د رومنانو ټولوژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رومنانو ټولوژنه یا د رومنانو نسل وژنه د نازي جرمني له خوا ، دویمې نړیوالې جګړې د متفقیونو او همکارانو له خوا هغه پلان شوې هڅې وې چې موخه يې د توکمونو تصفیه تر سره کول او په پای کې د ټولوژنې په عصر کې د اروپايي رومنانو او سینتي خلکو نسل وژنه وه.  [۱][۲]

د  کال ۱۹۳۵ د نومبر په ۲۶،آدولف هتلر په امر د نورمبرګ د قوانینو یو تکمیلوونکی فرمان صادر شو چې له مخې یې روما یا رومان خلک د دښمنو په توګه ډلبندي شول او ډله کې راغلل چې یهودان پکې راغلي و، نو له همدې امله په اروپا کې د روما خلکو برخلیک د یهودانو د ټولوژنې سره ورته شو.    [۳]

تاریخپوهان اټکل کوي چې له ۲۵۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰۰ رومنان او سینتی وګړي د نازی جرمنیانو اود هغوی د همکارانو له خوا ووژل شول چې په هغه وخت دا وژل شوی رومنان په اروپا کې د یومیلیون رومانو څخه  ۲۵٪ تر ۵۲٪ و.    پورې وروستۍ څېړنه چې د  این هانکوک په واسطه تر سره شوې، د مړیو شمیر له هغو دوه میلونو روما خلکو څخه یونیم میلیون ښیي چې په اروپا کې و. په کال ۱۹۸۲ کې شرقي جرمني په رسمي توګه دا تأیید کړه چې نازي جرمني د روماني خلکو په وړاندې په نسل وژنه لاس پورې کړی دی، په کال ۲۰۱۱ کې، پولند په رسمی توګه د اګست دویمه د روماني نسل وژنې د یاد د ورځې په نامه منظوره کړه.   [۴][۵][۶][۷][۸]

د جرمني نازي دولت له خوا لومړی د ځايي جیپسي ګډ توکم خلکو شکنچه او بیا نابودول شامل و. د کال ۱۹۴۲ په دسمبر میاشت کېو هنریچ هیملر( د نازي دولت یو ستر چارواکی و) د ټولو رومنانود شړلو امر له ستر جرمني ریچ ( د جرمنانو سیاسی نوم د نازيانو په وخت کې) ورکړ او ډېری یې د جیپسي خلکړ لپاره د ټولیدو کمپ چې په اوسچویتز بیرکیناو کې واستول شول. نور رومنان هم هلته د نازیانو له خوا د اشغال شوو شرقي اروپايي خاورو څخه واستول شول. له هغو ۲۳۰۰۰ رومنانو او سینتی خلکو څخه چې هلته واستول شول ۲۱۰۰۰ ژوندي پاتې نه شول. د نازي دولت له خوا د شرقي او غربي اروپا په اشغال شوو سیمو کې له سیستماتیک راجستر څخه پاتې تر تهدید لاندې خلک د جرمني د قضاوت له مخې مهاجر، بې ځایه شوي یا کډه په سر خلک وه. هغوی دلته د جرمني نظامیانو، پولیسو تشکیلاتو او توظیف شوو قواوو له خوا  او یا د سچوتزستاف ( د نازیانو په وخت کې یوه شبه نظامي ډله وه) له خوا  دټولوژنو په مهال او یا د نازیانو له خوا د اروپا د اشغال په وړاندې د مقاومت په مهال ووژل شول.  [۹]

بدیل اصطلاحات[سمول]

د پوراجماس اصطلاح چې معنی یې په روماني ژبه کې  تخریب او تیرول او حریصانه خوړل دي د این هانکوک ( یو رومنی ژبپوه، سیاستوال او   رومانو مدافع و)  له خوا د کال ۱۹۹۰ په لومړیو لسیزو کې معرفي شوه. هانکوک د کالدراش رومانو ( د رومانو یو توکم و چې ډېری یې فلز کاران و) له خوا جوړه شوې اصطلاح کارول په کال ۱۹۹۳ کې د یوې غېر رسمې محاورې په مهال غوره کړل. دا اصطلاح تر دېره د فعالانو له کارول کېږي خو د ټولوژونو د قربانیانو او دهغوی د خپلوانو لپاره نامعلومه ده. ځينې روسی او بالقانې روماني فعالین د پوراجماس د کارونې په وړاندې اعتراض لري. په ډېرو لهجو کې د پوراجماس کلمه د پوراوایپ سره مترادفه کلمه ده چې معني یې تخریب او جنسي تېری ده چې ځېني رومانی خلک یې توهینوونکې بولي. جانوس بارسوني او اګنېس داروکزی د رومنانو د مدني حقونو مخکښ تنظیموونکي دا ښه بولې چې د فاراجیموس کلمه وکاروی چې یوه روماني کلمه ده او معنی یې پرې کول وړوکي کول، ټوټه ټوټه کول او تخریب ده. هغوی د پوراجماس د کارونې په اړوند  بحث کوي  او وایي چې د دې معني مارهایم ده چې معنی یې ناپاک او نجس ده. پوراجماس په روماني  ټولنه کې د تلفظ وړ نه ده نو له همدې امله دا د روما د خلکو د عذابونو مفهوم لېږدولای نه شي.   [۱۰][۱۱][۱۲]

