د روسیې او ترکیې جګړه (۱۸۷۷- ۱۸۷۸ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۸۷۷ زکال څخه تر ۱۸۷۸ زکال پورې د روسیې او ترکیې ترمنځ جګړه د عثماني سترواکۍ او د روسیې په مشرۍ د بلغاریا، رومانیا، صربستان او مونټینګرو څخه جوړ ائتلاف ترمنځ جګړه وه. دغه جګړه چې په بالکان او قفقاز کې وشوه په بالکان کې یې د ۱۹مې پېړۍ له ملت پالنې سرچینه واخیسته. په نورو عواملو کې یې؛ له ۱۸۵۳ زکال څخه تر ۱۸۵۶ زکال پورې د کریمه په جګړه کې د ځمکنیو تلفاتو بېرته جبران، په تور سمندرګي کې د خپل ځایګي بېرته موندل او د عثماني سترواکۍ څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د بالکاني ملتونو له سیاسي خوځښت څخه د ملاتړ اړوند نور روسي اهداف شامل و. [۱]

د روسیې په مشرۍ ائتلاف جګړه وګټله او عثمانیان یې د قسطنطنیې تر دروازو پورې شاته تګ ته اړ کړل چې له امله یې اروپايي ځواکمن هېوادونه اړ شول په هغو کې مداخله وکړي.

په پایله کې روسیه وتوانېده د قفقاز په قارص او باطوم ولایتونو ادعا وکړي او د بودجک سیمه هم ځانته الحاق کړي. د رومانیا، صربستان او موټینګرو شاهزاده نشینه واکمنیو چې له کلونو راهیسې یې په ډي فکټو یا عملي بڼه د خپلو سیمو واکمني کوله په رسمي توګه یې له عثماني سترواکۍ څخه خپلې خپلواکۍ اعلان کړې. د عثماني سترواکۍ له څه باندې پنځه پېړیو واکمنۍ (۱۳۹۶- ۱۸۷۸ زکال) وروسته د روسیې د پوځي مداخلې او مرستې پر مټ د بلغاریا خودمختاره هېواد یا د بلغاریا شهزاده نشینه دولت رامنځته شو.

له نښتو وړاندې تاریخچه[سمول]

په عثماني سترواکۍ کې له عیسویانو سره چلن[سمول]

د کریمه د جګړې له پای وروسته د ۱۸۵۶ زکال د پاریس د سولې تړون په ۹مه ماده کې عثماني سترواکي اړ کړای شوه څو عیسویانو ته له مسلمانانو سره یو ډول حقوق ورکړي. د دغې هوکړې له لاسلیک وړاندې عثماني دولت د ګلهانه په نوم فرمان صادر کړ چې په هغو کې یې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو د مساوي حق لرلو اعلان وکړ او په دې برخه کې یې یو لړ ځانګړي اصلاحات ترسره کړل. د بېلګې په توګه د جزیې په نامه مالیات یې لغو کړل او غیر مسلمانانو اجازه ترلاسه کړه په پوځ کې شامل شي. [۲][۳]

په لبنان کې د ۱۸۶۰ زکال کړکېچ[سمول]

په ۱۸۵۸ زکال کې د لبنان د شمال ماروني بزګرانو د خپلو روحانیونو په تحریک تر ډېره پورې دروزي قومي – مذهبي ډلې ته اړوندو خپلو فئوډال اربابانو پر ضد پاڅون وکړ او د بزګرانو جمهوریت یې تاسیس کړ. د لبنان په سویل کې چېرې چې ماروني او دروزي بزګرانو دواړو د دروزي حاکمانو تر نظر لاندې کار کوه؛ دروزي بزګران د خپلو نورو هم مذهبو په خوا کې د مارونیانو پر ضد ودرېدل او دغه موضوع په داخلي جګړه واوښته. په داسې حال کې چې دواړو لورو زیان ولید او نږدې ۱۰۰۰۰ مارونيان د دروزيانو په لاس قتل عام شول. [۴][۵]

د ۱۸۶۰ زکال د مۍ په ۲۷مه د مارونیانو یوې ډلې په یوه دروزي کلي برید وکړ، ورته مهال نه یوازې په لبنان بلکې په سوریې کې هم په غچ اخیستونکو وژنو لاس پورې شو. په پایله کې له ۷۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنه چې ټولو مذاهبو ته اړوند و ووژل شول؛ له ۳۰۰ زیات کلي، ۵۰۰ کلیساوې، ۴۰ سومعې او ۳۰ ښوونځي له منځه یووړل شول. په بیروت کې په مسلمانانو د عیسویانو برید په دمشق کې مسلمانان راوپارول او په اقلیت عیسویانو یې برید وکړ چې له ۵۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ تنه په کې ووژل شول؛ په دغه بریدونو کې د امریکا او هالنډ د قونسلانو وژنې دغو پېښو ته نړیوال اړخ ورکړ.

