington 1989، ص. 271.
  7. Errington 1989، صص. 252–55.
  8. Badian 1959، ص. 81.
  9. Errington 1989، ص. 272.
  10. Errington 1989، صص. 270–71.
  11. Badian 1959، ص. 82.
  12. Badian 1959، ص. 87.
  13. Errington 1989، ص. 274.
  14. Errington 1989، ص. 270.
  15. Errington 1989، ص. 276.
  16. Badian 1959، ص. 89.
  17. Badian 1959، ص. 90.