د روسیې سترواکۍ پوځي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې سترواکۍ پوځي تاریخ له وسله والو جګړو ډک تاریخ لري، په کومو کې چې د روسیې سترواکۍ برخه لرله. د روسیې سترواکۍ  په ۱۷۲۱ز کال کې د لوی پیټر له واک ته رسېدو سره سم پیل او د روسیې تر انقلاب پورې (۱۹۱۷ز) پورې، چې وروسته د شوروي اتحاد د رامنځته کېدو لامل شو، یې دوام درلود.

د روسیې سترواکۍ[سمول]

تاریخپوهان له اوږدې مودې راهیسې د روسیې په تاریخ کې د لوی پیټر واکمنۍ ته ډېر اهمیت ورکوی. پیټر په یوه پراخه، خو له عصري او ټولنیز پلوه په یو وروسته پاتې هېواد کې رالوی شوی و. تزارپه ۱۶۸۲ز کال کې د روسیې د کنټرول په ترلاسه کولو سره د روسیې د دولت، ټولنې او پوځ ټول اړخونه اصلاح کړه، ترڅو له خپلو لوېدیځو ګاونډیانو سره سیال شي. هغه د خپلو ګاونډیانو په وړاندې پراخې جګړې وکړې او لوی شمېر ځوانان یې لوېدیځ ته واستول، ترڅو هغه تجارتونه او مهارتونه زده کړي، چې روسیه په راتلونکي کې ورته اړتیا لري. پیټر ورسته پاتې روسیه په یوې نوې او پرمختللې روسیه بدله کړه او په ۱۷۲۵ز کال کې د هغه له مړینې وروسته، روسیه په ختیځه اروپا کې د سویډن پر ځای د یوه واکمن ځواک په توګه بدله شوه.[۱][۲]

د روسیې د تاریخ هغه دوره چې پیټر رامنځته کړی، د واکمن او ځواک تر منځ د نوو اړیکو له امله په مختلفو بڼو کې د سترواکۍ دورې په نوم پېژندل کېږي. د پیټر له واکمنۍ نه د ۱۹۱۷ زکال د اکټوبر تر انقلاب پورې (او د روسیې سترواکۍ ړنګیدل) هغه ته د درناوی په پار ځینې وختونه د پیټرین دورې په نوم هم پېژندل کېږي. په هر حال، د روسیې سترواکۍ تر هغه وخته پورې نه وه رامنځته شوې، چې پیټر د لوی شمالي جګړې په پای کې د سترواک لقب واخیست.[۱][۲]

د لوی پیټر لومړي کلونه او واک ته رسېدل[سمول]

لوی پیټر د تزار الیکسیس او د هغه د دویمې مېرمنې ناتالیا ناریشکینا زوی و، چې د ۱۶۷۲ز کال د جون په ۹مه زېږېدلی و. تزار الیکسیس له دواړو مېرمنو نه له ۱۴نه زیات ماشومان درلودل، چې له دوی نه یوازې درې زامن، فیوډور او ایوان د لومړۍ مېرمنې نه او پیټر له دویمې مېرمنې نه ژوندي پاتې شول. د پیټر پلار په ۱۶۷۶ز کال کې مړ شو او د هغه زوی فیودور د نوموړي ځایناستې وټاکل شو، خو کله چې فیوډور په ۱۶۸۲ز کال کې مړ شو، هغه د واک لپاره هېڅ وارث نه درلود او نه یې کومه روښانه لاره په ډاګه کړې وه. په دې توګه د بویار دوه نامتو کورنۍ، ناریشکینان او میلوسلاوسکي، د ځایناستي ټاکلو لپاره له بېلابېلو وارثانو نه ملاتړ وکړ. ناریشکینانو له پیټر نه په ملاتړ، لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او پیټر د ۱۶۸۲ز کال په اپرېل کې د واکمن په توګه وټاکل شو او مور یې د وایسراې په توګه وټاکله شوه. که څه هم په مې میاشت کې د پیټر ناسکه خور سوفیا، چې د میلوسلاوسکي په ملاتړ د بغاوت مشري کوله، واک تر لاسه کړ او د ناریشکینکورنۍ ډېری مهم غړي یې ووژل، چې پیټر یې شاهد و. په دې ډول ایوان د لوی تزار او پیټر د کوچني تزار او سوفیا د وایسرای په توګه معرفي شول. په حقیقت کې، سوفیا د یوې مستبدې په توګه مطلق واک ترلاسه کړ او خپل ناسکه وروڼه یې له واک نه لرې کړل.[۳][۴]

