د رومانیا انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رومانیا انقلاب چې د کریسمس د انقلاب په نوم هم پېژندل کېږي په رومانیا کې د مدني نارامیو هغه دوره وه چې د ۱۹۸۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۱۹۸۹ زکال د انقلابونو د برخې په توګه رامنځته شوه. د رومانیا انقلاب په تیمیشوارا ښار کې پیل شو او په چټکۍ سره یې د هېواد نورو برخو ته هم پراختیا ومونده چې له امله یې له اوږدې مودې راهیسې د رومانیا د کمونیست ګوند واکمن عمومي منشي نیکولای چائوشسکو او د هغه مېرمن اېلنا محاکمه او اعدام شول؛ په دې سره په رومانیا کې ۴۲ کلن کمونیستي حکومت له منځه ولاړ. دا د ۱۹۸۹ زکال د پېښو په اوږدو کې وارسا تړون ته اړوند وروستی مارکسېستی – لینینېستي هېواد و چې دولت یې له تاوتریخوالي څخه د ډکو لارو چارو په ګټنې راوپرځول شو او رهبر یې هم اعدام کړای شو. د اټکلونو له مخې له زرو تنو څخه زیات کسان په کې مړه او له دې شمېر زیات ټپیان شول. [۱][۲][۳]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رومانیا په ۱۹۴۷ زکال کې د کمونیستي حاکمیت په منلو د شوروي اتحاد تر اغېز لاندې راغی. هغه مهال چې رومانیا د ۱۹۶۴ زکال په اپرېل میاشت کې ځان د شوروي اتحاد له نفوذ خلاص کړ، راتلونکی کال نیکولای چائوشسکو د دغه هېواد رهبر شو. د نوموړي تر ولکې لاندې رومانیا په ډېره لږ کچه د داخلي ځپونکو چارو شاهد وه چې له امله یې دغه هېواد په کور دننه او لویدیځ کې مثبت انځور وموند. د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې د ترینګلتیاو پر مهال په تیمیشوارا ښار کې د ډسمبر میاشتې په نیمايي کې پیلني اعتراضات د اقلیت هنګري الاصله کسانو له خوا له هېواد څخه د هنګري د اصلاح شوې کلیسا د کشیش لازل توکز د ویستلو اړوند د دولت د هڅو په غبرګون کې پیل شول. ورته مهال رومانیايي وګړي په ګاونډیو هېوادونو کې وروستیو بدلونونو ته په پام د چائوشسکو د ګوښه کېدو او په دولت کې د بدلون په لټه کې شول. د استخباراتو د ادارې (Securitate) افسران چې د هېواد په هره برخه کې یې شتون درلود؛ د ختیځ بلاک تر ټولو لوی ځواک بلل کېده چې د لسیزو لپاره د وګړیزو مخالفتونو اصلي ځپونکي و او په مکرر ډول یې له تاوتریخوالي څخه په ګټنې سیاسي اختلافات شنډ کړي و، خو دا ځل څرګنده شوه چې د دغو هڅو مخه نه شي نیولای هغه هڅې چې وروسته په زیاته کچه هلاک کوونکي او بریالي انقلاب واوښتې. [۴][۵][۶]

د رومانیا په سوسیالیستي جمهوریت کې ټولنیزو او اقتصادي ناخوښیو له ډېر مهاله په ځانګړې توګه د ۱۹۸۰مې لسیزې په اقتصادي ریاضتي (سختي کوونکو) کلونو کې شتون درلود. دغه اقتصادي سخت اقدامات تر یوه بریده د چائوشسکو له خوا د هېواد د بهرنیو پورونو د خلاصون په موخه طراحي شوي و. په پلازمېنه بخارست کې د چائوشسکو د ناسمې عامه وینا له امله چې په میلیونونو رومانیایانو ته د دولتي تلویزیون له خوا خپره شوه د پوځ نږدې ټولو لومړۍ درجه افسرانو په یوه خوله له دیکتاتور څخه مخ واړوه او د معترضینو لوری یې ونیو. [۷][۸]

