د روسيې جنګي جرمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د روسې جنګی جرمونه د د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ز کلونو د Hague تړونونو يا کنوانسيونونو او جينوا کنوانسيونونو په ګډون د جګړې له قانون څخه سرغړونې دي، چې له جګړې پرته جرمونه او د انسانيت پر وړاندې جرمونه په کې شاملېږي. دا هغه جرمونه دي چې د روسي فدراسيون (Russian Federation) رسمي وسله وال او پوځي وزمه ځواکونه يې په ۱۹۹۱ ز کې د شوروي اتحاد له ړنګېدلو څخه راپدېخوا په تر سره کولو تورن دي. دا موضوع د اصلي دولتونو يا لاسپوڅي دولتونو سره په مرستې کولو او جرمونو ته په هڅولو سره نوره هم غځېږي، د روسيې له لورې وسله وال  او تمويل شوي دي؛ له ډلې يې د لوهانسک د خلکو جمهوريت او ډونيټسک د خلکو جمهوريت يادولی شو. دې جنګي جرمونو کې د دښمن د نيول شويو جنګياليو لنډ بې ځنډه اعدام، د پلټنې پر مهال د اسيرانو سره ناسم چلند (ځورونه) او د جنسي تېري په ګډون د ملکي نا جنګياليو پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار اخيستل شامل دي.

د بخښنې نړيوال سازمان (Amnesty International) او د بشر حقونو د څار کميسيون (Human Rights Watch) په چيچنيا (Chechnya)، جورجيا (Georgia)، اوکراين (Ukraine) او سوريه (Syria) کې د روسيې جنګي جرمونه ثبت کړي دي. (Médecins Sans Frontières) هم په چيچنيا کې جنګي جرمونه مستند کړي دي. په ۲۰۱۷ ز کې د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي استازولۍ دفتر (Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights (OHCHR)) راپور ورکړی دی، چې روسيې په سوريه کې ډله ييز او اورينې وسلې کارولې دي، چې دا کړنه يې په ملکي هستوګن سيمه کې د بې توپيره بريدونو جنګي جرم جوړوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

به ۲۰۰۹ ز کې د بشر حقونو اروپايي محکمې (European Court of Human Rights (ECHR)) ۱۱۵ پرېکړې خپرې کړې (د Baysayeva v. Russia  قضيې په ګډون) ، چې له مخې يې د روسيې حکومت د زور ورکوونو (غايب کولو)، قتل، ځورونې يا شکنجې او په چيچنيا کې د دې جرمونو په سمه توګه څېړلو کې د پاتې راتللو له امله مجرم وباله. په ۲۰۲۱ ز کې يادې محکمې روسيه په ځانګړي ډول په ګرجستان کې د قتل، ځورونې، لوټ کولو او د کورونو د ويجاړۍ او د ۲۰۰۰۰ بې ځايه شويو ګرجستانيانو مجرمه وګڼله. ياد بې ځايه شوي بېرته خپلې سيمې ته ستنېد،ل مګر روسيې يې مخنيوی کاوه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ختيځ اوکراين کې د روسيې د ښکېلتيا د يوې پايلې په توګه د بېلابېلو هېوادونو له لورې په ۲۰۱۴ ز کې د روسي چارواکو پر وړاندې پراخه کچه نړيوال بنديزونه لګول شوي دي. هغه مهال چې د جرم نړيوالې محکمې (International Criminal Court (ICC)) د نړيوال قانون د شونو سرغړونو لپاره د روسيې له لورې د کريميا د تړلتیا په اړه پلټنې پيل کړې، روسيې په ناڅاپي ډول په ۲۰۱۶ ز کې خپل غړيتوب بېرته واخيست. [۱۸][۱۹][۲۰]

چيچنيا[سمول]

