د رومي پاچاهۍ اساسي قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د رومي پاچاهۍ اساسي قانون د لارښوونو او اصولو يوه ناليکلې ټولګه وه، چې په اصل کې د د دود يا تعامل له لارې رامنځته شوې وه. د رومي پاچاهۍ د کالونو پر مهال د اساسي قانون برابرونه پر پاچا باندې متمرکز وه، چې د مرستيالانو د ټاکلو او هغوی ته د ځانګړو واکونو د ورکولو واک يې درلود. د روم د مشرانو جرګه يا سنا چې اشراف پر واکمن وو، پاچا ته د سلاکارې شورا په توګه خدمت وکړ. پاچا به د بېلابېلو مسئلو په اړه زياتره وخت له مشرانو جرګې څخه د رايې ورکولو غوښتنه کوله، مګر د هغوی له لورې د هر ډول ورکړل شوې سلا په منلو يا نه منلو کې خپلواک و. پاچا له نامتو يا ولسي جرګې څخه هم د بېلابېلو مسائلو په اړه د رايې غوښتنه کولی شوه، چې د دلته يې هم د منلو يا نه منلو پوره واک درلود. ولسي جرګې د هغې وسيلې په توګه دنده تر سره کړه، چې په واسطه يې د روم خلکو “People of Rome” خپلې مفکورې څرګندولی شوې. په دې جرګه کې خلک د د خپلې اړوند زمرې له مخې ډلبندي شوي وو. که څه هم ولسي جرګې بايد ده چې نورې دندې هم درلودې. د بېلګې په ډول: دا د څرګندونو د اورېدلو لپاره د عوامو د راټولېدلو جرګه ځای و. دې جرګې د مدني او جرمي دواړو مسئلو لپاره د محکمې په توګه هم خدمت کولی شو. [۱]

د پاچاهۍ دوره[سمول]

د پاچاهۍ دوره د افسانو يا نکلونو پر بنسټ په دوه دورو باندې وېشل کېدلی شي. په داسې حال کې چې ځانګړې افسانې ښايي سمې نه وې، مګر د شونتيا تر بريد د تاريخي حقيقت پر بنسټ وو. شوني ده چې روم د جمهوريت له رامنځته کېدنې څخه وړاندې په رښتيني ډول د پاچاهانو د ځايناستي د اصل له مخې اداره شوی دی. لومړنی افسانوي دور د لومړنيو څلور افسانوي پاچاهانو پاچاهۍ رانغاړي. د دې دورې پر مهال د ښار سياسي بنسټونه ايښودل شوي وو، ښار په کيورای “curiae” کې تنظيم شوی و، مذهبي بنسټونه جوړ شوي وو او د مشرانو جرګې او نورو جرګو د رسمي بنسټونو په توګه تکامل وکړ. ښار د بريا بېلابېلې جګړې وکړې، د اوستيا “Ostia” بندر جوړ کړای شو او پر ټايبر سيند “Tiber River” باندې پل جوړ شو. لرغوني روميان په درې توکميزو ډلو رامنيس “Ramnes” (لاتينيان “Latins”)، ټايتايس “Tities” (سابيان “Sabines”) او ليوسیريس “Luceres” (ايتروسکانيان “Etruscans”) وېشل شوي وو. اصلي اشرافي کورنيو په همدې توکميزو ډلو پورې تړاو درلود. ښار سره د سازمان د کچې د زياتولو يوه هڅه کې، يادې اشرافي کورنۍ د کيورای “curiae” په نوم واحدونو باندې ووېشل شوې. هغه وسيله چې په واسطه يې لرغونو روميانو خپل ديموکراتيک تمايلات څرګندول، د کمېټې (comitia يا جرګې “assembly”) په نوم يادېده. دوه جوړې شوې اصلي جرګې يا ټولنې د کيوريېټ اسمبلي “Curiate Assembly” او کالېټ اسمبلي “Calate Assembly” په نومونو يادېدلې. يادې دوه جرګې د ښار د توکميزو څانګو د منعکس کولو په موخه جوړې شوې وې او په همدې ډول د اشرافي کورنۍ د کوچني واحد له مخې برابرې شوې وې. هغه وسيله چې په واسطه يې لرغوني روميانو خپلې اشرافي انګېزې يا تمايلات څرګندول، د ښار د مشرانو شوری وه، چې د روم په مشرانو جرګې “Rome Senate” بدله شوه. د دې شورا مشران د پاټرس (پلارونو “Fathers”) په نوم يادېدل او د همدې له امله تاريخ کې د روم د لومړنيو سناتورانو په توګه پېژندل کېږي. پاپيولس (خلکو) او مشرانو په پای کې د يو سياسي مشر اړتيا حس کړه او په دې ډول يې ريکس (پاچا) غوره کړ. پاچا به د خلکو له لورې ټاکل کېده او مشرانو به ورته سلا ورکوله. [۲][۳][۴]