د رومانیا په یو شمېر ښارونو کې د نږدې یوې اونۍ اعتراضات، په واټونو کې تاوتریخوالي او وژنې لامل وګرځېدې چې رومانیايي رهبر د ډسمبر په ۲۲ مه د خپلې مېرمنې الېنا سره یوځای له پلازمېنې وتښتي. په چټکه بڼه له چورلکې څخه په ګټنه د نیونې له ډاره د هغوی تېښته لامل وګرځېده چې نوموړی د تېښته کوونکي او همدارنګه په جنایاتو کې د اصلي تورن په توګه وبلل شي. هغوی په تارګویشت کې ونیول شول او د یوې پوځي محکمې له خوا پوځ ته د عام وژنې په موخه د صحرایي محاکمو د ترسره کولو د اجازې ورکولو، ملي اقتصاد ته د زیان اړولو او د رومانیايي وګړو پر وړاندې له خپل اجرایوي واک څخه د پوځي اقداماتو په برخه کې د ناوړه ګټنې په تور محاکمه شو. دوی په دغو تورونو کې پړ وګڼل شول او پر اعدام محکوم شول؛ هغوی له ځنډ پرته د ۱۹۸۹ زکال د کریسمس په ورځ اعدام شول او په دې سره په رومانیا کې وروستي کسان شول چې په اعدام محکوم او اعدام شول؛ ځکه چې نور په رومانیا کې د اعدام جزا لغو شوه. د چائوشسکو له تېښتې وروسته تر څو ورځو پورې د انقلابيانو او د چائوشسکو څخه د ملاتړ کوونکو سرتېرو ترمنځ چې پیاوړي جنګیالي و په واټونو کې جدي جګړو زور واخیست. د بخارست روغتونونه هم د زرګونو ملکي وګړو په درملنه بوخت و. له وروستي اولټیماټوم (وړاندیز) وروسته د استخباراتو ډیری کارکوونکو د ډسمبر په ۲۹مه په دې ډاډ چې نه محاکمه کېږي ځانونه یې تسلیم کړل. [۹][۱۰]

د نن ورځې رومانیا د چائوشسکو تر سیوري لاندې د کمونیستي مخینې لرلو له امله تر دغه مهاله ګڼ شمېر لوړې ژورې لرلې دي. د چائوشسکو د رژیم له راپرځېدو وروسته د ملي ژغورنې جبهې (National Salvation Front) په چټکۍ سره واک په خپل لاس کې واخیست او په پنځو میاشتو کې دننه یې د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو ژمنه ورکړه. د راتلونکې کال د مۍ میاشتې په ټاکنو کې یادې جبهې د رایو په اکثریت بیاځلي د دولتي چارو واګې پرغاړه واخیستي او دغه جبهه په یو سیاسي ګوند واوښته، په ټولنیزو سیاستونو کې د بدلون پر مټ چې د راتلونکو دولتونو له خوا هم پلي شول یو لړ اقتصادي او دیموکراتیک اصلاحات یې رامنځته کړل. له دغه مهال راوروسته رومانیا د خپلو پخوانیو اړیکو سره په پرتله، له شوروي اتحاد سره ملایمې اړیکې وساتلې او تر ډېره له لویدیځ سره همغږی شو. رومانیا په ۲۰۰۴ زکال کې د ناټو سازمان او په ۲۰۰۷ زکال کې یې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې د دغه هېواد دیموکراتیک اصلاحات په نسبي ډول بریالي و، خو فساد ته اړوند ستونزې لا هم پر خپل ځای دي. اقتصادي اصلاحات دوام لري په داسې حال کې چې له بې وزلۍ سره د مخ ماشومانو لوړه کچه لري، خو د نړیوال بانک له خوا د لوړ عاید لرونکو هېوادونو په ډله کې راغلی او د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان د غړیتوب په مسیر کې قرار لري. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تلفات[سمول]