په ۱۹۹۱ ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدلو څخه وروسته، چيچنيا له روسي فدراسيون څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. روسي چارواکو د دوی د خپلواکۍ اعلاميه ونه منله، چې د کړکېچونو لامل شوه. دا حالت په پای کې هغه مهال يوې بشپړې جګړې ته واوښت، چې ۲۵۰۰۰ روسي سرتېري د ۱۹۹۴ ز کال  د ډسمبر پر ۱۱ چيچنيا ته ننوتل. جګړه په ۱۹۹۶ ز کال کې د چيچين په ريښتيني خپلواکۍ او د روسي پوځ په شاتګ پای ته ورسېده. يو ځل بيا په ۱۹۹۹ ز کال کې دويمه نښته پراخه شوه او تر ۲۰۰۹ ز کال پورې يې د سرغړونې ضد جګړه پرمخ لاړه. ياد نښته د روسيې له لورې د چيچنيا بشپړ واک تر لاسه کولو او په کې د روسي پلوي حکومت په رامنځته کولو سره پای ته ورسېده. ګڼ جنګي جرمونه ثبت شوي دي، چې زياتره د روسيې وسله والو ځواکونو کړي دي. [۲۱][۲۲][۲۳]

د دوو جګړو پر مهال د چيچنيان د روسيې د تبليغاتو له مخې د «تور [تور پوستو»، «داړه مارانو»، «تروريستانو»، «يو ډول خزنده: cockroaches» او «خسک» په توګه نا انساني انځور شوي وو. د روسيې وسله والو ځواکونو ګڼ جنګي جرمونه کړي دي. [۲۴]

د روسيې جنګي جرمونه دا دي: په ۱۹۹۵ ز کال «د Shali غونچه بم بريد: » کې د منع شويو غونچه بمونو (Cluster bombs) کارونه، چې يو مارکېټ، د ګاز تم ځای او يو روغتون يې په نښه کړ. د ۱۹۹۵ ز کال په اپرېل کې د Samashki عامه وژنه، چې د OMON (د بلوا پوليس) ځواکونو له لورې په کې د چيچنيا ۱۰۰ تنه ملکيان ووژل شول. د Grozny د لومړۍ جګړې پر مهال د روسيې د هوايي بريدونو او ټوپخانو بمباري د Dresden له ويجاړېدنې راهيسې په اروپا کې د تر ټولو درندې بمي مبارزي په توګه تشرېح شوي دي. د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کميسيون په خپل راپور کې چې د ۱۹۹۶ز کال مارچ پر ۲۶ نېټه يې خپور کړ، روسيې ځواکونه يې په پوستو کې د ملکي وګړو په ويشتلو او وژلو او همدرانګه د نيول شويو چيچني ملکيانو او جنګياليو په بې ځنډه اعدام تورنه کړه. د بشر دوستانه مرستندويه کارکوونکو د وژنې په دوه نورو قضيو کې هم روسيه ښکېل وه، چې په Grozny کې يې پر سړک باندې له اعدام څخه د يو ملکي وګړې د ژغورلو هڅه وکړه. د روسيې د کورنيو چارو د ځواکونو افسرانو د سرتېرو پر يوې ډلې وکړې، چې د ملکي وګړو له وژنې څخه يې ډډه وکړه. جګړه د ۴۵۰۰۰۰ وګړو د بې ځايه کېدنې سبب شوه، چې د چيچنيا د ټول نفوس ٪۴۵ جوړوي؛ په داسې حال کې چې ۲۰۰۰ کوچنيان مړه شول. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د چيچين دويمه جګړه د ملکي وګړو پر وړاندې د جنګي جرمونو د يو بل پړاو لامل شوه. د ملکيانو پر وړاندې د ۱۹۹۹ز کال  Elistanzhi غونچه بم بريد يې يوه بېلګه يادولی شو. د Grozny له لرې ويشتونکي راکټي بريد يو د ګڼې ګوڼې بازار په نښه کړ، چې تر ۱۰۰ زيات ملکي وګړي يې ووژل. د روسيې هوايي ځواک د کډوالو پر هغه کاروان باندې راکټي بريدونه وکړل، چې Ingushetia ته د ننوتلو هڅه يې کوله. دا کړنه په ۱۹۹۹ ز کال ډسمبر کې هغه مهال بيا ځل وشوه، چې روسيې ځواکونو له Grozny څخه تښتېدونکي کډوال وويشتل. د Alkhan-Yurt عام وژنې او Novye Aldi عام وژنې د روسي ځواکونو له لورې قتل، لوټماري او د چينچنيانو باندې جنسي تېری راونغاړه. Staropromyslovsky عام وژنه د ۲۰۰۰ ز کال په جنوري کې پېښه شوه. د Katyr-Yurt بمباري د ۲۰۰۰ ز کال فبروري له ۴ څخه تر ۶ پورې وشوه. د Grozny له ۱۹۹۹ ز کال څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې کلابندي او بمبار د زرګونو ملکي وګړو د وژنې لامل شول. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د روسيې وسله والو ځواکونو د خلا بمونو په نوم (د تېلو هوايي چاودېدونکي: Fuel-Air Explosive) ناڅرګند بمونه هم وکارول، چې پناه ځايونه، ودانې او سنګرونه ويجاړوي او په دې ډول د هستوګنې سيمه کې د ملکيانو له وېجاړونکي طبيعت څخه د هغوی ساتنه ناشونې کوي. د دې بمونود فشار څپه د «خلا يا تشې» په نوم د يو وروستي تدقيق له لارې انسانان وژني، چې سږې شکوي يا د خلکو د زندۍ کولو سبب کېږي. نوموړي بمونه د چيچنيا په سويلي غرونو کې وکارول شول. [۴۱][۴۲]