د اروپا د مداخلې له ګواښ څخه د مخنیوي په موخه د عثماني سترواکۍ د بهرنیو چارو وزیر محمد فواد پاشا سوریې ته ولېږل شو څو هرڅومره ژر چې کېږي دغه ستونزه حل کړي. محمد د والي او دولتي چارواکو په ګډون دواړو لورو ته د اړوندو یاغي مشرانو د نیولو هوډ وکړ او هغوی یې اعدام کړل. نظم بېرته ډېر ژر واکمن شو او لبنان ته د خودمختارۍ ورکولو مقدمات برابر شول؛ خو دغه اقدامات د اروپا د مداخلې څخه د مخنیوي لپاره کافي نه و. ورته مهال فرانسې د ۱۸۶۰ زکال په سپټمبر میاشت کې په سیمه کې خپلې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې خو له دې څخه په اندېښنې چې په سیمه کې د فرانسې یو اړخیزه مداخله به د فرانسې نفوذ پراخ کړي بریتانیا هم په دغه چاره کې ځان ور ګډ کړ. د اروپا د فشار له امله سلطان د لبنان لپاره د نوي والي په ګمارنې داسې هوکړه وکړه چې دغې څوکۍ ته نوماند باید د اروپایي ځواکونو په هوکړه وي. [۶][۷]

په کرت کې پاڅون، ۱۸۶۶- ۱۸۶۹زکال[سمول]

د کرت پاڅون چې په ۱۸۶۶ زکال کې پیل شو د وګړو په ژوندانه کې د ښه توب راتلو په موخه د اصلاحاتو اړوند د عثماني سترواکۍ له پاتې راتلو او له یونان سره د انوسیس اتحاد اړوند د کرت وګړو له لیوالتیا یې سرچینه اخیسته. یاغیانو په بشپړه جزیره واک وموند یوازې له هغو پنځو ښارونو پرته چېرې چې مسلمانو کډوالو شتون درلود. یوناني مطبوعاتو ادعا وکړه چې مسلمانانو د یونانیانو په عام وژنه لاس پورې کړی او دغه موضوع په ټوله اروپا کې خپره شوه. په زرګونو داوطلب یونانیان بسیج شول او دغې جزیرې ته ولېږل شول. [۸]

د ارکادي صومعې کلابندۍ ځانګړی شهرت وموند. د ۱۸۶۶ زکال په نومبر میاشت کې شاوخوا ۲۵۰ یوناني کرت جنګیالي او شاوخوا ۶۰۰ ښځې او ماشومان د نږدې ۲۳ زره کرتیانو له خوا چې اکثریت یې مسلمانان و او عثمانیانو یې ملاتړ کاوه کلابند شول او دغه موضوع په پراخه کچه په ټوله اروپا کې خپره شوه. له خونړۍ جګړې وروسته چې دواړو خواو ته په کې تلفات ورسېدل یوناني کرتیان د خپلو مهماتو له خلاصېدو وروسته تسلیم شول، خو د تسلیمۍ پر مهال ووژل شول. [۹]

په اروپا کې د قدرت د موازنې تغیر[سمول]

په داسې حال کې چې عثماني سترواکي د کریمه په جګړه کې بریالی لوری و، خو بیا هم یې ځواک او اعتبار مخ پر زوال و. پر خزانې باندې فشار عثماني دولت اړ کړ څو یو لړ بهرني پورونه د لوړ سود ورکولو پر مټ واخلي چې له دغو پورونو اخیستلو وروسته د مالي اصلاحاتو سربېره دوی د خپلو پورونو د ورکړې توان له لاسه ورکړ او سترواکۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړه. د روسانو له خوا له قفقاز څخه په شمالي اناټولیا کې د تورسمندرګي بندرونو او همدارنګه د بالکان کنستانسا او وارنا بنادرو ته د شړل شوو ۶۰۰ زره چرکس مسلمانانو ځای پر ځای کولو عثماني دولت له مالي ستونزو او همدارنګه له مدني بې نظمۍ سره مخ کړ. [۱۰]

د جګړې دوره[سمول]

د مانورونو پیل[سمول]

د ۱۸۷۷ زکال د اپریل په ۱۲مه رومانیا روسي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په ترکانو باندې د برید په موخه د دوی له قلمرو څخه تېر شي.