د رومانیا په انقلاب کې د ټولو وژل شوو کسانو شمېر ۱۱۰۴ تنه و چې له دغه شمېر څخه ۱۶۲ تنه هغو اعتراضاتو ته اړوند و چې د چائوشسکو د حکومت د راپرځېدو (د ۱۹۸۹ زکال د ډسمبر له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۲ مې نېټې پورې) لامل وګرځېدل او ۹۴۲ تنه نور په هغو نښتو کې له منځه ولاړل چې د ملي ژغورنې د جبهې له خوا د حکومت نیولو وروسته رامنځته شوې. د ټپیانو شمېر ۳۳۵۲ تنه و چې ۱۱۰۷ تنه د چائوشسکو د واکمنۍ پر مهال و او ۲۲۴۵ تنه هم د ملي ژغورنې د جبهې له واک ته رسېدو وروسته و. رسمي شمېرې د انقلاب پر مهال د وژل شویو شمېر ۶۸۹ تنه ښيي چې ډېری یې ملکي وګړي و. [۱۶][۱۷]

د ملي ژغورنې د جبهې چارواکو بیا د ۱۹۹۰ زکال په جنوري میاشت کې ادعا وکړه چې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان د ډسمبر میاشتې په څلورو ورځو کې په واټونو کې د سختو نښتو له امله ووژل شول. [۱۸]

د بخارست پوهنتون د مرکزي کتابتون سوزېدنه[سمول]

د بخارست پوهنتون مرکزي کتابتون د نامعلومو شرایطو له امله وسوزېد چې په هغه کې د ۵۰۰ زره کتابونو په خوا کې شاوخوا ۳۷۰۰ خطي نسخې وسوزېدلې.

له انقلاب وروسته[سمول]

سیاسي بدلونونه[سمول]

انقلاب رومانیا ته د ټولې نړۍ پام واړوه. په پیل کې د نړۍ ډېره همدردي د یون ایلیسکو تر مشرۍ لاندې د ملي ژغورنې د جبهې له حکومت سره وه چې خپله ایلیسکو د ۱۹۸۰مې لسیزې تر لومړیو پورې وړاندې له دې چې له چائوشسکو سره اختلاف پیدا کړي د پخواني کمونیست ګوند د رهبري غړی او د چائوشسکو له متحدینو څخه و. د ملي ژغورنۍ جبهه چې تر ډېره پورې کمونیست ګوند ته د ټیټې طبقې له غړو څخه جوړه وه له ځنډ پرته یې د دولتي بنسټونو له دې ډلې د اصلي رسنیو لکه د ملي راډیو تلویزیون واګې په لاس کې واخیستې. هغوی په رسنیو باندې د واک په مرسته له هغو څخه د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې ګټنه وکړه؛ هغه نوي تاسیس شوي سیاسي ګوندونه چې ادعا یې کوله له ۱۹۴۸ زکال څخه د وړاندنیو ګوندونو ځای ناستي دي. [۱۹][۲۰]

اقتصادي اصلاحات[سمول]

د ملي ژغورنې جبهې له دوه اقتصادي موډلونو څخه چې سیاسي مخکښانو ادعا کوله له کمونېزم وروسته په ختیځه اروپا کې د پلي کېدو وړ دي باید یو انتخاب کړي؛ دغه موډلونه شاک ورکوونکې درملنه (shock therapy) او تدریجي اصلاحات و چې FSN ترې د تدریجي اصلاحاتو ټاکنه غوره کړه، هغوی ځکه تدریجي اصلاحات غوره کړل څو هغه خلک چې د چائوشسکو د سختو اقتصادي طرحو له امله یې زیان لیدلی و باید متقاعد کړي چې لا زیاتې قربانۍ باید په ځان ومني. [۲۱]