د ۱۹۹۶ ز کال د ډسمبر پر ۱۷مه  د سره صليب نړيوالې کمېټې شپږ استازي ګروزني (Grozny) ته نږدې په Novye Atagi کې د يادې کمېټې په روغتون کې د مخ پټو وسله والو له لورې په بريد کې ووژل شول. په ۲۰۱۰ ز کال کې د روسيې د ځانګړو ځواکونو لوړ رتبه مامور تورن Aleksi Potyomkin ادعا وکړه، چې يادې وژنې د FSB جاسوسانو له لورې شوې وې. د ۲۰۰۴ز کال يوه راپور د چينچنيانو د ځورونې په موخه پر هغوی د روسي ځواکونو له لورې جنسي بريدونه په ګوته کوي. په چيچنيا کې د ۴۲۸ کليو له ډلې ۳۸۰ يې په نښو کې بمبار شوي وو، چې تر شا يې د ٪۷۰ کورونو ويجاړي پرېښوده. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د بښنې نړيوال سازمان اټکل کړی دي، چې يوازې د چيچين په لومړۍ جګړه کې له ۲۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي، چې زياتره يې د روسي ځواکونو له لورې د ګڼې ګوڼې مېشت سيمو باندې د بې توپيره بريدونو له امله وژل شوي دي. ۲۵۰۰۰ نورملکيان د چيچنيا په دويمه جګړه کې ووژل شول. يوه بله سرچينه انګېري چې په دويمه نښته کې له ۴۰۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي. په ورته وخت کې په ۱۹۹۶ کې د روسيې د ملي امنيت رئيس Aleksandr Lebed وويل چې په لومړۍ جګړه کې ۸۰۰۰۰ خلک ووژل شول. تاريخپوهان اټکل کوي، چې د نظامي ځواکونو په ګډون په لومړۍ جګړه کې د چينچنيا د نفوس لسمه برخه (د يو ميليون نفوس له ډلې ۱۰۰۰۰۰ تنه) ووژل شوه. د محافظه کارانو اټکلونه ادعا کوي، چې په دواړو جګړو کې لږ تر لږه له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰۰ پورې خلک ووژل شول. د چيچنيا د چارواکو او اتباعو له لورې لوړ اټکلونه فرض کوي، چې په دواړو جګړو کې له ۲۰۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ تنو پورې ووژل شول. د نښتو د پيل له راهيسې په چيچنيا کې ۵۷ ډله یيز قبرونه ثبت شوي دي. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

