د روسیې او جاپان جګړه
د روسیې - جاپان جګړه (په جاپاني ژبه: 日露戦争، په رومي: Nichiro sensō، ټکی په ټکی ژباړه یې د روسیې او جاپان جګړه؛ په روسي: Ру́сско-япóнская войнá، په رومي: Rússko-yapónskaya voyná) د جاپان سترواکۍ او روسیې سترواکۍ ترمنځ یوه جګړه وه چې د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۵ کلونو په بهیر کې په منچوري او د کوریا په سترواکۍ کې د سیالو سترواکیو د جاه طلبۍ پر سر پېښه شوه. د پوځي عملیاتو تر ټولو مهمې صحنې د لیایوډونګ په ټاپوزمه او د سویلي منچوري په موکدن (شنیانګ) او د زېړ سمندر او جاپان سیند سیمو کې وې. [۱]
روسیه د خپل سمندري پوځ او همدارنګه سمندري سوداګرۍ لپاره په ارام سمندر کې د تودو اوبو د یو بندر په لټه کې وه: د ولاديو ستوک ښار یواځې د اوړي په موسم کې د عملیاتو وړ و او نه کنګل کېده د پورت آرتور په نوم یوه سمندري اډه چې له ۱۸۹۷ کال راهیسې د چین د چینګ کرړې پهواسطه روسیې ته په اجاره ورکړل شوې وه، د کال په هر موسم کې د عملیاتو وړ وه. [۲]
روسیې په ۱۶مه پېړۍ کې د وېروونکي ایوان د واکمنۍ له مهال په اورال ختيځ کې د روسیې په لرې ختيځ او سیبري کې د پراخوالي پالیسي څارلې وه. په ۱۸۹۵ کال کې د چین او جاپان د لومړۍ جګړې تر پای وروسته جاپان اندېښمن و چې د روسیې یرغل په کوریا او منچوري کې د هغوی د نفوذي حوزې د رامنځته کولو په برنامو کې لاسوهنه ونه کړي.
جاپان چې روسیې ته د یو سیال په سترګه کتل وړاندیز يې وکړ چې د جاپان په نفوذ کې حوزې په توګه د کوریا سترواکۍ د رسمیت پېژندلو په بدل کې به په منچوري کې د ورسیې واکمني په رسمیت وپېژني. روسیې ونه منله او په شمالي کوریا کې یې د ۳۹ درجو په شمالي مدار کې د روسیې او جاپان تر منځ د یوې بېپرې سپر سیمې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. د جاپان سترواکۍ دولت د اسیا اصلي خاورې ته د هغوی د پراختیا برنامې پر وړاندې یو خنډ وباله او د جنګ پرېکړه یې وکړه. په ۱۹۰۴ کال کې د مذاکراتو تر ماتې وروسته د جاپان سترواکۍ سمندري پوځيانو د ۱۹۰۴ کال د فبرورۍ په ۹مه [په پخواني سبک د جنوري ۲۷مه] په ناڅاپي توګه د چين په پورت آرتور کې د روسیې د ارام سمندر پر جنګي بېړیو دوښمني عملیات پيل کړل. د روسیې سترواک له جاپان سره د جګړې په اعلانولو ځواب ورکړ. د مونتهنګرو پاچاهۍ هم له روسیې سترواکۍ سره د نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکو له امله له جاپان سره د جګړې اعلان وکړ.
که څه هم روسیه له یو شمېر ماتو سره مخ شوه، سترواک دویم نیکولاس په دې باوري و چې روسیه لاهم په جګړه کې بریالۍ کېدی شي که چېرې جګړې ته دوام ورکړې. هغه په جګړه کې ښکېلتيا وټاکله او د کلیدي سمندري جګړو پایلو ته په تمه شو. بریا ته د رسېدلو د هيلې په لهمنځه تللو سره هغه د روسیې د ملي حیثیت د ساتلو لپاره له یوې «توهینوونکې سولې» څخه په مخنیوي جګړې ته دوام ورکړ. روسیې پر اوربند د موافقې لپاره د جاپان لېوالتيا په همهغه لومړیو کې له پامه وغورځوله او په هاګ کې یې د شخړو د منځکړیتوب دایمي محکمې ته د دې اختلاف د وړاندې کولو نظریه رد کړه. جګړه د تسوشیما له پرېکنده سمندري جګړې وروسته د متحده ایالاتو د ولسمشر تئوډور روزولت په منځکړیتوب له پورتسموث تړون سره (د ۱۹۰۵ کال د سېپټمبر په ۵مه [په پخواني سبک د اګست په ۲۳مه]) پای ته ورسېده. دغې تړون د مونتهنګرو ښکېلتیا له پامه وغورځوله ځکه تر ډېره سمبولیکه وه او مونتهنګرو تر ۲۰۰۶ کال پورې (له پورتسموث تړون څخه ۱۰۱ کاله وروسته) د جګړې په تخنیکي حالت کې پاتې شوه. د جاپان د پوځ بشپړې بریا نړیوال څارونکي حیران کړل او په ختيځه اسیا او اروپا کې یې د قدرت انډول بدل کړ، چې په پایله کې یې جاپان د یو ستر ځواک په توګه راڅرګند شو او په اروپا کې د روسیې ملي حیثیت او نفوذ کم شو. د روسیې د پاموړ تلفاتو او زیانونه له دې امله چې د توهینوونکې ماتې لامل شوي وو، د زیاتېدونکو داخلي ناکراریو سره مرسته وکړه چې د ۱۹۰۵ کال په انقلاب کې خپل اوج ته ورسېدې، چې د روسیې اعتبار یې په شدید ډول زیانمن کړ.
