د روسيې د جايزې پروګرام
د روسيې د جايزې پروګرام د روسيې د پوځي استخباراتو يوه پروژه وه، چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال له طالبانو سره تړلو مليشو ته د امريکايانو او نورو اتحادي مامورينو د وژلو په بدل کې جايزې ورکړي. په 2020ز کال کې د دې پروګرام د شتون ا ادعا په اړه په رسنيو کې خبر ورکړل شو او د 2020ز کال د ټولټاکنو په سياليو کې يوه ستونزه وګرځېده. د 2020ز کال د جون په مياشت کې، واشنګټن پوسټ خبر ورکړ چې استخبارات د 2018ز کال له لومړيو څخه پيل شوي د جايزو د فعاليت د موجوديت ښودنه کوي. واشنګټن پوسټ او اسوشيټډ پريس دواړو راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې د سپينې ماڼۍ کارکونکو ته د 2019ز کال په لومړيو کې د استخباراتي راپورونو په اړه خبر ورکړل شوی و. د 2020ز کال د جون په مياشت کې، نیويارک ټايمز راپور ورکړ چې د متحده ايالاتو استخباراتي ادارو څو مياشتې مخکې اټکل کړی و چې د روسيې د پوځي استخباراتو د ادارې (GRU) 29155 واحد په پټه طالبانو سره تړليو وسله والو ته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د پوځيانو او نورو ايتلافي کارکونکو د وژلو په بدل کې د جايزو وړاندز کړی و، ان دا وړانديز له طالبانو سره د خبرو پر مهال هم موجود و. نيویارک ټايمز راپور ورکړ چې چارواکو ويلي د شکمنې روسي دسيسې په اړه د شواهدو د پیاوړتيا په اړه د استخباراتي مسئولينو تر منځ اختلاف موجود دی. له هغې وروسته د دفاع وزارت چارواکو راپور ورکړ چې د متحده ايالاتو پوځي استخبارات نه و توانيدلي چې د دې پروګرام تصديق وکړي. د 2021ز کال د اپريل په مياشت کې، د متحده ايالاتو حکومت راپور ورکړ چې د متحده ايالاتو پوځي استخباراتو دې د جايزو د ورکړې د ادعاوو په اړه، يوازې له ښکته څخه تر منځنۍ کچې باور درلود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مخينه[سمول]
په 2010ز کال کې، د راپورونو پر بنست ايران د طالبانو جنګيالیو ته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د هر سرتيري د وژلو په بدل کې 1000 امريکايي ډالره ورکړي و (چې په 2022ز کال کې د 1340 امريکايي ډالرو سره برابرې دي). متحده ايالاتو او برتانيې په ايران تور پورې کړ چې په افغانستان کې د طالبانو بغاوت ته ملاتړ او وسلې ورکوي. د 2019ز کال د اګست په مياشت کې، واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې اوس مهال له طالبانو سره د ايران اړيکې په اقتصادي، امنيتي او سياسي برخو خپرې دي، او شونې ده چې څومره طالبان ځانونه پیاوړي کوي، دا اړيکې وده وکړي. پاکستان او سعودي عربستان هم د طالبانو په ملاتړ تورن دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
روسيې په پيل کې د تروريزم پر ضد د متحده ايالاتو له جګړې څخه ملاتړ وکړ، او موافقه يې وکړه چې افغانستان کې د متحده ايالاتو ځواکونو ته لوژستيکي ملاتړ وړاندې کړي. د 2015ز کال د مۍ په مياشت کې، روسيې يو مهم پوځي ترانسپورتي دهليز بند کړ، کوم چې له ناټو سره مرسته کوله د روسيې د خاورې له لارې افغانستان ته پوځي اکمالات ورسوي. د استخباراتي راپورونو تر مخې روسيه طالبانو ته وسله ورکوي، کوم څه چې د افغانستان په شمال کې د 2015ز کال په شا اوخوا کې منځ ته راغليو اړيکو سره سره روان دي. متحده ايالاتو او د افغانستان امنيتي مسئولينو مخکې معلومه کړې وه چې روسيه طالبانو او د طالبانو مشرانو ته مالي ملاتړ او وسلې چمتو کوي. د روسيې