له دې سره نوي لیبرال اصلاحات په یو ځلي ډول اجرا نه شول: د ۱۹۹۰ زکال په وروستیو کې بیې آزادې شوې او همدارنګه د اسعارو د تبادلې د نرخ په آزاد کېدو د رومانیا د پولي واحد لیو ارزښت ۶۰ سلنه راوغورځېد. د دولتي مشترکو کروندو ځمکې د خصوصي مالکینو ترمنځ وویشل شوې او همدارنګه د ۷۰۸ لویو دولتي شرکتونو نوملړ د خصوصي سازۍ په موخه برابر شو.

په ۱۹۹۱ زکال کې رومانیا د پیسو له نړیوال صندوق سره هوکړه لاسلیک کړه او د دولتي شرکتونو خصوصي کول یې په ۱۹۹۱ زکال کې د خصوصي سازۍ د لومړي قانون په تصویب کولو پیل کړل. په ۱۹۹۲ زکال کې د ستولوجان دولت د اقتصادي ریاضت طرح پیل کړه، معاشونه یې راکم کړل او بیې یې خپل سر ته پرېښودې. اقتصادي وضعیت خراب شو او په دې سره پړسوب او بیکارۍ په پام وړ توګه زیاتوالی وموند. ریاضتي اقدامات چې په ۱۹۹۵ زکال کې د ټولنیزو لګښتونو کمښت هم په کې شامل شو د بېوزلۍ د زیاتوالي لامل وګرځېدل. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 25 December 2019 باندې). Executing a dictator: Open wounds of Romania's Christmas revolution. BBC News.
  2. . Europe | Romania's bloody revolution. BBC
  3. "Thirty years after Romanian revolution, questions remain". Politico. 25 December 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marvin Zonis, Dwight Semler, Wiley, Jul 24, 1992, The East European Opportunity: The Complete Business Guide and Sourcebook, p. 245
  5. Daniel N. Nelson, East European Monographs, 1980, Democratic Centralism in Romania: A Study of Local Communist Politics, p. 12
  6. Smith, Craig S. (2006-12-12). "Eastern Europe Struggles to Purge Security Services". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ban, Cornel (November 2012). "Sovereign Debt, Austerity, and Regime Change: The Case of Nicolae Ceausescu's Romania". East European Politics and Societies and Cultures. 26 (4): 743–776. doi:10.1177/0888325412465513. S2CID 144784730. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hirshman, Michael (2009-11-06). "Blood And Velvet in Eastern Europe's Season of Change". Radio Free Europe/Radio Liberty. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. DUSAN STOJANOVIC (December 25, 1989). "More Scattered Fighting; 80,000 Reported Dead". AP. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Blaine Harden (په December 30, 1989 باندې). DOORS UNLOCKED ON ROMANIA'S SECRET POLICE.
  11. "25 Years After Death, A Dictator Still Casts A Shadow in Romania : Parallels". NPR. 2014-12-24. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Insider, Romania. "Ceausescu's children". Romania Insider. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "National Salvation Front | political party, Romania". Encyclopædia Britannica. 
  14. "Democratic transition in Romania" (PDF). Fride.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Romanians Hope Free Elections Mark Revolution's Next Stage – tribunedigital-chicagotribune". Chicago Tribune. 1990-03-30. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. [۱] Archived 19 June 2006 at the Wayback Machine.
  17. Marius Mioc, Revoluția din Timișoara așa cum fost, 1997.
  18. January 2, 1990 . Romania disbands secret police force.
  19. "The Enemy Within: The Romanian Intelligence Service In Transition". fas.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Deletant, Dennis (2004), Carey, Henry F. (المحرر), The Security Services since 1989: Turning over a new leaf (PDF), Oxford: Lexington Books, د کتاب پاڼي 507–510, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Roper 2000، صص. 88–95.
  22. Roper 2000، صص. 91–100.