پیټر په ماشومتو کې هوښیار او له فزیکي پلوه پیاوړی و. په ځانګړې توګه، پیټر له بېړۍ چلولو فن او پوځي تمریناتو سره لېوالتیا درلوده. هغه د خپلو ملګرو، د اشرافو له زامنو سره جعلي پوځونه جوړول او جعلي جګړې یې ترسره کولې. لکه څنګه چې هغه لوی شو، دا جګړې په منظمو واحدونو، جوړښتونو او ان په ژوندي حربي مهماتو بدل شوي دي. کله چې دوی لوی شول، هغو هلکانو چې له پیټر سره به یې جعلي جګړه کوله، د هغه قوماندانان او نږدې پوځي سلاکاران شول او په پای کې د روسیې د لومړيو دوو ځانګړو ساتونکو جوړښتونو، پریوبرازینسکي او سیمینوفسکي قطعاتو بنسټ یې کېښود. دا دوه قطعات د روسیې د پاچهۍ اصلي برخه وه او د ځوانو اشرافو لپاره د روزنې ځای وګرځېد، چې د لومړۍ درجې سرتېرو په توګه یې دنده تر سره کوله، تر څو پوځي ژوند زده کړي. څنګه چې پیټر لوی شو، سوفیا د یو ځوان وارث پر وړاندې د خپل واک ناامني احساس کړه، نو ځکه سوفیا په ۱۶۸۲ز کال کې، خپل ملاتړي یو ځل بیا بغاوت ته وهڅول، تر څو هغه بېرته واک ته ورسوي. د یادو دسیسو له ډاره، پیټر له مسکو نه وتښتید. په دې سختو ورځو کې، ډېری مشران، تعلیم یافته خلک او د اشرافو زامنو له پیټر نه ملاتړ وکړ. په دې توګه سوفیا دې ته اړ شوه، چې په سوله ییز ډول له واک نه ګوښه شي.  د ۱۶۸۹ز کال په اګست کې، پیټر د روسیې د اغېزمن واکمن په توګه وپېژندل شو. په ۱۷کلنۍ کې هغه خپله واکمني  خپلې مور ناتالیا ناریشکینا ته وسپارله، چې تر ۱۶۹۴ز کال کې د هغې تر مړینې پورې یې دوام درلود او د مور له مرګ  وروسته پیټر واک تر لاسه کړ.[۵][۶][۷]

لومړي مقررات او پوځي اصلاحات[سمول]

د ۱۶۹۴ز کال په لومړیو کې، پیټر په ​​ارچنګیل کې د بېړیو جوړولو یوه کارخانه جوړه کړه او په یوازې ځان یې یوه بشپړه بېړۍ جوړه کړه. روسیه د تخصص او متخصصینو له سخت کمښت سره مخامخ وه، چې دا ستونزه  پیټر له مسکو نه بهر ته په تګ سره کمه کړه، هلته له واک نه لرې په ارامه چاپیریال کې هغه د ځینو شیانو جزئیات لکه د بېړۍ جوړول، سمندري تګ راتګ، پوځي جوړښت او د پوځی کلاګانو جوړول زده کړل. پیټر او د هغه نږدې ملګري د تزار په توګه خپل رول جدي نه ګاڼه او ډېری وختونه به يې په نشو او آس ځغلولو او نورو نندارو تېراوه.[۸]

کله چې هغه د دولت اداره په غاړه  واخیسته،، پیټر د ماهرو متخصصینو له کمښت سره مخامخ شو، تر څو د هغوۍ په ​​​​مرسته خپل حکومت اداره کړي. رتبې او اصل ته په نه کتلو هغه د روسیې د سترواکۍ له هر ګوټ نه د ماهرو متخصصینو په شمول، د معمول هلکانو، غلامانو، پادریانو، او بهرنیو متخصصینو ګومارل پیل کړل، نو ځکه د پیټر دولت د ټولنې د هر اړخ له نارینه وو نه جوړ شوی و. د دوی په منځ کې ترټولو نامتو  الکساندر ډینیلوویچ مینشیکوف و، چې د پیټر  د ماشومتوب ملګری و او وروسته د پیټر ترټولو وړ مدیر شو. په هماغه کچه چې مینشیکوف فاسد او ځوکمن و، په هغومره اندازه یې د روسیې دولت کې برخه درلوده، نوموړی د روسیې د محکمې له خوا په پرله پسې توګه تر څارنې لاندې و، په داسې حال کې چې یو څه یې خپل مهم موقف هم ساتلی و.[۹][۱۰]

د روسیې د دولت د مشر په توګه پیټر د خپل پوځ عصري کول پیل کړل. پیټر په میراث کې یو څه لوېدیځ شوی پوځ ترلاسه کړ او هڅه یې وکړه، چې له خپلو پخوانیو ااصلاحاتو سره یې یوځای کړي. د پیټر نه مخکې روسیه یو لوی،  نامنظم او ټیټ کیفیت لرونکی پوځ درلود. پوځ هر کال د حاصلاتو د فصل په لړ کې منحل کېده او د روسیې په پوځ کې یوازینی منظم ځواکونه سټرلسي وو، چې د  جګړې په پرتله یې په سیاست کې ډېره ونډه لرله. [۱۱]

پیټر د لوړپوړو افسرانو لپاره، چې د روسیې د اردو مشري یې په غاړه درلوده، نوي ښوونځي او روزنځایونه رامنځته کړل او یو لوی شمېر نارینه یې بهر ته واستول، چې د بهرنیو ښوونکو تر څار لاندې زده کړې وکړي. له غلامۍ نه د خلاصون ژمنې ناکافي موندلو سره، پیټر د سرتیرو راجلبولو پروګرام پیل کړ، چې د هرو ۵۰ کورنیو پر سر د یو سړي غوښتنه یې کوله، تر څو له پوځ  سره یو ځای شي، دا کار ۵۳ ځله تکرار شو او په دې ډول یې پوځ ته  درې سوه زره  نوي سرتیري راجلب کړل.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Riasanovsky and Steinberg, pp. 211–212
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Clarkson, pp. 187–188
  3. Riasanovsky and Steinberg, pp. 212–215
  4. Hughes, pp. 9–17
  5. Stone, pp. 44–46
  6. Hughes, pp. 22–23
  7. Hughes, pp. 24–26
  8. Riasanovsky and Steinberg, pp. 215–217
  9. Riasanovsky and Steinberg, pp. 217–218
  10. Hughes, pp. 34–37
  11. Riasanovsky and Steinberg, pp. 226–227
  12. Stone, pp. 46–48