د روسیې د ۱۹۰۵ زکال انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په روسیې کې د ۱۹۰۵ زکال انقلاب، چې د لومړي روسي انقلاب په توګه هم پېژندل کېږي د ۱۹۰۵ زکال د جنوري په ۲۲مه رامنځته شو؛ دغه انقلاب د پراخو سیاسي او ټولنیزو نارامیو هغه موج و چې د روسیې د سترواکۍ ډېرو برخو ته یې پراختیا ومونده. دغه ټولیزې نارامۍ د تزار، اشرافو او واکمنو ډلو پر ضد رامنځته شوې چې په کې د کارګرانو اعتصاب، د بزرګرانو لاریونونه او پوځي بغاوتونه شامل وو. د دغه عامه فشار په غبرګون کې تزار دویم نیکولاس په اساسي قانون کې یو لړ اصلاحات (یعنې د اکتوبر مانیفیست) تصویب کړل. دغه اصلاحات د روسیې په سترواکۍ کې د پارلمان (دولتي ډوما) د تاسیس، څو ګوندي نظام د رامنځته کېدو او د ۱۹۰۶ زکال کې د اساسي قانون د جوړېدو لامل وګرځېدل. په داسې حال کې چې پارلمان د وګړیز مشارکت پر بنسټ و خو د قوانینو د صادرولو واک یې نه درلود او تر ډېره له نیکولاس سره په جنجال کې ښکېل و. د پارلمان واکونه محدود و او نیکولاس په بشپړه توګه په هرڅه واک درلود. له دې سربېره هغه د پارلمان د انحلال واک درلود؛ هغه چاره چې څو ځله یې ترسره کړه. [۱]

په ۱۹۰۵ زکال کې انقلاب تر ډېره پورې د روسیې او جاپان په جګړه کې چې همدغه کال پای ته ورسېده د روسي اړخ د ماتې له امله په نړیوال ډګر کې د روسیې له کم راتلو (حقارت) څخه سرچینه اخیسته. اصلاحاتو ته د اړتیا اړوند مخ پر زیاتېدونکي ټولنیز درک د انقلاب رامنځته کېدو ته لېوالتیا زیاته کړه. یو شمېر سیاستوال لکه سرګی ویته وتوانېدل تر یوه بریده روسیه صنعتي کړي، خو وه یې نشو کولای روسیه له ټولنیز پلوه اصلاح او معاصره کړي. تزار دویم نیکولاس او د هغه سلطنت د ۱۹۰۵ زکال له انقلاب څخه جوړ راووتل، خو د دغه انقلاب وقایعو یوازې ۱۲ کاله وروسته د ۱۹۱۷ زکال د انقلاب سرچینه برابره کړه.

ډېری تاریخ پوهان باوري دي چې د ۱۹۰۵ زکال انقلاب د روسیې د ۱۹۱۷ زکال انقلاب ته لار برابره کړه چې له امله یې سلطنتي نظام له منځه ولاړ او تزار هم اعدام شو. د ۱۹۰۵ زکال په انقلاب کې د راډیکالېزم غوښتنې شتون درلود، خو ډیری هغه انقلابیون چې د رهبري ځایګی یې درلود د انقلاب پر مهال په تبعید او یا هم په بند کې و. د ۱۹۰۵ زکال پېښو هغه متزلزل موقعیت څرګند کړ چې تزار خپله پرې پوی شوی و. په پایله کې په تزاري حکومت کې کافي اصلاحات رامنځته نه شول، همدا و چې د روسیې په سترواکۍ کې یې په رامنځته کېدونکو راډیکال سیاستونو مستقیم اغېز درلود. په داسې حال کې چې راډیکالان لا هم اقلیت و خو د هغوی تحرک مخ پر ودې و. ولادیمیر لینین چې خپله یو انقلابی و وروسته یې وویل چې د ۱۹۰۵ زکال انقلاب «د لویو جامو ازموینه» وه چې پرته له هغو د «۱۹۱۷ زکال د اکتوبر د انقلاب بریا ناشونې وه». [۲]

د انقلاب پیل[سمول]

د ۱۹۰۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د سن پټرزبورګ ښار په پوټیلوف کارخونه کې (چې د اوسپنې پټلۍ او توپخانې تامین ور ترغاړې و) کاري اعتصاب رامنځته شو. له دغه اعتصاب سره همدردي لرونکي اعتصابات د همدغه ښار په نورو برخو کې رامنځته شول چې په دې سره د اعتصاب کوونکو شمېر له ۳۸۲ کارخونو څخه ۱۵۰۰۰۰ تنو ته ورسېد. د ۱۹۰۵ زکال د جنوري تر ۲۱مې نېټې پورې په ښار برېښنا قطع شوه، د ورځپاڼو ویش هم ودرول شو او ټولې ادارې وتړل شوې. [۳]