ځينو پوهانو اټکل کړې ده، چې په دې ډول کوچنۍ توکميزې ډلې باندې د روسيې ظالمانه بريدونه د نسل وژنې جرم ګڼل کېږي. «د ګواښل شويو خلکو ټولنه» په نوم په جرمني کې مېشتې نادولتي مؤسسې د چيچنيا په اړه د ۲۰۰۵ ز کال راپور کې روسي چارواکي په نسل وژنې تورن کړل. [۵۷][۵۸][۵۹]

د بشري حقونو څار ادارې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۵ ز کلونو تر منځ په چيچنيا کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې د زور ورکولو (غايب کولو) پېښې ثبت کړي دي او دا يې د انسانيت پر وړاندې د جرم په توګه ډلبندي کړی دی. [۶۰]

سرچينې[سمول]

  1. "No progress in Chechnya without accountability". Amnesty International. 17 April 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Worse Than a War: "Disappearances" in Chechnya—a Crime Against Humanity". Human Rights Watch. March 2005. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "NO HAPPINESS REMAINS" CIVILIAN KILLINGS, PILLAGE, AND RAPE IN ALKHAN-YURT, CHECHNYA, Human Rights Watch investigation report, April 2000
  4. "Georgia: International Groups Should Send Missions". Human Rights Watch. 18 August 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Ukraine: Rebel Forces Detain, Torture Civilians - Dire Concern for Safety of Captives". Human Rights Watch. 28 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Ukraine: Mounting evidence of war crimes and Russian involvement". Amnesty International. 7 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Russia/Ukraine: Invasion of Ukraine is an act of aggression and human rights catastrophe". Amnesty International. March 1, 2022. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Syria: Russia's shameful failure to acknowledge civilian killings". Amnesty International. 23 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Russia/Syria: Extensive Recent Use of Cluster Munitions | Human Rights Watch". Hrw.org. 20 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Syria/Russia: Incendiary Weapons Burn in Aleppo, Idlib". Human Rights Watch. 16 August 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Russia/Syria: War Crimes in Month of Bombing Aleppo". Human Rights Watch. 1 December 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. OHCHR 2 February 2017, p. 12
  13. Binet 2016، ص. 29—31, 97, 136.
  14. Luke Harding (په 21 January 2021 باندې). Russia committed human rights violation in Georgia war, ECHR rules. Guardian.
  15. (په 21 January 2021 باندې). Court Condemns Russia for Violating Human Rights After 2008 Georgia War. The Moscow Times.
  16. (په 21 January 2021 باندې). European court: Russia must answer for abuses in 2008 Georgia war. Reuters.
  17. ""Who Will Tell Me What Happened to My Son?" - Russia's Implementation of European Court of Human Rights Judgments on Chechnya". Human Rights Watch. 27 September 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "EU restrictive measures in response to the crisis in Ukraine". Council of the European Union. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 16 November 2016 باندې). Russia withdraws from International Criminal Court treaty. BBC News.
  20. (په 16 November 2016 باندې). Russia's withdrawal from International Criminal Court statute is 'completely cynical'. Amnesty International
  21. "War Crimes In Chechnya and the Response of the West". Human Rights Watch. 29 February 2000. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. The situation of human rights in the Republic of Chechnya of the Russian Federation - Report of the Secretary-General UNCHR (26 March 1996) Archived 20 July 1997 at the Wayback Machine.
  23. Binet 2016، ص. 19.
  24. Gilligan 2009، ص. 6.
  25. Russia: Three Months of War in Chechnya, Human Rights Watch, February 1995
  26. Yeltsin Orders Bombing Halt On Rebel City, The New York Times, January 5, 1995
  27. 'These People Can Never Be Pacified': A Report From The Besieged City, Where Russian Bombs Haven't Dented Chechen Resolve, Newsweek, January 16, 1995
  28. The situation of human rights in the Republic of Chechnya of the Russian Federation - Report of the Secretary-General UNCHR (26 March 1996) Archived 20 July 1997 at the Wayback Machine.
  29. Russians' Killing of 100 Civilians In a Chechen Town Stirs Outrage, The New York Times, May 8, 1995
