د رومانیا دویم کارول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم کارول (زوکړه: د ۱۸۹۳ زکال د اکتوبر ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۵۳ زکال د اپرېل ۴مه) د ۱۹۳۰ زکال د جون له ۸مې نېټې څخه د ۱۹۴۰ زکال د سپټمبر په ۶مه نېټه له واکه څخه په زوره د ګوښه کېدو تر مهاله د رومانیا پاچا و. د لومړي فردیناند د مشر زوی په توګه نوموړی په ۱۹۱۴ زکال کې د خپل مشر تره، پاچا لومړي کارول له مړینې وروسته ولیعهد وټاکل شو. نوموړی د رومانیا لومړنی هوهنزولرن پاچا و چې په دغه هېواد کې دننه زیږېدلی و. له هغه وړاندې دواړه پاچایان په جرمني کې زیږېدلي و او د لویوالي پر مهال بیا رومانیا ته راغلي و. په دې ترتیب سره نوموړی د رومانیايي هوهنزولرن کورنۍ لومړنی غړی و چې د لومړنۍ ژبې په توګه یې په رومانیايي ژبه خبرې کولې او همدارنګه د سلطنتي کورنۍ لومړنی غړی و چې د ارتدکس عقیدې په لرلو را ستر شو. [۱]

د کارول ژوند او سلطنت د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له پوځ څخه د تېښتې او همدارنګه په دنده کې د ناغېړیو له تورونو سره نغښتي وو. بله جنجالي موضوع هم له زیزي لامبرینو سره د هغه د واده اړوند وه چې له امله یې دوه ځله هڅه وکړه د رومانیا د سلطنت په میراث کې له خپل حق څخه تېر شي، خو دواړه ځله یې غوښتنه د خپل پلار، پاچا فردیناند له خوا رد شوه. [۲]

هغه د خپل لومړي واده له فسخ کېدو وروسته، د ۱۹۲۱ زکال په مارچ میاشت کې د یونان او ډنمارک له شهزادګۍ هېلن سره واده وکړ چې د یونان د پاچا لومړي قنسطنطین لور وه؛ همدغه کال د دوی زوی وزېږېد چې وروسته د رومانیا شهزاده میخایل شو. له دې سره هغه له النا لوپسکو سره خپلې اړیکې ته د دوام ورکولو له امله اړ شو په ۱۹۲۵ زکال کې د خپل ځای ناستوب له حق څخه تېر او هېواد پرېږدي. له دې وروسته د نوموړي نوم د پاچا لومړي فردیناند له خوا د رومانیا د سلطنتي کورنۍ له نوملړ څخه وویستل شو. له سلطنتي کورنۍ څخه د نوموړي په وتو په ۱۹۲۷ زکال کې د پاچا فردیناند له مړینې وروسته د هغه پنځه کلن زوی میخایل ته د سلطنت تاج او تخت په میراث ورسېد. شهزادګۍ هېلن هم په ۱۹۲۸ زکال کې له ده څخه طلاق واخیست.

د فردیناند او د لیبرال ګوند د مشر ایون آی.سي. بریټیانو له مړینې څخه د رامنځته شوو سیاسي کړکېچونو او همدارنګه د شهزاده نیکولاس، میرون کرېسټا او ګئورګه بوزدوګان د سلطنتي شورا د ناکامۍ له امله کارول په ۱۹۳۰ زکال کې اجازه ومونده بېرته رومانیا ته راستون شي؛ همدا و چې نوم یې بېرته د سلطنتي کورنۍ په نوملړ کې ځای پر ځای شو او په دې سره یې خپل زوی د واک له ګدۍ څخه راښکته کړ. د کارول د سلطنت په پیل کې د لوی اقتصادي ناورین اغېزې په پام وړ کچه ښکاره وې. ده د رومانیا پارلمان کمزوری کړ او هڅه یې وکړه د Iorga-Argetoianu په څېر پیاوړی ملي دولت جوړ کړي.

هغه همدارنګه اجازه ورکړه په چاپېر کې یې د النا لوپسکو په مشرۍ یو فاسد پارلمان رامنځته شي. د ۱۹۳۷ زکال د ډسمبر میاشتې له ټاکنو وروسته سیاسي کړکېچ رامنځته شو، په دغه ټاکنو کې هېڅ ګوند اکثریت رایې خپلې نه کړې؛ همدارنګه یې ونشو کولای د ملي لیبرال ګوند، د بزګرانو د ملي ګوند او اوسپینیز ګارد ترمنځ د اختلافاتو له امله ائتلافي حکومت رامنځته کړي. له دغه کړکېچ وروسته کارول په ۱۹۳۸ زکال کې د ۱۹۲۳ زکال د اساسي قانون په لغو کولو سره، ټول سیاسي ګوندونه لغو کړل او د ملي رنسانس د ګوند په نامه یې د نوي ګوند په جوړولو سره سلطنتي دیکتاتوري رامنځته کړه؛ په دغه ګوند کې د بزګرانو د ملي ګوند او د عیسوي ملي ګوند ډیری هغو پخوانیو غړو ونډه لرله چې پاچا یې ملاتړ کاوه. د ملي رنسانس جبهه د فاشیستي اوسپنیز ګارد د محبوبیت پر وړاندې د مقابله کوونکو هڅو وروستۍ هڅه وه.