ارتدوکس جنجالي کشیش، ګئورګي ګاپون چې د پولیسو له خوا یې د ملاتړ کېدونې کاریګري ټولنې مشري کوله د ۱۹۰۵ زکال د جنوري په ۲۲ مه چې د یکشنبې ورځ وه د ژمنۍ ماڼۍ پر لور یې د کارګرانو لوی لاریون رهبري کړ څو تزار ته خپله عریضه وړاندې کړي. د سرګی ویته په خبره د ماڼۍ ساتونکو ته امر وشو څو لاریون کوونکو ته ووايي چې له ټاکل شوې نقطې نور مخکې رانشي، خو په همدغه ځای کې ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې چې (د ویته په خبره) له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو په کې ووژل شول. دغه پېښه د خونړۍ یکشنبې په نوم ونومول شوه او ډېری پوهانو هغه د انقلاب د فعال پړاو پیل وباله. [۴][۵]

د سن پترزبورګ دغه پېښې عامه غصه او پراخه اعتصابات راوپارول چې په ډېرې چټکې سره یې د روسیې د سترواکۍ صنعتي مراکزو ته پراختیا ومونده. پولنډي سوسیالېستانو – پولنډي سوسیال ګوند او مارکسېست سیاسي ګوند دواړو- د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه. د ۱۹۰۵ زکال د جنوري تر وروستیو پورې په روسي پولنډ کې څه باندې ۴۰۰ زرو کارګرو اعتصاب وکړ. د اروپايي روسیې نیمایي صنعتي کارګرو او د پولنډ ۹۳.۲ سلنه کارګرانو د ۱۹۰۵ زکال په اعتصاب کې ونډه لرله. همدارنګه په فنلنډ او بالتیک سواحلو کې اعتصابونه وشول. په ریګا کې د ۱۹۰۵ زکال د جنوري په ۲۶مه ۱۳۰ لاریون کوونکی ووژل شول، څو ورځې وروسته په وارسا کې له ۱۰۰ زیات اعتصاب کوونکي د سړکونو پر سر وویشتل شول. تر فبروري میاشتې پورې اعتصاباتو قفقاز او تر اپرېل میاشتې پورې اورال او له هغو هاخوا سیمو ته لار ومونده. په مارچ میاشت کې د عالي زدکړو ټولې موسسې په جبري ډول د تحصیلي کال تر پایه وتړل شوې او راډیکال زده کړیالان هم د اعتصاب کوونکو کارګرانو په ډله کې ور زیات شول. [۶]

د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر په ۲۱ مه د اوسپنې د پټلۍ د کارکوونکو اعتصاب په چټکۍ سره په مسکو او سن پترزبورګ کې په عمومي اعتصاب واوښت. د دغې چارې له امله د سن پترزبورګ د کارګرانو د استازو لنډ مهالې شورا رامنځته شوه چې د بلشویکانو او منشویکانو دواړو له ترکیب څخه جوړه وه او خروستالف – نوسار یې مشري کوله د ایسکرا اخبار د انشعاب سره یو شمېر کسان لکه جولیوس مارتوف او ګئورګی پلخانف له لینین سره مخالف شول. لئون تروتسکی چې له بلشویکانو سره یې د پیاوړې اړیکې احساس کاوه له دغه سازش څخه یې لاس وانه خیست بلکې د څه باندې ۲۰۰ کارخونو د اعتصاب مشري یې مخته وړه. د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر تر ۲۶مې نېټې پورې له دوه میلیونو زیاتو کارګرانو اعتصاب وکړ او نږدې په بشپړه توګه په ټوله روسیه کې هېڅ فعالې د اوسپنې پټلۍ شتون نه درلود. په قفقاز کې مخ پر ودې قومي شخړې د ارمني – تاتار وګړو د عام وژنې لامل وګرځېدې چې ښارونو او د باکو نفتي زیرمو ته یې پراخه زیان واړوه. [۷][۸]