  30. CARPET BOMBARDMENT OF THE ELISTANJI VILLAGE, OCTOBER 7, 1999 Archived July 29, 2009, at the Wayback Machine., Memorial, 26.10.1999
  31. The attack on the village of Elistanzhi (7 October), Amnesty International, 1 December 1999
  32. Russians in disarray over Grozny strike, The Guardian, October 23, 1999
  33. Russian Federation (Chechnya): For the motherland: Reported grave breaches of international humanitarian law. Attack on a civilian convoy near Shami-Yurt (29 October) Archived 2005-05-11 at the Wayback Machine., Amnesty International, 1 December 1999
  34. 'Russians fired on refugees' BBC News, 4 December 1999
  35. Bush Meets Russian Faulted For Atrocities, Washington Post, March 29, 2007
  36. Russian atrocities in Chechnya detailed Archived 2007-04-04 at the Wayback Machine. Human Rights Watch, June 2, 2000 (ReliefWeb)
  37. Putin Urged to Act on Summary Executions: Deaths of Sixteen More Civilians Confirmed, Total now Thirty-Eight, Human Rights Watch, February 10, 2000
  38. Civilian killings in Staropromyslovski district of Grozny, Human Rights Watch / United Nations High Commissioner for Refugees report, February 2000
  39. "Grozny and Aleppo: a look at the historical parallels". The National. 24 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Galeotti, Mark (29 September 2016). "Putin Is Playing by Grozny Rules in Aleppo". Foreign Policy. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Ian Traynor (په 28 December 1999 باندې). Russian drop 'vacuum' bombs. Guardian.
  42. Ian Traynor (په 28 December 1999 باندې). Russian drop 'vacuum' bombs. Guardian.
  43. "17 December 1996 : Six ICRC delegates assassinated in Chechnya". International Committee of the Red Cross. 30 April 1997. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 25 November 2010 باندې). How the Chechnyan Red Cross murders affected central Africa. The Guardian.
  45. Parfitt, Tom (2004). "Russian soldiers blamed for civilian rape in Chechnya". The Lancet. 363 (9417): 1291. doi:10.1016/S0140-6736(04)16036-4. PMID 15101379. S2CID 30551028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Callaway او Harrelson-Stephens 2010، ص. 85.
  47. "Brief summary of concerns about human rights violations in the Chechen Republic" (PDF). Amnesty International. April 1996. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Russian Federation: What justice for Chechnya's disappeared?" (PDF). Amnesty International. 2007. د کتاب پاڼې 1. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Kramer, Mark (2005). "Guerrilla Warfare, Counterinsurgency and Terrorism in the North Caucasus: The Military Dimension of the Russian-Chechen Conflict". Europe-Asia Studies. 57 (2): 210. doi:10.1080/09668130500051833. JSTOR 30043870. S2CID 129651210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Michael R. Gordon (په 4 September 1996 باندې). Chechnya Toll Is Far Higher, 80,000 Dead, Lebed Asserts. New York Times.
  51. "200,000 killed in Chechnya in 10 years". Unrepresented Nations and Peoples Organization. 29 November 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Official: Chechen wars killed 300,000". Al Jazeera. 26 June 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. . Russia: Chechen Mass Grave Found. New York Times.
  54. Moorcraft او Taylor 2008، ص. 145.
  55. Reardon او Hans 2018، ص. 201.
  56. Hawkins 2016، ص. 27.
  57. Sarah Reinke: Schleichender Völkermord in Tschetschenien. Verschwindenlassen – ethnische Verfolgung in Russland – Scheitern der internationalen Politik. Gesellschaft für bedrohte Völker, 2005, page 8 (PDF Archived 12 August 2014 at the Wayback Machine.)
  58. Haque, Mozammel (1999). "Genocide in Chechnya and the World Community". Pakistan Institute of International Affairs. 52 (4): 15–29. JSTOR 41394437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Jones, Adam (2011). "Let Our Fame Be Great: Journeys Among the Defiant People of the Caucasus". Journal of Genocide Research. 13 (1): 199–202. doi:10.1080/14623528.2011.554083. S2CID 71276051. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Worse Than a War: "Disappearances" in Chechnya—a Crime Against Humanity". Human Rights Watch. March 2005. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)