حکومتي چارواکو دا تورونه بې اساسه وبلل. په افغانستان کې د امريکا د پوځي قوماندانانو يو پخواني سلاکار (Carter Malkasian) وويل چې روسيې د 2015ز کال په شا اوخوا کې د افغانستان په شمال کې ځينو طالب عناصرو سره اړيکې پيدا کول پيل کړل، چې په څرګند ډول دا د اسلامي دولت د فعاليتونو په وړاندې يو غبرګون و. د بي بي سي په وينا، روسيه په سیمه کې خپل لور ته د اسلام پالې بنسټپالنې د پرمختګ په اړوند ژورې اندېښنې لري. او دا هېواد طالبان د دې په وړاندې د يو احتمالي خنډ په توګه ويني. د 2019ز کال په فبرورۍ او بيا مۍ مياشتو کې، د طالب مسئولينو پلاوي او لوړ پوړو افغان سياستوالو په ماسکو کې سره وليدل، تر څو د افغانستان د سولې خبرو يو نوی پړاو تر سره کړي. رويټرز راپور ورکړ چې روسي چارواکو او همدا راز مذهبي مشرانو او رهبرانو د جنګ بندۍ غوښتنه کړې وه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
29155 واحد د GRU يو پټ واحد دی چې د بهرنيو وژنو او نورو پټو فعاليتونو مسئوليت ورسپارل شوی. د 2016ز کال د مونټي نيګرو بغاوت دسيسې، د بلغاريې وسلو جوړونکي (Emilian Gebrev) د مسموميت او د (Sergei) او (Yulia Skripal) د مسمولو سره هم دې واحد ته تړاو ورکړل شوی.[۲۲]
په 2019ز کال کې، په افغانستان کې د عملياتو پر مهال درويشت امريکايي سرتيري ووژل شول. په 2018ز کال کې لس او په 2019ز کال کې شپاړس امریکايي سرتيري د وسله والو بريدونو يا چاودنو له امله ووژل شول. دوه نور په 2020ز کال کې د فبرورۍ د جنګ بندۍ او کوويډ-19 وبا له پيل څخه مخکې ووژل شول. پر بهرنيانو د افغان سرتېرو په بریدونو کې ګڼ سرتيري ووژل شول (په کومو کې چې افغان امنيتي ځواکونو پر ايتلافي ځواکونو بريدونه کړي). د 2019ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د افغانستان اړوند اسنادو روښانه کړه چې د لوړې کچې پوځي او دولتي کارکونکي عموماً په دې نظر دي چې په افغانستان کې جګړه د ګټلو وړ نه ده، خو دا نظر يې له ولس څخه پټ ساتلی و.[۲۳][۲۴][۲۵]
د 2019ز کال په ديسمبر مياشت کې د (Gold Star) کورنيو له خوا د D.C ولسوالۍ په محکمه کې ثبت شوې قضيې تر مخې، په افغانستان کې ښکېل د لويو امریکايي او نړيوالو دفاعي قرارداديانو طالبانو ته په غېر قانوني ډول له زيان څخه د خونديتابه تاديات کړي دي، کوم څه چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې تروريرستي بغاوت ته پانګه مهيا کوي، چا چې په افغانستان کې زرګونه امريکايان يا وژلي يا ټپیان کړي دي. په 2009ز کال کې، د هغه مهال د بهرنيو چارو وزېرې هيلري کلینټن ويلي و چې د طالبانو لپاره له زيان څخه د خونديتابه پيسې د مالي تمويل يوه له سترو سرچينو څخه وه. [۲۶][۲۷][۲۸]
د 2020ز کال د فبرورۍ په نهه ويشتمه نېټه، د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د سولې مشروط تړون لاسليک کړ، کوم چې په هغه صورت کې له افغانستانه په څوارلسو مياشتو کې د بهرنيو سرتېرو د ايستلو غوښتنه کوي، که طالبان په تړون کې پر کړيو شرطونو وفا وکړي. د 2020ز کال د مۍ په مياشت کې، ولسمشر ټرمپ وويل، اوس وخت رارسیدلی چې امريکايي سرتيري له افغانستان څخه خپل کور ته راولو.[۲۹][۳۰][۳۱]
استخباراتي معلومات راټولول[سمول]
د ټرمپ د سپينې ماڼۍ مسئولين په لومړي ځل د 2019ز کال په لومړيو کې د روسيې د جايزو د پرګرام په اړه د استخباراتي راپورونو څخه خبر کړای شوي وو.[۳۲][۳۳]