د ۱۸۷۷ زکال د اپرېل په ۲۴مه روسیې له عثمانیانو سره د جګړې اعلان وکړ او خپل ځواکونه یې اونګني ته په څېرمه پروت سیند باندې د ایفل له نوي جوړ شوي پل څخه په ګټه اخیستو رومانیا ته ولېږل چې له امله یې ترکیې دانوب سیند ته څېرمه رومانیايي ښارونه بمبارد کړل.

د ۱۸۷۷ زکال د مۍ په ۱۰مه د رومانیا شهزاده نشینه قلمرو چې د ترکیې تر رسمي حاکمیت لاندې و خپله خپلواکي یې اعلان کړه. [۱۱]

د جګړې په پیل کې پایله چندان څرګنده نه وه. روسانو کولای شول ډېر پوځونه بالکان ته ولېږي ځکه شاوخوا ۳۰۰ زره سرتېري یې په واک کې لرل. عثمانیانو د بالکان په ټاپووزمه کې شاوخوا ۲۰۰ زره سرتېري لرل چې له دغه شمېر څخه ۱۰۰ زره یې په پیاوړو پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي و او ۱۰۰ زره نور یې هم پوځي عملیاتو ته ځانګړي شوي و. عثمانیان له دغې ښېګڼې برخمن و چې په سیمه کې په پیاوړې توګه ځای پر ځای و او د تور سمندرګي بشپړه قوماندانۍ او ګزمه کوونکې بېړۍ هم د دانوب سیند په اوږدو کې په دنده بوختې وې. دوی همدارنګه د بریتانیا او امریکا له خوا د نویو جوړو شوو وسلو په پرتله پیاوړې وسلې او د جرمني له خوا د جوړو شوو توپونو څخه پیاوړي توپونه لرل. [۱۲]

له دې سره عثمانیانو په معمول ډول غیرفعال دفاعي حالت غوره کړ او په دې سره یې د ستراتیژیکو اعمالو ابتکار روسانو ته پرېښود چې د یو لړ تېروتنو وروسته یې د جګړې لپاره بریالۍ ستراتیژي ومونده. په قسطنطنیه کې د عثماني ځواکونو قوماندانۍ د روسانو د هوډ اړوند کمزوري فرضیات لرل. دوی دې پایلې ته رسېدلي و چې روسان به د دانوب په اوږدو کې له هغو څخه په تېرېدو تر دلتا پورې ډېر ستړي شي او د تور سمندګۍ د سواحلو په اوږدو کې به لنډه لار غوره کړي. دغه چاره د دې واقعیت له پامه غورځول و چې دغه سواحل پیاوړې، غوره تدارکات لرونکې او نه ماتېدونکې ترکي قلا ګانې لري.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. Hatt-ı Hümayun (full text), Turkey: Anayasa الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  3. Vatikiotis, PJ (1997), The Middle East, London: Routledge, د کتاب پاڼې 217, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-15849-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  4. "Lebanon", Country Studies, US: Library of Congress, 1994 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  5. Churchill, C (1862), The Druzes and the Maronites under the Turkish rule from 1840 to 1860, London: B Quaritch, د کتاب پاڼې 219 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. "Lebanon", Country Studies, US: Library of Congress, 1994 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  7. Shaw او Shaw 1977، صص. 142–43.
  8. Robson, Maureen M. (1960). "Lord Clarendon and the Cretan Question, 1868-9". The Historical Journal. 3 (1): 38–55. doi:10.1017/S0018246X00023001. S2CID 159657337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stillman, William James (15 March 2004), The Autobiography of a Journalist (ebook), II, The Project Gutenberg, eBook#11594 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  10. Finkel, Caroline (2005), The History of the Ottoman Empire, New York: Basic Books, د کتاب پاڼې 467 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  11. Chronology of events from 1856 to 1997 period relating to the Romanian monarchy, Ohio: Kent State University, د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Schem, Alexander Jacob (1878), The War in the East: An illustrated history of the Conflict between Russia and Turkey with a Review of the Eastern Question الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).