د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته، دویم کارول یوځل بیا د پولنډ او رومانیا ترمنځ اتحاد تائید کړ. ورته مهال پولنډ چې لېوالتیا یې لرله د رومانیايي سرپل پلان تعقیب کړي او دغې چارې په جګړه کې د رومانیا بې پلویتوب ته اړتیا لرله دغه پوځي مرسته یې رد کړه. د پولنډ د سقوط او د شوروي اتحاد له مداخلې وروسته هم دویم کارول خپل د بې پلویتوب سیاست وساته. د فرانسې له سقوط وروسته د دویم کارل سیاست د نازي جرمني سره د مجدد همغږیتوب پر لور تغیر وکړ څو له جرمني څخه د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي. ورته مهال نوموړی د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ د ریبنټروپ – مولوتوف تړون له هغو پټو بندونو څخه ناخبره وه چې پر مټ یې رومانیا خپل پرېمانه قلمرو له لاسه ورکاوه. په ۱۹۴۰ زکال کې هغه مهال چې بسارابیا او شمالي بوکووینا له شوروي اتحاد، شمالي ټرانسلوانیا له هنګري او سویلي دوبروجا له بلغاریا سره د یوځای کېدو په موخه له رومانیا جلا شول، د لویې رومانیا د تجزیې بنسټ یې کېښود. په داسې حال کې چې وروسته له دې هغه د جرمني تضیمن ترلاسه کړ، خو دغه وضعیت د دویم کارول په شهرت فاجعه جوړونکی اغېز وکړ. ورته مهال د نازي جرمني پر لور د هغه د بهرني سیاست بدلون د ده د رژیم له راپرځېدو مخه وه نه نیوله؛ د نازیانو ملاتړي نوي لومړي وزیر جنرال ایون آنتونسکو له واکه ګوښه کېدو ته اړ کړ او پر ځای یې زوی میخایل پاچا شو. له سلطنت څخه په ګوښه کېدو، کارول اجازه ومونده له خپل ځانګړي اورګاډي څخه په ګټنې چې د سلطنت پر مهال یې ترلاسه کړی و له هېواده ووزي؛ ورته مهال د اوسپنیز ګارد غړي په تمه و چې په لار کې به د هغه په اورګاډي برید وکړي او دی به ووژني، خو دی له دغه بریده ژوندی ووت. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دویم کارول یوځل بیا وغوښتل هېواد ته وګرځي او خپل زوی د واک له ګدۍ را کوز کړي، خو د لویدیځو متفقینو له خوا راوګرځول شو. هغه د خپل عمر تر وروستیو پورې ټولې نړۍ ته سفرونه وکړل او بالاخره په ۱۹۴۷ زکال کې هغه مهال چې په برازیل کې یې ژوند کاوه له النا لوپسکو سره یې واده وکړ. د پرتګال په ریویرای کې له استوګن کېدو وروسته نوموړی د ۵۹ کلنۍ په عمر په تبعید کې ومړ. زوی یې لومړي میخایل له خپلې مور، شاهزادګۍ هېلن سره د ناسم چلن له امله د ده د جنازې په مراسمو کې له ګډون ډډه وکړه.

تبعید[سمول]

نوموړی چې د شوروي، هنګري، بلغاریا او جرمني تر فشار لاندې اړ شو د خپلې پاچاهۍ یوه برخه بهرنۍ واکمنۍ ته پرېږدي، بالاخره د مارشال ایون آنتونسکو په مشرۍ د نازي جرمني ملاتړ لرونکي حکومت اړ کړ چې د ۱۹۴۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د خپل زوی میخایل په ګټه سلطنت ته شا او د تبعید ژوند ته مخه کړي. هغه لومړی مکسیکو ته لاړ، خو بالاخره په پرتګال کې استوګن شو. هغه مهال چې په پرتګال کې و د کاسا دو ماري سول په اشتوریل تفریحي سیمه کې اوسېد. کارل او لوپسکو لومړی په مکسیکو سیټي کې استوګن شول او د دغه ښار په تر ټولو قیمتي سیمه کې یې ځان ته کور وپېره. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال کارول هڅه وکړه په مکسیکو کې د آزادې رومانیا خوځښت رامنځته او پر مټ یې جنرال آنتونسکو راوپرځوي. ده تمه لرله چې د آزادې رومانیا خوځښت به په تبعید کې د دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له امله به یې دی یو ځل بیا په پښو ودرېږي. هغه پرمختګ چې کارول د آزادې رومانیا د خوځښت د رسمیت پېژندو په برخه کې ورته لاسرسی وموند دا و چې نوموړي په ۱۹۴۲ زکال اجازه ومونده د ولمسشر مانوئل اویلا کاماچو په خوا کې د هغه د سرتېرو پرېټ معاینه کړي. کارول لیوالتیا لرله چې له متحده ایالاتو بهر فعالیت وکړي، خو متحده ایالاتو هم هغه ته د ننوتو اجازه ورنکړه. ورته مهال نوموړي په شیکاګو کې له استوګنو دوه ختیځو ارتدوکس کشیشانو، ګیلچري مورارو او الکساندر اوپرانو سره په اړیکه کې و؛ هغوی په رومانیايي – امریکايي ټولنه کې د ده په ګټه نابریالۍ هڅه وکړه څو د متحده ایالاتو دولت تر فشار لاندې راولي چې د «آزادې رومانیا» کمېټه د رومانیا د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. [۳][۴][۵]

سرچينې[سمول]

  1. King Carol II Archived 6 October 2007 at the Wayback Machine.
  2. Kellogg, Frederick; Quinlan, Paul D. (April 1997). "Review [The Playboy King: Carol II of Romania]". The American Historical Review. 102 (2): 483. doi:10.2307/2170913. ISSN 0002-8762. JSTOR 2170913. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Exiles Memorial Center.
  4. Petraru 2013، صص. 128–129.
  5. Petraru 2013، ص. 129.