په افغانستان کې مېشت د ځانګړو عملیاتو امريکايي ځواکونو او استخباراتي افسرانو له خوا ورکړل شوي دا راپورونه چې په 2019ز کال کې وسله والو ته د امريکايي پوځي کارکونکو په نښه کولو په بدل کې جايزې ورکړل شوي دي، په 2019 او 2020ز کلونو کې زيات شول. دا راپورونه د نيول شويو وسله والو څخه د شويو تحقيقاتو (د متحده ايالاتو د پوځ له خوا شويو تحقيقاتو په ګډون)، نيول شويو مجرمانو څخه د څېړنو، او د څارنې معلوماتو پر بنسټ ولاړ وو. د طالب وسله والو راپورونه "د هېواد د دواړو لوريو او جلا جلا قبيلو څخه تر لاسه شوي راپورونه" سره ورته وو. په پيل کي، استخباراتي ادارو او شنونکو له نيول شويو کسانو څخه د تحقيقاتو پر بنسټ راټولو شويو پايلو د باورتيا په اړه اختلاف درلود. نيول شويو برېښنايي معلوماتو د GRU تر واک لاندې حسابونو څخه د طالبانو اړوندو حسابونو ته د سترې پانګې لېږدول وليدل. افغان چارواکو وويل، پر يو شمېر هغو سوداګرو د جايزې د پروګرام د منځګړيتوب شک و، چې د حوالې د سيستم له لارې يې پيسې لېږدولې وې، او دوی په عملياتو کې نيول شوي وو. د 2020ز کال د جنورۍ مياشتې په شا اوخوا کې، د متحده ايالاتو د ځواکونو او افغان ملي امنيت شريکو عملياتو پر مهال په کندز کې د طالبانو پر يو مرکز بريد وکړ. ديارلس کسان ونيول شول. يو تاجکستان ته وتښتېد، او د نشه يي توکو د یو افغان سوداګر رحمت الله عزيزي په اړه ګومان کېدو چې روسيې ته تښتېدلی. امنيتي ځواکونو په کابل کې د عزيزي له کور څخه 500000 امريکايي ډالر تر لاسه کړل. د نيويارک ټايزم په وينا، د متحده ايالاتو استخباراتو عزيزي د مهم منځګړي په توګه وپېژانده، چا چې له روسيې څخه سلګونه زره نقد ډالرو تاديات تر لاسه کړي او د طالبانو سره په اړيکه لرونکو وسله والو يې ويشلي و. دې بريد د طالبانو او اړوندو شبکو څخه د روسيې د مالي ملاتړ په اړه د امریکا د استخباراتو شکونه لا زيات کړل.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
سرچينې[سمول]
- ↑ (په June 30, 2020 باندې). Intelligence reports on Russian bounty operation first reached White House in early 2019.
- ↑ (په 30 June 2020 باندې). AP sources: White House aware of Russian bounties in 2019. Associated Press.
- ↑ (په June 26, 2020 باندې). Russia Secretly Offered Afghan Militants Bounties to Kill U.S. Troops, Intelligence Says. The New York Times.
- ↑ Savage, Charlie; Schmitt, Eric; Fandos, Nicholas; Goldman, Adam (June 29, 2020). "Trump Got Written Briefing in February on Possible Russian Bounties, Officials Say". The New York Times. مؤرشف من الأصل في February 14, 2021. د لاسرسينېټه June 30, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په July 10, 2020 باندې). Top Pentagon officials say Russian bounty program not corroborated. ABC News
- ↑ (په April 15, 2021 باندې). U.S. Intel Walks Back Claim Russians Put Bounties on American Troops.
- ↑ Ken Dilanian and Mike Memoli (په April 15, 2021 باندې). Remember those Russian bounties for dead U.S. troops? Biden admin says the CIA intel is not conclusive. NBC News
- ↑ (په May 9, 2010 باندې). Report: Iran pays $1,000 for each U.S. soldier killed by the Taliban. NBC News
- ↑ (په June 22, 2008 باندې). Special forces find proof of Iran supplying Taliban with equipment to fight British. The Observer.