د بالقان روماني فعالین د اغوره بولي چې د ساموداریپن اصطلاح وکاروي چې معنی یې ( ټولوژنه ده ) او د لومړي ځل لپاره د ژبپوه مارسل کوتیاد له خوا په کال ۱۹۷۰ کې په یوګوسولاویا کې معرفي شوه .  دا یوه نوې کلمه ده چې په روماني ژبه کې ((سا)) ټول معني ورکوی او ((مودارپین)) معني وژل دي چې د ټولو وژل په معني یا ټولوژنې په معنی ژباړل کېږي. نړیواله روماني اتحادیه همدا اصطلاح کاروي، خو این هانکوک ( ژبپوه) دا کلمه ردوي او استدلال کوي چې دا روماني ژبې له لغت پېژندنې سره اړخ نه لګوي. د روسکا روما ځينې فعالین د کالی تراس کلمه وړاندې کوی چې معنی یې توره وېره ده. بله بدیله اصطلاح چې کارول شوې ده هغه برسا بیباهتل ده چې معنی یې ((ناخوښه کلونه)) ده . ځينې وخت په ځېنو مواقعو کې د هولوکوستو او هولوکاوستو کلمې هم کارول شوې دي.   [۱۳][۱۴]

د ژبپوهنې له نظره، د پوراجموس اصطلاح د پورا د فعل له ریښې جوړه شوې او خلاصه حالت یې ایموس ده. د فعل دا پای په ولاکس روماني لهجې پورې تړاو لري او ځينې نورې لهجې بیا د آیپ یا آیب کاروی. د فعل لپاره ډېره معموله ورکړل شوې معني پرانستل/غځول او څېرې کول دي او په ځینوکمو لهجو کې یې معنی د خولې پرانستل اوتیرول دي.  [۱۵][۱۶]

تاریخ[سمول]

له کال ۱۹۳۳ څخه د مخه روماني ضد تعصب[سمول]

د علمي توکم پالنې ظهور[سمول]

دنولسمې پېړۍ په وروستیو کې، علمي توکم پالنې او ټولنیز داروینیزم ( داروین یو برتانوی ساینسپوه و) ټولنیزتوپېرونه  له  توکمیزو توپېرونو سره ونښلول او د جرمني عوامو لپاره یې کاذبې توجیه ګانې چمتو کړې تر څو د روما او یهودي خلکو په وړاندې تعصب ته لار هواره شي. د دې دورې په مهال، د توکم نظریه په منظم ډول وکارول شوه ترڅو ټولنیز پدیده تشرېح شي. د دې  تګلارې طرفدارنو هڅه وکړه چې دې نظریې ته اعتبار ورکړي چې توکمونه د انسان د یوه واحد ډول توپېرونو زیږنده نه و بلکه هغوی  په جلاتوګه مختلف بیولوژيکي منشاوې درلودلې. د دې تګلارې پلویان په ساینس ولاړه توکمیزه سلسله را منځ ته کړه چې د دوي په باور د بیولوژۍ علم له مخې دلږکیو ځينې ډلې د (( نورو)) په نامه تعریفېږي.  [۱۷]