دويمه دوره د وروستيو درې افسانوي پاچاهانو پاچاهۍ رانغاړي. دا دوره د لومړۍ دورې په پرتله تر يوې اندازې پورې د ځمکنۍ پېښې شوې پراختيا د پام وړ کچې له امله زياته اغېزناکه وه. د دې په پام کې نه نيولو سره چې ايا دا افسانې سمې دي، شونې ده لکه څرنګه چې افسانې ادعا کوي، د وروستۍ پاچاهۍ پر مهال يو لړ سوبې يا برياوې ضرور پېښې شوې. د دې برياوو په پايله کې د هغه څه مشخص کول اړين شول، چې له فتحه شويو خلکو سره کېدل. زياتره وخت ځيني هغه اشخاص چې ښارګوټي يې نيول شوي (فتحه) شوي وو، په يادو ښارګوټو کې پاتې شول، حال دا چې ځيني نور روم ته راغلل. د قانوني او اقتصادي دريځ تر لاسه کولو په موخه دې نويو راغلو وګړو د پلوې کورنۍ يا پاچا (چې په خپله هم پاتيزان يا پلوی و) تر لاس لاندې والي يا انحصار حالتونه غوره کړل. په پای کې هغو اشخاصو چې پر پاچا تکيه وو، د خپلې تکيې يا انحصار له حالت څخه ازاد کړای شول او لومړني «ولسي وګړي يا عوام» شول. د روم په ودې سره يې د فتحه شويو سيمو د ساتلو لپاره زياتو سرتېرو ته اړتيا وه. کله چې عوام د هغوی له انحصار څخه ازاد شول، له خپل اشرافي واحد [د اشرافي کورنۍ برخه] څخه هم ازاد کړای شوي وو. د دې په پېښېدلو سره دوی په فوځ کې د خدمت کولو له غوښتنې څخه ازاد کړای شوي وو، مګر خپل اقتصاد ياو سياسي دريځ يې هم له لاسه ورکړ. فوځ ته د دې عوامو د بېرته راګرځولو په موخه پارتيزان د امتيازونو ورکولو ته اړ وو. په داسې حال کې چې روښانه نه ده، چې کوم امتيازونه ورکړل شول، مګر حقيقت دا دی چې دوی ته هيڅ سياسي واک ور نه کړل شو او هغه جوړ کړ، چې تاريخ يې د حکمونو د شخړې “Conflict of the orders” په توګه پېژني. [۵][۶][۷][۸]

فوځ ته د عوامو د بېرته راوړلو په موخه فوځ بېرته منظم شو. افسانې د دې بيا برابرونې امتياز پاچا سرويیس توليوس “Servius Tullius” ته ورکوي. د افسانو له مخې توليوس هغه پخوانی سيستم له منځه وېوړ، چې له مخې يې فوځ د وراثت پر بنسټ برابر شوی و او د دې پر ځای يې هغه سيستم يا نظام راوړ، چې د ځمکې د مالکيت پر بنسټ و. د نوموړي د بيا برابرښت د برخې په توګه د واحدونو دوه نوي ډولونه جوړ شول؛ فوځ په سل کسيزو ډلو يا سليزو باندې ووېشل شو او وروستيو بيا سنبالونو فوځ د قبيلو د کارونې له لارې نور هم اغېزناک کړ. سليزې د ملکيت د څښتنولۍ يا مالکيت پر بنسټ برابرې شوې وې او هر وګړي، پارتيزان يا پلوي يا عام وګړي  کولی شول د سليزې غړی شي. دا سليزې د “Centuriate Assembly” په نوم د نوې جرګې يا مجلس بنسټ جوړ کړ، که څه هم جرګې ته په سمدستي ډول هيڅ سياسي واک نه و ورکړل شوی. د دې خلاف څلور ټبرونه يا قبيلې جوړې شوې، چې د روم ټول ښار يې راونغاړه او په داسې حال کې چې نوې قبېلې وروسته د جوړېدلو په حال کې وې، چې ښايي د روم د ښار د باندې سيمه راونغاړي. په يو ټبر کې غړيتوب د اشرافي د کوچني واحد يا کريا خلاف د ملکيت معيار په پام کې نه نيولو سره د پلويو او عوامو دواړو پر مخ پرانيستی و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Byrd, 161
  2. Abbott, 6
  3. Abbott, 3
  4. Abbott, 5
  5. Abbott, 7
  6. Abbott, 6
  7. Abbott, 7-8
  8. Abbott, 8
  9. Abbott, 20
  10. Abbott, 9
  11. Abbott, 20
  12. Abbott, 4
  13. Abbott, 21