- ↑ Maler, Sandra (November 23, 2010). "Iran still supporting Afghan insurgency-U.S." Reuters. مؤرشف من الأصل في September 24, 2015. د لاسرسينېټه July 1, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په August 9, 2019 باندې). Iran's cooperation with the Taliban could affect talks on U.S. withdrawal from Afghanistan.
- ↑ (په June 12, 2016 باندې). Saudis Bankroll Taliban, Even as King Officially Supports Afghan Government. The New York Times.
- ↑ (په March 4, 2020 باندې). US-Taliban deal: How Pakistan's 'Islamist support' finally paid off. Deutsche Welle.
- ↑ (په May 23, 2020 باندې). Understanding Pakistan's Take on India-Taliban Talks. The Diplomat.
- ↑ (په May 19, 2015 باندې). Russia closes NATO supply corridor to Afghanistan.
- ↑ (په June 28, 2020 باندې). Russian bounties to Taliban-linked militants resulted in deaths of U.S. troops, according to intelligence assessments.
- ↑ (په June 28, 2020 باندې). Spies and Commandos Warned Months Ago of Russian Bounties on U.S. Troops. The New York Times.
- ↑ (په June 29, 2020 باندې). What's going on between Russia, US and Afghanistan?. BBC News
- ↑ (په February 6, 2019 باندې). Taliban Peace Talks in Moscow End With Hope the U.S. Exits, if Not Too Quickly. The New York Times.
- ↑ (په 30 May 2019 باندې). Taliban says progress made at Afghan talks in Moscow. Al Jazeera.
- ↑ (په May 30, 2019 باندې). Taliban say progress made at Afghan talks in Moscow but no breakthrough. Reuters.
- ↑ (په June 27, 2020 باندې). Russia offered bounty to kill UK soldiers. The Observer.
- ↑ (په June 28, 2020 باندې). Washington Post: Russian bounties to Taliban fighters believed to result in deaths of US troops, intelligence assessments show. CNN
- ↑ (په December 9, 2019 باندې). Confidential documents reveal U.S. officials failed to tell the truth about the war in Afghanistan.
- ↑ Pickrell, Ryan (December 9, 2019). "Top US officials knew the Afghanistan war was unwinnable and 'lied' — even as costs rose to $1 trillion and 2,351 American troop's lives". Business Insider. مؤرشف من الأصل في October 23, 2020. د لاسرسينېټه June 30, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په December 27, 2019 باندې). US contractors sued for allegedly paying 'protection money' to the Taliban in Afghanistan. CNBC.
- ↑ (په December 28, 2019 باندې). Gold Star Families Sue Defense Contractors, Alleging They Funded The Taliban. NPR.
- ↑ (په December 28, 2019 باندې). Gold Star family lawsuit alleges contractors in Afghanistan funneled money to the Taliban. CNN.
- ↑ (په May 27, 2020 باندې). Trump says 'it is time' for US troops to exit Afghanistan, undermining agreement with Taliban. ABC News
- ↑ (په February 29, 2020 باندې). U.S. signs peace deal with Taliban agreeing to full withdrawal of American troops from Afghanistan.
- ↑ Rai, Manish (March 21, 2020). "U.S.-Taliban Deal: India should Chalk-out a New Strategy". OpedColumn.News.Blog. مؤرشف من الأصل في January 3, 2021. د لاسرسينېټه July 1, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په June 30, 2020 باندې). Intelligence reports on Russian bounty operation first reached White House in early 2019.
- ↑ (په 30 June 2020 باندې). AP sources: White House aware of Russian bounties in 2019. Associated Press.
- ↑ (په June 28, 2020 باندې). Spies and Commandos Warned Months Ago of Russian Bounties on U.S. Troops. The New York Times.
- ↑ (په June 28, 2020 باندې). Russian bounties to Taliban-linked militants resulted in deaths of U.S. troops, according to intelligence assessments.
- ↑ (په 30 June 2020 باندې). AP sources: White House aware of Russian bounties in 2019. Associated Press.
- ↑ (په 30 June 2020 باندې). Suspicions of Russian Bounties Were Bolstered by Data on Financial Transfers. The New York Times.
- ↑ (په July 1, 2020 باندې). Afghan Contractor Handed Out Russian Cash to Kill Americans, Officials Say. The New York Times.
- ↑ (په 30 June 2020 باندې). AP sources: White House aware of Russian bounties in 2019. Associated Press.