برسېره پردې چې د نولسمې پېړۍ پای په جرمني کې د کاذبې توکمپوهې دوره وه ، د جرمني لپاره د دولت په ملاتړ دعصري کېدو دوره هم وه. صنعتي پرمختګ د ټولنې ډېرو اړخونو ته تغیر ورکړ. د پام وړ تغیرونه چې په دې دوره کې را منځ ته شول هغه د کار کولو اجتماعي نورمونو او ژوند کولو تغیر و.  د رومنانو لپاره د کار کولو اجتماعي او ژوند کولو نورمونو کې بدلون د دې لامل شو چې د کسبي اوهنر لرونکو خلکو په توګه د ژوند کولو خپله پخواني لاره پرېږدي.جانوس ‌بارسونی ( د روما د مدني حقونو ټولنې مشر) لیکې (( صنعتي پرمختګ د کسبي خلکو په توګه د هغوی خدمتونه بې ارزښته کړل او د هغوی د ټولنو د تيت اوپرک کېدو او اجتماعي تجرید لامل شول. [۱۸]

د جرمني سترواکۍ او وایمر جمهوریت په واسطه شکنجه[سمول]

د عصری کولو او کاذب توکمیزعلم د رومان ضد دولتي مداخلې لامل شوې چې د جرمني سترواکۍ او وایمر جمهوریت له خوا پلې کېدې. په کال ۱۸۹۹ کې، په مونیخ کې د سترواکي د پولیسو مرکزی دفتر په رومانو باندی د معلوماتي خدماتو یو دفتر تأسیس کړ.  د دې دفتر موخه داوه چې د روماني ټولنې د وګړو د پېژندنې کارتونه، د ګوتو نښانونه، انځورونه او په روماني ټولنې د دوامداره څارنې نورمعلومات ثبت کړي. په کال ۱۹۰۴ کې، پروشیا یو پرېکړه تصویب کړ چې له مخې یې د جیپسې خوزښت له پاره یوه نظامنامه را منځ ته کېده. په کال ۱۹۱۱ کې، د باوریا ( د جرمني یو ایالت دی چې مرکز یې مونیخ دی) په مونیخ کې یو کنفرانس تنظیم کړ چې په هغه کې د جیپسي د ستونځې په اړه خبرې او دهغوی په وړاندې هڅې همغږې شي. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. also known as the Porajmos (Romani pronunciation: آی‌پی‌ای: [pʰoɽajˈmos], meaning "the Devouring"), the Pharrajimos (meaning "the Cutting up", "the Fragmentation", "the Destruction"), and the Samudaripen ("Mass killing")
  2. Davis, Mark (5 May 2015). "How World War II shaped modern Germany". euronews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Holocaust Encyclopedia – Genocide of European Roma (Gypsies), 1939–1945". USHMM. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Holocaust Encyclopedia – Genocide of European Roma (Gypsies), 1939–1945". USHMM. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hancock, Ian (2005), "True Romanies and the Holocaust: A Re-evaluation and an overview", The Historiography of the Holocaust, Palgrave Macmillan, د کتاب پاڼي 383–396, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-9927-6, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Germany unveils Roma Holocaust memorial". aljazeera.com. Al Jazeera. 24 October 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 27 January 2011 باندې). Holocaust Memorial Day: 'Forgotten Holocaust' of Roma finally acknowledged in Germany. The Daily Telegraph
  8. "OSCE human rights chief welcomes declaration of official Roma genocide remembrance day in Poland". OSCE. 29 July 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Holocaust Encyclopedia – Genocide of European Roma (Gypsies), 1939–1945". USHMM. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hancock 1997, p. 339: "Porajmos: The Romani Holocaust (1933–1945), also Baro Porajmos, lit. 'great devouringکينډۍ:' ".
  11. Matras 2004, p. 195.
  12. Hancock, Ian. "On the interpretation of a word: Porrajmos as Holocaust". The Romani Archives and Documentation Center – RADOC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "What does "Samudaripen" mean?". Dosta! (Council of Europe). 5 September 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mazikina, Lilit. "Романы Культуры и Джиипэн" [Romani Culture and Life]. romanykultury.info (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Romlex: Lexical Database". romani.uni-graz.at. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Boretzky, Norbert; Igla, Birgit (2005). Kommentierter Dialektatlas des Romani. Teil 1: Vergleich der Dialekte [Annotated dialect atlas of Romani. Part 1: Comparison of dialects] (په الماني ژبه کي). Wiesbaden: Harrassowitz. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-447-05073-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Heuss 1997، ص. 19.
  18. Bársony او Daróczi 2008، ص. 7.
  19. Rom-Rymer, Symi. "Roma in the Holocaust". Moment Magazine (July–August 2011). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Fitzpatrick, Matthew (2015), Purging the Empire: Mass Expulsions in Germany, 1871–1914, OUP Oxford, د کتاب پاڼي 195–199, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-103852-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)