د روسیې او جاپان ترمنځ خونړۍ نابریالۍ جګړې (۱۹۰۴- ۱۹۰۵ زکال) د پوځ په ریزرف ډلو کې یو لړ نارامۍ راوپارولې. د ۱۹۰۵ زکال د جنوري په ۲مه روسیې پورټ ارتور سیمه له لاسه ورکړه؛ د ۱۹۰۵ زکال په فبروري میاشت کې روسي ځواکونو په موکدن کې ماته وخوړه او نږدې ۸۰ زره سرتېري یې له لاسه ورکړل. د ۱۹۰۵ زکال د مۍ په ۲۷-۲۸ مه په بالتیک کې روسي بېړیو په تسوشیما کې ماته وخوړه. ویته د سولې د ټینګښت په موخه ولېږل شو او د پورتسموث هوکړې اړوند یې مذاکره وکړه چې بیا د ۱۹۰۵ زکال د سپټمبر په ۵ مه لاسلیک شوه. په ۱۹۰۵ زکال کې د سواسټوپول، ولادیوستوک او کرونشتات سمندریز یاغیتوبونه رامنځته شول چې بیا په جون میاشت کې د پوتمکین جنګي بېړۍ په بغاوت خپل اوج ته ورسېدل. یاغیانو بالاخره خپله جنګي بېړۍ د پناه ورکولو په بدل کې رومانیايي چارواکو ته تسلیم کړه، ورپسې رومانیا هغه راتلونکې ورځ د روسیې د سترواکۍ چارواکو ته وسپارله. یو شمېر سرچینې څرګندوي چې د دغو یاغیتوبونو په ځپلو کې ۲۰۰۰ تنه د بېړیو کارکوونکي ووژل شول. د دغه یاغیتوبونو سربېره وسله وال ځواکونه تر ډېره پورې غیر سیاسي و او د نارضایتي په صورت کې تر ډېره ژمن پاتې کېدل – له همدغو ځواکونو څخه دولت د ۱۹۰۵ زکال د نارامیو په کنټرول کې کار واخیست. [۹]

ملت پاله ډلې له هغې روسي سازۍ څخه په غصه و چې د دویم الکساندر پر مهال ترسره شوې وه. پولنډیانو، فنلنډیانو او بالتیک ایالتونو ټولو خپلواکه اداره غوښته او همدارنګه د خپلې ملي ژبې څخه د کار اخیستو او د خپل کلتور د ترویج په لټه کې و. مسلمانې ډلې هم فعالې وې هغوی د ۱۹۰۵ زکال په اګست میاشت کې د روسي مسلمانانو اتحادیه جوړه کړه. یو شمېر ملت پالو احتمالا د دولت په مرسته په یهودیت ضد وژنو لاس پورې کړ او په دې سره له ۳۰۰۰ څخه زیات یهودیان ووژل شول. [۱۰]

په سراسر روسیه کې د بندیانو شمېر چې په ۱۸۹۳ زکال کې ۱۱۶۳۷۶ تنو ته رسېدلې و؛ څه باندې یو په دریمه برخه یې راکم شو او د ۱۹۰۵ زکال په جنوري میاشت کې ۷۵۰۰۹ تنو ورسېد چې تر ډېره د تزار د څو ټولیزو بخښنو له امله و؛ تاریخ پوه اس جي ویټ کرافټ په دې حیرانتیا ښوولې چې دغو ازادو شوو جنایتکارانو د ۱۹۰۵ زکال څخه تر ۱۹۰۶ زکال پورې نارامیو کې کوم رول ولوباوه. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "1906 Russian Duma Meets". www.historycentral.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ascher, Abraham (1994). The Revolution of 1905: Russia in Disarray. Stanford University Press. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-2327-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Salisbury, Harrison E. (1981). Black Night White Snow. Da Capo Press. د کتاب پاڼې 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-80154-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Robert Blobaum, Feliks Dzierzynski and the SDKPiL: A Study of the Origins of Polish Communism, p. 123
  5. This petition asked for "an eight-hour day, a minimum daily wage of one ruble (fifty cents), a repudiation of bungling bureaucrats, and a democratically elected Constituend Assembly to introduce representative government into the empire." R.R. Palmer, A History of the Modern World, second edition, Alfred A. Knopf (New York) 1960, p. 715
  6. Voline (2004). Unknown Revolution, Chapter 2: The Birth of the "Soviets"
  7. Bascomb, N (2007). Red Mutiny: Eleven Fateful Days on the Battleship Potemkin. Boston: Houghton Mifflin.
  8. Neal Bascomb, Red Mutiny: Eleven Fateful Days on the Battleship Potemkin, pp. 286–299
  9. Kevin O'Connor, The History of the Baltic States, Greenwood Press, کينډۍ:ISBN, Google Print, p. 58
  10. Taylor, BD (2003). Politics and the Russian Army: Civil-Military Relations, 1689–2000. Cambridge University Press. p. 69.
  11. Wheatcroft, SG (2002). Challenging Traditional Views of Russian History. Palgrave Macmillan. The Pre-Revolutionary Period, p. 34.