تاریخي مخینه[سمول]
د جاپان مدرن کېدل[سمول]
په ۱۸۶۸ کال کې د مېجي تر سمونو/اصلاحاتو وروسته د مېجي دولت هڅه وکړه چې لویدیځې نظریې، تخنیکي پرمختګونه او د جګړې طریقې جذب کړي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې جاپان ځان په یو معاصر صنعتي هېواد بدل کړی و. جاپانیانو غوښتل له لویدیځو قدرتونو سره برابر وپېژندل شي. د مېجي سمونو موخه دا وه چې جاپان په یو عصري دولت بدل کړي نه غربي شوي دولت او جاپان یو امپریالیستي ځواک و چې له خپلو پولو څخه بهر د پراختيا په لټه کې و. [۳]
سیکانرون («د کوریا د فتحې په اړه بحث») د ۱۸۵۹ او ۱۸۷۳ کلونو تر منځ جاپاني اشراف په شدید ډول سره ویشلي وو: یوې جناح غوښتل چې کوریا سمدستي فتحه کړي، بلې ډلې غوښتل تر هغه وخته انتظار وکړي چې جاپان د کوریا د فتحې لپاره د جګړې تر پیل مخکې لا ډېر عصري شي؛ په جاپاني اشرافو کې هېچا هم په پاموړ ډول دا نظریه ونه منله چې کوریایان هم د خپلواکۍ حق لري او یواځې د وخت مسئله دغه دواړه ډلې سره وېشلی شي. لکه څنګه چې اروپایانو د افریقايي او اسیايي هېوادونو «له بېرته پاتې کېدنې» څخه د هغوی د ولکه کولو لپاره یو لامل باله، جاپاني اشرافو ته هم د کوریا او چين «بېرته پاتې کېدل/نه پرمختګ» د یادو هېوادونو د کهترۍ ثبوت و او په دې توګه یې جاپانیانو ته د فتحې حق ورکاوه. [۴][۵]
د بهرنیو چارو وزیر کنت اینوکائورو په ۱۸۸۷ کال کې وینا وکړه ويې ویل: هغه څه چې باید ترسره کړو دا دي چې خپل خلک او خپله سترواکي بدله کړو، سترواکي مو باید د اروپايي هېوادونو په څېر او خلک مو باید د اروپا د خلکو په څېر کړو، د خبرو په دوام یې وویل چې چینایانو او کوریایانو په بنسټیز ډول له نه عصري کېدلو سره د خپلې خپلواکۍ حق له لاسه ورکړی. په جاپان کې د تېري کوونکي خارجي سیاست لپاره ډېری فشارونه له لاندې څخه «د خلکو د حقونو او ازادۍ غورځنګ» له پلویانو سره راغلې وو چې د یو منتخب پارلمان غوښتونکي او همدارنګه یې د یوې افراطي ملتپالې کرښې پلوي کوله او دا یې تضمینوله چې جاپانیانو د کوریا د ضمیمه کولو حق درلود، ځکه چې «د خلکو د حقونو» غورځنګ مشري د هغو خلکو په لاس کې وه چې په ۱۸۶۹-۱۸۷۳ کلونو کې یې پر کوریا د یرغل ملاتړ کاوه.
په جاپان کې د عصري کولو د پروسې د یوې برخې په توګه د «اصلح بقا» په اړه د ټولنیز ډاروینیزم نظریې له ۱۸۸۰ لسیزې څخه وروسته دود وې او ډېری عامو جاپانیانو له هغو درندو مالیاتو څخه ناخوښي څرګنده کړه چې د جاپان دولت د جاپان د عصري کولو لپاره پر دوی تپل شوې وې او د خپلو قربانیو د پاداش په توګه يې له هېواد څخه بهر مستعمرې غوښتنه کوله. [۶]
پر دې سربېره د جاپان د مېجي ښونیز سیستم هدف دا و چې د ښوونځي زدهکوونکي يې داسې وروزي چې سرتېري شي او په دې توګه جاپاني ښوونځیو خپلو زدهکوونکو ته د سامورا سخت کوډ بوشیدو («د جنګیالو لار») ورزده کاوه. بوشیدو ته د ځوان نسل له جذبولو سره مېجي اشرافو ځان له داسې خلکو سره مخامخ کړ چې د جګړې غږ یې کاوه او دیپلوماسي یې کمزورې بلله. [۷]
سرچينې[سمول]
- ↑ Kim, Samuel S. (26 June 2006). The Two Koreas and the Great Powers. Cambridge University Press (نشر 2006). د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139455435. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۱.
... imperial Japan was at the forefront of hegemonic wars in a quest to extend the Japanese hegemony over Korea to the entire Asia-Pacific region – the Sino–Japanese War of 1894–95 to gain dominance in Korea, the Russo-Japanese War of 1904–5 for mastery over Manchuria and Korea ...
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Steinberg 2008، ص. 2.
- ↑ Storry 1979، صص. 15–6.
- ↑ Storry 1979, p. 17.
- ↑ Storry 1979، ص. 16.
- ↑ Storry 1979، صص. 18–9.
- ↑ Storry 1979, p. 20.